د موجوده بشري پانګې د ساتلو او پاللو لپاره ټوله تکیه په اقتصاد نه کېږي، بلکې معنویات هم یو بل مهم اړخ دی چې یا خو ورته پام نه کېږي او یا لاسي همدا حالت غځول کېږي.

غوښتونکي اړخونه یې ډېر دي، خو دې فکتور ته د اوسني دولت کمه توجه د یوې لویې او پرې تکیه کېدونکې کتلې راتلونکی ګواښي.

د ننیو ماشومانو د معنوياتو روزنه یوازې په یو څو سرکسونو نه خلاصه کېږي او نه هم دا یوازې د دولتي ارګانونو وظیفه ده، بلکې په ټولنه کې د ځینو عادتونو او اصولو عامول به دا کتله له سبانۍ تباهۍ ژغوري.

د ماشومانو د معنویاتو د تباهۍ ننی منظر به موږ ته ډېر ساده ښکاري، خو د سبا ورځې له یوې لویې غمیزې به یې خبر نه یاست.

دا موضوع د افغانستان د ستونزو جرړه جوړوي، ځکه اوسني (منفي) حالات په شعوري او غیر شعوري ډول د افغانستان د راتلونکي قشر په اوږو بارېږي او همداسې بل نسل ته لېږدول کېږي. د مخنیوي لپاره یې ځینې اصول په ټولنه کې عامول په کار دي، چې له موږ هېڅ اقتصادي مصرف نه غواړي، یوازې لږه توجه.

دلته یوه بېلګه له تاسو سره شریکوم: په افغانستان کې د یوناما د پخواني استازي کای ایډې په کتاب (په افغانستان کې د واک پرسر شخړه) کې مې لوستي: ((د هر ماشوم لپاره خپل پلار اتل وي او کله هم چې څوک د اولادونو په مخ کې د پلار بې عزتي وکړي، نو د غچ اخستو تنده یې تر مرګه هم نه سړېږي.))
نوموړی د یو فلسطیني پلار دغه خبره د یوې بېلګې په توګه د افغانستان له حالاتو سره مقایسه کوي، چې هره ورځ بهرني ځواکونه، طالبان او دولتي زورواکي د کورنۍ د غړو او ماشومانو په مخ کې د هغوی د پلرونو بې عزتي کوي او بیا په افغانستان کې د عدالت د پلي کېدو تمه هم کوي.
د هغو پلرونو نني ماشومان به سبا ورځ د مخالفو وسله والو یوه لویه کتله وي، چې نن یې زورواکي په یوه او بل نوم پلرونه ډبوي، زنداني کوي او یا یې وژني!!

دیني اړخ یې پر خپل ځای، خو د ارواپوهنې اړخ ته یې ځکه پام په کار دی چې د افغانستان د غمیزې ریښه ورپورې تړلې، د جګړې اصل جوړوي او د افغانستان په روښانه راتلونکي سره کرښه را کاږي.

ددې ټولنې د راتلونکې بشري قوې د معنویاتو پاللو لپاره دا یو طبیعي او ناڅاپي تصدام نشي بلل کېدای، چې بهرني ځواکونه ولې د کورونو د تالاشۍ پر مهال داسې کوي، طالب ولې د کورنۍ د غړو په مخ کې په متهم لاس پورته کوي او دولتي زورواکي ولې په رڼا ورځ د ماشومانو په مخ کې د هغوی اتل (پلار) رټي؟

په غیر شعوري ډول دا ماموریت دوام نشي پیدا کولی، خو شعوري غځول او تداوم یې د څه لپاره؟

ددې لپاره چې دلته ګډوډي، نا امني، فقر، ذهني ملامتیا او د جګړې ریښه د یو بل نسل په مغزو کې همداسې حکاکي وي او دا پروژه په ډېر کم مصرف تلپاتې واوسي. د ټولنې د یو فرد په توګه موږ ته څه په کار دي؟

په ایرن کې د معنویاتو د روزنې او عامونې د یوه سایټ لنډه کیسه ګۍ درسره شریکوم او تر هغو وروسته به د خپلو خلکو برخورد ورسره مقایسه کړو.

ـ ماشوم بانک ته په موټي کې زړې پیسې یوړې او له تحویلونکي یې غوښتنه وکړه چې دا پیسې ورته تحویل کړي.

ـ بانکدار ځواب ورکړ: زویه اوس، خو کاري وخت خلاص دی او نشم کولای، سبا سهار وخته راشه، اول به ستا کار وکړم.

ـ ماشوم په تاکید عذر کوي، لطفاً، همدا اوس یې تحویل کړه!

ماشوم په ژړا شو، بانکدار ته یې په اعتراضیه انداز وویل: اوس به درسره ګورم، زه درپسې پلار راولم!!

ماشوم د شلېدلو جامو، سپین ږیری او لکړه په لاس خیرن سړی لاس نیولی بانک ته داخل کړ.

بانکدار د بابا د احترام په خاطر پورته شو او د ماشوم له لاسه یې پیسې واخستې او پخپل دخل کې کېښودې؟

زوی یې په مغرورانه انداز وویل: ودې لیدل، زما د پلار زور ته دې ولیدل. … په خوښۍ په منډه له پلاره مخکې له بانکه ووت.

بابا بېرته بانکدار ته راوګرځېد، پیسې یې ترې واخستې او مننه یې وکړه چې د زوی په مخ کې یې هغه یو (اتل) معرفي کړ.

زموږ د کلي سپین ږیری پلار تر هر چا ډېر حقیر وي او د حقارت دا اغزي هم ورته تر هر چا زیات ځوانانو کرلي وي.

د اسلامیت ادعا یوې خوا، د پښتونیت او مشرۍ اصول به هم دا ایجاب کړي چې د یو ماشوم اتل ته سپکاوی وکړه، په شپه کې یې له کوره وباسه، په رڼا ورځ یې ورټه او په یوه او بل نوم یې په مرۍ تار راکاږه؟

ټوله ملامتیا به په کپېټلسټانو نه غورځو، چې د ټولنې جوړښت او بنسټ ته له اقتصادي اړخه ګوري، خو ځینې خبرې شته چې په ما او تا د یو ښه مالداره کېدو، یوه ایډیال کېدو او یو ښه مشر کېدو لپاره اخلاق، ښه برخورد او د ټولنې اتلانو ته درناوی لازمي کوي.

د مال، حال او اخلاقو کنجوس یوازې ځان نه تباه کوي، بلکې ددې ټولنې روښانه راتلونکي ځپي چې له محدودې د اېستو لپاره یې له همدې ننه کار په کار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *