تاند- په اروپايي هیوادونو او امریکا کې د تېلو د سوځولو پر ځای په برېښنا یا بېټرۍ د چلېدونکو موټرو د شمېر له زیاتېدو سره په یو وخت په امریکا کې د معیوبانو لپاره ځانګړي برېښنايي (برقي) موټر راووتل.

دا کوچني برقي موټر د دې لپاره جوړ شوي څو د هغو معیوبانو ستونزې لږې شي چې له څرخڅوکۍ څخه کار اخلي.

دا موټر، چې (Kenguru) کینګورو نومېږي، تر عادي موټرونو ټیټ او لنډ دي. ۷ فوټه (۲۱۳ سانتي متر) اوږدوالی او ۵ فوټه (۱۵۲ سانتي متر) لوړوالی لري.

کینګورو موټر سیټ یا چوکۍ نه لري، چلوونکی یې خپله څرخچوکۍ په خورا اسانۍ ورننه باسي، د شا دروازه بندوي او له څرخڅوکۍ (د معیوبانو ځانګړې چوکۍ) څخه د سیټ په توګه کار اخلي.

دا موټر، چې د ښارونو، یا په محدوده سیمه کې د چلولو لپاره جوړ شوي، په ساعت کې ۲۵ مایله (څه باندې ۴۰ کیلومتره) سرعت لري.

د دې موټر بیه حاضردمه ۲۵ زره ډالره ده، خو د دې لپاره چې تېل نه سوځوي او چاپېریال ته زیان نه رسوي او همداراز د معیوبانو لپاره ځیني امتیازونه منل شوي، بیه یې تر دې خورا ټیټېږي.

One thought on “د معیوبانو لپاره ځانګړي برېښنايي موټر اووتل”
  1. شه معلومات دی
    د افغانستان د ملولینو دترمینالوجی په بنیادد معیوب لغت له منڅه وړی او په ځایی د معلول کلمه راغلی هیله ده چه په نظر کی ونیول شی

    په درناوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *