تاند- په نورو هیوادونو، په تېره بیا لوېدیځو هیوادونو کې معلولان د ټولنې تر بلې هر پرګتې زیات قدر لري. په هر پارکینګ او هر ځای کې لومړیتوب دوی ته ورکول کېږي.
ممکن په یوه پارکینګ کې د سلو موټرو ځایونه د معلولانو لپاره خالي پاتې وي خو څوک پکې موټر نه دروي او که یې ودروي جریمه کېږي.
خو بیا هم یو نیم پیدا کېږي چې د قانون له سرغړونې خوند اخلي؛ لکه دا یو.
د ده په ټول موټر د معلولانو نښې سریښ کړای شوي او له بلې خوا خلک ورپورې خاندي.
فکر کوئ چې که دا جزا یې په یاد وي، بیا دې داسې کار وکړي؟