تاند- د اروپا په څو هیوادونو کې، چې عموماً کډوال د هغو له لارې د لوېدیځې اروپا هیوادونو ته تېرېږي، له مصنوعي ذهانته کار اخیستل کېږي.

هنګري، لیتوانیا او یونان هغه درې هیوادونه دي چې په پولو کې یې د مصنوعي ذهانت سیستمونه ایښي چې دغو هیوادونو ته د مځکې له لارې له ورتلونکو مسافرو څخه پوښتنې کوي او د داخلېدو اجازه ورکوي.

دا سیستم، چې (iBoarderCtrl) نومېږي، مرسته کوي چې له مسافرو څخه د پوښتنو بهیر په لنډ وخت کې بشپړ شي او په عین حال کې دا توان لري چې د ځواب ورکوونکي رښتیا – درواغ معلوم کړي.

دا سیستم به د هنګري لیتوانیا او یونان په پوله کې د ۶ میاشتو لپاره وازمویل شي.

هر مسافر به خپل پاسپورت، وېزه او د پانګونې اسناد په کمپیوټر کې اپلوډوي او سیستم به یې څېړي، په بل پړاو کې به له هر مسافر څخه مصنوعي ذهانت پوښتنې کوي.

سیستم د مسافر پوښتنو او اسنادو ته په کتو پرېکړه کوي چې هغه رښتیا که درواغ وايي.

همداراز به له مسافر څخه پوښتنه کوي چې په بکس کې یې څه شي شته او یا بکس ورته پرانیزي چې وګوري څه پکې شته.

څوک چې په دې پړاو کې بریالی شي، هغه ته د کیو آر په نوم کود ورکول کېږي او همداراز اجازه مومي چې هیواد ته داخل شي.

که د چا په اړه اندېښنه وي یا څه شک پرې وشي نو بایومیتریک معلومات یې اخیستل کېږي او مربوط مامور ته، چې انسان دی، سپارل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *