د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين

په افغانستان کې د مصر سفارت مرستيال ابراهيم ممدوح فوده د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز څخه ليدنه وکړه.

په دغه ملاقات کې چې د زمري مياشتې په ۲۲مه (۱۳۹۶) وشو، ښاغلي ممدوح فوده د خپلې ليدنې موخه د مرکز اغېزناکو فعاليتونو ته په کتلو سره، د دغه مرکز په اړه د لا زياتو معلوماتو ترلاسه کول وبلل.

په سر کې ښاغلي ممدوح فوده د افغانستان د وضعيت په تړاو د مصر ليدلوري ته اشاره وکړه. نوموړي وويل، چې دوی ته په اوسني وخت کې په افغانستان کې د سولې او امنيت ټينګښت خورا مهمه خو په ورته وخت کې ډېره پېچلې قضيه ښکاري. د دې ترڅنګ يې په افغانستان کې د مصر د ځينو ښوونيزو بنسټونو او فعاليتونو په يادونې سره زياته کړه، چې دوی هڅه کوي په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين د مصر مرستيال سفر له راتګ څخه مننه وکړه او د مرکز ځينو مهمو فعاليتونو ته په اشارې سره يې وويل: د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د څېړنو او فعاليتونو تمرکز تر ډېره په هېواد کې د روانو ستونزو د هواري په حل‌لارو دی.

د مرکز د علمي شورا مشر دکتور مصباح الله عبدالباقي هم په خپلو خبرو کې د مصر او افغانستان پر اړيکو رڼا واچوله او په ځانګړي ډول يې په مصر کې د افغان محصلينو ځينو ستونزو او د هغو د هواري اړتيا ته اشاره وکړه. نوموړي دغه راز وويل، چې مصر د اسلامي نړۍ يو مهم هېواد دی او مرکز غواړي په هغه هېواد کې له څېړنيزو مرکزونو سره اړيکې او ګډې همکارۍ ولري. ښاغلي ممدوح فوده هم په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *