ژ محمداکبر حقمل معینزی

د معدې درد له خپل درد سره د بدن په نورو غړو کې هم درد رامنځته کولای شي. ډېری داسې ناروغان لیدل شوي، چې ناروغي یا درد یې د بدن په نورو غړو کې محسوسېږي او اصلي لامل یې د معدې ناروغي وي. د معدې د درد د مخنوي په موخه له لاندې لارښونو څخه ګټه واخلئ: لومړی: نانا چې ځینې وګړي ورته نعنا وايي وخورئ، خو فکر مو وي، چې له کچې زیات خوړل یې بیا کولای شي د معدې درد لا زیات کړي، یعنې په کچه یې خوړل ګټور دي. دویم: بادیان، چې ځينې وګړي ورته رازیانه وايي وخورئ؛ ځکه کولای شي د معدې ځوښ مو له منځه یوسي او د معدې د درد احساس ونه کړئ. دریم: په چای کې دارچین واچوئ او ویې څښئ؛ ځکه دارچین هم کولای شي په اړونده برخه کې تر ټولو غوره ګټې ولري. څلورم: زنجبیل یا سونډی کولای شي د معدې د درد مخه ونیسي او معده مو ځوښ ونه کړي؛ ځکه زنجبیل یا سونډي معده پیاوړې او قوي کوي، چې بیا د ډېرو څيزونو پرې زور نه رسېږي. پنځم: له اناناس څخه، چې ځینې وګړي ورته انه ناس وايي ګټه واخلئ؛ ځکه دا هم کولای شي د معدې د درد مخنیوی وکړي. شپږم: د کیوي پوست یا پوټکی وخورئ؛ ځکه دا هم کولای شي په اړونده برخه تر ټولو ګټورې پایلې ولري. اووم: له لېمو سره بوره یوځای کړئ او ویې څښئ؛ له لېمو سره د بورې یوځای والی کولای شي په ريښتینې ډول مو په ډېر لږ وخت کې د معدې له درد څخه وژغوري. اتم: ګرمې اوبه مه څښئ؛ کله مو، چې ګرمې اوبه وڅښې او یا که ځینې وخت مو یې په څښلو د سوځېدو احساس وکړ، نو پوه شئ، چې معده مو پرې زیانمنه کړه او دې برخې ته پام کولو اړین وبولئ. نهم: سوځېدلې ډوډۍ مه خورئ؛ ځکه سوځېدلې ډوډي هم کولای شي معده مو په درد کړي. محمداکبر حقمل معیزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *