تاند- د مصر د هوايي شرکت تښتول شوې الوتکه د قبرس په جنوبي ساحل کې کښته کړای شوې ده.

د مصر د هوايي شرکت (A320) الوتکه، چې ۸۱ تنه پکې سپاره ول، له الکساندریې څخه قاهرې ته روانه وه.

راپورونه وايي د الوتکې په سپرلیو کې یوه وویل چې چاودېدونکی واسکټ یې اغوستی دی.

د مصر هوايی شرکت وايي چې له برمته ګرو سره د خبرو په نتیجه کې د الوتکې له عملې او ۴ سپرلیو پرته نوره ټوله سپرلي خوشي شوې ده.

د برمته ګرو د غوښتنې په باب تراوسه څه نه دي اورېدل شوي.

د قبرس د لارناکا هوايي ډګر بند کړای شوی او دغه هوايي ډګر ته پلان شوې الوتنې نورو هوايي ډګرونو ته کېږي.

له لومړنیو راپورونو داسي ښکاري چې یوازې یوه تن دا الوتکه برمته کړې. د هغه له لوري کومه غوښتنه نه ده شوې او نه د هغه د ملیت او هویت په اړه تراوسه څه ویل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *