تاند- په کابل کې نن د یوه خصوصي تلویزیون د کارکوونکو د سپرلیو په موټر پورې د نښلول شوي بم په چاودنه کې لږترلږه ۲۷ تنه ژوبل یا وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي پېښه تایید کړه، ویې ویل چې چاودنه د مازدیګر په ۵ بجې او ۳۰ دقیقې په تایمني کې وشوه.

رحیمي همداراز وویل چې بم د خورشید تلویزیون د کارکوونکو په میني بس پورې نښلول شوی و.

د رحیمي په وینا په دې پېښه کې ۲ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي.

په وژل شویو کسانو کې یو هم د میني بس چلوونکی دی.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې رسنیو ته خبرداری ورکړی و چې د امنیتي ځواکونو اعلانونه خپاره نه کړي.

One thought on “د مقناطیسي بم چاودنې د یوه خصوصي تلویزیون ۲۷ کارکوونکو ته مرګ ژوبله واړوله”
  1. ښی چاری،
    څو ځله د مامورینو ،په موټرو بمی بریدونه وشول،چه ډیر مامورین په کی شهیدان شول،
    ولی دولت او خصوصی اداری مامورین په یو ځای رخصت،او په یو موټر کی لیږی؟
    د مامورینو یو ځای کول،دښمن ته خپله غږ کول دی ،چه راشه موږ دلته یوو مړه مو کړه
    ولی دولت مامورینو ته سفریه کرایه په نقد ډول سره نه ورکوی؟هر مامور چه په کومه لاره تللو ځی به.حداقل له بمی برید څخه خو بن بچ وی،
    دولت کی دومره فساد چه حتی خپل مامورین مرګ خوله ته ور ټیل وهی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *