تاند- ګوګل له معلولو او هېرجنو سره د مرستې لپاره یو نوی اپلیکېشن راویست.

دا اپلیکېشن، چې وایس اکسیس نومېږي، په ږغ د اندروید ټبلېټونه او موبایلونه کنټرولوي.

د وایس اکسیس (Voice Access) ازمېښتي ورژن، چې اوس یوازې په اندروید سیستم لرونکو الیکترونیکي وسیلو کې کار کوي، څو کاله پخوا راوتلی و، خو په دې پروګرام کې د اساسي تغییراتو له راوړلو وروسته ټول ورڅخه کار اخیستلی شي.

که څه هم تر دې پخوا ځینو اندرویدي ټبلېټونو او موبایلونو په ږغ کار کاوه یعني بې له دې چې کومه تڼۍ ټینګه کړئ ستاسو په ږغ کار کوي.

وایس اکسیس له ټولو اندرویدي پروګرامونو سره جوړ راځي او د خبرو او متن د اصلاح لپاره د ګوکل اسیستنت په پروګرام ورڅخه کار اخیستل کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *