د معاصر ادب دوره په درې پړاوونو ويشل شوې ده.
۱- د روښانتیا پړاو۲-د ویښتیا پړاو۳- د اوښتون پړاو.
د روښنتیا پړاو:د شلمې پیړۍ په رارسیدو سره په افغانستان کې د معاصر ادب د پیلیدو د پاره عیني او ذهني شرایط برابر شوي وو.په همدې وخت کې د کلتور مادې توکونه لکه فابریکي(د وړیو اوبدلو،بوټ جوړولو،او د بریښنا د تولید چارځایونه)مطبعه، روغتون، عصري لوازم (موټر،ټېلفون، فوټوګرافی او د کار وسیلې لکه (سړکونه د فابریکو وداني، پلونه او نور د عصري ژوند د ښکارندوی په توګه تر سترګو کیږي. په شلمه پیړۍ کې چې د ژوند شرایط برابر شول په ادب کې هم ډیر بدلونونه راغلل.دې ټولو سره سره نوې مفکورې هم پیداکیږي او دمعنوي فرهنګ په بڼ کې نوي ګلبوټې تیغونه وهي. د دې پړاو بل عمده عامل د امیر حبیب الله خان په دوره کې د هغو فراریانو راستنیدل وو چې د امیر عبدالرحمن خان لخوا تبعید شوي وو. هغوي هیواد ته د راستنیدو وروسته داذهانو په روښانولو کې ستره ونډه واخیسته. د تبعید شوو کسانو په ډله کې د محمود طرزي او غلام محی الدین افغان نومونه د یادولو وړ دي. د فرهنګ په ساحه کې دوه مهم کارونه وشول،لومړي داچې په کابل کې د حبیبې ښوونځي او د حربې ښوونځی او د سراج الاخبار د جریدې اداره د سیاسي فعالیتونو په مرکز بدل شول، معاصر ادب تر څنګ کلاسیک ادب او فوکلوري ادب په خپل قوت پاتې وو.د سراج الاخبار د جریدې په خپریدلو سره پښتو ژبې او ادبیاتو ته هم د انکشاف زمینه برابره شوه.د شلمي پیړۍ په پیل کې د افغانستان په ادبیاتو کې موډرنیزیشن په پراخه اندازه منعکس شوی دی، د دې وخت د ادبیاتو سوژه هیواد پالنه، خپلواکي غوښتنه، د فساد لمینځه وړنه، د تعصب غندنه ،د عصری ژوند غوښتنه. په دې دور کې د کلاسیک ادب د بدیعي صنایعو د عنعني له پیروۍ څخه ډډه کړي ده.
د دې پړاو نامتو شاعران او لیکوالان:
مولوي صالح محمد کندهاري ،غلام محی الدین افغان،عبدالعلی مستغنی، عبدلهادی داوي،مولوي عبدالواسیع کندهاري، ملاعبدلباقي کاکړ….
۲- د ویښتیا پړاو: د امیر امان الله خان ټولنیز،اقتصادي او فرهنګي اصلاحات چې د ترقي غوښتوونکو روشنفکرانو ارمانونه یې تمثیلول د روحانینو ملایانو،خانانو او محافظه کاره سردارانو له مخالفت سره مخامخ شول. په ۱۹۲۹ کال حبیب الله نومی(چي د سقاو زوي په نامه يې شهرت درلود)پاچاهي ته ورسید،تاریخ پوهانو په نظر د امیر امان الله خان د ناکامي او زوال يو عمده علت انګریزانو تبلیغات او تخریبې فعالیتونه وو. د حبیب الله د راتګ سره د ښوونې او روزنې وزارت لغوه کړ او د ښوونځیو دروازې یې و تړلې،د ځینو ملایانو په لاسلیک سره یې د امان الله خان د تکفیر فتوا صادره کړه، د تکفیر ځینې دلایل یې دا وو چې امان الله خان د پګړي پرځای خولۍ رواج کړی وه همدارنګه د ښځو ښوونځي یې پرانیستل،قمري سنه یې په شمسي بدله کړه. له دې نه وروسته محمد نادر شاه پاچاهي ته رسیږي چې له دغه فارمول څخه په ګټي سره چې«سره ټول یې کړه کنټرول یې کړه» د هیواد د پرمختګ لپاره ډیر کارونه کوي، سوداګران دې ته هڅوی چې شرکتونه جوړ کړي او د فابریکو په جوړولو کې ونډه اخلې (افغان ملي بانک) پرانستل کیږي، مدرسي جوړوي او داسی نور. له ده وروسته د ده زوی محمد ظاهر شاه پر تخت کښیني چې په عمده توګه د خپل پلار لار تعقیبوي. د ظاهر شاه د سلطنت په دوهمه لسیزه کې پښتو ادب ډیر ژر نوي پړاو ته داخل شو چې موږ یې د ویښتیا پړاو بولو ،دا پړاو تر زیاتي اندازي د ویښ ځلمیانو له سیاسی غورځنګ سره اړه لري.د دې پړاو اکثره شعرونه او لیکنې اجتماعي، سیاسي رنګ لري.د ویښتیا پړاو ادبې میتمود انتقادې ریالیزم و چې په عمده توګه د اداري فساد ،اتوکراسي او ظلم پر ضد مبارزه پکې منعکسه شوي ده .
نامتو لیکوالان او شاعران:
ګل پاچا الفت، عبدالروف بینوا، سلیمان لایق، عبدالباري جهاني، بهاالدین مجروح، محمد صدیق پسرلی، سعدالدین شپون، قیام الدین خادم،برکت الله کمین، نصرالله حافظ، عبدالله بختانی، مجاور احمد زیار او سیلاب ساپی….
د اوښتون پړاو:
د پښتو ادب د اوښتون پړاو زړي لا پخوا کرل ښوي وو،د نور محمد تره کي(د بنګ مسافري) او نورو کیسو ډير لوستونکی درلودل او د سلیمان لایق (د چونغر تراني) د انقلابي نظم لومړنۍ زمزمې وې چې په ظاهر شاهي دور کې د خلکو غوږونو ته رسیدلې وي،د اوښتون ادب چې د کارګرې طبقې او زیار ایستونکو د ایډیالوجۍ انګازه کوونکي و، د ۱۳۵۷ ش کال د ثور د اومې نیټې له پيښې څخه وروسته په رسمي او دولتي ادب بدل شو،د دغه وخت د شعرونو ،کیسو،کره کتنو او ادبې څیړنومحوري مفکوره د فیوډالیزم او امپریالیزم دپاره مبارزه وه، په دغه وخت کې د غزل ژانر په نوی بڼه احیا شو او د لنډې کیسې لیکنه هم ډیره باب شوه. په دې وخت کې یو شمیر کیسي ناولونه هم وژباړل شول.