تاند- په افغانستان کې د مصر کونسل (قونصل) او کلتوري اتشې د افغانستان د اجرايي چارو له لومړي مرستیال سره په کتنه کې وویل چې هیواد یې افغان ځوانانو ته په مصر کې د زده کړو لپاره بورسونه ورکوي.

مصر یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د موسي شفیق په شان د افغانستان مهمو شخصیتونو پکې لوړې زده کړې کړي دي.

موسي شفیق د اعلحضرت محمد ظاهرشاه د پاچهۍ د وروستۍ دورې تر ټولو فعال صدراعظم و. ده د صدارت په لنډه دوره کې له عربي او اسلامي نړۍ سره د افغانستان اړیکې پراخې کړې.

د اجرايي چارو د لومړي مرستیال د دفتر له خبر سره سم د مصر کونسل او د کلتوري چارو مسوول ولید شریف نن له انجنیر محمد خان سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې هیواد به یې په مصر کې د زده کړې لپاره افغان محصلانو ته سکالرشیپونه ورکړي.

ښاغلي شریف وویل:«مصر له افغانستان سره په خپله تاریخي دوستي ویاړي، دا تاریخي اړیکې د ابن سینا او سید جمال الدین افغان له وخته پاتې دي.»

ده همداراز وویل د مصر په پوهنتونونو کې د موسي شفیق، ډاکتر نیازي، استاد سیاف او ډاکتر یوسف نیازي په شان شخصیتونو زده کړې ته اشاره وکړه، ویې ویل چې هیواد یې په تعلیمي، کلتوري او نورو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.

د اجرايي چارو لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د مصر له مرستو د مننې په څنګ کې د ازهر پوهنتون یادونه وکړه چې د افغانستان په شمول د ګڼو اسلامي هیوادونو د اسلامي عالمانو د روزنې مرکز پاتې شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *