د معجزې تیږه

لیکوال: موریس لیلان

ژباړن: نصیر احمد احمدري

پولیسي ناول

——————————-

٧_ پياوړی حريف:

ورسکي د ډار سړی نه و، خو دې پېښو يې پر ذهن اغېزه کړې وه؛  نه پوهېده چې څه کوي او ولې له هغه ځايه راووت. په لاره کې يې څو ځله اوتو او کونورا ته وويل:

_ورونيک مړه ده؛ ما په خپلو لاسونو پر صليب راوځړوله.

دوی په بيړه روان ول، خو ورسکي ځای پر ځای ودرېد، ويې ويل:

_زړه مې چوي؛ بايد ډاډه شم چې هغه ورونيک وه که بل څوک؟

اوتو په خبره کې ور ولوېد:

_نو څه کوې؟

بېرته ورګرځو.

کونورا وويل:

_نه، هغه وسله لري.

ورسکي وويل:

_احمقه، تر اوسه نو هلته نه دې ماتله.

درې سره بېرته د سمڅو خواته ورغلل.

 اوتو وويل:

_وګورئ! هغه رڼاوې نشته.

لاندې کښته شول، ورسکي اورلګيت ولګاوه، پر ډبرېنو زينو ژېړه رڼا پرېووته؛ يو دم  د تيږې د ښويدو غږ راغی؛ ورسکي په بيړه  پورته وخوت؛ د بېرته تګ لاره د درنې تيږې په واسطه تړل شوې وه. ورسکي تيږې ته اوږه ورکړه، خو تيږه درنه وه.

د ورسکي څېره له غوسې تکه شنه شوه؛ بېرته ملګرو ته راغی، په غوسه يې وويل:

_په دام کې يې واچولو.

اوتو وويل:

_له ما سره بله توپانچه شته.

ورسکي په غوسه وويل:

_احمقه! ولې دې استفاده ترې ونه کړه!

د اوتو سر وځړېد:

_هغه وخت وارخطا شوم، هېره مې وه.

ورسکي توپانچه ور واخيسته، مرمۍ يې وکتلې، سمې وې. ويې ويل:

_له دې ځايه بايد د وتلو لاره پيدا کړو،که نه نو هډوکي به مو همدلته وراسته شي.

کونورا خپل غاښونه وچيچل:

_دواړه به په خپلو لاسونو ووژنم.

ورسکي وويل:

_خو  که له دې سمڅې ژوندي ووتو.

کونورا  وويل:

_ماته داسې ښکارې چې دوی هم تر اوسه همدلته دي.

_نو د سمڅې په خوله کې هغه تيږه  چا کېښوده؟

_ډاډه يم، نور و ملګرو به يې دا کار کړی وي.

کونورا له جيبه يوه تېره چاړه را وايسته،  پرته له دې چې د ورسکي نظر وپوښتي، په تياره  کې  ورک شو.

ورسکي او اوتو په خپل ځای پاتې شول؛ پاو ووت؛ د کونورا درک معلوم نه شو.  دوی دواړه هم پسې ورغلل. ورسکي  يو ځای نوک ونيو، ويې ويل:

_اورې! فکر کوم چې کونورا دی، بېرته زموږ خواته راځي.

غږ غلی شو؛ مخکې لاړل؛ په يوه کوټه کې تياره وه؛ دومره ښکارېدل چې يو څوک پړمخې پروت و.

اوتو چيغه کړه:

_کونورا خپل کار کړی دی؛ وګوره، د دې سړي په ټټر کې د کونورا چاړه ننوتې ده؛  لاستی يې برېښي؛ ډاډه يم؛دا د کونورا چاړه ده.

ورسکي وويل:

_احمقه! داسې نه ده.

ورغی  جسد يې پړمخې را واړاوه؛ هوتو چيغه کړه!

_کونورا! اه! کونورا  يې وژلی دی!

ورسکي خپله توپانچه له جېبه را  وايسته، ويې ويل:

_ډرويد  تر موږ ډېر چالاکه دی.

اوتو په حيرانۍ سره د کونورا جسد ته کتل…

ورسکي وويل:

_راځه!

دواړه اوږده سالون ته ورسېدل؛ لاندې کښته شول؛ د ورسکي زړه ولړزېد؛ ښځه پرخپل ځای پرته وه. ورسکي ور ټيټ شو؛ سترګې يې رډې راوختې؛ د ښځې مړې ګوتې د کونورا تر چاړې راتاوې وې. ورسکې په دقت ښځې ته وکتل؛ د لاسونو په بندونو کې يې د پړې سرې نښې پاتې وې.

ورسکي وويل:

_دا هماغه ښځه ده چې موږ  په تياره کې د ورونيک ګومان ورباندې کړی و او د هغې پر ځای مو  پر صليب را ځړولې وه.

ورسکي يوناڅا د ښځې له ګوتو  چاړه ور واخيسته او د هغې ستونی يې ور پرې کړ؛په غوسه يې وويل:

_اوس نو سمه مړه شه.

مخامخ يو سيوری راغی، ورسره يې يو ورو غږ واورېد:

_زه دې وپيژندلم؟

ورسکي مخامخ توپانچه ونيوله؛ په تياره کې د توپانچې له خولې سره رڼا ووته، يو چا وخندل:

_ورسکي، ته هغه څوک يې چې په دوکه پسې دوکه خورې؛ ته هغه څوک وژنې چې مخکې دې وژلای و.

ورسکي اورلګېت ولګاوه؛ يوه ولاړ ځوان دېوال ته اوږه لګولې وه؛ ځوان متوسطه ونه درلوده، وېښته يې ژيړ او څېره يې سره ښکارېدله.

ځوان وويل:

_نوم مې ارسن لوپن دی او د اسپانيول اوسيدونکی يم.

ورسکي په حيرانۍ سره ځوان ته کتل….

ځوان وويل:

_زه د کنت هرژمون  د کورنۍ د ساتلو له پاره دلته راغلې يم؛ تا پيژنم؛ هغه کسان  دې ووژل چې ډېر دې يې نه پېژندل.  بې مانا قتلونو ستا زړه سخت کړی دی، خو تر اوسه لا په دې نه پوهېږې چې ورونيک مړه ده که ژوندۍ!

ته ان دومره بې رحمه يې چې د مقتول څېرې ته هم نه ګورې؛ تا  دوې ښځې درلودې؛ يوه د راينولډ مور او بله هم د فرانسوا مور.  دوې ورځې مخکې دې په  تياره  کې خپله لومړنی ميرمن ووېشته.

د ورسکي زړه ولړزېد.

ارسن لوپن په کونج کې له پراته جسد څخه څادر ليرې کړ، ويې ويل:

_باور نه  کوې؟

_ورسکي خپلې سترګې پټې کړې.

ارسن لوپن وويل:

 _تاته مې نقشه وايسته او ته مې په خپله لومه کې راګير کړې.

ورسکي چيغه کړه!

_ له ما څه غواړې؟

ارسن لوپن وخندل:

_هيڅ،  يواځې د کنټ هرژمون له کورنۍ څخه ساتنه کوم.

ورسکي وويل:

_راځه! د معجزې تيږه به په ګډه پيدا کړو، نيمايي شتمنې يې ستا!

اوتو ته غوسه ورغله، خو څه يې ونه ويل.

ارسن لوپن وخندل:

_خو لومړی بايد په دې پوه شم چې فرانسوا  چېرته دی؟

ورسکي غلی و.

ارسن لوپن دوهم  ځل پوښتنه تکرار کړه!

_فرانسوا چېرته دی؟

د ورسکي په زړه کې تمه پيدا شوه؛ فرانسوا يو چاته ارزښت درلود او ده له دې موقع ډېره استفاده کولای شوای. خو بيا يې هم وويل:

_فرانسوا د تورې وهنې په مسابقه کې ووژل شو.

لوپن وخندل:

_زه دومره احمق نه يم، پوهېږم چې هغه ژوندی دی.

ورسکي نه غوښتل چې په دومره اسانۍ دا چانس له لاسه ورکړي، ځکه غلی و.

لوپن شپېلکی وواهه! له نږدې کوټې څلور وسلوال او يو په عمر پوخ سړی راغلل. په عمر پوخ سړی ګوډ ګوډ ته، يوه پښه يې له لرګي جوړه وه.

ارسن لوپن ورسکي ته وکتل ويې ويل:

_دی زما نږدې ملګری پاتريس  بلوال دی.

غلی شو، پاتريس بلوال ته يې مخ ور واړاوه:

_ښاغليه! د فرانسوا درک مو پيدا نه کړ؟

منفي ځواب يې واورېد.

ارسن لوپن وويل:

_نور پوځيان په بېړۍ کې دي؟

هو.

ارسن لوپن سر تېرو ته وکتل:

_ورسکي او د هغه ملګری ګراشن ته بوځئ، هلته يې وساتئ.

اوتو او او ورسکي تر مټو ونيول شول.

له سالونه بهر يوه زېنه ولاړه وه، خو ارسن لوپن تر څو سمڅو تېر شو او د ځکمې سر ته راوخوت. ډله د باغ خواته لاړه او هغې ونې ته ورسېدل چې ورسکي د ورونيک پر ځای د خپلې پخوانۍ ميرمنې مړی پرې راځړولی و.

ارسن لوپن يو ځای ودرېد، ورسکي ته يې وکتل،  ويې ويل :

_ستړی شوې؟

د ورسکې سترګې سرې وې.

ارسن لوپن وويل:

_دې ونې ته وګوره! کله چې تېره شپه تاسو د خپل جنايت په اړه غږېدی اومړي مو شمېرل، ما له موقع استفاده وکړه او ورونيک مې له دې ځايه وتښتوله. هلته وګوره! هغه څوک چې پر سړک را روان دی، پيژنې؟ دا سړی هم ستا د قربانيانو له ډلې څخه يو دی. دا سړی دې لومړی د مرګ په خونه کې بندې کړ؛ بيا دې خپل زوی راينولډ ته امر وکړ چې سيند ته يې واچوي؛ دا کس د فرانسوا ښوونکی استفان ماروکس دی، خدای ژوندی وساته.

ماروکس را ورسېد؛ ورسکي ته يې په ژامه دروند سوک ورکړ، لوپن وويل:

_مه! اوس  يې وخت نه دی؛ ورسکي به خپله سزا وويني.

ورسکي په کرکه استفان ماروکس ته کتل؛ دی د ورونيک او د دې سړي له مينې څخه خبر و.

ارسن لوپن  ورسکي ته ور نږدې شو، ويې خندل:

_د ښاغلي استفان ماروکس په ژوندي پاتې کېدو حيران يې! په دې ورځو کې مړي هم ژوندي کېږي.

ارسن لوپن ماروکس ته وکتل:

_فرانسوا مو پيدا نه کړ.

_نه

_په کوم ځای مو شک هم رانه غی، سمڅه، غار يا بل څه؟

د استفان  ځواب منفي و.

ارسن لوپن بېرته ورسکي ته ور نږدې شو، په غوسه يې وويل:

_د فرانسو ا د ځای د ښودلو په مقابل کې څه غواړې؟

ورسکي ځمکې ته کتل…

ارسن لوپن له جېبه يو کارت را وايست، د ورسکي سترګو ته يې ونيو، ويې ويل:

_دا سړی د فرانسوا بيه پرې کوي، ووايه، څومره پيسې غواړې؟

ورسکي په حيرانۍ وويل:

_دا خو د فرانسې د ولسمشر موسيووالانګای کارت دی، هغه ولې له دې قضيې سره دلچسپي ښيي؟

ارسن لوپن وخندل، له جېبه يې يو بل سور رنګه کاغذ  را وايست، ويې ويل:

_وخت مه ضايع کوه، دا کاغذ ولوله.

ورسکي په لړزانده ګوتو کاغذ ور واخيست، ليکلي و:

د فرانسې د دولت نږدې ملګری پاتريس بلوال او ارسن لوپن د ورسکي د نيولو ماموريت لري.

د ورسکې خوله وازه پاتې وه.

ارسن لوپن لاس ور وغزاوه، کاغذ يې ورنه واخيست؛ څيرې يې کړ او ټوټې يې باد ور سره يووړې؛ ويې ويل:

 _زه په هيڅ دولت پورې نه يم تړلی؛ دا کاغذ مې ځکه در ښکاره کړ، چې ستا نيول  څومره مهمه دې؛ نو زما خبره ومنه! له دې ځايه نه شې تښتېدلی؛ د فرانسوا د خوشې کېدو په مقابل کې څه غواړې؟

_فرانسوا مړ دی.

_دروغ وايې!.

ورسکي غلی شو، يودم يې وويل:

_د معجزې تيږه !

_امکان نه لري، زه به فرانسوا په خپله پيدا کړم.

ورسکي وخندل:

 _که يې پيدا هم کړی، نو يواځې به يې بې  روحه جسد په لاس درشي.

_ولې؟

فرانسوا له پرون راهيسي نه اوبه څښلې او نه يې هم څه خوړلي دي؛ که زما شرط ونه منی؛ هلکی به له تندې مړ شي.

ورسکي وروستی جمله په ډېره بې رحمي سره ادا کړه.

ارسن لوپن وويل:

_ته خپل زوی په خپل لاس نه شې وژلای.

د ورسکي له خولې وحشيانه خندا راووته:

_نه، ماته يې مرګ ډېر اسانه دی، فرانسوا به هم د نورو په څېر مړ  شي.

استفان سوک جوړ کړ، خو ارسن لوپن د هغه مخې ته ودرېد.

ارسن لوپن د يوه سر تېرې له ملا پړی ور خلاص کړ؛ ورسکي يې د صليب په بڼه  په ونه پورې کلک وتاړه؛ د ورسکي پښې له ځمکې يوه لوېشت پورته وې.

ارسن لوپن وويل:

_اوس به پوه شې چې دا ډول مرګ څومره دردونکی دی.

پړي د ورسکي پر مټو ، غاړه او پښو  فشار راوړی و، خو ورسکي ځان  داسې وښود چې تسليمدونکی نه دی؛ سترګې يې اسمان ته ور واړولې،  شونډې يې وخوځېدې، داسې لکه وروستۍ دعا چې کوي.

ارسن لوپن ور مخته شو؛ د ورسکي ټټر ته يې سوک ورکړ ؛ ويې ويل:

_اې قاتله! يوه زوی دې بل زوی په توره وواهه، خو پوهېږم چې فرانسوا لا تر اوسه ژوندی دی؛  که مرسته ورسره ونه شي، ټپ او لوږه به يې ووژنې.   ووايه! فرانسوا دې چېرته پټ کړی دی؟

پاتريس  بلوان  وويل:

_ورسکي به اقرار ونه کړي.

ارسن لوپن په خپلو  ژېړو وېښتو کې ګوتې تېرې کړې؛  لاندينۍ شونډه يې په غاښونو کې ټينګه کړه، ويې ويل:

_نه، د پړي درد تر يوه ساعته ډېر نه شي زغملای؛  په خپله به هر څه ووايي.

لوپن ورسکي ته ورنږدې شو، چيغه يې کړه:

_که د فرانسوا ځای راوښيي په خپل شرافت قسم خورم، ازاد يې!

د ورسکي غاښونه له ډېره درده سره وجنګېدل، په زحمت يې وويل:

_هغه بايد مړ شي.

پاڼې وخوځېدې ؛  سرتېرو د خپلو ټوپکو خولې ونو ته ور واړولې ؛  له ګڼو پاڼو يو کوچينی سپی راووت. استفان په خوشالی وويل:

_دا د فرانسوا سپی دی.

سپی د ارسن لوپن خواته ورغی؛  لکۍ يې ووهله؛  لوپن سپی ور واخيست ؛  هغه يې ټينګ په غېږ کې ونيو.

استفان په حيرانۍ وويل:

_دا سپی تا څنګه پېژني؟

ارسن لوپن وخندل:

_د فرانسوا د موندلو له پاره بايد په ځينو حقايقو وپوهېږئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *