د معجزې تیږه

لیکوال: موریس لیلان

ژباړن: نصیر احمد احمدي

(دوهمه برخه)

٢_ څلور صلييونه!

د هغې ورځې په سبا ورونيک له هونورين سره د ګلژمون له ځنګله تېر شول، ساحل ته ورسېدل. ساحل ته نږدې د ځنګل په څنډه کې يو متروک کور ښکارېده. په دې کور کې به يو وخت کب نېوونکو شپې تېرولې، خو اوس له يوې خرابې پرته بل څه نه و.

ورونيک او د هغې د سفر ملګرې دې کور ته ورنږدې شول؛ د کور تر مخ ګڼ نارينه او ښځې ولاړ ول؛ له وحشت وهلو څېرو يې داسې برېښېدل چې د خوشالۍ خبره نه ده.

ورونيک له يوې ځوانې بزګرې وپوښتل:

_څه خبره ده؟

ښځې خپل سر وښوراوه:

_ورشئ، په خپله يې وګورئ!

ورونيک او هونورين، دواړه خرابې ته ورننوتلې؛ د خلکو په مينځ کې يې لار وايسته؛ د دهلېز په پای کې لنډې راتاوې شوې؛ يو ناڅاپه يې رنګونه والوتل او ځای پر ځای ودرېدې. پر مخامخ دېوال څلور صليبه ښکارېدل؛ پر هر صليب يو وژل شوی انسان ځوړند و؛ تر څنګ يې پر وينو دا جمله ليکلې وه:

(( د دېرشو اجسادو جزيره_ څلور صليبه. د ا د هغو کسانو سزا ده چې غواړې زموږ په اسرارو پوه شي.))

د ورونيک لينګې ولړزېدل؛ لاس يې پر دېوال ولګاوه؛ هونورين تر مټ ونيوله او په زحمت يې له ګڼې ګوڼې راوايسته. ساحل ته نږدې پر يوه هواره ډبره کېناستل؛ هونورين وويل:

_ورونيک، وګوره، څه درته وايم! دا د خطر لومړۍ نښه ده؛ دا مړي بايد دېرشو تنو ته ورسيږي؛ دوی هغه کسان وژني چې پر اسرارو يې د خبرېدو هڅه وکړي. خلکو اوس دې جزيرې ته د سارک پر ځای د دېرشو جسدونو نوم ورکړی دی.

ورونيک په وېرېدلي غږ وويل:

_دېرش جسدونه! څه مانا؟ دوی ولې دا اجساد په دې ويرانه کې راځړولي دي؟

هونورين وويل:

_دا کنډواله، د سارک جزېرې ته د تګ په لاره کې موقعيت لري؛ هر څوک چې د سارک جزيرې ته ځې، لومړی يې په دې مړو سترګې لګېږي؛ هغه چا چې دا کار کړی، غواړي خلک د سارک جزېرې ته له تګ څخه راوګرځوي،

ورونيک وويل:

_خو موږ بايد خپل ځانونه جزيرې ته ورسوو.

هونورين اوبو ته وکتل؛ حرکت يې نه درلود؛ مړې وې؛ سوړ اسويلی يې وايست:

_زه دا څلور نفره پيژنم. دوی د سارک اوسيدنکي ول؛ يوه يې هانريت نوميدله؛ د يوه کب نيونکي ميرمن وه؛ خاوند به يې ډېر وخت په ځنګله کې وېدېدو. په وروستيو کې يې ويلي وو چې له ګڼو ونو وېرونکي غږونه راوځي.

_بيا؟

_نه پوهيږم. خو ميرمن هانريت او درې نور کسان له شا څخه په مرميو لګېدلي وو.

ورونيک وويل:

_اوس څه تصميم لرو؟

_موږ د جزيرې خواته ورځو،خو له بېړۍ نه کښته کېږو؛ له هماغه ځايه به استفان ته ور غږ کړو؛ هغه به د سيند غاړې ته راشي او په خبره به ورسره پوه شو.

_که رانه غی ؟.

_نو بيا به په بېړۍ کې پاتي يو.

د شورماشور غږ راغی؛ پوليس ول؛ شېبه وروسته يې صليب شوي جسدونه راکښته کړل؛ په ځانګړو ګاډيو کې يې کېښودل او له هغه ځايه يې يووړل. خلک هم ورور ورو په خپلو کارونو پسې لاړل.

دوی دواړه هم په يوه کښتۍ کې کېناستلې. بېړۍ حرکت وکړ؛ هونورين وويل:

_د سارک په جزيره کې له څو بېوزله کب نيونکو پرته بل څوک نه دي پاتې. کنت هرژمون چې کله دې جزېرې ته راغی، د غونډۍ پر سر يې له لرګيو يو ښکلی کور جوړ ک؛ د ورځې به په همدې کور کې و، خو دشپې به له خپل لمسي (فرانسوا) سره ځنګله ته تلو.

د ځنګله په دې ويرانو کې ډېرې پلټنې شوې دي، خو تر دې دمه هېچا هم کوم ګنج نه دی موندلی. کنت هرژمون وايي چې دا جزيره يو وخت د بوهم د پاچاهانو او شهزادګانو د اوسېدو ځای و؛ دلته لا اوس هم د پخوانيو پاچاهانو ځيني اثار ښکاري چې د ويرانو په بڼه پاتې دي.

يوه بله خبره هم ده؛ زاړه کب نيونکي وايي،چې د لوی سيند اوبه شفا بښونکې دي؛ که څوک د دې سيند يو غوړپ اوبه وڅښي، په بدن کې يې ټولې ناروغۍ له مينځه ځي؛ ما خپله څو ځله له همدې سينده اوبه څښلې دي؛ خوند يې ښه نه و، خو د پښو دردونه مې ليري شول.

هونورين غلې شوه؛ورونيک ته يې وکتل؛ د هغې تور وېښته شمال يوې خواته اړولي وو؛ داسې ښکارېدله چې د دې خبرې نه اوري او يواځي د خپل زوی فرانسوا په فکر کې ډوبه ده. ورونيک په رښتيا هم د خپل زوی په اړه فکر کاوه، خوکله کله به يې په ذهن کې د استفان مارکس څېره هم راګرځېده؛ احساس يې کاوه چې هغه ورباندې ګران دی؛ د استفان مارکس هم دا خوښېږي، خو تر اوسه يې لا يو بل ته د مينې خبره نه وه کړې.

لمر لودلی و چې بېړۍ ساحل ته ورسېده؛ باد په ارامۍ سره لګېده؛ د ځنګله ګڼې ونې توربخونه ښکارېدلې او ځای ځای د ونو له څانګو څخه د ويرانو د زړو دېوالونو څوکې راوتلې وې.

دواړو غوږ ونيو؛ په ساحل کې چوپتيا وه، خو کله کله به د يوه حيوان کوکې ته ورته تېره غږ انګازې جوړې کړې. ټاپو داسې غلی و لکه د مرګ سيوری چې ورباندې خپور وي.

د ورونيک زړه له تشويشه ډک و. په زړه کې يې نهيلي ور تېرېدله. يوه شېبه تېرو يادونو په مخه کړه؛ کله چې به دې جزېرې ته راغله، فرانسوا به منډې ور وهلې؛ خوله به يې له خندا ډکه وه؛ د مور غېږې ته به يې په بيړه ځان ورساوه او دواړو به يو بل ښکل کړل، خو نن پر ټولو ونو وېرونکې چوپتيا پرته وه.

د هونورين په زوروره چيغه يې جټکه وخوړه:

_استفان.

وخت ووت، څوک ښکاره نه شول.

هونورين وويل:

_وړاندوينه مې سمه وه؛ ښه احساس نه لرم؛ د استفان درک نشته.

ورونيک په خبره کې ور ولوېده:

_ويده به وي!

هونورين سړه سا واخيسته:

_نه، هغوی خبر وو چې موږ راځو؛ خوب ته هم ډېر وخت پاتې دی، زړه مې دربېږي.

ورونيک فکر په مخه کړه ؛ تېر ژوند يې له غمونو ډک و؛ خو اوس يې هم د يواځيني زوی د مړی، ژوندي درک نه ورته مالومېده.

هونورين وويل:

_شپه به په بېړۍ کې تېره کړو او د تيارې له ټولېدو سره سم به جزېرې ته لاړ شو.

ورونيک سترګې پټې کړې؛ له بڼو يې بېلې شوې اوښکې پر غومبرو لارې واېستې؛ ورو يې وويل:

_سخته ده؛ له اندېښنې به مړه شم؛ ښه به دا وي چې همدا اوس له بېړۍ کښته شو.

د بېړۍ خاوند ته غوسه ورغله:

_زه ځان او خپله بېړۍ په خطر کې نه شم اچولی؛ همدا ماته ګوډه بېړۍ مې د اولادونو نفقه ده؛ ښه به دا وي چې شپه په بېړۍ کې تېره کړو.

دا يې وويل؛ پړی يې د يوې تيږې تر تېرې ژۍ را تاو کړ؛ کلکه غوټه يې ور واچوله.

ورونيک ټوله شپه سترګې پټې نه کړې، له ځنګله وېروونکې چيغې راتلې؛ دې يواځې ستورو ته کتل.

د سپېدو له چاودېدو سره رڼا شوه؛ د ځنګله ګڼې ونې ويروونکې ښکارېدلې. لمر راوخوت؛ اوس نو ځنګل تر ډېره ښکارېده؛ د غونډۍ پر سر د کنټ هرژمون ماڼۍ ولاړه وه، خو په ماڼۍ کې د ژوند نښه نه مالومېدله.

دواړه ميرمنې له بېړۍ څخه کښته شوې؛ ورو مخکې لاړې؛ زنګنونه يې لړزېدل… په لاره کې يې هيڅوک ونه ليدل؛ ان هغه کب نيونکي هم نه ښکارېدل چې هر سهار به د سمندر خواته په ښکار پسې روان ول.

دواړه په احتياط مخ پورته ختلې؛ ماڼۍ ته نېږدې يو ناڅاپه د ټوپک ډز واورېدل شو. له دوهم ډز سره د يوه چا چيغې پورته شوې. هغه مرسته غوښته. ورونيک غوږ ونيو، دا غږ د هغې د پلار کنت هرژمون و. هونورين همالته ودرېده، خو ورونيک په بيړه ځان کړکۍ ته ور ورساوه؛ سالون ته يې وکتل؛ يوه قوي سړي يې پلار ته سوکان نيولي وو. ورونيک وحشت واخيسته؛ پنځلس کاله مخکې صحنه يې بيا سترګو ته ودرېده. په همداسې يوه ورځ يې خاوند( ورسکي ) د دې د پلار پر ټټر ناست ، له تېرې چاړې سره ليدلی و .

ورونيک څنګ بدل کړ؛ بلي کړکۍ ته ور وګرځېد؛قوي سړی د شا لخوا د ورسکي په څېر ښکارېده؛ څېره يې نه شوای ليدلی. د ورونيک په زړه کې ور وګرځېدل، چې ورسکي مړ دی؛ هغه به په زندان کې سا ورکړې وي.

وروسته يې يو ناڅاپه ټکان وخوړ:

_نو دا سړی څوک دی؟

په دې وخت کې کنت هرژمون چيغه کړه!

_ای قاتله! که ما مړ هم کړې، بيا به هم خپل هدف ته ونه رسېږې. زه پوهېدم چې ته به دلته راځې، خو د معجزې تيږې ته به ونه رسېږې!

ورونيک له ځان سره وويل:

_د معجزې تيږه! څه مانا؟

ډز شو، کنټ هرژمون چيغه کړه.

ورونيک ځان کابو نه شوای کړای؛ زوروره چيغه يې له خولې راووته. سړي مخ ور واړاوه؛کړکۍ ته راغی؛ ورونيک ته يې وکتل، په زوره يې وخندل.

سړي دروازه خلاصه کړه؛ ورونيک يې تر مټ ونيوله او په کشولو يې کوټې ته ننه ايسته. د ورونيک پښې بې سېکه وې او په وېره يې د خپل پلار جسد ته کتل. وروسته يې د مستخدمينو مړو ته هم پام شو؛ هغوی په ګوليو ويشتل شوي وو.

سالون د سړي خندا ونيو:

_زه دې وپيژندلم؟

ورونيک مخ ور واړاوه؛ زړه يې له ويرې خولې ته راغی؛ په زحمت يې وويل:

_ورسکي، ته!

————————-

لومړۍ برخه

One thought on “د معجزې تیږه (پولیسي ناول) ژباړن: نصیر احمد احمدي”
  1. دا ظالم خو ژوندی دی او دا دی پلار یې ورته وواژه، خو چي د دوی تر منځ کومه داسي پټه خبره او راز دی چي یو د بل په مرګ پسې دي.
    ورسکی به بلاخره د خپلي مېرمني او زوی سره څه وکړي؟؟؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *