ډاکټر جمیل حا مد –
په ټوله نړۍ او په ځانګړی توګه زموږ ډیری هیوادوال د معدې له ناروغیو څخه ځوریږي چې په عامه اصطلاح یې د زړه سوځیدا بولي، دا ناروغي په ټولو عمرونو کې منځته راتلئ شی خو زموږ په هیواد کی یی ډیری پیښۍ له څوارلس کلنی وروسته لیدل شویدی ، د روغتیایی علومو له نظره هغه مهال چی د معدی اویا اثنا عشر پوښونکی یا مخا طی غشا زخم شی د معدی او اثنا عشر د زخم پنوم یا دیږی .
په معده کی دا زخمونه له ۹۰٪ زیات د معدی په کوچنئ انحنا کی منځته راځی پداسی حال کی چی ۹۰-۹۵٪ دا زخمونه د اثنا عشر په لومړۍ برخه کی جوړیږی .
ددی ناروغی لاملونه په لاندی ډول دي !
Helicobacter pylori۱:
دا مکروب یو ګرام منفی راډدی چی د معدی او اثنا عشر د زخمونو ترټول مهم لامل جوړوی چی نیږدی ۷۰٪ د معدی او ۹۰٪ د اثنا عشر د زخمونو لامل ګرځی .
NSAIDS۲:
اسپرین او نور غیری سټیرایډی د درد ضد درمل لکه ډای کلوفینک ، پایروکسیکم ، بروفین ، نیمی سولایډ او ایزارو پا زون او ددی ګروپ نور درمل نیږدی ۳۰٪ د معدی زخمونه ا و همدارنګه په اثنا عشر کی واړه واړه زخمونه جوړوی ځکه دا درمل د معدی او اثنا عشر مخا طی یا پوښونکی برخه تخریبوی چی همدارنګه په وړو او غټوکولموکی زخمونه او کله کله د کولمو سوری کیدل منځته را تلئ شی .
باید یا دونه وکړم چی ددی درملو کارونه په هغو کسا نو کی چی عمرونه یی له ۶۰ کلونو لوړ ، د معدی د زخمونو پخوانئ تا ریخچه ولری ، په لوړ مقدار وکارول شی اویا د ددی درملو پخوانۍ اړخیزی اغیزی پکی لیدل شوی وی په معده او اثنا عشرکی په لوړه کچه دزخمونو د جوړیدو لامل ګرځید ای شی .
Heredity ۳: ارثیت یا
ارثیت یا کورنئ تاریخچه ددی ناروغی په منځته را تلو کی مهمه ونډه لری ځکه ځینی خلک په ارثی ډول د معدی تیزاب ډیر افرازوی ، خو څیړنو دا ښودلی ده هغه کسان چی د صفر یا اوو ګروپ لرونکی وی دی ناروغی ته ښه نوما ند بلل کیدای شی ځکه دا کسان دوینی انټی جن په لاړو او معدوی عصاره کی نشی افرازولئ .
۴: د سګرټو څکول یا
د سګرټو څکول له یوی خوا د معدی د تیزابو د ډیر افرازا وله بلی خوا د معدی د مخا طی غشا د مقا ومت د کمیدو لا مل ګرځی او هم د درملنی پا یله ځنډوی .
۵: یو شمیر نوری ناروغئ او لاملونه
د بیلګی پتوګه هغه نا روغان چی له COPD(د سږو یوه ناروغی ده) ، کورپلمونل یا د زړه ا وسږو یوه ناروغی ، Liver Cirrhosis یاد ینی ناروغی او یا د پښتورګو په عدم کفا یه اخته وی د معدی د زخم په ناروغی ډیر اخته کیدای شی . همدارنګه د سټیرایډی درملو لکه پریډ نیزولون ، ډیکسا میتا زون او ددی ګروپ د نورو درملو په لوړه کچه کارونه ، د الکولو خوړل ، سوځیدنه یا سوختګی او روحی فشارونه هم ددی ناروغی لامل کیدای شی .
Pathogenesis یا د ناروغی د منځته را تلو څرنګوالئ
نه غواړم پدی برخه کی ډیر تخصصی معلومات وړاندی کړم ځکه عام لوستونکی او یا لیدونکی زړه تنګی کوی یوا ځنی مهم میکا نیزم یی دادی چی د پورتنیو یا دو شویو لاملونو له کبله د معدوی تیزابو ا وپیپسین ( چی یو ډول انزایم دئ ) ډیر افراز د معدی د سا تونکی پوښ د تخریب سبب کیږی چی پا یله یی د معدی او اثنا عشر یا د وړو کولمو د لومړی برخی د زخمونو لا مل کیږی ځکه ویل کیږی چی د تیزابو نه شتون د زخم نه شتون .
د دې ناروغۍ مهمې نښې نښانې په لاندی ډول دي:
درد : درد چی ددی نا روغی ډیره ارزښتمنه نښه ده د سینی د هډوکی لاندی په منځنی برخه کی شتون لری او عموماْ به د همدی نا حیی د سوځیدو له احسا س سر ه مل وی با ید ووایو چی درد به په یوه نقطه کی وی چی نا روغ به د یوی ګوتی پواسطه دا نقطه ښیی خو کله کله کیدای شی درد شا ته ددوو اوږو تر منځ حس شی ، پا تی دی نه وی چی د معدی په زخمونو کی به درد له ډوډی خوړلو څخه ۱۵-۳۰ دقیقی ا ود ا ثنا عشر په زخمونو کی به ۲-۳ سا عته وروسته پیلیږی او ډیری وخت به ناروغ د شپی لخوا ځوروی .
هغه نا روغان چی معده یی زخم ولری له ډوډی خوړلو څخه به ویره لری ځکه له ډوډی خوړلو سر ه به یی درد زیا تیږی او عموماْ به یی وزن کم وی خو د اثنا عشر په زخمونو کی به ددی بر عکس د ډودی خوړلو سره درد آ رامیږی نو ځکه دا نارغا ن غواړی زیا ته ډوډی وخوری چی له همدی کبله ددی نا روغانو وزن زیا تیږی .
درد به معمولاْ د سګرټ څکولو ، الکولو خوړلو او چای یا قهوی له خوراک سره زیا ت اود شیدو، انتی اسید درملو له خوړلو او د کا نګو په کولو به ارامیږی ، همدارنګه د معدی په زخمونو کی به دردونه له ۲-۳ میا شتی او د اثنا عشر په زخمونو کی به ۴-۶ میا شتی دوام کوی .
کانګی او یا زړه بد وا لئ : عموماْ دا زړه بد والی د غوړینو او وریت شویو خوړو له خوړولو وروسته اویا د سهار مها ل زیا ت وی خو د معدی په زخمونو کی به د کانګو له کولو وروسته درد آرام خو د اثنا عشر په زخمونو کی د کا نګو کول په درد کوم اغیز نلری .
نوری نښی نښا نی : کید ای شی دا ناروغان وینه لرونکی کا نګی او یا په سینه کی د سوځیدنی احسا س اویا کیدای شی له خوړو وروسته د کولمو تا وپیچ او لږ لږ دردونه اویا به پخپله ګیډه کی نا رامی حس کړی او ځینی نا روغان کیدای شی وینه لږی یا کمخونی ولری همدارنګه زما د کلینیکی تجربی له مخی نیږدی ۶۰٪ دا نا روغان د پښو د تلو سوځیدنه ، سر دردی ، غوسه ، په سترګو کی د وچوالی احساس ، دسها رلخوا په خوله کی د تروو اوبو ټولیدنه ا و دخولی له بد بو یی څخه شکا یت کوی .
که د دې نا روغۍ درملنه ونشی نولاندی ستونزې به منځته راشي:
که د انا روغی ونه درملل شی نو کیدای شی معدوی خونریزی ، د معدی ا و اثنا عشر سوری کیدل ، دمعدی د سرطان د ینی پا نقراص صفراوی قنا ت ، دغټوکولمو زخمونه او د معدی د وتونکی دروازی د تنګید و لامل شی .
ددی نا روغی پرتلیزه پیژندنه: د دی نا روغی دلا ښه تشخیص په موخه ډاکټران با ید ځینی نوری نا روغۍ لکه د معد ی او اثنا عشرنوری نا روغۍ ، د تریخی ناروغۍ ، د حاد پا نکرا ټا ټیس ، د تریخی له تیږو ، د سری غاړی یا ایزو فیګس د سوری کیدو ، دزړه ناروغی لکه ما یو کارډ یل انفارکشن او د Rupture of Abdominal Aortic Aneurysm چی ډیری وخت له تشخیصه پټ پا تی کیږی او تر ټولو مرګونی نا روغي ده باید په پام کی ونیول شی .
د دې نا روغۍ پیژندنه
که د قیقه تاریخچه اوکلینکی نښی نښا نی په پا م کی ونیول شی نو دیو ه ډ اکټر لپا ره به ددی ناروغیو پیژندنه ستونز منه نه وی خو بیا هم د لا ښی پیژند نی لپاره کولای شو د اند وسکوپی له معا ینی څخه کا ر واخلو په ځا نګړی ډول د معدی په زخمونو کی ، ځکه پدی حا لت کی د سرطا نی کید و چا نس ډیر وی چی کولای شو ددی موخی لپاره د اندوسکوپی د معا ینی په مټ د معدی د زخمونو له سطحی نمونه وا خلو او تر پتا لوجیکو څیړنو لاندی یی ونیسو ، همدارنګه د وینی معا ینه د ا یچ پایلوری ا نتان د پیژندنی په موخه ګټوره ګڼل کیدای شی .
درملنه :د درملو کارونه ددی نا روغی په لمنځه وړلو کی ډیری ښی پا یلی لری او کولای شی چی د څوورځو په موده کی درد ا وسوځیدنه ارامه کړی ، اړینه بولم چی پدی ناروغی د اغیزمنو درملو نومونه واخلم لکه فیمو ټیډین ، رینیټیډین ، سمیټیډ ین ، ا ومپرازول ، ایس ا ومپرازول ، لینسوپرازول ، ا ینټی اسید ، میتو کلو پراما یډ ، ډ ومپریدون ، اود ا نتان د شتون په صورت کی ازیترومایسین ، کلیرو ترومایسین ، ا موکسی سیلین ، میټرونیډازول اویا ټیټرا سایکلین .
د یا دونی وړده چی د معدی او اثنا عشر د مخا طی غشا د سا تنی لپا ره له سکرل فیټ ، د بیسموت مشتقات او د پروسټا ګلینډ ین انا لوګ لکه میزو پروسټول څخه کار ا خیستل کیدای شی خو یو ټکئ دی په پا م کی ونیول شی هغه دا چی د درملو انتخاب ، د درملنی نیټه ا و وړ کاریدونکئ مقدار یوا ځی دډا کټر لخوا ټا کل کیدای شی او له خپلسرو درملنو څخه دی په جدی توګه ځا ن وسا تل شی .
په هغه صورت کی چی ا ختلا طات لکه د کولمو سوری کیدل ، خونریزی او د معدی د وتونکی دروازی د تنګیدو لامل شی د جرا حی په مټ ځینی عملیی لکه بیلروت ټا یپ۱، بیلروټ ټایپ۲ او ویګوټومی اجرا کیدا ی شی .
دا ناروغان باید لاندی ټکی په پام کی ونیسي
د اسپرین او نورو غیری سټیرا یډی درملو نه کارونه ، څګرټ نه څکول ، د الکولو نه خوړل ، منظم سپورت کول ، د ذهنی فشارونو څخه مخنیوی ، د غوړو او وریتو خوړو لږ ه کارونه ، د قهوی او چای لږ کارول ، کا فی خوب کول ، لږه او منا سبه ډوډی خوړل په ځانګړی توګه د شپی لخوا ، د وریژو مرچکو، توندو خوړو لکه اچار چکنی او داسی نورو څخه ډ ډه کول هم د مخنیوی او هم ددرملنی لپاره ګټور دي .