محمد عارف رسولي

لیکوال: محمد عارف رسولي

(پنځمه برخه)

سریزه

په تیرو څلورو برخو کې د هیواد د ستونزو او د هغوی بهرنيو او داخلي لاملونو او ځینو فرصتونو ته مو کتنه وکړه. د داخلي ستونزو په لړۍ کې دا ځل هم د ګران هیواد د سیاسي کلتور ستونزو او ځینو فرصتونو ته ګوته نیسو. هیله ده چې پتمن هیوادوال او په تیره بیا ګران ځوان کدرونه ورڅخه ګټه واخلي.

زموږ د سیاسي کلتور ستونزې

ددې لپاره چې د خپل ملک د سیاسي کلتور په ستونزو رڼا واچوو اړینه ده چې د حکومتولۍ او سیاست کولو په ځینو بنسټیزو اړخونو یې یو څه خبرې وکړو او بیا د هغو په رڼا کې د خپل ملک حالت وارزوو.

ټولنې او ملتونه بیله ښې حکومتولۍ څخه پرمختګ نشي کولای او ان ژوندي پاته کیدل یې له خطر سره مخ کیږي. په پرمختیایي پوهنه کې  دا اوس یو منل شوی حقیقت دی چې حکومتولي پرمختګ دی. اوس ګورو چې حکومتولي څه ده.

حکومتولي د عنعناتو او نهادونو یوه ټولګه ده، د کوم په مرسته چې په یوه ټولنه او ملت کې اقتدار تر لاسه او په کار اچول کیږي. موږ پوهیږو چې په ټولنه او ملت کې ښه عنعنات او نهادونه په ډېره سختۍ سره رامنځته، پالل او پاخه کیږي او ډېر عمر کوي. د ښې حکومتولۍ لپاره په ټول ولس کې تهذیب، تمدن او لوړ کلتور ته اړتیا ده. په داسې ټولنه کې مشران هم تر فشار لاندې وي چې رهبري وښیي، تنبلي ونکړي، قانون پلی کړي، کړه وړه یې څارل کیږي او خلک ورڅخه سمه رهبري غواړي اوکه په رښتینولۍ سره کار کوي ملاتړ یې کوي.

د حکومتولۍ په دې عنعناتو او نهادونو کې د ستونزو سمول، اوږده او په اصولو ولاړه علمي مبارزه غواړي، ځکه دلته موږ د ټولنې د عامه خلکو او په تیره بیا د هغې د نخبه کسانو د عادتونو او ارزښتونو له بدلون سره سروکار لرو، چې پیچلي ابعاد لري او سمول یې زیات وخت غواړي.

د حکومتولۍ څرنګوالی ښیي چې په یوه ټولنه او ملت کې د اقتدار ترلاسه کوونکي او سیاستوال څنګه او د څه لپاره قدرت ترلاسه کوي، څنګه یې په کار اچوي. قدرت د کودتاګانو، زور او جبر له لارې ترلاسه کیږي که د  ښو پروګرامونو په وړاندې کولو او د سیاسي پروسې له لارې قدرت ته خلک رسیږي. قدرت او واک د ځاني غوښتنو د پوره کولو لپاره په کاریږي که د خلکو د خدمت، د  ټولنیز عدالت د تامین او د قانون د پلي کولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د حکومتولۍ د سیاسي، اقتصادي، او نهادونو د کار لوری او کیفیت د شپږو معیارونو په مټ ښودل کیږي: (۱) د خلکو غږ او حساب ورکول. چې ترکومه د یوه ملک خلک د خپل حکومت په انتخاب کې ګډون لري، د  بیان او غونډو جوړلو حق او  ازادې رسنۍ لري، (۲) سیاسي ثبات او د زورزیاتي نشتون پکې لیدل کیږي. ترکومې کچې د زور له لارې او په غیر قانوني لارو د حکومت د پرزولو ویره شته،  (۳) د حکومت موثریت. د عامه خدمتونو رسول، د دې خدمتونو کیفیت او له سیاسي فشاره د هغو ازادي، د پالیسیو د طرح او پلي کولو کیفیت، او هغه اعتبار چې حکومت یې و خپلو پالیسیو ته د ژمنتیا په هکله لري، (۴) د مقرراتو کیفیت. د حکومت توان چې غوره پالیسۍ او مقررات طرح او پلي کړي کوم چې خصوصي سکتور ته د پرمختګ زمینه برابروي، (۵) د قانون حاکمیت. چې ترکومې کچې دولتي کارکوونکي و ټولنیزو قوانینو ته غاړه ږدي، په خاصه توګه د قراردادونو پلي کولو ته، دا چې پولیس او محکمې څنګه کار کوي او همدارنګه د جرمونو او تاوتریخوالي د واقع کیدو اندازه څه ده، (۶)  د فساد مخنیوی. عامه اقتدار د شخصي ګټو لپاره تر کومې کچې کاریږي، وړې او سترې درغلۍ ټولې حسابیږي، او دا چې د زورواکانو په مرسته څومره دولتي امکانات د شخصي ګټو لپاره استعمالیږي.

که د حکومتولۍ پورته تعریف او معیارونو ته وګورو، او بیا د خپل ملت حکومتولۍ او سیاسي تاریخ له نظره تیر کړو په جرئت ویلای شو چې د ښې حکومتولۍ او ښه سیاست کولو لپاره زموږ په ملک کې لا تراوسه شرایط نه دي برابر شوي. ځکه زموږ په ملک کې د اقتدار نیولو لپاره له پيړیو راهیسي وینه تویې شوې ده. که له پخوا تیر شو د امیر حبیب الله خان څخه تر کرزي پورې زموږ د ملک سربراهان یا وژل شوي، یا په زور ورڅخه قدرت اخیستل شوی دی.

زموږ په تیرسیاسي تاریخ کې د زغم، سوله ایزو سیاسي رښتینو مبارزو، او د اقتدار نیولو اصولي لارې یا کمې تجربې شوې او یا پوخوالي ته نه دي رسیدلی او یوازې د زور په مرسته مو د اقتدار مسئلې حل کړي دي. د ظاهر شاه په دوره کې د دموکراسۍ په لسیزه کې چې ټول ټاکنې، د اساسي قانون په اساس حکومت، پارلیمان او اساسي قانون، ازادې رسنۍ او احزاب رامنځته شول. که څه هم د سیاسي فرهنګ د ودې لپاره دا یوه ګټوره پیلامه وه، یو څه ګټورې تجربې ورڅخه په لاس راغلې. خو په خواشینۍ سره د راز راز لاملونو له کبله یې عمر ډېر کم و او هغه تجربه ډېره بریالۍ نه وه ځکه چې حکومتونه یو په بل پسې ړنګ شول، عوامو ته یې کومه ښیرازي رامنځته نه کړه او موثریت یې خورا کم و.

د دې دورې د پوره نه بریالي کیدو لاملونه د نظام د رهبرۍ د پاته راتلو په شمول همدا د سیاسي کلتور نشتون، ملي ګټو ته کمه پاملرنه، تلپاتې ناندرۍ، افراطي بهرنۍ ایدیولوژیګانې او نورو د نظام د بقا او پرمختګ مخه ډب کړه. له سیاسي خلاصې فضا څخه ځینې بهرنیانو او دهغوي داخلي ګومارل شوو کسانو خورا بده ګته پورته کړه، د نظام پایې یې ولړزولې، بې ثباته یې کړ او د نظام تداوم یې ختم کړ چې دا کار د نورو ورپسې راتلونکو ناورینونو پیل شو.

په ملک کې سیاسي جریانونه خورا تند روان و، هرچا هڅه کوله او په دې اند ول چې اقتدار یوازې دوی ترلاسه کولای او ساتلای شي، له نورو سره د سالمې مسابقې او کار اړتیا یې نه لیدله، فکر یې کاوه کله چې اقتدار ته ورسیږي له دولتي زوره به د نورو په ټکولو او له منځه وړلو کې بریالي شي. زما په نظر دا فکري، کلتوري، ټولنیز او سیاسي وروسته والی زموږ د ټولنې په نالوستيتوب، بیوزلۍ، د ښه زعامت نشتون، او د نولسمې پیړۍ د سترو قدرتونو د سترو لوبو څخه راپیدا شوی و. ځکه هغوي زموږ هیواد په کرخت حالت کې، په خپل منځي شخړو، او وروسته پاته حالت کې د هغوی د مستعمرو په منځ کې د حایل په توګه ساتل غوښتل او زموږ په مشرانو او بیوزله ولس کې هم د هغو سترو لوبو په مکارو دسیسو باندې د پوهیدو او دهغو د مقابلې توان نه و.

له بلې خوا د خواشینۍ ځای دادی چې، په یوه یا یوه نیمه لسیزه قانوني دوره کې، چې نوی ظهور یې کړی وي، له زیاتو ننګونو، بیوزلۍ او ستونزو سره مخ وي، د کلونو کلونو ویده، بیوزله او وروسته ساتل شوي ملت  په سیاسي شعور کې پوخوالي نشي راتلای، د ښې حکومتولۍ او ښه نظام په جوړولو کې یې تجربه نشي لوړیدلای او د قانوني حکومت د جوړولو توان کم  موندلای شي.

په نظام کې ګډوډیو، د بهرنیانو لاسوهنو او نورو لاملونو د دولت د سقوط زمینه برابره کړه. مرحوم داود خان په اسانۍ سره شاهي نظام په جمهوري بدل کړ. دلته د لیکنې موخه دا نده چې شاهي ښه رژیم دی او که جمهوري، بلکه موخه داده چې وښیو چې د زور له لارې په نظام کې بدلون د ځینو ګټو ترڅنګ خورا زیات زیانونه لري او د بې ثباتۍ لاره اواروي. که په دومره اسانۍ سره هم وشي لکه چې داود خان وکړ خو بیا هم تلپاتې بدې پایلې لرلای شي. په نظام کې په زوره د بدلون راوستلو دپروسې سم مدیریت خورا پیچلي کار دی، په راز زاز ټولنیزو او سیاسي داخلي لاملونو او په سیمه ایزو جیوپولیټیکو او نړیوالو شرایطو پورې اړه لري، که ګټې ولري لاسته راوړل او مدیریت یې خورا ګران کار دی، بلکه خورا سترې سترې ملي ستونزې هم زیږولای شي.

که څه هم د داود خان په وخت کې د ظاهر شاه د وخت ټول دولتي موسسات، کارپوهان او زیات قوانین په ځای پاته شول، کار ته یې دوام ورکړ خو د دموکراسۍ د لسیزې تداوم، د اساسي قانون په مرسته ټول ټاکنې او سیاسي کلتور له منځه لاړل. په هیواد او په تیره په اردو کې د کودتا په مرسته د نظام د بدلون بده تجربه، او د اردو سیاسي کیدل هیواد له نوو سترو ننګونو سره مخ کړ چې زموږ سیاسي قشر د دې ننګونو په مدیریت کې پاته راغی. ځکه دلته د بهرنیانو لاسوهنه او زموږ په ملک کې له سیاست څخه د بې خبره ډلو او ټپلو ورپورې تړاو دومره بد حالت ته رسیدلي وو چې مدیریت یې ګران شوی و.

د دموکراسۍ په دوره کې کله چې له اوږده کرختوالی څخه وروسته په ملک کې د لمړي ځل لپاره سیاسي ډلې رامنځته شوې، په ملک کې د خلکو سیاسي تجربه ډېره کمه وه، دولت هم د نوو خوځښتونو د سم مدیریت توان نه درلود. دلته له یوې خوا د لویو او سیمه ایزو قدرتونو علاقه زیاته وه او له بلې خوا زموږ سیاستوالو کمه تجربه لرله او په عامه خلکو کې پوهاوی خورا لږ و، او په پای کې نوې پیل شوې سیاسي پروسه په تندو خونړیو ناورینونو او شخړو بدله شوه.

دلته موخه دا نده چې یو نظام که هرڅومره فاسد اوناکاره وي نو د بدلون او ښه کولو لپاره یې د هڅه نه کیږي بلکه په ملک کې د ښه نظام د جوړولو، د ښې حکومتولۍ او د قانون دپلي کولو لپاره مبارزه د ملک د هروګړي مسؤلیت او وطني دنده ده. خو په نظام کې د سمون لپاره باید د سوله ایزو لارو، عامه پوهاوي او زغم له لارې باید بدلونونه راشي او د زور، وینو تویولو، د خلکو توهین او ګوښه کولو له لارې د ګټې په ځای نه جبیره کیدونکي زیانونه لرلای شي. دا د سیاسي ډلو او شخصیتونو مسؤلیت دی که هغه په قدرت کې وي او که په حزب اختلاف کې، او هم د دولتي چارواکو قانوني دنده ده چې د قانون په چوکاټ کې کار وکړي. دولتي چارواکي د د خلکو د روا غوښتنو احترام وکړي، اجازه د ورکړي چې خلک د خپلو روا غوښتنو لپاره په سوله ایزه توګه مبارزه وکړي او اړ نشي چې د نظام د پرزولو هڅو ته لاس واچوي. همدارنګه، سیاسي شخصیتونه او ډلې هم باید په دې پوه وي چې که د خپل ملک او ځان اوږد مهاله خیر غواړی نو د تاوتریخوالي په ځای د له سوله ایزو لارو په ملک کې د خپلې خوښې نظام د راوستو لپاره هڅه او هاند وکړي، د کودتا، تاوتریخوالی او زورزیاتي څخه د ډډه وکړي ځکه هغه په راتلونکي کې د هیچ چا په ګټه هم نه دي.

کیدای شي چاته سوال پیدا شي چې ولې دلته د خپل ملک د هغه وخت خامیو ته ګوته نیسو او ګټه یې څه ده. ځواب دادی، موږ اړ یو په خپله ماضي کې کمښتونو، د هغو لاملونو، او ورڅخه اوسنیو راولاړو شویو ستونزو ته یې ښه ځیر او ورباندې سم پوه شو ترڅو په اوس او راتلونکي کې ځان سم کړو، له تاریخي تیروتنو او کمښتونو د اوس لپاره کارواخلو. زه اړینه نه بولم او نه دلته کوم تاریخ لیکم چې څوک ملامت و، او څوک سلامت، نه یې علمي صلاحیت لرم او نه ورسره علاقه لرم. موخه مې داده چې تر وسه وسه د ګران هیواد د تیر لنډ تاریخ د ستونزو بې پرې ارزونه وړاندې کړم، ترڅو د ځوان نسل لپاره ورڅخه د ګټې اخیستلو زمینه برابره شي. همدارنګه، هیله ده چې د نورو پوهانو په مرسته زما لیکنې علمی نقد شي ترڅو د علمی بحثونو لړۍ وده وکړي او عامه پوهاوی لانور زیات شي.

له یوه بریالي پانګوال څخه یوه خبریال پوښتنه وکړه چې ستا بریالیتوب په څه کې دی، ده وویل په سمو پریکړو کې. خبریال بیا پوښتنه وکړه چې څنګه دې داسې سمې پریکړې کولې؟ هغه وویل چې دهغه تجربو ورسره مرسته وکړه. خبریال بیا تپوس وکړ چې کومو تجربو؟ بریالي پانګوال وویل چې بدو تجربو ورسره مرسته وکړه. ټولنې او ملتونه هم باید پخپلو تیرو تیروتنو تل ښه غور وکړي، د تیرو تجربو په رڼا کې سمې پریکړې وکړي ترڅو بریالي شي. که داسې ونکړي نو غافله به پاته شي او په سم لوري په لاړ نشي.

د لیکوالانو او شنونکوستونزې:موږ ځینې ښه لیکوالان لرو. خو زما په نظر ستونزه داده چې د ټولنیزو او پرمختیایي پوهنې په رڼا کې کمو خلکو د هیواد و تاریخي ستونزو او د هغوي لاملونو ته ژوره علمي، بې پرې کتنه کړې ده او لیکلي اثار یې وړاندې کړي دي. زموږ زیاتو لیکوالانو تر ډېره یوازې د ایدیولوژیکي او سیاسي اړخه، د سیاسي شخصیتونو، او سیاسي ډلو د کړنو په چوکاټ کې ارزونې کړې دي. د راز راز لاملونو له کبله زموږ د هیواد د ستونزو د ټولنیزو او تاریخي لاملونو سمه ارزونه په بې پرې توګه یا بیخي نه ده شوې او یا ډېره کمه شوې ده. نو ځکه زموږ شننې د سیاسي لوبغاړو د کمښتونو د ښولو وراخو کوم نور درس موږ ته نه راکوي. دا چې ولې مشرانو او نورو خلکو زموږ د تاریخ په مختلقو وختونو کې تیروتنې کړې، ولې بیا ځینو کله کله ښې لاسته راوړنې درلودې، کوم سم تحلیلي او علمي انځور زموږ د کمو لیکوالانو په لیکنو کې تر سترګو کیږي او په پایله کې زموږ زیات خلک ورڅخه بې خبره پاته دي.

 زموږ ډېری لیکوالان او شنونکي د دې په ځای چې د خپل هیواد د اوسنیو راز راز ننګونو په سترو ټولنیزو او تاریخي لاملونو بې پرې علمي بحث وکړي. هغوی د دې په ځای چې زموږ د ملک د فکري او سیاسي  جریانونو د کمښتونو په بنسټیزو تاریخي عواملو علمی څیړنې وکړي، ریښه اي لاملونه ېې راوسپړي، د حل علمی او عملي لارې یې په ګوته کړي، د ځینو سیاسي لوبغاړو، ډلو او ټپلو په ننګه او یا رد کې بحثونه کوي.

زموږ ډېری شنونکي او لیکوالان د دې په ځای چې د بیلګو، تاریخي شواهدو او اسنادو په ښوولو سره د هیواد د ستونزو، دهغو د ریښه ای لاملونو د راسپړلو او حل لارو موندلو لپاره کومې علمي څیړنې او تحقیق نه کم کوي. نو ځکه هغوی نه توانیږي چې کوم ازمویل شوی، علمی او عملی وړاندیز وکړي یوازې ځینو خلکو ته د انتقاد ګوته نیسي او یا یوازې وعظ کوي. انتقاد او وعظ به پخپل ځای کې کله کله ښه کارونه وي خو که څوک د کوم عملي کړنلارې د وړاندې کولو په ځای بیله علمي لاملونو سپړلو یوازې تشې نیوکې کوي د خلکو د پرګتو د ویښتیا لپاره ډېرې ګټې او اغیزې نلري.

زما په نظر زموږ د ډېرو لیکوالانو او شنونکو ستونزې او کمښتونه دادي چې د حقایقو، سترو ایدیالونو، ملي ګټو او ملي اهدافو څخه د ملاتړ په ځای د پرې او جمبې به لومه کې ګیر شي. د دین د اصلي روح په ځای په وړو وړو فرعي او اختلافي مسئلو کې بند شي، اختلاف په فتنه واوړي او حقه لاره ورکه شي. که څه هم دا دهر چا حق دی چې د کومې نظریې او ارمان لپاره کار، لیکنه او شننه وکړي خو ستونزه هلته پیداشي چې لیکوال هڅه کوي لمر په دوو ګوتو پټ کړي، حقایق تحریف کړي، دروغ ووایي، که د خوښې وړ ګروپ یې په غلطه لاره هم روان وي، د ګڼو ناکامیو او بربادیو سره خپله مخ وي او هم یې هیواد او خلک ورسره مخ کړي وي نه یې مني او ورڅخه ننګه کوي. ډلو او ټپلو ته د هغوي د کړو وړو، رښتینولۍ، خدمتونو او لاسته راوړنو له نظره نه بلکه د هغوی د شعارونو له نظره ګوري.  ستونزه داوي چې که هرڅومره د هغه د خوښې ډله په غلطه روانه وي، هغه د حقانیت په سترګه ورته ګوري.

زموږ د ډېری لیکوالانو پورته ستونزې زموږ د ټولنې له وروسته پاته والي څخه راټوکیږي. له یوې خوا خو په ټولنیزو او سیاسي مسئلو باندې علمی او بې پرې ارزونه او لیکنه و پرمختیایي پوهې ته اړتیا لري چې خپله یو نوی علم دی او هغه په وروسته پاته ملکونو کې زر وده نه کوي. نو ځکه زموږ حالت هم د حیرانتیا ځای نه دی بلکه زموږ درانه لیکوالان خپلې هڅې کوي او ځینو خو ښه اثار هم پنځولي دي.

زموږ د ملک د سیاسي ډلو ستونزې. زموږ د ملک د ډلو مشران د کومو رڼو، او منل شوو اصولو په بنسټ رهبري نه کوي، د کوم روښانه میکانیزم په بنسټ نه رهبر ټاکل کیږي او نه یې ځای ناستی، او نه د رهبرۍ لپاره کوم سم معیارونه مراعات کیږي. زیات مشران هڅه کوي چې پخپله ډله کې مشري موروثي کړي او یا یې همداسې بې سرنوشته پریږدي. د رهبرۍ میراثي کول، د ښو معیارونو نشتون اویا یې نه مراعات او همدارنګه د یوه سیاسی بهیر او کومې ډلې بې سرنوشته او بې رهبره پریښودل هم ټول ستر ستر زیانونه لري.

له بلې خواګورو چې کله حضرت عمر فاروق (رض) سخت ټپي شو نو یې سمدلاسه د امورو د کنترول، او له ګډویو څخه د مخنیوي په خاطر د اړوندو مجربو صحابه وو یوه ډله وټاکله چې له صحابه وو سره د نوي خلیفه په هکله مشوره وکړي، او د مشوره کوونکو په ډله کې د ده زوي عبدالله بن عمر (رض عنهما) هم شامل و چې، خورا عالم انسان او د لوړ شخصیت خاوند هم و. خو هغه یې د رایې ورکولو څخه منع کړ، خلافت خو یې لا پریږده. دا ځکه چې په امت کې کومه غلطه انګیرنه رامنځته نشي.

که څه هم په سیاست کې لګیا دی، خو زموږ زیاتو ډلو تر اوسه د ځانونو لپاره کوم سم لید لوری، تګلاره او  کومه له مخکې تیاره شوې پالیسي نه دي جوړ کړي چې د هغو په دننه کې خپلې چارې، او که قدرت ته ورسیږي ورسره د ټول ملک او نظام چارې تنظیم کړي. موږ ولیدل کله چې عوام په داسې ډلو او شخصیتونو باندې باور وکړي، قدرت ته یې ورسوي، خپلې وعدې یې هیرې شي او خلکو ته شا کړي او په مزو او چړچو کې ډوب شي، ملک له بحران سره مخ کړي او د خپل قدرت د ساتلو لپاره ژبنیو، سمتي او قومي توپیرونو ته لمن وهي.

زموږ ډلې، تنظیمونه، او تش په نامه ګوندونه د کلیوالي کلبونو په څیر اداره او کار کوي. عجیبه خو داده چې د ټولو ډلو، په هره مفکوره که وي همدا حال دی. داځکه چې د ټولو کلتور، تهذیب او ټولنیز خاصیتونه تر ډېره سره ورته او یو شان دي. ډله، جبهه، حزب اختلاف، د ټاکنو لپاره ائتلاف او نور سره جوړ کړي خو له یو څه وخته وروسته ټولې وعدې هیرې شي او بیرته همغه خرک او همغه درک وي. کومه ډله چې یو څو وزارتونه او نور امتیازات ولري، قانوني او غیر قانوني تجارتونه یې ښه په درز کې روان وي د ملت د ټولو پرګنو حقوق خوندي وي خو که امتیازات یې لږ شول بیا د ټولو خلکو حقونه پایمال وي. په داسې ټولنو کې اساسي اخلاقي بنسټونه له منځه ځي، د ټولنې او ټولنیزو ارزښتونو لپاره کار او قرباني ورکول له معاشرې ورکیږي او ډېری خلک یوازې د خپلو ګټو ساتلو لنډه ځمکه ویني. په داسې شرایطو کې کوم سم ټولی په سختۍ سره رامنځته کیږي او که څوک هڅه هم وکړي بریا یې ستونزمن کار وي.

روښانه ده چې داسې ډلې او ټپلې نه بریالۍ کیږي، او پاته راځي، نه د ملت لپاره او نه د کوم قوم لپاره څه کار کولای شي. خو دوي بیا مسؤلیت نه مني، نور ملامتوي او د خپل بام واورې په نورو ور اچوي.

زموږ د ډلو او ګوندونو لپاره فرصتونه. که څه هم په افغانستان کې عام خلک له ګوندونو ښه خاطره نلري او ورته د شک په سترګه ګوري ځکه د نورې نړۍ په څیر ورته ګټور کارونه نکوي. خو افغانان په دې هم پوهیږي که وطن جوړیږي نو صالحو ټولیو، خوځښتونو، ګوندونو، د هغوی کدرونو او رهبرانو ته اړتیا شته. افغاني ډلې که په اخلاص کار وکړي، خلکو ته د قول په ځای په عمل کې خپل صداقت وښیي، زربه زیات ناهیلي خلک ورپسې اقتدا وکړي.دا تجربه زموږ په لنډ تاریخ کې څو واره تکرار شوي ده. همدارنګه، کله چې خلک په مشرانو او ډلو کې دوکه او غدر وګوري لاره ورڅخه بیلوي.که څوک په سیاست  پوهیږي، دا په ټوله نړۍ کې یو منل شوی اصل دی که څه هم ډېری سیاسیون یا په دې نه پوهیږي، عوام ملامتوي او یا ځان تیر باسی، لوټه ایږدي او تیریږي.

افغاني ډلې او ګوندونه باید له ټولو مخکې د خپلو او نورو ورته ګروپونو د لاسته راوړنو، پاته راتلو، او دهغوی د لاملونو په هکله  سمې اړینې ارزونې وکړي. بیا باید د ملک د ملي ګډو ګټو او ارمانونو سره موازي، د خپلو ګوندونو لپاره اړین لید لوري رامنځته کړي او په کلکه او په رښتینولۍ سره یې پلي کړي. افغاني ګوندونه باید د وړتیا او ژمنتیا لرونکو کدرونو په روزنه کې د علمي تګلارو په مرسته هڅې او پانګونه وکړي او پروګرامونه په کار واچوي.

که زموږ ډلې او ټپلې په رښتیا غواړي، چې په ملت کې ځای ومومي، خلک ورته لاس ورکړي او ورباندې په خپله خوښه باور پیدا کړي نو کله چې هغوي ته د کومو وزارتونو مسئولیت سپارل کیږي عدل، انصاف، پرمختګ، د خلکو خدمت او د هیواد د پرمختګ لپاره دې روښانه لاسته راوړنې ولري. هغوی د نمونه نهادونه جوړ کړي، فساد د ورک کړي او ملت ته دې حساب ورکړي او هم نورو ګوندونو ته یوه ښه الګو او اسوه حسنه هم شي. که کوم ګوند غواړي چې ملت ورپسې اقتدا وکړي، د کرکو او تعصباتو په ځای د ټولو قومونو او پرګنو ته خپله د اخلاص او محبت غیږه پرانیزي او ورته چوپړ د وکړي.

افغاني ډلې د نورو د ملامتولو په ځای باید خپل ځانته ځیر شي، د بلې ډلې سره د مسابقې په ځای باید له ځان سره مسابقه وکړي، وګوري چې هغوي ورځ تربلې ښه کیږي، د خلکو په چوپړ کې ښې لاسته راوړنې یې زیاتیږي که ورځ تربلې په ستونزو کې ډوبیږي. د دې په ځای چې نور ورته ګوته ونیسي ځانته د ګوته ونیسي او د بریا راز د ومومي. حضرت عمر فاروق (رض) وایي مخکې له دې چې له تاسو سره محاسبه کیږي تاسو له ځان سره محاسبه وکړی. دا خبره د هر انسان، او هر ټولي او ډلې لپاره سمه ده. که ورباندې عمل وشي د سترو سترو بریالیتوبونو لامل کیږي.

————————

د دې لیکنې نورې برخې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *