لیکوال: موریس لیلان
ژباړن: نصیر احمد احمدي
(پولیسي ناول)
درېمه برخه
——————————————-
٣_ د مرګ غږ
ورونيک پنځلس کاله وروسته خپل خاوند وليد؛ ورسکي نه و مړ. دا ورسکي و چې پر ټوله جزيره يې د وحشت سيوری غوړولی و.
ورسکي له شهوته ډکې سترګې د ورونيک له لوڅې غاړې نه اړولې؛ خو ورونيک د خپل پلار په وينو لړلي جسد ته کتل او پرته له دې چې څه ووايي، سر يې وځړېد. وروسته يې يو ناڅاپه پورته وکتل؛ چيغې يې کړې:
_ووايه! زوی مې چېرته دی؟
ورسکي په زوره وخندل:
_زموږ د دواړو زوی.
_غواړم هغه ووينم.
ورسکي په ملنډو وويل:
_بيړه مه کوه، وبه يې وينې.
ورسکي قوي سړی و؛ د مټو غوښې يې د ورزشکارانو غوندې پېچلې ښکارېدلې؛ لنډه غاړه او کوچنی سر يې درلود؛ ککرۍ يې وړو خړو ويښتو پوښلې وه. له څېرې څخه يې د بېرحمې نښې له ورايه ښکارېدلې، خو له دې سره سره يې جزابې سترګې درلودې.
ورسکي يوې څوکۍ ته لاس ور وغزاوه؛ کېناست؛ بلې څوکۍ ته يې اشاره وکړه؛ ويې ويل:
_کېنه، زموږ خبرې به اوږدې وي.
ورونيک غولي ته کتل.
ورسکي وخندل:
_خپل خاوند دې له پنځلسو کلونو وروسته وليد؛ خوشاله نه شوې؟
ځواب يې وانه ورېد.
ورسکي وويل:
_په جزيره کې دا وحشت ما راوستی؛ څوک چې وژل شوي؛ امر يې ما ورکړی دی؛نو ته هم بايد له ما اطاعت وکړې.
يودم پورته شو؛ د سالون تر کونجه لاړ؛ بېرته راوګرځېد؛ په غوسه يې وويل:
_زما د خبرو په وړاندې مې بې اعتنا کسانو ته غوسه راځي.
ورونيک هماغسې ځمکې ته کتل.
ورسکي وويل:
_زه يو وخت درباندې ګران وم؛ داسې نه ده؟
ورونيک پورته وکتل؛ چيغه يې کړه!
_نه، له تا مې تل کرکه درلوده.
ورسکي وخندل:
_دروغ وايې؛ پر تا ګران وم او هغه وخت مې د ژوند تر ټولو غوره ورځې وې چې له تا سره تېرې شوې.
ورسکي غلی شو، خو دې سکوت ډېر دوام ونه کړ، ويې ويل:
_ته اوس هم راباندې ګرانه يې، خو حالاتو زما او ستا تر مينځ بېلتون راووست؛ ته پاک زړه لرې؛ سترګې دې لا اوس هم ښکلې او زيږې دي، خو ستا پلار موږ سره بېل کړو؛ باور وکړه، ته نه يې ملامته؛ ته زما له پاره غوره ميرمنه وې؛ خو ستا پلار تحقير کړم؛ ويې ځورولم او ماته يې په ټيټه سترګه وکتل. د بيلتون په دې اوږده موده کې مې يوه شېبه هم له ياده نه يې وتلې.
ورسکي غلی شو؛ ورونيک ته يې وکتل؛ ويې ويل:
_د پلار د بد چلند له لاسه دې مجبوره شوم چې په نړيواله جګړه کې برخه واخلم، خو ژوندی راووتم؛ کله چې جګړه خلاصه شوه، بيا مې هم ستا په اړه فکر کاوه. هغه وخت مې واورېدل چې ته يواځې يې؛ پلار دې زما له زوی، فرانسوا سره ژوند کوي. فکر مې وکړ چې زما د ګرانښت له سببه به له خپل پلاره بېله شوې يې؛ خوشاله وم؛ ژوند ته مې تمه پيدا شوه، خو وروسته پوه شوم چې له پلاره بېلتون دې بل علت درلود. په دې هم وپوهېدم چې ستا پلار دې جزېرې ته د يوه لوی ماموريت له پاره راغلی و؛ ما هم په بدل نوم جزېرې ته ځان راورساوه؛ پلار مې دې څاره؛ تل ورپسې وم؛ بايد پوهېدلی وای چې پلار دې په دې جزېره کې څه کوي، خو پلار دې هوښيار سړی و؛ ويې پېژندلم او د جاسوسي په تور يې زندان ته ولېږلم.
ورسکي وټوخل؛بېرته يې خپلې خبرې وغزولې:
_زه د بوهم د يوه پخواني پاچا کړوسی يم، خو دوی په زندان کې له غلو او قاتلينو سره په يوه کوټه کې واچولم؛ زما د ژوند تر ټولو ښه وخت زندان رانه وخوړ. ښه شو، وتښتېدم، که نه هلته به له ډېرې خواشينی مړ وای. په زندان کې په ځينو پټو رازونو پوه شوم؛ له تېښتې راپدې خوا هره ورځ د همدې رازونو په سپړلو پسې ګرځم.
ورسکي د ميز له سره له اوبو ډک ګيلاس ور پورته کړ، ويې ويل:
_په زړه کې مې يو پټ راز دی، خو که می ته مينه ومنې او ګډ ژوند راسره وکړې، درته وبه يې وايم.
ورونيک په بيړه ودرېده؛ په دقت يې ورسکي ته وکتل؛ ورسکي ور نږدې شو؛ ورو يې وويل:
_دا موضوع مهمه ده؛ که ورباندې وپوهېږې؛ حيرانه به شې، خو لومړی دا راته ووايه چې له ما سره مينه لرې که نه؟
ورونيک کړکۍ ته کتل؛ په ذهن کې يې يواځې د خپل زوی فرانسوا څېره ور ګرځېده.
ورسکي وويل:
_ راځه پخوانۍ خبرې هېرې که! بېرته به له سره خپل ژوند پيل کړو.
ورونيک غلی وه.
ورسکي د هغې تر لوڅ مټ ګوتې را تاوې کړې په غوسه يې وويل:
_بدمرغې ښځې، غوږ ونيسه! ورسکي له تا سره خبرې کوي او ته بې تفاوته يې.
ورونيک په بيړه ځان شاته کړ؛ ورسکي وويل:
ته زما ميرمن يې؛ هر څه هېر کړه؛ نه غواړم چې له تا څخه کرکه وکړم.
ورونيک په غريو کې وويل:
_زه ستا کنيزه نه يم.
ورسکي وخندل:
_يې، زه په ټوله نړۍ کې تر ځان لوړ کس نه وينم؛ غواړم چې زما هره خبره ومنې او له ما څخه اطاعت وکړې. ايا دا وړانديز منې؟ ته بايد د زړه له تله له ما سره مينه ولرې. واوره! زه د نړۍ په هره برخه کې کسان لرم؛ ټول زما تر امر لاندې دي؛ کولای شم چې ان په يوه هېواد حکومت وکړم؛ نو ته هم بايد يواځې زما تر امر لاندې واوسې!
ورونيک غلی وه.
ورسکي خپل سر وخوځاوه:
_ډېر ښه، تا تر اوسه د ورسکي اصلي څېره نه ده لېدلې؛ پښيمانه به شې.
ورسکي د اوبو غوړپ وکړ، ويې ويل:
_ته بايد په ځينو نورو خبرو هم پوه شې. د جګړې په پيل کې د مجبوريت له مخې المان ته تلم، خو مخکې تر هغه مې يو چا ته پيسې ورکړې چې ستا پلار وڅاري، خو په زندان کې يو لوی راز را معلوم شو؛ وروسته وپوهېدم چې ستا پلار هم د هماغه راز په مالومولو پسې دی. کله چې جزېرې ته راغلم، څو زاړه کتابونه مې وموندل؛ ومې لوستل؛ د راز د سپړلو په اړه ډېر څه پکې ليکلي و، خو نتيجه يې ورنه کړه؛که په دې اسرارو پوه شم، نو ورسکي به د يوه فوق العاده قدرت خاوند شي. زه پر يوې نرۍ لاره روان يم؛ تر ما مخکې هم ډېر کسان پر دې لاره تللي دي، خو تراوسه يې دا اسرار نه دي کشف کړي. له ماسره د دې اسرارو په پيدا کولو کې مرسته وکه؛ هغه وخت به د ملکې په څېر ژوند ولرې.
ورسکي غلی شو؛ ناڅاپه يې مېز ته سوک ورکړ؛ ويې ويل:
_ته دوه لارې لرې؛ کومه يوه يې منې؟ ملکه کېدل که پر صليب را ځوړندېدل؟
د ورونيک زړه ولړزېد.
ورسکي وويل:
_يوه د نيکمرغۍ لاره ده او بله هم د ذلت او مرګ؛ راته ووايه کومه يوه يې منې؟
د ورونيک شونډې وخوځېدې:
_مرګ
ورسکي وخندل:
_خو دومره اسانه مرګ هم نه دی.
ورونيک په خبره کې ور ولوېده:
_په غلامۍ دې يې بلا وګرځي.
ورسکې چيغه کړه!
_ته به له خپل زوی سره يو ځای ومرې!
ورونيک په غريو کې وويل:
_پروا نه کوي.
ورسکي غلی و؛ وروسته يې په ټيټ غږ وويل:
_سمه ده ستا تر مخ به د فرانسوا پر غاړه چاړه راکش کړم، خو بيا هم فکر وکړه؛ تر اوسه لا وخت لرې.
ورونيک خپلې سترګې پټې کړې؛ ورو يې وويل:
_وروستی ځواب مې همدا دی! مرګ.
ورسکي چېغه کړه!
_له ما نه دومره کرکه لرې! د ځان او يواځيني زوی مرګ غواړې، خو ماته نه تسليمېږې! ته يوه مغروره او بې حيا ښځه يې.
ورسکي خپل سر په دواړو لاسونو کې ټينګ ونيو، ويې ويل:
_خدايه! څه اورم! نه پوهېدم چې دا رذيله ښځه به له ما دومره کرکه ولري.
يو ناڅاپه په ګونډو شو؛ په پوست غږ يې وويل:
_هېله کوم، اوس هم راباندې ګرانه يې؛زما وړاندېز ومنه؛ راځه له سره به يو خوشاله ژوند پيل کړو. واوره! په ماشومتوب کې مې په خپل لاس حيوانات تر غاړو نيول؛ لغتې به يې وهلې، خو سا به يې زما په لاسونو کې وخته. ښه مې په زړه دې، مور مې د اتيلا په نوم يادولم. اتيلا يوه تاريخي وحشتناکه څېره ده؛ ده په زرګونو کسان وژلي وو، خو مور مې له دې نوم څخه خوند اخيست؛ وروسته يې د مرګ نوم راباندې کېښود، خو اوس دا اتيلا د خپلې مينې په وړاندې په ګونډو دی. جلاد هېڅ وخت نه ژاړي، خو زه تاته التماس کوم؛ ما وبښه ! ګډ ژوند به پيل کړو؛ زوی به مو هم راسره وي؛ هيڅ غم به ونه لرې.
ورونيک په حيرانۍ ورته کتل:
ورسکي په غريو کې وويل:
_ما ډېر قتلونه کړي دي؛ ويريږم، تا ونه وژنم.
ورونيک کړکۍ ته کتل.
ورسکي ته يودم غوسه ورغله؛ له خولې يې لاړې بادېدلې، چيغې يې وهلې … د سالون له يوه سره بل سر ته تلو او بېرته راتلو.
ورونيک ته نږدې ودرېد او په غوسه يې د هغې لوڅې اوږې ته ټکان ورکړ. ورونيک په بيړه شاته شوه، خو ونه توانېده چې خپله اوږه د هغه له قوي منګولو خلاصه کړي. ورسکي د لېونيانو په څېر چيغې وهلې:
_ته نه پوهېږې چې د صليب پر سر مړينه څومره درد لري؛ راشه ما ومنه او له مرګ څخه ځان وژغوره.
ورونيک څو ځله خپلې اوږې ته ټکان ورکړ،خو د سړي منګولې ټينګې وې؛ نهيلي شوه؛ غلې کېناسته. يو ناڅاپه يې اوږه وخوځوله؛ دوه ګامه شاته شوه؛ د ميز پر سر د ورسکي ايښې توپانچه يې ور واخيسته او درې پرله پسې ډزې يې وکړې. دوه ګولۍ د ورسکي له غوږه تېرې شوې او درېيمه هم پر چت ولګېده.
ورسکي وخندل:
_ ډېره بېرحمه يې!
مخکې ورغی؛ خلاصې ګوتې يې سره وروستې او ورونيک يې پر ټټر په سوک ووهله. ورونيک پر څوکۍ ورغله او ځای پر ځای کېناسته. ورسکي شاوخوا وکتل؛ پړی يې را واخيست او ښځه يې پر څوکۍ پورې کلکه وتړله. سړه سا يې واخيسته، ويې ويل:
_ورسکي د ښځو په لاس نه مري.
وروسته يې يودم وخندل:
_خپله دې مرګ وغوښت. خو مرګ به دې اسانه نه وي؛ تر مړينې مخکې بايد شکنجه شې، وژاړې او په خپله له خدايه مرګ وغواړې، خو لومړی به د خپل ژوند يو راز درته ووايم. تر تا مخکې مې له يوې بلې ښځې سره واده کړی و. له هغې ښځې هم يو زوی لرم؛ اوس مې هماغه زوی ښی مټ دی او زما ټول اوامر پر ځای کوي. راينولډ نومېږي؛ پنځلس کاله عمر لري، خو په توره وهنه کې يې وړې ده؛ هغه بايد ستا له زوی فرانسوا سره د مرګ مبارزه وکړي.
وروسته يې يودم وخندل:
_ولې ژاړې! تن په تن جګړه ده؛ يوه لنډه جګړه.
ورونيک په ژړا کې وويل:
_فرانسوا هم ستا زوی دی.
_خو زه له دې جګړې څخه خوند اخلم. ډاډه يم چې راينلوډ بريالی دی؛ غواړم چې ستا زوې (فرانسوا) په وينو لړلی ووينم.
ورسکي غلی شو؛ شېبه وروسته يې وويل:
_ښه نو، تر اوسه لا په خپله خبره ټينګه ولاړه يې؟
_هو ، د تل په څېر کرکه درنه لرم.
ورسکي ټيټ شو؛ د ښځې اوږې ته يې سوک ورکړ؛ چيغه يې کړه!
_ستا سزا له همدې شېبې پيل شوه.
ورونيک يې تر څڼو ونيوله؛ د هغې سر يې له کړکۍ وايست، ويې ويل:
_وګوره، په ټوله جزيره مې څنګه وحشت راوستی دی! اوس دې نو د خپل زوې فرانسوا د مرګ شاهده و اوسه. هغه به ستا د سترګو په وړاندې ووژل شي. که ته له ما کرکه لرې، نو زما هم پر تا رحم او شفقت نه دی پيرزو. دواړه به د سپيانو په شان له مينځه لاړ شئ.
ورسکي په بيړه د ښځي لاسونه پر کړکۍ پورې وتړل او له کوټې ووت.
د باندې يې چيغه کړه!
_ورسکي خپل غچ اخلي.
ډېره ښکلې ژباړه ده:
زه فکر نه کوم چي ورسکي دي دا کار وکړي چي د هغه زوی دي د خپل مور مخي ته ووژني