ژباړه:همت راحل –
د یو ه بزګر زوي محمد مرسي د مصر د فوځ لخوا د ۲۰۱۳ په ۱۳ د جولایی له واکه بي طرفه شو او په زندان کې واچول شو.د مصر فوځ په محمد مرسي تور ولګاوه چې د صدارت څوکۍ ته د رسېدو سره سم یې د یو آمر رنګ خپل کړی و.خو حقیقت دادی چې د مصر فوځ،عدلیی،او شاهي افسرانو نه غوښتل چې دی نور پدې څوکۍ کې پاتي شي.ځکه خو صدراعظم مرسي د حسن مبارک له پاتې شونو څخه د ځان ژغورنې په موخه په ځینو غیرې اصولي کړنو لاس پورې کړ.خو د مصر فوځ نوموړی پدې نوم له واکه لرې کړ چې ځان ته د آمر نوم ورکوي.
وروسته مصري فوځ په پراخه پیمانه مرسي پسې پروپاګند شروع کړ او پوره هڅه یې وکړه چې د حقیقت په مرۍ پښه کیږدي تر څو آمرینو او غاصبینو ته موقعه په لاس ور شي چې خپلو شومو شخصي اهدافو ته په اسانۍ سره ځان ورسوي.
مصر کې هم همداسې وشول کله چې مرسي غوښتل چې د حکمرانې طبقې ګټې تصفیه کړي نو هغوي په ده پسې شول او مرسي یې د غدار،قاتل،او د دهشتګرد په نومونو ونوماوه.خو مرسي د نوي دور د مسلمانو حکمرانانو له ډلې څخه پیاوړی او د صالحینو وارث دی.
۱:مرسي په کوچنیوالي کې قرآن حفظ کړی و چې دا معمولي خبره نه ده…د حضرت ابو موسی اشعري (رض) څخه روایت دی چې نبي کریم (ص) فرمایي چې بهترین شخص هغه دی چې قرآن پاک حفظ کړي او نورو ته یې وښایي.
۲:یو وخت محمد مرسي په یوه مهمه غونډه کې چې په زیات شمیر خلک ورته ناست و وینا کوله.چې په همدې وخت کې د اذان غږ واوریدل شو او معلومه خبره ده چې د لمونځ وخت و.مرسي بې له دې چې په اذان ځان نا خبره واچوي او یا د یوې لنډې شیبې لپاره غلی پاتي شي بلکه په لوړ غږ او په فخر سره په اذان کولو پیل وکړ.ددې اذان په اوریدو سره خلک احساساتي شول چې د دوی حکمران هم د الله ج په وړاندې عاجزي او په خاکسارۍ سره سر ټیټوي.
۳: مرسي پوخ لمونځ ګذاره دی حتآ صدارت ته له رسیدو نه وروسته هم ده د سحر لمونځ په جومات کې د ادا کولو عمل جاري وساته. مرسي دومره د لمانځه دوخت پابند او سخت و چې حتا مصري کمونیستانو په ده پورې مسخرې وهلې او دا دعوه یې کوله چې د صدر عبادت مصنوعي ده. خو مرسي هیڅکله هم له تنقید څخه متاثره نه شو او خپل عمل یې جاري وساتو.اکثره وخت د جمعې د ورځې په خطبه کې د مرسې له سترګو څخه اوښکې تویدلې.
۴:مصرۍ واکمنې طبقې په مرسې یو تور دا ولګاوه چې هغه کم عقله او یا ساده دی.ځکه چې ده د فوځ سره دجنګ ډګر ته ور ودانګل.خو په حقیقت کې مرسي هوښیار او عقل مند واکمن وه. تر ننه پورې د مرسي غوندې پیاوړی،زیرک او پوه صدر اعظم په مصر کې حکمراني نه ده کړې. تر لیسانس لوړې زده کړې یې د قاهري په پوهنتون کې سر ته ورسولې ، او همدا شان د امریکا په کالفورنیا پوهنتون کې یې د دکتورا تر کچې زده کړې وکړي او له هغه څخه وروسته په همدې پوهنتون کې په تدریس بوخت ؤ ، نوموړی دری کاله د کالفورنیا د ایالتي پوهنتون استاد پاتی شوی ، چې ورپسې په همدې کال کې د مصر د زقازیق پوهنتون پروفیسور و.
۵:په قاهره کې د مصري واکمانانو په جریبونه ځمکې او په هغې کې لوړې ودانۍ چې د ژوند له هر راز نعمت څخه برخمنې دي موجودې دي.خو ساده توب خوښونکی محمد مرسي مخکې له دې چې صدر اعظم شي دا پرېکړه کړې وه چې دی به په کوم دولتي ودانی کې نه اوسیږي.نوموړي همداسې وکړل چې بلاخره یې د قاهرې ښار په یوه اپارتمان کې کرایي کورپه کرایه ونیو او له خپلې کورنۍ سره پکې اوسیدل پیل کړ.
کله چې په مصر کې د محمد مرسي په خلاف احتجاجونولړی شروع شوه.نو د اپارتمان په لېفټ کې د ده خلاف ناوړه شعارونه لیکل شوي ول.خو دی پدې مسایلو پسې ونه ګرځېده او خپل کور یې پرې نه ښود.دده د کور پرتله که د نړۍ د نورو چارواکو له کورونو سره کړو نو کیدای شي چې د هغوي یواځې تشناب هم دده له کور څخه لوی وي
۶:کله چې محمد مرسي صدراعظم وه نو دده خور بیخي زیاته ناروغه شوه کله چې دی د خور د پوښتنې لپاره د مصر ملکي روغتون ته لاړ ډاکټرانو ورته وویل که چیرې ته وغواړې د خور علاج دې په امریکا یا یورپي روعتونونو کې کیږي.بس یواځې ستا تر حکم پورې متل یو چې ته حکم وکړې او مونږ یې ولیږو.
خو مرسي دا خبره ونه منله ده ویل چې زما کورنۍ به هیڅکله دې ته اماده نه شي چې زما له موقف څخه دې ناجایزه استفاده وکړي.صدر اعظم د خپل خور په خاطر له خپلو اصولو څخه سرغړونه ونه کړه.چې وروسته یې خور لکه د نورو عامو مصریانو په څیر د مصر په ملکي روغتون کې ساه ورکړه.
۷: د مرسي شمار په هغو مسلمانو واکمانانوکې کیږي چې هیڅکله یې د عوامو له حال څخه ځان بي خبره نه ساته بلکه هره ممکنه مرسته یې ورسره کوله.
مرسي چې کله سهار وختي په سرکاري موټر کې دخپل دفتر خوا ته به روانیدو نو په لاره کې به یې تل یوه ښځه لیدله چې کله به ناسته ،کله ولاړه او کله به ویده پراته وه.یوه ورځ یې همدې ښځې په څنګ کې موټر ودراوه او پوښتنه ورنه ورکړه چې ته ولې په دې پیاده راو کې اوسیږې؟ ښځه وویل چې کله مې خاوند وفات شو نو پدې دنیا کې یواځې شوه او د کور کرایه مې نه شوه ورکولی بلاخره مجبوره شوم چې پیاده راو کې واوسیږم. مرسي ښځې ته وویل تر څو چې زه د مصر حاکم یم هیڅ یوه ښځه به په پیاده راو کې ونه اوسیږي او هیڅ ډول تکلیف به ونه ویني.
۸: کله چې په ۲۰۱۴ م کال کې سونامي طوفانونه د انډونشیا ډیری سیمې اغیزمنې کړې محمد مرسې په خپله انډونشیا ته تشریف یوړ او د سیلاب ځپلو سره یې مالي او تخنیکې مرستې وکړې.
د عوامو غوښتنې به د مرسي د فهرست په سر کې وې.کله چې مرسي په سر د اقتدار راغی بشرالاسد ورته زنګ وواهه او مرسي ته یې مبارکي وویله خو مرسي په ځواب کې ورته وویل چې زه تا د شام د خلکو مناسب واکمن نه ګڼم.
۹: اکثره حکمرانان له خپل موقف څخه ناجایزه استفاده کوي مال او دولت راټولوي.که مرسي غوښتلی وای له خپل موقف څخه یې پوره استفاده کولای شوه اخر خو په کرایی کور کې اوسیده لږ تر لږه د یو کور د اخیستلو پیسي خو یې حتمآ برابرولای شوې.خو دده له تللو نه وروسته په ډاګه شوه چې په نړۍ مې یواځینی صدراعظم و چې لږ معاش یې اخیسته چې کالني معاش یې ۱۰۰۰۰ ډالر و چې پدې حساب میاشتنی معاش یې ۸۳۳ ډالره کیده.خو حیرانونکې خبره دا وه چې کله دی د فوځ لخوا ونیول شو دا هم په ډاګه شوه چې تر نیول کیدو پورې یې هیڅ معاش نه و اخیستی.لکه په وړیا چې د خپل قوم او وطن خدمت یې کاوه.
۱۰:د حکمرانانو تصویرونه په عربي هیوادونو کې ډیر محبوب وي او هغه په مهمو دولتي عمارتونو کې په ښه کیفیت لګول کیږي.مثلآ د حسنې مبارک په دوره کې چې په هر دولتي عمارت کې به یې تصویر ځوړند و.
خو کله چې محمد مرسي صدر شو حکم یې وکړ چې په هیڅ یو دولتي عمارت کې به یې انځور نه لګول کیږي.د دغه کار لپاره هر صدر اعظم ته پنځه میلونه بودیجه ورکول کیده.دده د حکم سره سم د پخوانو ټولو حکمرانانو تصویرونه لرې کړای شول او پر ځای د الله (ج) د نوم غټ بینرونه او تختې ولګول شوې.خو دده له څنګ ته کیدو سره سم د فوځ لخوا د الله (ج) نومونه لرې کړای شول او پر ځای یې د فوځي جنرالانو تصویرونه ولګول شول.
۱۱:د مرسي میرمن نجلا علي محمد نومیږي یوه عزیزه او صالحه ښځه ده.د خپل خاوند په څیر ساده توب خوښونکې او له کبر و غرور څخه پاکه ښځه ده.کله چې محمد مرسي د صدارتۍ عهده سمباله کړه نجلا علي محمد په یوه بیان کې وویل (( د مصر عوام دې ماته د مصر لمړنۍ ښځه نه بلکه لمړنۍ ملازمه ووایي)) ایا د نورو اسلامي هیوادونو له لمړنۍ ښځې څخه په لمړي بیان کې ددې خبرې توقع کیدای شي؟ د موجوده نیمه فوځي حکومت چې صدر اعظم یې استعفې ورکړې او جنرال سیسي چې غواړي د مصر واک تر لاسه کړي محمد مرسي باندې نوي الزامونه ولګول چې یو پکې د مصر پټ رازونه له ایران سره شریکول او دوهم د فلسطین د عوامو لخوا دټاکل شوي حماس له ډلې سره یو ځای کیدل او په تخریبي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تورونو تورن کړ دا له واضحه نه ده چې د حماس سره منصوبه بندي د ځان خلاف و او که د نورو.حسن مبارک له زندان څخه خلاص او محمد مرسي په زندان کې واچول شو او محکمې ته به وړاندې شي. تر څو د محکمې له پریکړې څخه وړاندې اخوان المسلمین او پلویانوته یې قدرت وښودل شي او هغوي وډار کړي.ګورو به چې د محمد مرسي په حق کې محکمه څنګه پریکړه کوي
دخوی او عادت له مخی خوبلکل دافغانستان دتنضمی مشرانو په شان وکیدای شی ده هم ترقی له مونږ نه زده کوله
همت را حل وروره ستا سې د لیکنې څخه مننه خو!!!!! په ګران هیواد افغا نیستان کښې موږ په تیرو(۳۶)کلونو کښې دبې دینه کمو نیستا نو او چونۍ پرستو اخوا نیا نو عملونه او منفې کړنې دسر په ستر ګو ولیدل او دګران هیواد دبر با دۍ عا ملین همدغې دوې وطنفروشې او وطن دښمنې ډلې دې.
خدای (ج) دوا ړې ډلې تبا ه کړې موږ او زموږ هیوا د خو دوی تبا ه کړ.
کمونیستا ن خو ایت او حدیث ته عقیده نه لرې څه نا روا وې اووژنې چې یې دبیکنا ه خلګو کړیدې حتا دوی دالله دوجود څخه انکا رکوې. خو ګلبدین او دغه نور اخوا نیا ن لکه ربا نې او سیا ف چې څونده ډیر مړې وکړه د بې ګنا ه مسلما نا نو د بیګا نه ګانو او ګا ونډیا نوپه اشا ره او دخصوصا ددوی مهم کا ر دګا ونډیا نو او نورو استخبا را تې شبکو سره همکا رې وه اود بې ګناه مسلما نا نو ترور وو خو ایت کریمه کې وا یې
ومن یقتل مومنا متعمدا فجزاه جهنم خا لدا فیها
ژبا ړه : هغه څوک جې وژنې یو مومن مسلمان په قصد سره دهغه جزا به دوزخ وې او همیشه به په دغه دوزخ کې وې
توجه : څنګه چې دمسلمان دپا ره همیشه دوزخ نسته نو مفسرین کرام دخلد څخه مکث کثیر مطلب اخلې
همت را حل وروره ما ستا سې لیکنه چې داخوا نیانوصفت مو لیکلی وو ما هغه ونه کتل ځکه یو وخت زه هم غولیدلې وم حتا په ګلبدین پسې مې لمونځ کړیدی او لا س مې ور مچ کړیدی.خو دغه تیر (۳۶) کلو نه چې ما دده او دده دنورو همقطا رانو (ربانې ، سیا ف) نا روا کړنې او بد عملونه ولیدل نو اوس وا یم چې :استغفر الله من کل ذنب واتوب الیه
ورور جا نه که محمد مرصې دا سې اخوا نی وې لکه زموږ دګران هیواد افغانیستان اخوان المسلمین چې موږ دهغوی دډیرو غلطیو او ډیرو بدو عملونو شا هدان یوپه تیرو څه دپا سه درې لسیزو کښې نو !!!!!!!!!!!! به ضرور ووا یو چې نعوذ با الله من شر اخوان المسلمین
او که دمحترم مرصې قول اوعمل سره یو وې اوښه مسلمان وې او د مصر داولس او مظلو ما نو په ګټه وې خدای دې کامیا بې او پر ښو توفیق ورکړې.
موږ چې خپل دګران هیواد اخوانیان لیدلې دې دخونخوا رو کمونیستا نو په شان ډیر بد ، شنیع خلګ دې او دخپل ګرا ن وطن تر ګټو دګا ونډیا نو وګټو ته ژمن دې ا زموږ دهیوا د ډیر اهل خبره او پو هان یې دکمونیستانو په ډول چې هغوی د شورویانو په لار ښوونه وژل کول دوی (اخوانیانو) دګا ونډیانو په لا ر ښوونه ډیر پوه هیوادوال په شها دت ورسول
خدا ی دې دټول عمر دپا ره زموږ دهیواد اخوا نیان وواک او قدرت ته نه رسوې. امین
ورور جا نه که محمد مرصې دا سې اخوا نی وې لکه زموږ دګران هیواد افغانیستان اخوان المسلمین چې موږ دهغوی دډیرو غلطیو او ډیرو بدو عملونو شا هدان یوپه تیرو څه دپا سه درې لسیزو کښې نو !!!!!!!!!!!! به ضرور ووا یو چې نعوذ با الله من شر اخوان المسلمین
او که دمحترم مرصې قول اوعمل سره یو وې اوښه مسلمان وې او د مصر داولس او مظلو ما نو په ګټه وې خدای دې کامیا بې او پر ښو توفیق ورکړې.
موږ چې خپل دګران هیواد اخوانیان لیدلې دې دخونخوا رو کمونیستا نو په شان ډیر بد ، شنیع خلګ دې او دخپل ګرا ن وطن تر ګټو دګا ونډیا نو وګټو ته ژمن دې ا زموږ دهیوا د ډیر اهل خبره او پو هان یې دکمونیستانو په ډول چې هغوی د شورویانو په لار ښوونه وژل کول دوی (اخوانیانو) دګا ونډیانو په لا ر ښوونه ډیر پوه هیوادوال په شها دت ورسول
خدا ی دې دټول عمر دپا ره زموږ دهیواد اخوا نیان وواک او قدرت ته نه رسوې. امین
If this story is true I am admiring and recommending him as a leader of Muslim world
Allah The Mall Shee.
In Islamic Country No way lift for real Muslim to be come a president, by Election or other way..