لیکوال: موریس لیلان
ژباړن: نصیر احمد احمدري
پولیسي ناول
٦_ ورسکي ماتې خوري:
ورسکي کونورا ته وکتل:
_د هغه په خبرو پوه شوې؟
کونورا د ( نه ) په بڼه سر وخوځاوه. ورسکي د بوډا پر اوږه لاس کېښود، ټکان يې ورکړ؛ بوډا په پټو سترګو وويل:
_ ارامه مې پرېږدئ!
ورسکي د بوډا سترګو ته د بتۍ رڼا سيخه کړه؛ بوډا په حيرانۍ وويل:
_له ما څه غواړئ؟
ورسکي د بتۍ رڼا د هغه له سترګو ليرې کړه؛بوډا خپلې سترګې وموښلې؛ ورسکي ته يې وکتل؛ له وچو شونډو يې کمزورې خندا راووته!
_اه! ورسکي، دا ته يې؟ تر اوسه لا نه يې زوړ شوی.
د ورسکي پر زړه لړزه راغله؛ دی دې ته حيران و چې بوډا يې له کومه پيژني.
ورسکي په بيړه وويل:
_ ته څوک يې؟ دلته څه کوې؟
بوډا په کمزوري غږ وويل:
_په دې پوښتنه دې خواشينی شوم؛ ته بايد ما وپيژنې!
ورسکي په حيرانۍ ورته کتل:
بوډا وويل:
_پر ذهن دې فشار راوړه، زه د والدا پلار يم، هغه والدا چې ستا ميرمن وه، خو په ډېره ناځوانۍ سره دې پرېښوده.
ورسکي په خبره کې ور ولوېد:
_خو ما تر اوسه نه يې ليدلی!
_سمه ده، نه دې يم ليدلی؛ خو زه ستا په اړه په ډېر څه پوهېږم؛ ته په زندان کې وې چې زه د معجزې د تيږې د ساتلو له پاره دې جزېرې ته راغلم؛ پوهېدم چې ته به يوه ورځ دلته راځې.
ورسکي حيرانې سترګې ورته نيولې وې؛ دی د بوډا په خبرو نه پوهېده.
کونورا په بيړه وويل:
_په وښو کې يې توپانجه پټه کړې ده ؛ ميل يې ښکاري؛ دا بوډا زموږ دښمن دی؛بايد ووژل شي.
ورسکي فکر په مخه کړ؛ اوتو ته يې وکتل، ويې ويل:
_اوتو، ته څه پکې وايې؟
اوتو بوډا ته مخ ور واړاوه، ويې ويل:
_نوم دې څه دی؟
_زوړ ډرويد.
ورسکي وويل:
دا د کشيشانو يوه ډله ده چې پر ځانونو يې د ډرويد نوم ايښی؛ هغوی پيژنم؛ غلي او ګوښه ګيره خلک دي؛ يواځيتوب غواړي؛ دوی د دنيا له ټولو خوښيو محروم دي.
بوډا په زحمت له وښو پورته شو؛ کېناست، ويې ويل:
_زه ستا سو د ملنډو نه يم. بالعکس، دا تاسو ياست چې ماته اړتيا لرئ؛ وګورئ، نڅا مې هم زده ده.
بوډا په زحمت ولاړ شو د نڅا په ډول يې لاسونه پښې ووهلې.
ورسکي او د هغه ملګرو په حيرانۍ ورته کتل.
دې نڅا ته پخوانيو روميانو د مار نڅا ويله؛ نڅاګر به په نڅا کې يو ځل مخکې لاړ بيا شاته، سينه به يې راوايسته او پر خپل ځای به په تېزۍ سره راوګرځېد.
يوډا په نڅا کې وويل:
_تاسو نه پوهېږئ! زه دوه زره کاله عمر لرم؛ څو سوه کاله مخکې مې پاچا ژول سزار ته هم همدا نڅا وکړه؛ چکچکې يې وهلې او زما له نڅا يې خوند اخيست.
بوډا خپله نڅا بدله کړه؛ لاسونه پښې يې پورته پورته وغورځولې، ويې ويل:
_دا د دېرشو مړيو د جزېرې نڅا ده؛ دا هم د څلورو صليبونو نڅا.
يو ناڅاپه يې وخندل؛د ورسکي تر مخ ودرېد؛ ويې ويل:
_وبښئ! بيځايه حرکات مې تر سره کړل، خو اوس د جدي خبرو وار دی. ګرانه، زما ماموريت دا دی چې تا ته د معجزې تيږه در وسپارم.
ورسکي په حيرانۍ ور ته کتل. وروسته يې وويل:
_ته ولې دا کار کوې؟
بوډا په زوره وخندل:
_تا د معجزې د تيږې د لاسته راوړلو له پاره خلک ووژل؛ جزيره دې له وحشته ډکه کړه او اوس چې يو احمق بوډا د معجزې تيږه در سپاري، خوشاله نه يې؟
بوډا غلی شو، په ځير يې ورسکي ته وکتل، ويې ويل:
_ورسکې، زه د تېرې شپې سړی يم، هغه څوک چې سپين کالي يې اغوستي و او تاسو يې پر کميس ډزې وکړې، دا زه وم چې د ځنګل د يوې برخې ونو ته مې اور ور واچاوه، اوس هم ما نه پيژنې؟
د ورسکي زړه ولړزېد، اوتو او ماکونورا يو ګام شاته شول.
ورسکي خپل زړه غټ ونيو، ويې خندل:
_نو ته فکر کوې چې ورسکي به له تا وويرېږي؟
بوډا وويل:
_نه، نيت مې صاف دی؛ غواړم چې د معجزې تيږه تاسو ته تسليم کړم.
_ولي؟
په دې پسې مه ګرځه، خو يوه بله خبره واوره! دا تيږه يو وخت د پاچا له جنازې سره دې ځای ته راوړل شوه؛ سل کاله يې وساتله، خو وروسته د بوهم د پاچاهی سلسله کمزورې شوه او د تيږې محافظين هم وتښتېدل. دا ځای تر ډېره همداسې پاتې و، خو وروسته بيا ساتونکي ورته وټاکل شول، هدف يې د بوهم د پاچا د قبر ساتنه نه وه، دوی پوه شوي و چې په دې سيمه کې د معجزې تيږه پرته ده او وېرېدل چې دا ګنج د غلو لاس ته ورنه شي.
په دې محافظينو کې يو هم زه وم؛ خبر شوم چې تاسو د دې ګنج په موندلو پسې جزېرې ته راغلي ياست؛ په دې هم پوهېږم چې د ورونيک پلار دې څنګه وواژه، ان د ورونيک د صليب د ځړولو پېښه مې هم په خپلو سترګو ولېده.
ورسکي وخندل:
_ښه نو، چې دومره مهربانه يې او له دې ټولو پېښو سره سره بيا هم مرسته راسره کوې، نو دا راته ووايه چې د معجزې تيږه چېرته ده، ها؟
ورسکي هغه تيږه د بوډا سترګو ته ونيوله چې د لکڼې له مينځه يې راکښلې وه.
بوډا وخندل:
_نه، دا تيږه ما په خپله په لکڼه کې کېښوده، ورته وګوره، مينځ يې مات دی.
ورسکي حيران و، خو ضرورت يې درلود چې د بوډا خبرې واوري.
بوډا وويل:
_د معجزې د تيږې ځای يواځې ماته معلوم دی.
ورسکي چيغه کړه!
_زه په تا څنګه باور وکړم؟
بوډا وخندل:
_بله لاره نه لرې. خو زه به يو بل راز هم درته ووايم، په زندان کې درسره وم، له دې هم خبر يم چې ستا پلار او مور پر تا کوم نوم ايښی و. ستا کورنی نوم يادوم، ورسکي نه.
د ورسکي پښې ولړزېدې.
بوډا د ورسکي غوږ ته خوله ورنږدې کړه؛ شونډې يې وخوځېدې؛ ورسکي لکه مار چيچلی انسان ټوپ کړل؛په زوره يې وويل:
_ته شيطان يې، شيطان، که نه نو له داسې رازونو څنګه خبرېدې!
بوډا وخندل:
_ښه نو، اوس په ما باور کولای شې؟
_هو، له دې وروسته سره ملګرې يو، خو د معجزې تيږه چېرته ده؟
کونورا غوښتل چې څه ووايي، خو ورسکې خپلې وسلې ته اشاره وکړه، هغه يې پوه کړ چې بوډا څه نه شي کولای.
ټول له اوږده دهلېزه تېر شول؛ د لاسي بتۍ رڼا په دېوال کې يوه کوچيني سوري ته سيخه شوه. ورسکي د ډرويد ( بوډا ) په غوښتنه ګونډې ووهلې، لاس يې سوري ته ور ننه ايست؛ ناڅاپه ټول دېوال شاته لاړ، يوه لويه کوټه ښکاره شوه؛ ډرويد وويل:
_د معجزې تيږه همدلته ده.
شېبه وروسته ټول په کوټه کې ول.
په کوټه کې نمجن بوی ته، ځای ځای د قبرونو زړې شناختې ولاړې وې.
ډرويد وويل:
_پوښتنه مو ونه کړه چې تر زمکې لاندې دا کوټه ولې روښانه ده!
ټول غلي وو.
بوډا وويل:
_دا ځای له پورتنۍ کوټې څخه رڼا اخلي؛ وګوره، د ډبرينو مجسمو له اړخونو رڼاوي راوتلې دي؛ بله خبره! د معجزې په تيږه کې هم دا خاصيت پروت دی چې کوټه روښانه کړي.
يو دم يې وخندل:
_خو د معجزې تيږه په درېيمه کوټه کې ده.
ورسکي وويل:
_په موږ ملنډې وهې!
_نه، دا تيږه په زيرزميني کې موندلی شې. د دی تيږې يو ارزښت په دې کې دی چې د ګروپ په څير رڼا خپروي. هو رښتيا، يوه بله خبره! دا تيږه يو چا ته ژوند او مرګ، دواړه ورکولای شي.
_څنګه؟
_د والدا نوم به دې نه وې هېر، هغه هم يو وخت زما په شان د دې تيږې ساتونکې وه.
د ورسکي زړه ولړزېد:
_والدا اوس چېرته ده؟
_دلته ، د همدې تيږې لاندې ويده ده.
د ورسکي سترګې رډې راوختې:
_چټياټ مه وايه!
بوډا وويل:
_زما په خبرو باور وکړه، والدا له څو پېړيو راهېسې د داسې چا په انتظار ده چې دلته راشي او ورته ووايي چې ورباندې ګرانه ده؛ هغه وخت به د معجزې تيږه ورکړي.
ورسکي ته احساس ور لوېدلی و چې دا سړی ملنډې ورباندې وهي، خو د هغه ځينې خبرې رښتيا وې؛ دی بايد په ځينو رازونو پوه شوی وای.
ډرويد وويل:
_دا ميرمن په ښکلا کې جوړه نه لري؛ که دې وليده، په يوه نظر به زړه ورباندې وبايلې؛ دا ستا په څير يوه ګنهګار انسان ته ماتله ده.
ورسکي پوه شو چې له خطر سره مخامخ دی، خو بيا يې هم زړه غټ ونيو.
ډرويد وويل:
_ته ماشوم وې، هغه وخت دې د مور په ګوته يوه ګرانبيه ګوتمۍ وه؛ دې ګوتمۍ درې قيمتي ډبرې درلودې. رښتيا نه وايم؟
د ورسکي د تندې ګونځې سره ورغلې:
_خو دا زموږ کورنی راز دی، ته له کومه پوهېږې؟
ډرويد وخندل:
_که اوس هغه ګوتمۍ د والدا په ګوته وي، نو دا باور کوې چې والدا به د معجزې تيږه تاته درسپاري؟
ورسکي چيغه کړه!
_خدايه! د دې سړي له چټياټو نور ستړی شوم.
ډرويد پر غولي پرته هواره تيږه وښويوله؛ لنډې زېنې وې؛ ورسکي د هغه په امر ورکښته شو؛ شېبه ورسته د ورسکي وحشتناکه چيغه پورته راوخته:
_رښتيا دي، ګوتمۍ د هغې په ګوته ده.
اوتو او ماکونو يو بل ته په وېره وکتل.
ورسکي په يوه اوږده دهلېز کې ولاړ و؛ يوې خواته يوه ښځه پرته وه؛ حرکت يې نه درلود؛ پر ګوته يې د ورسکي د مور ګوتمۍ ښکارېدله.
له پورته يې د ډرويد غږ واورېد:
_د هغې لاس په خپل لاس کې ونيسه؛ دا بايد پوه شي چې مينه ورسره لرې.
ورسکي په بيړه د پرتې ښځې لاس ور پورته کړ.
ډرويد وويل:
_د ښځې له مخه نقاب لرې کړه؛ مه ويرېږه! دا کار تر هغو قتلونو اسانه دی چې تا وکړل.
ورسکي لړزانده ګوتې ور نږدې کړې؛ د پرتې ښځې له مخه يې نقاب ليرې کړ؛ يو ناڅاپه شاته شو، پښې يې ولړزېدې او بې حرکته ودرېد.
ډرويد چيغه کړه!
_څه دې ولېدل؟
ورسکي د ليونيانو په څير په راوتليو رډو سترګو د پرتې ښځې څېرې ته کتل؛ پر تندې يې مړې خولې راماتې وې.
بوډا وخندل:
_وګوره، څيره دې څومره بدرنګه شوې ده؛ ښه ده، والدا ويده ده؛ د هغې پټې سترګې به نور رنځ هم درکړي.
ورسکي په زحمت خپلې سرېښ شوې شونډې پرانيستې، په ټيټ غږ يې وويل:
_ورونيک.
بوډا وويل:
_احمقه! بيړه دې وکړه؛ په تياره کې دې ان د ورونيک مخ ته هم ونه کتل؛ پوهېږې؟ د ورونيک پر ځای دې يوه بله مړه ښځه پر صليب راوځړوله.
ورسکي په بيړه پورته وکتل؛ بوډا د پخوا په څير کمزوری نه ښکارېده، نيغ ولاړ و او په څيره کې يې غوسه له ورايه مالومېدله.
ډرويد وويل:
ځان دې ډېر چالاکه ګاڼه؛ قتلونه دې وکړل؛ جزېره دې د مظلومو خلکو په وينو ولړله؛ له اوله لا پوهېدم چې يو ډارن انسان يې.
د توپانچو ګيټونه کش شول؛ ډرويد ور وکتل، اوتو او کونورا د وسلو ميلونه ورته نيولې وو.
ډرويد په ملنډو وويل:
_هيله کوم، ما مه وژنئ، له يوه کمزورې بوډا څه غواړئ.
ورسکې چيغه کړه!
_احمقانو، ولې ماتله ياست، ويې ولئ!
له توپانچو څخه يواځې تور لوګی راووت.
ورسکي خپله توپانچه پورته ونيوله، خو تشه وه.
ډرويد وخندل:
_دومره ساده نه يم، مرمۍ مې ايستلې دي.
ورسکي پر زينه پښه کېښوده. يو غږ يې واورېد:
_حرکت مه کوه!
ور ويې وکتل.
_ورونيک توپانچه ورته نيولې وه.
ورسکي په بيړه پورته وخوت؛ د بوډا تر څنګ تېر شو؛ له خپلو ملګرو سره يې يو ځای منډه واخيسه.
ډرويد پسې ناره کړه!
_ښاغلی ورسکي! د معجزې تيږه دې هېره شوه.