ليکنه: همت، پکتيا
په پکتيا کې د يو شمير لېسو زده کوونکو، دولتي چارواکو، مامورينو او په سلګونه هغه مزردرانو چې د سولې شورا د دفتر له لوري ورته معاش ورکول کيږي، دې غونډې ته مجبور شوي وو چې پکې برخه واخلي.
دوی وايي، غونډې ته د ښوونځيو زده کوونکي، حکومتي چارواکي او هغه قومي مخور را غوښتل شوي وو چې ولسوالانو او نورو فعالو حکومتي چارواکو ورته تليفونونه کړي وو او د تګ راتګ زمينه يې ورته برابره کړې وه.
د د ولتي چارواکو ملاتړ په دغه غونډه کې د پکتيا د والي وياند روح الله سمون تر څنګ د کرزي مشاور وزيرانو، امان الله خان ځدراڼ، د سولې شورا غړي او مشاور وزير قاضي محمد امين وقاد او يو شمير نورو دولتي ادارو ريسانو لکه: د پکتيا د اطلاعاتو کلتور ريس محمد شيفا مشفق، د کرنې رييس لعلي ځدراڼ، د پکتيا راډيو ټلوېزون تحمل شوي امر عاشق الله اخلاصيار، د والي سکرتر، د المپيک امر امين عالميار د بهرنيو چارو رييس غفار صديقي د پوهنې د رياست وياند حامد معنوي او يو شمير نورو مامورينو برخه اخيستې وه.
لومړی خو دا چې افسوس په دغسې حالت چې دولتي چارواکي بيا هم په ډېره سپين سترګې د ښوونځيو زده کوونکي په دې موخه را غواړي چې د پوهنې جشن لمانځل کيږي او کله چې يو شمير زده کوونکي له دې انکار کوي چې غونډې ته نه ورځي د مديرانو له خوا ورته ويل کيږي چې په ازموينه کې به څه کوئ؟! بياهم د ولسمشرۍ د نوماند په داسې ملاتړ افسوس!
دويم داچې د ادارو ريسان او مامورين چې د والي خبره ونه مني او د زلمي رسول د کمپيان په غونډو ګډون ونکړي او را نشي نورو شخصي ګټو ته چې له والي سره يي شريکي دي له منځه ځي.
دريم داچې د سولې شورا له لوري هغه نيول شوي مزدوران چې د سړک په غاړو کار کوي دوئ ته خو معاش ورکول کيږي نو دوئ خو خپلې غريبې ورځې دې ته مجبور کړی و چې د زلمي رسول په غونډو کې ګډون وکړي.
اوس پوښتنه پيدا کيږي چې دغه دولتي کار کوونکي ولي راغلي او د چا په غوښتنه را غوښتل شوي؟!
معمول خبره ده چې د پکتيا د اوسني والي جمعه خان له لوري چې په کابل کې يې په يوه غونډه کې خپله زورواکي وښودله او په غيري قانوني ډول يې له زلمي رسول څخه ملاتړ وکړ، چې دغه ملاتړ پکتياوال را وپارول او اعتراضيه غونډې جوړې کړې خو نه يي په مرکز کابل کې دولتي چارواکو غږ واوريد او نه تش په نوم د ټاکنو د شکايتونو د اوريدو کمیسون د ولس سوي غږونه واوريدل.
په دې برخه کې رسنيو خپل مسووليت ادا کړ او تر ډېره د خلکو شکايتونه تر مرکزي حکومته ورسول او د والي له وياند سره يې ورباندې خبرې وکړي چې ولي همدرد فعال والي دی، له يو ځانګړي نوماند څخه ملاتړ کوي هغه ويلي و چې والي او اداره يې د هيچا ملاتړ نکوي.
شرمونکې خبره خو دا ده روح الله سمون چې د والي وياند دی او په پکتيا کې په همدې غونډه کې يې د ويندويي چاره پر مخ بيوله.
څو ورځې وړاندې رسنيو ته د ولايت دريځ په دې ډول ښودلی و((والي صاحب د هيچا ملاتړ نه کوي))
اوس دې لوستونکي قضاوت وکړي، چې دا د هېواد او پکتيا له ولس سره نه جبرانيدونکي جفا ده، چې پکتياوال به يي تر ډېره هيره نکړي.
دا چې په لومړي سر کې د پکتيا خلکو جمعه خان همدرد، د يو مشر او يو پاک انسان په توګه ومانه خو دا دوه کاله کيږي چې پکتياوالو د لري کيدو غوښتنه کوي او نوموړی په څو لويو پروژو کې په فساد ککړ بولي.
اوس يوازې دا فساد پاتي و چې د يو نوماند څخه په غيري قانوني ډول ملاتړ کوي.
ولي د ادرو ريسان، د ښوونځيو زده کوونکي، د سولي شورا د فتر له لوري نيول شوي مزدوران په يو وخت کې ملاتړ کوي، ايا څوک شته چې د دې پوښتنه وکړي چې دا ولي؟!
د کوم قانون په اساس دا ډول چارې تکراريږي؟!
په کومو سترګو له زلمي رسول څخه ملاتړ کوي؟!
خو يوه ډېره ښه خبره دا ده چې اوس خلکو او زلمي رسول ته معلومه شوه، جمعه خان چې ولايتي اداره ېې په لاس کې ده او وايي، چې زه ډېر ملاتړ لرم، د ادارو ريسان او ولسوالان يې په دندو ګمارلي وو چې د زلمي رسول لپاره خلک راوغواړي، خو ايله په دې وتوانيدل چې دوه زره کسان را ټول کړي او زلمي رسول ورباندې خوشحاله کړي خو زلمی رسول د جمعه خان ملاتړ په خپلو سترګو وليد.
الله دې مل شي د وطن او د ملګرو.
د خوښي ځای دا دی چې په ټوله پکتيا کې دوه زره هغه کسان چې دولتي کارکوونکي وو، زر، زر افغانۍ هم ورته منل شوي وې خو دوئ پکتيا کې هغومره ملاتړي پيدا نکړل چې هيله يې لرله.
اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده که چېرته ښاغلی زلمی رسول د جمعه خان همدرد او نورو حکومتي چارواکو په ملاتړ تر ارګه ورسول شي، ولس ته به څومره د منلو وي؟!