د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز
نېټه: ۱۳۹۶ـ۴ـ۲۴
2017_7_15
احمد شابابا د زمان خان زوی او دولت خان لمسی و، دغه ستر شهنشا په ۱۷۲۳زيږديز کال په هرات کې وزېږيد، د خپل ځانګړي مهارت او وړتيا په درلودلو سره د نادرافشار په فوځ کې شامل شو، څنګه چې نادر افشار په جنګونو کې د پښتنو مېړانه لېدلې وه، نو په ستر احمد شا بابا يې لوی حساب کاوه.
کله چې نادر افشار د ايراني صاحب منصبدارانو له خوا ووژل شو، نو د کندهار په شير سرخ زیارت کې يوه جرګه تشکيل او د ټولو ټبرونو استازو پکې شتون درلود، يادې جرګې نهه ورځې دوام وکړ او هر چا خپلې خبرې کولې، ترڅو د خلکو له خوا پرې اعتماد وشي، خو په نهمه ورځ چې د ۱۷۴۷زيږديز کال د جولای ۱۵مه نېټه وه، خلکو خپل ټول واک صابرشا ملنګ ته ورکړل او صابرشا ملنګ د غنمو وږی د لوی احمدشا بابا په پګړۍ کې وټومبل او احمدشا بابا مشر وټاکل شو، نوموړی د اوسني افغانستان موسس او بنسټ ګر بلل کېږي، چې له نن څخه ۲۷۰ کاله وړاندې يې د معاصر لوی افغانستان نقشه رامنځ ته کړه نو تر لومړنيو کارونو وروسته يې په ( ۱۷۴۸ م) کال کې له کندهار څخه حرکت وکړ او د خپلو فوځونو سره د غزني په لور روان شو، هغه سيمه يې ونيوله او بيا يې کابل، پېښور او اټک پورې سيمې ونيولې، کله چې يې دا سيمې ونيولې، بيا چې په هر ځای کې پښتانه قبايل اوسېدل، هغه ټولې سیمې يې په خپل حکومت کې شاملې کړې.
په دې شان په پښتنو کې هم احمد شاه بابا لومړني سړی و، چې ټول قام يې د عزيز ولۍ په رنګ کې متحد او متفق کړ.
په ۱۷۴۸ زيږديز کال د پښتنو او مغلو تر منځ هم سختې جګړې شوې دي، چې احمدشا بابا پر مغلو لاسبری او د مغلو زیات جنګي تجهيزات يې ولجه او غنيمت کړ.
نن د پاکستان سامراجي ادارې تر اشغال لاندې محکوم پښتونستان او محکوم بلوچستان هغه مهال د افغانستان ولايتونه و، نن د پاکستان سامراجي اداره زموږ پر محکومو افغانانو ډول، ډول ظلمونه کوي او شکنجې ورکوي، په محکوم بلوچستان کې د پاکستان په ترسره شویو وحشتونو نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه خبر دي، خو لا هم دوی ته پاکستان د سرو زرو چرګ ښکاري، همدا پاکستان بنسټ پالنه قوي کوي، ترهګر روزي، په محکومو ولایتونو سربېره په افغانستان کې زموږ هيوادوال د وير په لمڅي کېنوي.
افغان دولت باید نور پټه خوله پاتې نه شي، د ډيورنډ په فرضي کرښه اغزن تارونه غځېږي، په محکومو سیمو کې محکوم افغانان د پاکستان د وحشتونو قرباني دی، خو افغان دولت يې په وړاندې غلی دی، چې دا له افغانستان او محکومو افغانانو سره ستر ظلم او جفا ده.
په کارخو دا وه چې نن افغان دولت د معاصر افغانستان د بنسټ ايښودلو ورځ په شانداره مراسیمو لمانځلې وای، تر څو زموږ راتلونکي نسل سره هم د احمد شا بابا په څېر مفکوره ملګرې وي او خپل د لستوڼي ماران وپېژني.
د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي په استازيتوب ټولوافغانانو او زموږ محکومو وروڼو ته د معاصر افغانستان د بنسټ ايښودلو د ورځې مبارکي وایم، هيله مند يم، چې په موږ کې به د احمد شا بابا په څېر مشران پيدا کېږي او پنجابی دښمن به د خپلو شومو اعمالو سزا ويني.
د متحد او سر لوړي لوی افغانستان په هيله
په درنښت
ډاکتر عبدالله هيواد د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز موسس