بصيرالحق عادل

د «مقاله ليکنې بنسټونه» د ځوان ليکوال پوهنيار سيد اصغر هاشمي تازه چاپ شوی کتاب دی چې د مقاله ليکنې په اړه پکې بېلابېل مالومات راټول شوي دي.

په دغه کتاب کې د مقالې پېژندنه، د مقاله ليکلو هنر، د سوژې موندل، د مقالې پيل، پای، د مقالې ليکلو ارزښت، ډولونه، هدف، علمي، ادبي، رسمي او غير رسمي مقالې او په ټوله کې مقالو پورې تړلو موضوعاتو په اړه مالومات راټول شوي دي.

دا کتاب د هاشمي خپرونديې ټولنې له لوري په ۵۸ مخونو کې په ښکلې پښتۍ چاپ شوی دی.

پوهنيار سيد اصغر هاشمي چې د کونړ پوهنتون استاد هم دی ترڅنګ يې ځوان څېړونکی او ژباړن دی چې تر دې دمه يې لسګونه، تخليقي، تحقيقي اثار او ژباړې چاپ او خپرې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *