پوهندوی آصف بهاند 

پرون (۱۱/۰۶/۲۰۱۸) میډیا رپوټونه خپاره کړل چې د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له پاره د اته اتیا (۸۸) میلیونو ډالرو د مرستې وعده کړې ده. په رپوټ کې راغلي دي:

«د برتانیا حکومت وايي، د افغان نجونو د زدکړو سره د مرستې لپاره افغانستان ته اتیا میلیون ډالر ور کوي.

کابل کې د برتانیا سفارت وايي، دا پیسې به نږدې اویا زره افغان نجونو ته د زدکړو زمنیه برابره کړي.

د برتانیا د حکومت په خبره، ټاکلې ده دا پیسې په دوو روزنیزو پروژو کې ولګېږی چې له مخې به یې افغان نجونې په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې پرمختګ وکړي.

د دې پروژو له مخې هڅه کېږي چې افغان دولتي ښوونځیو کې د ښوونې رودې او د ښوونځیو چاپېریال لا ښه شي او د زدکړو نور اړوند پروګرامونه پلي شي.

د برتانیا سفارت خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي: دا چاره له افغان نجونو سره مرسته کوي چې ښې دندې ولري، د ځان او کورنیو ملاتړ وکړي او د افغانستان په وده کې ښه رول ولوبوي.

د افغانستان پوهنې وزارت د برتانیا د دې مرستې هرکلی کوي او وايي، چې دا پیسې به د افغان نجونو د ښوونې یوه برخه ستونزې اوارې کړي…»

دا مرسته خو به وشي او د خیرات ورکونکو دې هم کور ودان وي، خو دا پوښتنه هم باید مطرح شي چې دا مرسته په حقیقت کې له چا سره وشوه؟

د معارف د تیرو اوه لسو کلونو تجربو ته که په ځیر وکتل شي، دا مرسته په حقیقت کې له هغو مفسدینو سره شوې چې دا ۱۷ کاله د خپلې وسلې په زور او د خپل تنظیمي واک په زور په څوکۍ ډډې وهلې دي او دا مرستې یعنې دا غوړې مړۍ د دوی دي.

دا، او دې ته ورته مرستې یې نور هم تشویقوي چې د همدې پیسو د تر لاسه کولو په غرض له بیلابیلو وسیلو نه په استفادې سره پر واک باندې نورې منگـولې هم خښې کړي، د فاسدې ادارې ژوند نور هم وغځوي او په دې ډول د ښوونې روزنې او و وطن د بچیانو د روزلو مخه ډب کړي.

که مرسته کونکي په رښتیا زموږ د معارف غوړیدل غواړي لومړی دې دولتي بدن له دغو سرطاني ریښو نه پاک کړي ملاتړ دې نه ورنه کوي، معارف کې به بیا د دوی مرستې په خپل ځای کې ولگیـږي او د معارف هغه ټپونه به ورغیږي چې دا اوږده موده د معارف پر بدن د همدغو ټوپکیانو له لوري ورحواله شوي دي.

که بهرني مرسته کونکي فکر کوي چې مرستې یې په ځای مصرف شوي او یا مصرفیږي نو:

ــ بیا د سیگار راپورونه څه وايي؟

ــ په معارف کې د خیالي ښوونځیو او خیالي ښونکو کیسه څنگه ده؟

ــ د تعلیمي نصاب د ناسمو کتابونو د چاپ کیسه څنگه ده؟

ــ د عامې روغتیا د وزارت په تشکیل کې د خیالي کلینیکونو مسأله څنگه ده؟

او…

همدې ټوپکیانو یو وخت د ښونکو وژل، حلالول او د ښونځیو سوزول او په بمونو الوزول ثواب گڼل او دا کار یې په کلونو، کلونو د ثواب په پار تر سره کړی دی او اوس د بهرنیو مرستو د تر لاسه کولو او قپولو په خاطر هر کله په کابینه کې معارف وزارت د خپل تنظیم د غنیمت په توگه غواړي او تر لاسه کوي یې هم. ټوپکیان د معارف له پاره د ښوونې روزنې متخصص وزیر نه غواړي، داسې کس او داسې شخص ورته راولي چې لکه گیدړه مکار وي، ښه غولول وکړي، غوړه ژبه ولري او… ښه بیلگه یې د ښوونې روزنې د لوی متخصص رسول امین لرې کول او پر ځال یې د یونس قانوني راوستل دي.

ولې مفسدین هغه ادارې او وزارتونه غواړي چې ډیره بودجه لري، لکه معارف او دفاع وزارتونه؟

په دې چې هلته پیسې ډیرې دي او قراردادونه ډیر دي. دوی دفاع وزارت د دې له پاره نه غواړي چې پر وطن مینان دي او دفاع ته یې وردانگي. دوی پیسو او قراردادونو پسې وردانگي نه د وطن دفاع ته. ښه مثال یې په گوشته کې د قاسم خان نومي محب وطن قرباني ده چې د پاکستاني ملیشه وو د حملې مخنیوی یې وکړاو ځان یې تر وطن قربان کړ، کله چې د وخت جمهور ریٔس حامد کرزي د وخت دفاع وزیر بسم الله ته د پاکستاني ملیشه وو د مخنیوي او د وطن د دفاع وویل، هغه په ځواب کې ورته ویلي وو:

« مره تا به حالې مارشال صاحب چیزې نه گفته.»

یعنې چې بسم الله د افغانستان د دفاع وزیر نه دی د جمیعت د دفاع وزیر او د لویو قراردادونو وزیر دی. «مسته دې تازه گرزي، غم دی د لالي پر سر» د وطن دفاع دې د خوار غریب بچی قاسم خان کوي، لوی قراردادونه دې بل څوک خپلوي.

که د افغانستان دولت او بهرني مرسته کونکي غواړي چې د مرستې پیسې په سمه توگه د معارف د غوړیدا له پاره ولگیږي، نو د ښوونې روزنې له څو زړه سواندو متخصصینو سره په گډه، یو سم میکانیزم ورته جوړ کړي، د مصرف لومړیتوبونه دې د ښوونې او روزنې د ماهرینو په مرسته په نښه کړي او بیا دې د پلان له مخې کار پر مخ بوځي، نه دا چې کار، واک او د مرستو مبلغ د داسې کسانو په لاس کې ورکړي چې عادي سواد نه لري او د «ما جهاد کدیم، ما مقاومت کدیم» جملې یې شعار وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *