څو ورځې مخکې له یوه ملګري سره جلال اباد ته تللی وم، هلته مو څو کتابتونونو ته سر ورښکاره کړ، څښتنان یې ډېر خفه او ناخوښ ول، د پېرېدونکو له نشتوالي یې سر ټکاوه، مازدیګر مهال مازدیګر کتابپلورنځي ته ورغلو، د پښتو ژبې د خوږ ژبې شاعر او لیکوال عزت الله ځواب سره مخ شوو، د کتابپلورنځي په ګوټ کې ناست وو؛ موبایل کې یې ویډیو لیدله، تر روغبړ وروسته مو خواله وکړه. ښاغلي ځواب د پښتنو په حال او راتلوونکي سخت زړه وخوړ او د ناهیلۍ اسویلي یې له خولې راوتل؛ زیاته یې کړه: د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د خلکو له کتاب او مجلو سره بې کچه مینه وه، هر چا به د کتاب او مجلې پوښتنه کوله، د خلکو له مطالعې سره بې توله مینه وه، د هغه په وینا ښه وو ساعت یې تېر و، کار روان و خلکو به خپله د مطالعې تنده خړوبوله او موږ به هم دومره څه ګټل چې یوه کپله ډوډۍ پیدا کېدله.
هغه له روان وضعیته ډېر تنګ و، ویل اوس څوک د کتابپلورنځي په لار هم نه ځي، څوک د کتاب او مجلې پوښتنه هم نه کوي، زموږ کار هم ورسره خراب شوی، د کتاب او مطالعې فرهنګ په خښېدو دی، هغه یې عمده لاملونه فېسبوک او محلي راډیوګانې وبللي .
وروسته له هغې چې خلک د فېسبوک له کارولو سره اشنا شول، د کتاب او مطالعې سره یې مخه ښه وکړه، ډېری وګړي شپه او ورځ فېسبوک کې بوخت وي، او بدبختانه چې د مثبتو موخو لپاره نه کارول کېږي، د یو بل ضد مورچل کار ترې اخېستل کېږي، تر نیمې شپې به فېسبوک کاوري، ګهیځ مهال چې ناوخته راپاڅي تر هر څه د مخه به فېسبوک پرانیزي. د فېسبوک کارونې ډېرې ستونزې زیږولي، بدبختانه چې په تعلیمي برخه کې یې ډېر زیات اغېزمن کړې یو.
محلي راډیوګانې یوه بله ستره ستونزه ده، دا راډیوګانې فرمایشي سندرې او طنزي پروګرامونه خپروي، عوام شېبې شمېري چې خپرونه پیل شي او تر پایه یې واوري، د یوې خپرونې پای وي او د بل پیل.
هېوادوال باید د فېسبوک په کارونه کې د ډېر احتیاط نه کار واخلي، استعمال یې محدود کړي او ټول فوکس په زده کړو او مطالعه وکړي، د فېسبوک ډېره کارونه د پرمختګ، پوهې، ریسرچ او تحقیق د مخنېوي لامل کېږي. فېسبوک ته ځانګړی شوی وخت که په مطالعه تېر شي نو په شخصیت جوړونه کې ډېر مثبت رول لوبوي، د سړي علم زیاتېږي، د نړۍ له تحولاتو خبریږي او په پایله کې د نورو خلکو د چوپړ مصدر ګرځي. د فېسبوک وخت که علمي څېړنو او تحقیقاتو ته ځانګړی شي نو په اکاډیمیک ډګر کې به د لویو لاسته راوړنو شاهد اووسو.
کوم وخت چې فېسبوک ته ورکوو نو باید د مثبتو موخو لپاره وکارول شي، داسې هیله بښوونکي او علمي پوسټونه وشي چې لوستوونکي یې په لوستلو یو څه ترلاسه کړي، دا ستره بد مرغي ده چې موږ فېسبوک هم د یو بل په ضد استعمالوو، د نفاق، کرکې او نفرت مرکز مو ګرځولی دی، د هېوادوالو تر منځ د تبعیض او تعصب د خپرولو لامل شوي یو. موږ له علمي پلوه ډېر وروسته پاتې یو نسبت نورو ملتونو ته زموږ او ستاسې په اوږو ډېر دروند بار پروت دی، د کار او مطالعې لپاره باید ډېر وخت مختص شي.
له بل لورې محلي راډیوګانې او په عموم کې ټولې هغه راډیوګانې چې په هېواد کې خپرونې کوي د سندرو او طنزي خپرونو تر څنګ باید ګټور اکاډیمیک او پوهنیز پروګرامونه خپاره کړي، په دې برخه کې باید ډېر کار وکړي، او د هېوادوالو د علمي سطحې په لوړولو کې بنستېز او مهم رول ولوبوي، استادان او پوه اشخاص میلمانه کړي د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ووایي او ګټور مالومات په هره څانګه کې اورېدونکو ته وړاندې کړي. په دې ترتیب به مو وخت چې ډېر ارزښتمند شی دی او بیا راتګ یې نشته په سمه توګه تنظیم کړی وي، د ندامت او ملامتیا څخه به مو ځانونه ژغورلي وي.