لیکوال: موریس لیلان
ژباړن: نصیر احمد احمدري
پولیسي ناول
———————————–
١٢_ موسيو والانګلای:
ورونيک دوهرژمون په يوه ښکلي باغ کې ناسته وه؛ دې باغ د فرانسې په يوه کوچيني سرحدي ښار کې موقعيت درلود. د ورونيک په څېره کې خوشالۍ پرته وه؛ دې په مينه خپل ځوان زوی فرانسوا ته کتل…
ناڅاپه يې نارينه غږونه تر غوږ شول؛ غږونه له ګڼو ونو راتلل؛ د ورونيک تندی نور هم پسې وغوړېد؛ د باغ پر عمومي لاره ارسن لوپن او پاتريس بلوال را روان ول.
فرانسوا مخکې منډه ور واخيسته او په مينه يې وويل:
_ډېر وخت نه ښکارېدی، وواياست، څه مو کول؟
ورونيک ور غږ کړل:
_زويه، دوی زموږ له ليدو پرته نور کارونه هم لري.
ارسن لوپن وخندل؛ ورونيک ته يې لاس ورکړ او دواړه پر څوکيو کېناستل؛ ارسن لوپن فرانسوا ته وکتل؛ څو متره ليرې يې ګلانو ته اوبه ور کولې. ارسن لوپن په خندا وويل:
_نه ميرمنې! د فرانسوا پوښتنه ډېره پر ځای وه. حاضر يم چې د خپل غيابت په اړه معلومات ورکړم، خو مخکې تر دې دا راته وواياست، فرانسوا په دې پوهېږې چې ورسکي د هغه پلار دی؟
ورونيک وويل:
_نه.
_ښه نو، ورته ووايه چې پلار يې بل څوک دی.
ورونيک په پوښتونکي نظر ورته وکتل.
ارسن لوپن وويل:
_ نه غواړم چې ستا په شخصي ژوند کې مداخله وکړم، خو ورسکي وژل شوی؛ استفان مينه درسره لري او وړانديز مې دا دی چې له هغه سره واده وکړه.
د ورونيک رنګ سور شو.
ارسن لوپن فرانسوا ته اشاره وکړه؛ هغه د ګلانو نورو بوټو ته اوبه ور اړولې، ويې ويل:
_خوښه دې، خو په فرانسوا مې د ورسکي جنايتکار نوم نه دی پيرزو؛ نه غواړم چې د هغه د نوم په پای پسې د ورسکي نوم هم وتړل شي؛ شخصيت ته يې تاوان لري؛ فرانسوا ته ووايه چې تا له استفان سره پخوا واده کړی و؛ ته پيدا شوې او وروسته د يوې وړې موضوع پر سر سره بېل شوو، اوس غواړو له سره خپل ژوند پيل کړو.
فرانسوا راغی او د ارسن لوپن تر څنګ کېناست. ارسن لوپن وويل:
_ګرانه! اوس به ستا پوښتنې ته ځواب درکړم.
فرانسوا په بيړه وويل:
_هغه ګوتمۍ مو له کومه کړه چې لومړۍ مو مور او بيا الفريډ ته ور په ګوته کړه؟
ارسن لوپن وخندل:
_په هماغه ساعت کې مې له هغو رنګه تيږو جوړه کړه چې په فلزي لکڼه کې مې موندلې وې.
_خو ورسکي هغه پېژندله، ځکه چې د مور ياد ګار يې وه.
_دا ګوتمی مې د ورسکي د مور کوتمۍ ته ورته جوړه کړه، اوتو راته وويل چې ورسکي په نشه کې د دې ګوتمۍ يادونه ورته کړې وه.
فرانسوا وويل:
_ښه، دوهمه پوښتنه، د معجزې تيږه يوه معما ده؛ خلک په پېړيو پېړيو پسې وګرځېدل، خو تا په دومره لنډ وخت کې وموندله، څنګه؟
ارسن لوپن وخندل:
_له فکره مې کار واخيست؛ په جزېره کې مې واورېدل چې د ماکونوک د باغ د چينې اوبه او ګلان شفا بښونکي دي؛ پوه شوم چې تيږه په همدې حدودو کې ده، ځکه د چينې دا اوبه له همدې شفا ورکوونکې تيږې څخه تېرېږې او اوبه هم له همدې تيږې خپل خاصيت اخلي، ځکه مې په اسانی سره وموندله.
په غرونو کې ډېرې شفا بښونکې تيږي شته، دا تيږې مختلف اکسيدونه او فلزات لري چې ځينې يې د صحت له پاره ښه دي؛ د معجزې تيږه هم په همدې ډله کې راځي، خو دا تيږه خپله مخصوصه رڼا هم لري، لکه الماس، اورانيم، توريم او داسې نور.
په پخوانيو زمانو کې همداسې يوه تيږه وموندل شوه، رڼا به يې کوله او خلکو د شپې ګوهر باله. په ١٦٢٣ م کال کې د مادام کيوري په نوم يوې ميرمنې په راډيوم کې دا خاصيت کشف کړ. د دې عنصر له پېژندلو وروسته طب پرمختګ وکړ او د ډېرو ناروغيو مخه ونيول شوه. د معجزې تيږه هم په حقيقت کې راډيوم ده، خو لوی او ډېر قيمتي راډيوم. بله بېلګه به يې په دنيا کې نه وي.
استفان راغی؛ په مينه يې ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه؛ کېناست او ويې ويل:
_وروستی خبرې مې واورېدې؛ د معجزې د تيږې په اړه وې؛ زه هم يوه پوښتنه لرم؛ د معجزې د تيږې تر څنګ نورې وړې تيږې هم پيدا شوې دي؛ هماغه چې د ماکونوک لاس يې وسوځاوه.
ارسن لوپن وويل:
_د هانري بکرل په نوم يوه فيزيک پوه يو وخت د راديوم پوډر په خپل جيب کې اچولي وو؛ وروسته يې پوستکی سور شو؛ په دې کې شک نشته چې ماکونوک هم د راديوم وړې تيږې په لاس کې نيولي او لاس يې ور سوځولی دی. له همدې امله وايي چې دا تيږه هم ژوند ورکوي او هم مرګ.
فرانسوا وويل:
_ښه نو، اوس مو چې د معجزې تيږه تر لاسه کړې ده؛ په دې تيږه څه کوئ؟
ارسن لوپن ورونيک ته وکتل:
_ميرمن ورونيک، تاسو څه فکر کوئ؟
ورونيک خپلې اوږې پورته واچولې:
_نه پوهېږم؛ زه له دې تيږې سره مينه نه لرم؛ د سارک د جزېرې هر څه راته وحشتناکه دي.
_خو د سارک په جزېره کې مو د پلار ماڼۍ په تاسو پورې اړه لري.
_نه، له ماڼۍ او هغې جزېرې، دواړو کرکه لرم.
_نو ژوند به څنګه پرمخ وړې؟
_زما له پاره زما زوی فرانسوا ټول ژوند دی.
وروسته يې استفان ته وکتل، ويې ويل:
_تاسو به هم له ماسره اوسئ، داسې نه ده؟
استفان په بيړه وويل:
_همداسې ده.
ارسن لوپن وويل:
_پوليسو ستا د پلار په کوټه کې يوه وصيت نامه موندلې ده؛ ليکلي يې وو چې لمسی يې فرانسوا د ده د ټولې شتمنۍ مالک دی. هېله لرم چې له خپلې مور سره خوشاله ژوند ولرې.
ورونيک په حيرانۍ ارسن لوپن ته کتل، وروسته يې وويل:
_سمه ده، منم يې.
ارسن لوپن وويل:
_ښه نو، اوس دې د معجزې د تيږې په اړه نظر څه دی؟
_تاموندلې او په تا پورې اړه لري.
_سمه ده، خو زه غواړم چې دا تيږه داسې يو چاته ورکړم، چې په طب کې ښه نوم ولري؛ هيله مې دا ده چې له دې ګران بيې تيږې څخه په درمل جوړولو کې استفاده وشي.
پاتريس بلوال وويل:
_تا تل د فرانسې له حکومت سره مرسته کړې ده.
ارسن لوپن غلی شو.
د ورونيک سترګې له اوښکو ډکې شوې؛ په غريو کې يې وويل:
_ارسن لوپن يو لوی شخصيت دی.
ارسن لوپن غوږ ونيو؛ په بيړه يې له جيبه يو وړوکی دوربين را وايست؛ ودرېد، په دوربين کې يې وکتل؛ ويې ويل:
_هاغه موټر وينې، لکه چې زما په بيولو پسې راغلی دی.
ورونيک په حيرانۍ وپوښتل:
_ولې؟
ارسن لوپن غلی و؛ شېبه وروسته د تورو شيشو لرونکی موټر باغ ته راننوت. د پولسيو مشر له موټره کښته شو؛ ارسن لوپن يې تر مټ ونيو؛ ويې ويل:
_راځه!
ورونيک او نورو په حيرانۍ ورته کتل.
ارسن لوپن د موټر دروازه خلاصه کړه؛ په بيړه يې خپله خولۍ له سره ليرې کړه؛ په احترام يې وويل:
_ښاغلی رييس جمهور! خوشاله يم چې تاسو وينم؛ ما د جزېرې اسرار په ليکلي ډول د پوليسو مشر ته ور لېږلې وو.
ولسمشر والانکلای وويل:
_ هو، پرون يې د تيږې په اړه مالومات راکړل؛ اوس د دې له پاره راغلم چې د دې تيږې له پيدا کوونکي څخه مننه وکړم او هغه د دولت نورو عالي رتبه مامورينو ته ور وپېژنم.
ارسن لوپن وويل:
_ښاغلی رييس جمهوره! د مننې وړ نه ده.
_خير، تاسو بايد د دولت اوامر ومنئ او له موږ سره د مامور په صفت کار وکړئ.
ارسن لوپن وويل:
_ په بښنې سره، زه خپلواک سړی يم؛ نه غواړم چې په دولت پورې ځان وتړم.
دواړه غلی ول؛ ارسن لوپن دا چوپتيا ماته کړه:
_غواړم چې د معجزې تيږه دولت ته وسپارم څو د خلکو د صحت له پاره ګټه ترې واخلي؛دا ډالۍ منئ؟
ولسمشر وخندل:
_ولې نه، د فرانسې دولت به ستاسو دا نيک کار هېر نه کړي.
_خو په بښنې سره، د دې تيږې په بدل کې دوه شرطه لرم.
ولسمشر په حيرانۍ ورته وکتل.
_شرطونه دې د وزيرانو په وړاندې ووايه.
_خو زه د وزيرانو شورا ته نه درځم.
_سمه ده، کوم شرطونه لرې؟
ارسن لوپن يوه شېبه غلی و، بيا يې ويل:
_د سارک جزېره دڅو پېړيو راهيسي د جنايتکارانو پناهګاه وه؛ دا جزېره په دې وروستيو کې د فرانسې مستعمره شوه؛ غواړم په دې جزېره کې د اورګاډي يوه پټلۍ وغزېږي؛ په ساحل کې يې جنګي کيشتۍ لنګر واچوي او د معجزې تيږه هم تر استفادې پورې همالته وساتل شي. په دې توګه به له جزېرې تللي خلک زړه وکړي؛ بېرته به جزېرې ته راوګرځي او په ډاډه زړه به خپل ژوند ته دوام ورکړي.
ولسمشر وويل:
_فکر وکړه چې دا شرط دې ومنل شو؛ ته به په خپله د تيږې د ساتلو مسول يې.
_مننه، زه دې کارته مناسب کس نه يم؛ ښه به دا وي چې دا ماموريت بل چا ته ورکړئ.
ولسمشر وخندل:
_ښه، بل شرط!
_دوهم شرط ساده دی؛ هيله لرم چې د پريوره ماڼۍ له ترميم وروسته د ميرمن ورونيک او د هغې د زوی فرانسوا په نوم کړئ.
ولانګلای وويل:
_دا شرط مې هم ومانه.
ارسن لوپن جېب ته لاس کړ؛ يو پاکټ يې را وايست؛ رييس جمهور ته يې ونيو:
_په دې ليک کې د معجزې د تيږې په اړه ډېر معلومات لوستلای شئ؛ اوس نو اجازه درنه غواړم. زه بايد لاړ شم.
دا يې وويل او له خدای پامانۍ پرته په بيړه له باغه ووت، خو مخکې تر دې چې خپل موټر ته حرکت ورکړی، پاتريس بلوال ځان ور ورساوه؛ په بيړه يې وويل:
_تګ دې له رييس جمهوره تېښتې ته ورته و؛ ولې؟
ارسن لوپن په خبره کې ور ولوېد:
_په دې کيسو پسې مه ګرځه!
_خو ولسمشر غوښتل چې تاسو خپلو وزيرانو ته معرفي کړي؛ تر دې ښه چانس نه شته.
ارسن لوپن وويل:
_ وېرېږم؛ هغوی به مې بندي کړي.
پاتريس بلوال په حيرانۍ وويل:
_نه، دوی ته ستا خدمت د ستاينې وړ دی؛ نازوي دي.
ارسن لوپن وخندل:
_په دولتي خلکو باور نه لرم؛ زه لا تر اوسه دوی ته ګنهګار ښکارم؛ داسې يو څوک چې دولت ته سر نه ټيټوي.
_نه، داسې نه ده.
ارسن لوپن له موټره کښته شو؛ لاس يې د خپل ملګري پر اوږه کېښود؛ په سترګو کې يې اوښکې راورغړېدې.
_په ياد دې دي؟ يو وخت مې د دولت غلا شوې خزانه بېرته دولت ته ور وسپارله، خو دوی زما د نيولو تصميم ونيو. نه مې هېرېږي.