تاند- د مصنوعي ذهانت یا ارتفیشل انتلیجنس په اړه له ډېر وخته ویل کېږي چې د هر څه کنټرول به واخلي.
د آی بي ایم کمپنۍ د مصنوعي ذهن ټکنالوژۍ په یوه مناظره کې یو مسلکي مناظره کوونکی انسان مات کړ.
د آی بي ایم د مصنوعي ذهن دا ماشین، چې (Project Debater) نومول شوی، له باوري منابعو معلومات راټولوي.
آی بي ایم وايي چې پراجیکټ دیبېټر له خلکو سره د معلوماتو په تبادله کولو کې مرسته کوي. او له بلې خوا د معلوماتو د وړاندې کولو په وخت د انسان په شان د احساساتو تر اغېز لاندې نه راځي.
د جون په اوولسمه له یوه مسلکي مناظره کوونکي سره دې ماشین ثابته کړه.
د دوی د مناظره یا بحث موضوع د فضايي څېړنو لپاره د عمومي بودجې ځانګړتیا وه.
انسان او ماشین د وینا لپاره څلور دقیقې، د نقد لپاره ۴ دقیقې او ۲ دقیقې د نتیجه اخیستلو لپاره وخت درلود.
په پای کې د مناظرې کتونکو او اورېدونکو د مصنوعي ذهانت ماشین ته رایې ورکړې ځکه چې د دوی په باور ماشین زیات معلومات لرل.
په دې کې مهمه خبره دا ده چې اوس مصنوعي ذهن ته ورزده کېدای شي چې د انسان په شان وږغېږي او په په ډېرو معلوماتو کې له لټون او څېړنې وروسته سم او د قناعت وړ دلایل وړاندې کړي.
خو د ماشین دلایل او معلومات تر ډېره له دې سره اړه لري چې هغه ته څومره معلومات ورکوو.