هلال – خوست

په افغانستان کې د اوسني نظام په جریان کې د بنسټیز سمون لپاره قوي هڅې روانې دي خو دا چې دا قوي هڅې ژر نتیجه نه ورکوي او پایله یې ژر نه ښکاره کیږي، مغرضان ترې د خپل ځان په ګټه استفاده کوي. سره ددې چې دوی یې پر وړاندې په شته چېلنجونو او ننګونو خبر دي بیا یې هم ځانونه کاڼه، ړانده اوګونګي اچولي او خپله ګټه اخلي.

د یوه هېواد د ستونزو د هواري لپاره اساسي حل لاره اقتصاد دی، که چېرې دا مو تر خپل کنترول لاندې نه وي او د نورو په مرسته د خپلې بېړۍ حرکت ته ګورو ناممکنه ده چې په زرو کالونو کې هم خودکفا شو او د خپل هېواد رښتیني خپلواکي ولرو.

د همدې اساسي برخې د جوړونې او په پښو درونې لپاره چټکې هڅې روانې دي، وروستۍ بېلګه یې د پروان جبل السراج د سیمنټو فابریکې د کار پیل دی چې له شاوخوا شلو کالونو وروسته کیږي.

د بندونو جوړولو هڅې ګړندۍ روانې دي، د هېواد ګوټ ګوټ ته د برېښنا رسونې چارې تېزې پرمخ ځي او……..

د همدې نظام په دننه کې بیا د هغو ادارو چې ښو پلانونو یې مؤثر اغېز کړی او تقریبا حکومت او ولس ته د منلو وړ ګرځیدلې دي بیا هم د تخریبګرو او منفي ګرايانو هدف ګرځیدلې دي. ځکه هغوی نه غواړي چې د خپل هېواد یوه اداره دې سالم پرمختګ وکړي او نېک نوم دې خپل کړي بیا خو یې ګټې خرابیږي.

په دې جمله کې د افغانستان کرکټ بورډ اداره د ښې نمونې په توګه راوړلی شو.

د تېرو شاوخوا دوو کالونو په جریان کې یې هغه ډول پرمختګ وکړ چې په تېرو لسو کالونو کې یې هم نه وو کړی، لوبغاړو او روزنکو ته په داخل او بهر کې د روزنې میعاري زمینې برابرې شوې، د هېواد په ګڼو ولایتونو کې لوبغالي، اکاډمۍ او نور مهم تاسیسات جوړل شول، د ادارې ټولې چارې د یو منظم سېستم په چوکاټ کې دننه شوې او اوس په ډېر پرمختللي شکل مخکې ځي.

دا اداره له مالي لحاظه پیاوړې شوه، نړیوال ملاتړ یې ترلاسه کړ، افغان دولت ورته خاصه توجه وکړه او خصوصي پانګه والو، دلته خپله پانګونه وکړه.

دې هر څه زمینه برابره کړه چې د کرکټ بورډ ادارې فعالیتونه په واقعي معنی وځلیږي او پایله یې ټول ووینئ.

خو لکه مخکې مې چې یاده کړه چې دلته بیا هم د مغرضانو په خوښه پرمختګ نه دی شوی. ځکه د دوی ګټې له منځه تللې دي، طبیعي ده چې سل زر منفي تبلیغات به کوي، د دوی فسادونه افشا شوي، ښکاره ده چې پر وړاندې به یې په هر ډول بې ځایه تبصرو صرفه ونه کړي او تردې چې دوی ناوړه او بدې غوښتنې نه دي منل شوي نو جوته ده چې دوی به هم غلي نه کیني.

خو؛

اصل خبره داده چې اوس پر دې ټولو مسایلو او موضوعاتو بې طرفه او رښتیني خلک قضاوت کولای شي لکه کړی یې چې دی.

ستونزه داده که هر څه ډېر سم روان وي خو د یو کس په کې شخصي تاوان وي بس نو غوغا به ګډه کړي چې اله هغسې خرابی وشو او دغسې…….

دا طبیعي ده چې په هره ټولنه کې به نیمګړتیاوې او خامۍ وي خو داسې نه کوي لکه مونږ چې د حل پر ځای د علني تخریب او توهین هڅه کوو.

په کار ده، له ادارو ملاتړ وکړو، په ننګه یې غږ اوچت کړو او د نیمګړتیاوو د حل لپاره یې معقولې حل لارې وړاندې کړو.

په دې سره به هم د ادارو وضعیت لا بهتر شي او هم به د ولس ذهنیت له منفي ګرايي راووځي.

اسد ویاړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *