د بدلون اوونیزې لډينګ ستوري/ اداره

۲۶ کلنه  قندیل بلوچ، په پاکستان کې د ملتان د مظفرآباد اوسېدونکې او یوه ډېره  زړوره پاکستانۍ ماډله وه چې د ۱۳۹۵کال د سرطان پر ۲۴- مه، پنجشنبه په پنجاب کې د خپل ورور محمد وسیم له خوا ووژل شوه.

قندیل پر فیسبوک د پاروونکو او تقریباً برینډو عکسو و ویډیوګانو د خپرولو له امله، نه یوازې په پاکستان بلکې ټوله سیمه کې مشهوره شوې وه؛ دا شهرت یې هله اوج ته و رسېد چې په تېره مبارکه روژه کې یې له یوه پاکستاني جید دیني عالم او مشهور مفتي عبدالقوي سره، چې د پاکستان د هلال کومېټې غړی هم وو، نیمه لڅ عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې؛ په ویډيو کې دا وایي چې دې له مفتي صاحب څخه پوښتنه وکړه چې آیا روژه یې ده؟ هغه ور ته وویل چې نن غواړې د دې د حسن په بلوشو روژه ماته کړي.

له مفتي عبدالقوي سره د قندیل بلوچ د عاشقانه عکسو و ویډيوګانو خپرېدو په ټوله سیمه کې یوه غوغا را پورته کړه، په تېره بیا په افغانستان کې هر چا دا خبره کوله چې مشهور پاکستاني مفتیان، چې همېشه پر افغانستان او افغانانو باندې د جهاد فتواوې ور کوي؛ د همدې فتواوو په رڼا کې د پاکستان استخبارات (آی اس آی) ترهګر روزي، بیا د پاکستان پوځ دغو تروریستانو ته وسلي و نور امکانات ور کوي او افغانستان ته یې د تخریب، مرګ- ژوبلې او نورو بدمرغیو لپاره د جهاد په نوم را استوي مګر خپله همدغه پاکستاني مفتیان، ملایان او دیني علماء بیا د مفتي قوي غوندې د عیاشیو او فحاشیو هغسې نمایشونه وړاندې کوي چې اسلام، مسلمانان او شریعت ټول شرموي.

د پاکستاني مفتیانو او ملایانو بې حیایي دومره ښکاره ده چې د خپلو سیکس صحنو او شراب چېښلو د محافلو د عکسو او ویډیوګانو په خپرولو هیڅ بند و واز نه دي؛ لکه د مفتي عبدالقوي تر څنګ چې څه وخت مخکې د پاکستان د علماوو د شورا د یوه مشر مولنا اشرفي عکسونه هم د شرابو بوتل په لاس د یو مخ نشې په حالت کې خپاره شول او دا هغه مولنا دی چې مخامخ یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او افغانانو پر ضد د جهاد فتوا ور کړې وه.

دا یوازې مفتي قوي او مولنا اشرفي نه دی چې د شهواني کیسو عکسونه او اسناد یې په دنیا کې خپریږي بلکې تل دغه د انګرېز له خوا د اسلام په نوم جوړ شوی مصنوعي هیواد پاکستان د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ او ذلت باعث ګرځېدلی دی.

د پاکستان په پنجاب کې هیرا منډیي یا د رنډیانو بازار خورا ډېر مشهور دی چې هلته د مشهور پیر داتاګنج د زیارت او نوموتي شاهي جومات تر منځ موقعیت لري؛ پاکستاني مفتیان، ملایان او صوفیان هم په شاهي مسجد کې لمونځونه کوي، هم د داتاګنج  پیر دستګیر لاسنیوی غواړي او هم د هیرا منډیي د فاحشو په مارکېټ کې په ټوله آزادې سره د خپلې هوا و هوس سیکس آسونه ځغلوي.

په پاکستان کې مصنوعي کعبه او پر هغه باندې طوافونه هم له چا څخه پټ نه دي، هلته د ځمکې پر سر جنتونه او دوزخونه جوړ شوي او زرګونه داسې عجاییې پکښې کیږي چې اسلام و مسلمان خو پرېږده بلکې انسان یې په مازي یادولو سره هم شرميږي.

کله چې د پاکستان حکومت په دې پوه شو چې د قندیل او مفتي قوي شهواني ډرامه نوره د بدنامۍ تر برید هم اووښتې ده او د ملایانو سخت عکس العملونه یې را وپارول نو بیا پاکستان ته، چې خونخواري یې په ذات کې اخښلې ده، د دې نجلۍ مرګ تر هر څه آسان وو؛ هغه یې په ډېره بیرحمې سره ووژله او جالبه لا دا چې د دې مړینې په تور یې د هغې ورور محمد وسیم ونیاوه او په هغه یې اقرار وکړ چې د دوی کورنۍته د بدنامۍ ور اړولو په تور یې خپله خور اول مسمومه او بیا زیندۍ کړه.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالانو دا وژنه سخته وغندله او څو ورځې یې پر لپسې د دې قتل پر ضد لاریونونه وکړل.

د دې پر ځای چې جناب مفتي عبدالقوي او د هغه د بې حیایۍ نور ملګري مفتیان و ملایان د دار و سنګسار صحنې حاضر کړه شوي وای، دا کمزورې او بې دفاع نجلۍ یې د پت په نوم قتل کړه؛ په پاکستان کې د پت په نوم دا ډول ناموسي وژنې خورا ډېرې کیږي خو له ډېره بده مرغه چې پاکستان د دین او دولت له ادرسه د ټولو پاکستانیو پر پت و ناموس باندې یرغل و غوبل جوړ کړی دی او دا د ځمکې پر مخ یوازنی هیواد دی چې خپل ولس یې خپله تر فزیکي، رواني او معنوي بمبار لاندې نیولی دی.

د سرطان پر ۳۱- مه د پاکستان د پارلمان دواړو خونو د ناموسي قتلو عاملینو ته د اشد مجازات ملاتړ وکړ خو دوی باید هغو مفتیانو و ملایانو ته هم د اشد مجازات غوښتنه وکړي چې هغه د حضرت عبدالرحمن بابا خبره:

دین یې دام وي د دنیا په لار کې ایښی

پرې را اړوي وحشیان د مخلوقات

د مفتي قوي او پاکستاني ملایانو د بدنامۍ عامله، قتل شوې قندیل یکشنبه د سرطان پر ۲۷- مه د پاکستان د پنجاب په ډېره غازي خان کې ښخه شوه خو د هغې په زړورتوب سره د پاکستاني ملایانو او مفتیانو بې شرمي، بې حیایي او رسوایي به هیڅکله ښخه نه شي.

هیله ده نور نو افغانان او ټول مسلمانان پوه شوي وي چې پاکستان څنګه یو اسلامي ملک او پاکستاني مفتیان و ملایان څنګه پر اسلامي شریعت برابر دي!!!

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۳۵ مه / پرلپسي ۸۷ مه ګڼه/چهارشنبه/ سرطان۳۰ /۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *