بیت الله شریف

خطيب: دكتور صالح بن محمد آل طالب

ترجمه: مفتي عبد الولي خان

طه سورت: درسونه او عبرتونه

اوله خطبه

ټولې ستاينې خاص الله لره دي، ټولې ستاينې خاص الله لره دي چې خپل كتاب يې د خلكو د هدايت او لارښوونې لپاره نازل كړى دى او په هغه كې يې د ژوند لارې بيان كړي دي او خلكو ته يې وروستي انجامونه هم ښودلي دي. د هغهٔ ايتونه د خلكو لپاره ژوند او لارښوونې يې د خلكو لپاره كاميابۍ او نجات ضامنې دي. زه ګواهي كوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته، په خپلې بلندۍ كې يو او يك تنها دى. او ګواهي كوم چې محمدﷺ د هغهٔ بنده او رسول دى. او د هغهٔ انتخاب دى.

د الله درود، سلام او بركتونه دې وي پر هغه، د هغهٔ پر آل، د هغهٔ پر اصحابو او تر قيامته د هغهٔ پر پيروي كوونكو باندې.

اما بعد:

اى خلكو! زه تاسو ته د الله د تقوٰى وصيت او وينا كوم، يقينًا دغه تقوٰى په سختيو كې ذخيره او په مصيبتونو كې مرسته ده، دغه د روح او اطمينان ملګرې او د صبر او سكون د نازلېدو ځاى او د قوت او يقين د راپورته كېدو مقام دى. اسمان ته د لوړوالي معراج دى، او دا هغه شى دى چې د ښوييدو او لغزش په وخت كې د انسان قدمونه ټينګ ساتي او د فتنو په وخت كې زړونو ته قوت وركوي.

يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ قُوْلُوْا قَوْلًا سَدِيْدًاۙ۰۰۷۰يُّصْلِحْ لَكُمْ اَعْمَالَكُمْ وَ يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ١ؕ وَ مَنْ يُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيْمًا۰۰۷۱

’’اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره. هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوك چې د ﷲ او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، ډېر لوى كاميابېدل.‘‘ (الأحزاب 71,70:33)

اى الله! اى د كمزورو مددګاره! زمونږ مدد وكړه، مونږ حق  ته واړوه. د فتنې په هر څپه كې زمونږ لپاره د سكون څادر وګرځوه او د مصيبت په هره څپه كې زمونږ لپاره د صبر زغره وګرځوه. د شك په هرې تيارې كې مونږ ته د يقين نښه وګرځوه او په هره پرېشانۍ كې مو له پرېشانيو وژغوره. او په هره ګمراهۍ كې زمونږ لپاره د هدايت رڼا وګرځوه.

اى مسلمانانو! د الله په كتاب كې عظيم سورت دى، دغه سورت هغه وخت نازل شو چې رسول اللهﷺ د مكې په درو او ناوونو كې بې وسه او بې كسه و او ډېرو لږو خلكو ورسره ايمان راوړى و.

امام بخاري له ابن مسعودt نه روايت كوي چې هغهٔ د سورت بني اسرائيل، كهف، مريم، طه او الأنبياء په باره كې وفرمايل: دا قديم سورتونه دي او دا زما پخواني ياد كړى شوى سورتونه دي.

دغه سورت، سورت طٰهٰ دى. او د عمرt  د اسلام راوړو په مشهوره قصه كې هم راځي چې هغهٔ د دې سورت ابتدايي ايتونه د خپلې خور فاطمې كره ولوستل.

دا داسې عظيم سورت دى چې د دې لپاره نازل شوى چې د دعوت په لاره كې د رسول اللهﷺ لاس نيوى او مرسته وكړي او د دعوت او تبليغ په لاره كې يې قوي كړي.

دغه سورت نازل شو، په داسې حال كې چې رسول اللهﷺ كمزورى و، ملګري يې لږ وو، چې نيولى او په عذاب كولى به شول. قريشو به يې تكذيب كاوه او اذيتونه به يې ورته رسول. ويل به يې: ساحر (جادوګر) دى، ليونى دى. رب تعالٰى به ورته د دعوت او تبليغ امر كاوه:

يٰۤاَيُّهَا الْمُدَّثِّرُۙ۰۰۱قُمْ فَاَنْذِرْ۪ۙ۰۰۲

’’اى په جامه كې نغښتونكیه! ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه.‘‘ (المدثر 2,1:74)

نور كافر قومونه لكه فارس او روم هغوى هم ترې راچاپېره وو.

هغه وخت هلته نه بدر و، او نه د مكې فتح، نه د قبيلو وفدونه وو او نه څه بل داسې د كاميابۍ زېرى و چې په افق كې ځلېده. رسول اللهﷺ هېڅ خبر نه و چې د ده لپاره په غيب كې څه پټ دي، او نه د دعوت په انجام او نتيجه خبر و، قوم يې تكذيب كاوه، حال دا چې هغه صادق او امين و، او په صادق شخص باندې تر ټولو زيات سخت همدا شى وي چې خپل ګېر چاپېره خلق يې دروغژن وګڼي.

نبيﷺ انسان و، بشر و، غمګين كېده به او په تكليف كېده به.

قَدْ نَعْلَمُ اِنَّهٗ لَيَحْزُنُكَ الَّذِيْ يَقُوْلُوْنَ فَاِنَّهُمْ لَا يُكَذِّبُوْنَكَ وَلٰكِنَّ الظّٰلِمِيْنَ بِاٰيٰتِ اللّٰهِ يَجْحَدُوْنَ۰۰۳۳

’’یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه حقیقت دا دى چې تا هغه خبره خامخا غمجن كوي، چې دوى يې وايي، نو یقینًا دوى تا دورغژن نه ګڼي او لېكن ظالمان د الله له ایتونو نه انكار كوي.‘‘ (الأنعام 33:6)

وَ لَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّكَ يَضِيْقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُوْلُوْنَۙ۰۰۹۷فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَ كُنْ مِّنَ السّٰجِدِيْنَۙ۰۰۹۸وَ اعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى يَاْتِيَكَ الْيَقِيْنُؒ۰۰۹۹

’’او یقینًا یقینًا مونږ ته معلوم دي چې بېشكه ستا سینه تنګېږي په هغو خبرو چې دوى يې وايي. نو ته د خپل رب له حمد (ستاینې) سره تسبیح وایه او ته شه له سجده كوونكو څخه. او د خپل رب عبادت كوه تر هغه پورې چې تا ته یقین (مرګ) راشي.‘‘ (الحجر 99-97:15)

په دغه وخت كې سورت طه نازلېږي.

مَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْاٰنَ لِتَشْقٰۤىۙ۰۰۲اِلَّا تَذْكِرَةً لِّمَنْ يَّخْشٰى ۙ۰۰۳تَنْزِيْلًا مِّمَّنْ خَلَقَ الْاَرْضَ وَ السَّمٰوٰتِ الْعُلٰىؕ۰۰۴اَلرَّحْمٰنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوٰى ۰۰۵لَهٗ مَا فِي السَّمٰوٰتِ وَ مَا فِي الْاَرْضِ وَ مَا بَيْنَهُمَا وَ مَا تَحْتَ الثَّرٰى ۰۰۶ وَ اِنْ تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَاِنَّهٗ يَعْلَمُ السِّرَّ وَ اَخْفٰى۰۰۷اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ؕ لَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰى ۰۰۸وَ هَلْ اَتٰىكَ حَدِيْثُ مُوْسٰىۘ۰۰۹

مونږ قرآن په تا باندې د دې لپاره نه دى نازل كړى چې ته په سختۍ او مشقت كې پرېوځې. مګر (نازل كړى دى مونږ) نصیحت د هغه چا لپاره چې وېرېږي. (نازل كړى شوى دى) په نازلېدلو سره د هغه (الله) له جانبه چې ځمكه او ډېر اوچت اسمانونه يې پیدا كړي دي. رحمٰن په عرش باندې برقراره شو. خاص د ده لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او هغه څه چې د لوندې ځمكې نه لاندې دي. او كه ته خبره په جهر سره كوې، نو یقینًا هغه په پټه خبره او په ډېره پټه خبره هم پوهېږي. الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي.او ایا تا ته د موسٰی قصه (خبره) راغلې ده.‘‘ (طه 9-2:20)

الله تعالٰى په دې سورت كې د موسٰى عليه السلام ذكر وكړ. او د يو مثالي داعي په طور يې ذكر كړ. دى په اولو العزمو رسولانو كې عظيم مثال و. او له همدې وجې نه ځينې اهلِ علم دې سورت ته سورت الكليم هم وايي.

هغه له بني اسرائيلو سره ډېر محنتونه وكړل او كړاوونه يې ورسره وګالل. له هغوى نه يې ډېر اذيتونه وليدل. د هغهٔ امت هماغه لويه ډله وه چې نبيﷺ په معراج كې ليدلې وه چې د اسمان غاړې يې ډكې كړې وې. هغه نبي، لكه څنګه چې تهٔ الله غوره كړى يې دغه شان الله هغه هم غوره كړى و. الله د هغهٔ محبت د خلكو په زړونو كې اچولى و لكه څنګه چې يې ستا مينه په زړونو كې اچولې ده، الله هغه د خپلو سترګو په وړاندې تيار كړى و لكه چې څنګه ته يې تيار كړى دى. اى محمده! د خپلو سترګو په وړاندې.

وَ اَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِّنِّيْ١ۚ۬ وَ لِتُصْنَعَ عَلٰى عَيْنِيْۘ۰۰۳۹

’’او ما پر تا باندې له خپل جانبه محبت اچولى و، او د دې لپاره چې ستا تربیت زما د سترګو په وړاندې وشي.‘‘(طه 39:20)

الله تعالٰى په دې سورت كې دوه مثالونه ذكر كړي دي: اول مثال د موسٰى عليه السلام، د عزم، پختګۍ او د عوت إلى الله مثال:

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ

’’نو (اى نبي!) ته  صبر كوه، لكه چې د عزیمت والا رسولانو صبر كړى دى.‘‘ (الأحقاف 35:46)

دويم مثال د آدم عليه السلام دى چې زمونږ پلار دى، الله په خپل لاس جوړ كړى دى، او په ملايكو يې ده ته سجده كړې ده.

وَ لَقَدْ عَهِدْنَاۤ اِلٰۤى اٰدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِيَ وَ لَمْ نَجِدْ لَهٗ عَزْمًاؒ۰۰۱۱۵

’’او یقینًا په تحقیق سره مونږ ادم ته له دې  نه مخكې حكم كړى و، نو  هغه هېر كړ او مونږ د هغه پخه اراده ونه مونده.‘‘ (طه 115:20)

الله تعالٰى هغه هم غوره كړ، او انتخاب يې كړ. لكه څنګه چې موسٰى يې انتخاب كړى او غوره كړى و.

ثُمَّ اجْتَبٰهُ رَبُّهٗ فَتَابَ عَلَيْهِ وَ هَدٰى ۰۰۱۲۲

’’بیا دى خپل رب غوره كړ، نو د ده توبه يې قبوله كړه او ده ته يې هدایت وكړ.‘‘ (طه 122:20)

او دا دواړه هغه عزتمن نبيان وو چې په خپل مينځ كې په يوه مسله كې استدلال كړى و او په استدلال كې آدم پر موسٰى غالب شوى و.

الله تعالٰى موسٰى عليه السلام غوره كړ، ويې فرمايل:

وَ اَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوْحٰى۰۰۱۳اِنَّنِيْۤ اَنَا اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدْنِيْ١ۙ وَ اَقِمِ الصَّلٰوةَ لِذِكْرِيْ۰۰۱۴

’’او ته ما غوره كړى يې، نو تهٔ هغه څه ته ښه غوږ شه چې وحي كولى شي. بېشكه زه چې یم، زه الله یم، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر همدا زه یم، نو ته زما عبادت كوه، او زما د یادولو لپاره لمونځ قايموه.‘‘ (طه 14,13:20)

دا دواړه عظيم كارونه دي: توحيد او لمونځ.  فَاعْبُدْنِيْ١ۙ وَ اَقِمِ الصَّلٰوةَ لِذِكْرِيْ۰۰۱۴…….. نو ته زما عبادت كوه، او زما د یادولو لپاره لمونځ قايموه.‘‘ (طه 14,13:20)

هر هغه دعوت چې د توحيد او لمونځ د مسلې اهتمام كوي او دا يې اساس وي، نو دا د انبياوو دعوت دى.

قُلْ هٰذِهٖ سَبِيْلِيْۤ اَدْعُوْۤا اِلَى اللّٰهِ١ؔ۫ عَلٰى بَصِيْرَةٍ اَنَا وَ مَنِ اتَّبَعَنِيْ١ؕ وَ سُبْحٰنَ اللّٰهِ وَ مَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِيْنَ۰۰۱۰۸

’’ته ووایه: دا زما لاره ده، د ﷲ په طرف بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره، زه او هغه څوك چې زما پیروي كوي، او ﷲ پاك دى، او زه له شرك كوونكو ځنې نه یم.‘‘ (يوسف 108:12)

داسې سورت دى چې رسول اللهﷺ ته وايي: يقينًا د دعوت په لاره كې د داعي او دعوت د دواړو د الله له جانبه په ايتونو، او واضحو دليلونو سره مرسته او تاييد كېږي.

او الله ورته سخت كنډوونه او ركاوټونه  اسانوي. دروازې ورته پرانيځي، او خپلې داسې مهربانيانې ورته ښيي چې په زړه كې به يې هم نه وي تېري شوي.

تر دې چې امسا په كې مار شي.

وَ اضْمُمْ يَدَكَ اِلٰى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَآءَ مِنْ غَيْرِ سُوْٓءٍ اٰيَةً اُخْرٰىۙ۰۰۲۲

’’او ته خپل لاس خپل تخرګ ته پیوست كړه، دا به راووځي، چې تك سپین به وي، بې له عیب (او بیمارۍ ) نه، په داسې حال كې چې دا بله نښه (او معجزه) ده.‘‘

داسې سورت دى چې وايي: داعي إلى الله ته په كار دي چې پراخه سينه ولري، د خلكو سختي برداشت كړي، همداسې د الله مدد او اسانۍ ته محتاج دى. او داسې ژبې ته چې د دعوت پيغام ورسوي. او كله داسې هم كېږي چې د ژبې كار قلم وركوي، اخبار يې وركوي، ليدونكي وسايل يې ځاى نيسي، همدارنګه داعي إلى الله محتاج وي هغه چا ته چې پشتيباني يې وكړي او مټې يې جوړې شي. او دى په هر څه كې په هر وخت كې له الله سره كاملې او مضبوطې رابطې ته هم محتاج وي.

دا د داعي وسايل دي. د ستر داعي موسٰى عليه السلام په دغه سوال كې دغه مطالب واوره:

قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِيْ صَدْرِيْۙ۰۰۲۵وَ يَسِّرْ لِيْۤ اَمْرِيْۙ۰۰۲۶وَ احْلُلْ عُقْدَةً مِّنْ لِّسَانِيْۙ۰۰۲۷يَفْقَهُوْا قَوْلِيْ۪۰۰۲۸وَ اجْعَلْ لِّيْ وَزِيْرًا مِّنْ اَهْلِيْۙ۰۰۲۹هٰرُوْنَ اَخِيۙ۰۰۳۰اشْدُدْ بِهٖۤ اَزْرِيْۙ۰۰۳۱وَ اَشْرِكْهُ فِيْۤ اَمْرِيْۙ۰۰۳۲كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيْرًاۙ۰۰۳۳وَّ نَذْكُرَكَ كَثِيْرًاؕ۰۰۳۴اِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِيْرًا۰۰۳۵قَالَ قَدْ اُوْتِيْتَ سُؤْلَكَ يٰمُوْسٰى۰۰۳۶

ده وویل: اى زما ربه! ته ما لره زما سینه پرانیځه (خلاصه كړه). او ما ته زما كار اسان كړه او زما له  ژبې نه غوټه پرانیځه چې دوى زما په خبره پوه شي او زما لپاره زما له اهل نه یو وزیر (مددګار) وټاكه، هارون، چې زما ورور دى. په ده سره ته زما مَلا قوي كړه. او دى زما په كار كې شریك كړه، د دې لپاره چې مونږ ستا ډېره تسبیح ووایو او ستا ډېر ذكر وكړو. بېشكه  هم تهٔ زمونږ حال ښه لیدونكى يې. (الله) وویل: اى موسٰی! یقینًا ستا سوال قبول كړى شو.‘‘ (طه 36-25:20)

داسې سورت دى چې وايي: د دعوت إلى الله اساس شفقت او نرمي ده اګر كه ستا مخاطَب او مدعو تر ټولو لوى سركشه ولې نه وي.

اِذْهَبْ اَنْتَ وَ اَخُوْكَ بِاٰيٰتِيْ وَ لَا تَنِيَا فِيْ ذِكْرِيْۚ۰۰۴۲اِذْهَبَاۤ اِلٰى فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰى ۚۖ۰۰۴۳فَقُوْلَا لَهٗ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهٗ يَتَذَكَّرُ اَوْ يَخْشٰى۰۰۴۴

’’ته لاړ شه او ستا ورور دې هم، زما په معجزو سره او تاسو دواړه زما په ذكر (یاد) كې سستي مه كوئ. تاسو دواړه فرعون ته لاړ شئ، بېشكه هغه باغي شوى دى. نو تاسو هغه ته ډېره نرمه خبره وكړئ، ښايي چې دى پند واخلي، یا ووېرېږي.‘‘ (طه 44-42:20)

وهب بن مُنَبِّه يې په تفسير كې وايي: يعنې تاسو دواړه ورته ووايئ:

زه له غضب او سزا نه عفوې او مغفرت ته زيات نږدې يم.

ځينو سلفو يې په تفسير كې ويلي دي: تاسو دواړه ورته ووايئ: له الله نه غير بل حق معبود نشته، نو نرمي په وينا او رسولو كې ده. په عقيده او د پېغام په مضمون كې نرمي نه ده. زمونږ نبي محمدﷺ په همدې وصيت عمل كاوه، نو هغه شان و لكه څنګه چې الله فرمايي:

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ لِنْتَ لَهُمْ١ۚ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيْظَ الْقَلْبِ لَا نْفَضُّوْا مِنْ حَوْلِكَ١۪ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْاَمْرِ١ۚ فَاِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّٰهِ١ؕ

’’نو (يواځې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى  (،نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو، نو دوى ته معافي كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه.‘‘ (اٰل عمران 159:3)

الله تعالٰى پرې سوره كافرون هم نازل كړ.

سورت طه داسې سورت دى چې وايي: پر داعيانو لازم دي چې پر يوه متفقه خبره دې سره جمع شي، ځكه چې د دوى په مينځ كې د اجتماعيت او اتفاق اسباب د فرقت او جدا والي له اسبابو نه ډېر دي. كتاب يو دى، نبي يو دى، هدف او غرض يو دى، نو كله چې اهلِ باطل په خپل مينځ كې له يو بل سره مرسته كوي او يو بل رابلي، نو اهل حق زيات لايق دي د دې چې دا كار وكړي.

جادوګرو وويل:

فَاَجْمِعُوْا كَيْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوْا صَفًّا١ۚ وَ قَدْ اَفْلَحَ الْيَوْمَ مَنِ اسْتَعْلٰى ۰۰۶۴

’’نو تاسو خپل ټول چل مكر راجمع كړئ، بیا تاسو (میدان ته) راشئ صف صف، او یقینًا نن ورځ هغه څوك كامیاب دى چې غالب شو.‘‘ (طه 64:20)

هارون عليه السلام د اجتماعيت او اتحاد مصلحت او فايده راجح وګڼله وروسته له دې چې بني اسرائيل يې د سخي له عبادت نه منع كړل، ورته ويې ويل:

يٰقَوْمِ اِنَّمَا فُتِنْتُمْ بِهٖ١ۚ وَ اِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمٰنُ فَاتَّبِعُوْنِيْ۠ وَ اَطِيْعُوْۤا اَمْرِيْ۰۰۹۰

’’اى زما قومه! بېشكه همدا خبره ده چې تاسو په دې سره ازمایل شوي یئ، او ستاسو رب خو رحمٰن دى، نو تاسو زما پیروي وكړئ او زما د حكم اطاعت وكړئ.‘‘ (طه90:20)

او كله چې يې موسٰى عليه السلام ته خپل دغه عذر پيش كړ نو هغه هم ومانه.

اِنِّيْ خَشِيْتُ اَنْ تَقُوْلَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِيْۤ اِسْرَآءِيْلَ وَ لَمْ تَرْقُبْ قَوْلِيْ۰۰۹۴

’’بېشكه زه ووېرېدم له دې نه چې ته به وايې چې تا د بني اسرائیلو په مینځ كې بېلتون واچاوه او زما خبرې ته دې ونه كتل.‘‘ (طه 94:20)

داسې سورت دى چې وايي: پر داعي لازم دي چې ډار ونه كړي، ځكه چې الله يې ملګرى دى، الله دا خبره موسٰى او د هغه ورور هارون ته د دعوت په شروع كې كړې وه:

قَالَا رَبَّنَاۤ اِنَّنَا نَخَافُ اَنْ يَّفْرُطَ عَلَيْنَاۤ اَوْ اَنْ يَّطْغٰى ۰۰۴۵قَالَ لَا تَخَافَاۤ اِنَّنِيْ مَعَكُمَاۤ اَسْمَعُ وَ اَرٰى ۰۰۴۶

دواړو وویل: اى زمونږه ربه! بېشكه مونږ له دې نه وېرېږو چې دى به زمونږ سره زیاتى وكړي، یا به سركشي شروع كړي. (الله) وویل: تاسو مه وېرېږئ، بېشكه زه له تاسو سره یم، زه اورم او زه وینم.‘‘ (طه 46,45:20)

او همدا خبره يې ورته هغه وخت هم وكړه كله چې جادوګرو خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې.

فَاَوْجَسَ فِيْ نَفْسِهٖ خِيْفَةً مُّوْسٰى۰۰۶۷قُلْنَا لَا تَخَفْ اِنَّكَ اَنْتَ الْاَعْلٰى ۰۰۶۸وَ اَلْقِ مَا فِيْ يَمِيْنِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوْا١ؕ اِنَّمَا صَنَعُوْا كَيْدُ سٰحِرٍ١ؕ وَ لَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ اَتٰى ۰۰۶۹

’’نو موسٰی په خپل نفس (زړه) كې وېره وموندله. مونږ (ده ته) وویل: تهٔ مه وېرېږه، بېشكه هم تهٔ پوره غالب يې. او تهٔ هغه (امسا) وغورځوه چې ستا په ښي لاس كې ده، چې هغه څه لواړ (ښوى) تېر كړي چې دغو جوړ كړي دي، بېشكه هغه شى چې دوى تیار كړى دى، د جادوګر چل مكر دى، او جادوګر برى نه مومي هر چېرته چې راشي‘‘ (طه 69-67:20)

له همدغې جملې

اِنَّمَا صَنَعُوْا كَيْدُ سٰحِرٍ١ؕ

(بېشكه هغه شى چې دوى تیار كړى دى، د جادوګر چل مكر دى)

نه داعي إلى الله د باطل وزن او حقيقت معلومولى شي او بيا نه وېرېږي.

اِنَّمَا صَنَعُوْا كَيْدُ سٰحِرٍ١ؕ

(بېشكه هغه شى چې دوى تیار كړى دى، د جادوګر چل مكر دى)

الله تعالٰى موسٰى ته د نجات په وخت كې يو ځلې بيا وويلې:

وَ لَقَدْ اَوْحَيْنَاۤ اِلٰى مُوْسٰۤى١ۙ۬ اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِيْ فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِيْقًا فِي الْبَحْرِ يَبَسًا١ۙ لَّا تَخٰفُ دَرَكًا وَّ لَا تَخْشٰى۰۰۷۷

’’او یقینًا یقینًا موږ موسٰی ته وحي وكړه چې ته زما بنده ګان د شپې وباسه، نو ته د دوى لپاره په سمندر كې یوه وچه لاره جوړه كړه، ته به نه وېرېږې له نیول كېدو نه او نه به وېرېږې (له ډوبېدو نه).‘‘ (طه 77:20)

او مومن داعي همداسې وي په دنيا او اخرت دواړو كې:

وَ مَنْ يَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا يَخٰفُ ظُلْمًا وَّ لَا هَضْمًا۰۰۱۱۲

’’او هغه څوك چې نېك عمل وكړي، په دې حال كې چې مومن وي، نو دى به نه له ظلم (بې انصافۍ) نه وېرېږي او نه له نقصان نه.‘‘ (طه 112:20)

داسې سورت دى چې وايي: داعي إلى الله دې د دعوت له لارې نه نه اوړي، نه دې وروسته كېږي او نه دې واپس كېږي. د دعوت په كار كې دې بېخي شك نه كوي اګر كه د ده پر پيروي كوونكو هر څنګه احوال راشي او د فراخۍ په فتنې كې او د تكليف په فتنې كې واوړي راواوړي.

دغه دى موسٰى عليه السلام، ساحرانو پرې ايمان راوړ، د ده اتباع يې وكړه، نو هغوى ته بيا هغه مصيبت ورسېده كوم چې ورسېده. خو د هغه حال بدل نه شو، نه كمزورى شو او نه سست شو.

فرعون وويل:

قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ١ؕ اِنَّهٗ لَكَبِيْرُكُمُ الَّذِيْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ١ۚ فَلَاُقَطِّعَنَّ۠ اَيْدِيَكُمْ وَ اَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّ لَاُصَلِّبَنَّكُمْ فِيْ جُذُوْعِ النَّخْلِ١ٞ وَ لَتَعْلَمُنَّ اَيُّنَاۤ اَشَدُّ عَذَابًا وَّ اَبْقٰى ۰۰۷۱قَالُوْا لَنْ نُّؤْثِرَكَ عَلٰى مَا جَآءَنَا مِنَ الْبَيِّنٰتِ وَ الَّذِيْ فَطَرَنَا فَاقْضِ مَاۤ اَنْتَ قَاضٍ١ؕ اِنَّمَا تَقْضِيْ هٰذِهِ الْحَيٰوةَ الدُّنْيَاؕ۰۰۷۲اِنَّاۤ اٰمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطٰيٰنَا وَ مَاۤ اَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ١ؕ وَ اللّٰهُ خَيْرٌ وَّ اَبْقٰى ۰۰۷۳اِنَّهٗ مَنْ يَّاْتِ رَبَّهٗ مُجْرِمًا فَاِنَّ لَهٗ جَهَنَّمَ١ؕ لَا يَمُوْتُ فِيْهَا وَ لَا يَحْيٰى ۰۰۷۴وَ مَنْ يَّاْتِهٖ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصّٰلِحٰتِ فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الدَّرَجٰتُ الْعُلٰى ۙ۰۰۷۵جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِيْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِيْنَ فِيْهَا١ؕ وَ ذٰلِكَ جَزٰٓؤُا مَنْ تَزَكّٰى ؒ۰۰۷۶

’’(فرعون) وویل چې تاسو د ده تصدیق وكړ مخكې له دې چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دى یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې سحر (جادو) ښودلى دى، نو زه به خامخا ضرور ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادل بدل پرې كوم او زه به خامخا ضرور تاسو د كجورو په تنو كې په دار كوم او تاسو به خامخا ضرور پوه شئ چې په مونږ كې كوم یو د عذاب وركولو په لحاظ ډېر سخت دى او ډېر باقی پاتې كېدونكى دى (زه او كه موسٰی). هغوى وویل: مونږ به تا ته له سره ترجيح در نه كړو پر هغه باندې چې مونږ ته راغلى دى چې  ښكاره معجزې دي او هغه (الله) چې مونږ يې پیدا كړي یو، نو ته هغه كار وكړه چې ته د هغه كوونكى يې، بېشكه ته يواځې د دې دنيايي ژوند فیصله كولى شې. بېشكه مونږ په خپل رب ایمان راوړى دى، د دې لپاره چې هغه زمونږ خطاګانې وبخښي او هغه (جرم) چې تا مونږ پر هغه مجبوره كړي وو، چې سحر دى او الله ډېر غوره او تل پاتې كېدونكى دى. بېشكه شان دا دى چې هغه څوك چې خپل رب ته راشي، په دې حال كې چې كافر وي، نو بېشكه د ده لپاره دوزخ دى، دى به په ده كې نه مري او نه به (ښه) ژوندون كوي. او هغه څوك چې ده ته په داسې حال كې راشي چې مومن وي، نېك عملونه يې كړي وي (،نو) د دوى لپاره ډېرې اوچتې درجې دي. چې د تل اوسېدنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل تر تله وي، دغه د هغه چا بدله ده چې ځان يې (له شرك او كفر نه) پاك ساتلى وي.‘‘ (طه 76-71:20)

ابن عباسw او نورو ويلي دي: جادوګر د ورځې به شروع كې جادوګر وو او د ورځې په اخر كې شهيدان نېكان وګرځېدل.

هر چې د فراخۍ فتنه ده، نو هغه د موسٰى عليه السلام په قوم كې د نجات موندونكو فتنه ده

يٰبَنِيْۤ اِسْرَآءِيْلَ قَدْ اَنْجَيْنٰكُمْ مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَ وٰعَدْنٰكُمْ جَانِبَ الطُّوْرِ الْاَيْمَنَ وَ نَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَ السَّلْوٰى ۰۰۸۰كُلُوْا مِنْ طَيِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ وَ لَا تَطْغَوْا فِيْهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِيْ١ۚ وَ مَنْ يَّحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِيْ فَقَدْ هَوٰى۰۰۸۱ وَ اِنِّيْ لَغَفَّارٌ لِّمَنْ تَابَ وَ اٰمَنَ وَ عَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدٰى ۰۰۸۲

’’اى بني اسرائیلو بېشكه مونږ تاسو ته ستاسو له دښمن نه نجات دركړ او د طور غر ښي اړخ ته مو له تاسو سره وعده وكړه او مونږ پر تاسو  باندې مَن (ترنجبین) او مړزان (ډوله مرغان) نازل كړل. تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او تاسو په دغه (رزق) كې تجاوز مه كوئ (ګنې) نو په تاسو به زما غضب راكوز شي اوهغه څوك  چې پر هغه باندې زما غضب راكوز شي، نو یقینًا دى وغورځېده (هلاك شه). او بېشكه زه خامخا ډېر بخښونكى یم هغه چا ته چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل كوي، بیا په نېغه لار روان اوسي.‘‘ (طه 82-80:20)

بيا د موسٰى عليه السلام په قوم كې فتنه پيدا شوه، د سخي عبادت يې شروع كړ، خو موسٰى عليه السلام په دواړو حالتونو كې بدل نه شو، ځكه چې هغه حق ته بلونكى و، او پر دغه حق باندې په فراخۍ او تنګۍ دواړو كې ټينګ ولاړ و.

الله تعالٰى د موسٰى عليله السلام او د هغه د قوم د قصې او ټول بيان نه پس وفرمايل:

كَذٰلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ مَا قَدْ سَبَقَ١ۚ وَ قَدْ اٰتَيْنٰكَ مِنْ لَّدُنَّا ذِكْرًاۖۚ۰۰۹۹مَنْ اَعْرَضَ عَنْهُ فَاِنَّهٗ يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ وِزْرًاۙ۰۰۱۰۰خٰلِدِيْنَ فِيْهِ١ؕ وَ سَآءَ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ حِمْلًاۙ۰۰۱۰۱

’’هم داسې مونږ تا ته بیانوو ځینې له هغو خبرونو نه چې مخكې تېر شوي دي او په تحقیق تا ته مونږ دركړى دى له خپل جانب نه ذكر (چې قرآن دى). هرڅوك چې له ده نه مخ وګرځوي، پس بېشكه دغه كس به د قیامت په ورځ ( د عذاب) بار پورته كوي. چې تل به وي په دغه (عذاب) كې او دغه بد دى د دوى لپاره د بارولو په لحاظ.‘‘ (101-99:20)

 بيا يې وفرمايل:

وَ كَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ قُرْاٰنًا عَرَبِيًّا وَّ صَرَّفْنَا فِيْهِ مِنَ الْوَعِيْدِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُوْنَ اَوْ يُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا۰۰۱۱۳ فَتَعٰلَى اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ١ۚ وَ لَا تَعْجَلْ بِالْقُرْاٰنِ مِنْ قَبْلِ اَنْ يُّقْضٰۤى اِلَيْكَ وَحْيُهٗ١ٞ وَ قُلْ رَّبِّ زِدْنِيْ عِلْمًا۰۰۱۱۴

’’او هم داسې مونږ دغه (كتاب) نازل كړى دى عربي قرآن، او مونږ  په ده كې (ایتونه) له وعید ځنې بیا بیا راوړي دي، د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي یا دغه (قرآن) دوى ته څه پند پیدا كړي. نو اوچت دى الله، حق بادشاه دى او ته په (لوستلو د) قرآن سره تلوار مه كوه مخكې له دې چې تا ته د ده وحي پوره كړى شي او ته وایه: اى زما ربه ما ته (زما) په  علم كې زیاتوالى راكړه.‘‘ (طه 114,113:20)

نو د نبيﷺ په دعاګانو كې دا دعا وه لكه د حديثو كتابونو روايت كړې ده، اى الله! ما ته زما په علم سره نفع راكړې، او ما ته نافع علم راكړې او په علم كې مې اضافه وكړې.

الله تعالٰى دې زمونږ لپاره د قرآن په ذريعې سره بركت راكړي او خپله نېغه لار دې راوښيي، زه پر همدې اكتفا كوم، او له الله نه د ځان او تاسو لپاره بښنه غواړم. تاسو هم له هغه نه بښنه غواړئ، يقينًا هغه ډېر بښونكى دى.

 …………………………………………………………………………………………………………….

دويمه خطبه

اى الله! ستا په نامې سره ابتدا كوو، او ستا په هدايت سره هدايت حاصلولو، او اى مددګار ذاته له تا نه رهنمايي او مدد غواړو. مونږ له تا نه سوال كوو حې زمونږ سترګې د حق په رڼا سره روښانه كړه او ستا د رضا مطابق مو وچلوه. مونږ ستا ستاينه كوو په دې چې تا د خپل دين په خدمت كې زمونږ قدمونه پورته كړي دي او پر حقه لار دې زمونږ قدمونه ټينګ كړي دي. درود او سلام وايو ستا پر نبي باندې چې په بصيرت سره يې ستا په طرف بلنه كړې ده او ستا دوستي يې كړې ده، نو ته د هغه كارساز او مددګار وې. او د هغه پر آل باندې چې د هغه د سنتو پيروي كوونكي وو، او د هغه پر اصحابانو چې د هغه د دشريعت بيانوونكي وو. او ګواهي كوو چې له الله نه غير بل حق معبود نشته او محمدﷺ د الله رسول دى.

اما بعد!

د سورتونو اخر د هغو پيل ته راجع وي او اخر يې د هغو له اول سره تعلق لري. او د دواړو تر مينځ يې مناسبت وي، د سورت طه په خاتمه كې تعقيب دى، او د قريشو كفارو ته خطاب دى، همدارنګه الله ته بلونكو داعيانو ته رهنمايۍ او خُلاصې دي.

الله تعالٰى كفارِ قريش ته په خطاب كې فرمايي:

اَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ يَمْشُوْنَ فِيْ مَسٰكِنِهِمْ١ؕ اِنَّ فِيْ ذٰلِكَ لَاٰيٰتٍ لِّاُولِي النُّهٰى ؒ۰۰۱۲۸وَ لَوْ لَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَّ اَجَلٌ مُّسَمًّىؕ۰۰۱۲۹

’’ایا نو دوى ته نه ده څرګنده شوې چې څومره  ډېرې پېړۍ (امتونه) مونږ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغوى په استوګنځایونو كې تېرېږي، بېشكه په دغو كې د عقل والاو لپاره ډېرې نښې دي. كه دغه خبره او نېټه نه وى، نو عذاب لازم و.‘‘ (طه 129,128:20)

كه دغه خبره او نېټه نه وى، نو عذاب لازم و.وَ لَوْ لَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَّ اَجَلٌ مُّسَمًّىؕ۰۰۱۲۹ كه دغه خبره او نېټه نه وى، نو عذاب لازم و.

له دغو نه پس رسول اللهﷺ ته او تر قيامته د هغهٔ پيروي كوونكو داعيانو او مومنانو ته عظيم وصيتونه بيانېږي، نو وايې ورئ اى مسلمانانو!

فَاصْبِرْ عَلٰى مَا يَقُوْلُوْنَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَ قَبْلَ غُرُوْبِهَا١ۚ وَ مِنْ اٰنَآئِ الَّيْلِ فَسَبِّحْ وَ اَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضٰى۰۰۱۳۰

’’نو (اى نبي!) ته په  هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختو نه مخكې او مخكې د پرېوتو له ده نه، او د شپې په ځینو  وختونو كې، نو ته تسبیح وایه او د ورځې په غاړو كې، ښايي چې ته به خوشاله شې.‘‘ (طه 130:20)

د صبر، ذكر او لمونځ وصيت. يقينًا الله ته بلنه جهاد دى، او د مجاهد لپاره صبر او ذكر ضروري دي، ځكه چې دغه دواړه د دعوت په اوږدې لاره كې لوى مددونه دي.

وَ لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ اِلٰى مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا١ۙ۬ لِنَفْتِنَهُمْ فِيْهِ١ؕ وَ رِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَّ اَبْقٰى ۰۰۱۳۱

’’او ته خپلې سترګې هرګز مه اوږدوه  هغه څیز ته چې مونږ په هغه سره دغو ته نفع وركړې ده چې قسما قسم څیزونه دي د دنيايي ژوند ښايست، د دې لپاره چې مونږ دغه (كفار) په دې كې وازمایو او ستا د رب رزق ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى.‘‘ (طه 131:20)

هغو ته مه ګوره چې د دنيا دارو په لاسونو كې كوم سامانونه دي، ځكه چې هغه څه چې له الله سره دي هغه ډېر غوره او تل باقې پاتې كېدونكي دي.

داعي إلى الله او قرآن والا دغو ته سترګي هم نه وراړوي، لاس خو پرېږده چې دنيادارو ته يې اوږد كړي.

وَ لَقَدْ اٰتَيْنٰكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِيْ وَ الْقُرْاٰنَ الْعَظِيْمَ۰۰۸۷لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ اِلٰى مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَ لَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَ اخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِيْنَ۠۰۰۸۸وَ قُلْ اِنِّيْۤ اَنَا النَّذِيْرُ الْمُبِيْنُۚ۰۰۸۹

’’او یقینًا یقینًا مونږ تا ته بیا بیا لوستل كېدونكي اوه ایتونه دركړي دي او عظیم قرآن (هم). او ته خپلې سترګې هغو شیانو ته مه ور اوږدې كوه (مه پورته كوه) چې مونږ په هغو سره فايده وركړې ده دغو خلقو ته، چې قسم قسم شیان دي او په دوى باندې مه غمګین كېږه او خپل وزر د مومنانو لپاره ښكته كړه. او ته ووایه: بېشكه زه چې یم، هم دا زه ښكاره وېروونكى یم.‘‘ (الحجر 89-87:15)

صالح بن امام احمد رحمهما الله وايي: ما مې خپل پلار ته وويل: زه خبر شوى يم چې احمد الدَوْرَقِي ته زر ديناره وركړى شوي دي؟ ويې فرمايل: اى خوږه بچيه! ستا د رب رزق ډېر غوره او باقي پاتې كېدونكى دى.

وَ اْمُرْ اَهْلَكَ بِالصَّلٰوةِ وَ اصْطَبِرْ عَلَيْهَا١ؕ لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا١ؕ نَحْنُ نَرْزُقُكَ١ؕ وَ الْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوٰى ۰۰۱۳۲

وَ قَالُوْا لَوْ لَا يَاْتِيْنَا بِاٰيَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ١ؕ اَوَ لَمْ تَاْتِهِمْ بَيِّنَةُ مَا فِي الصُّحُفِ الْاُوْلٰى ۰۰۱۳۳وَ لَوْ اَنَّاۤ اَهْلَكْنٰهُمْ بِعَذَابٍ مِّنْ قَبْلِهٖ لَقَالُوْا رَبَّنَا لَوْ لَاۤ اَرْسَلْتَ اِلَيْنَا رَسُوْلًا فَنَتَّبِعَ اٰيٰتِكَ مِنْ قَبْلِ اَنْ نَّذِلَّ وَ نَخْزٰى۰۰۱۳۴قُلْ كُلٌّ مُّتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوْا١ۚ فَسَتَعْلَمُوْنَ۠ مَنْ اَصْحٰبُ الصِّرَاطِ السَّوِيِّ وَ مَنِ اهْتَدٰى ؒ۰۰۱۳۵

’’او ته خپل اهل ته د لمانځه حكم كوه او ته هم په دې (لمانځه) ټینګ ولاړ اوسه، مونږ له تا نه رزق نه غواړو، مونږ تا ته رزق دركوو، او ښه انجام د پرهېزګارۍ لپاره دى. او دوى وايي: دى (محمد) د خپل رب له جانبه مونږ ته كومه نښه (معجزه) ولې نه راوړي؟ ایا دوى ته واضح دلیل له هغه څه نه دى راغلى چې په ړومبنیو صحیفو كې دي. او كه یقینًا مونږ دوى له دغه (قرآن) نه مخكې هلاك كړي وى (، نو) خامخا دوى به ویلى: اى زمونږ ربه! تا مونږ ته ولې یو رسول راونه لېږه، پس چې مونږ ستا د ایتونو پیروي كړې وى، مخكې له دې نه چې مونږ ذلیله شو او رسوا شو. ته (دوى ته) ووایه: هر یو انتظار كوونكى دى، نو تاسو (هم) انتظار كوئ، نو ژر ده چې تاسو به پوه شئ چې د نېغې لارې خاوندان څوك دي او څوك دى چې نېغه لار يې موندلې ده.‘‘ (135-132:20)

اما بعد!

اى مسلمانانو!

دا هغه زمانه ده چې تاسو په كې اوسېږئ.

سهار او ماښام جړقوونكي او وېروونكي خبرونه اورئ، د جنګونو او مقابلو پېش ګويانې كېږي، د مالونو، ځانونو او مېوو كمى روان دى. شيطان يو ځلې بيا د فقر او لوږې ډار خپروي او د بې حيايۍ حكم كوي. دا هغه احوال دي چې د الله په نيز له تاسو نه پر غوره خلكو تېر شوي دي.

دغه حالات پر غوره او نېكو خلقو د ډاروونكو خبرو او ازمېښتونو په شكل كې تېر شول او پر نورو د مصيبتونو او حوادثو په شكل كې.

په هر حال، حالات چې څنګه وي اوس او په اينده كې نو دا دا حق ژبې، او د صدق لښتې وي چې خلك خپل كريم رب ته بوځي او په خپل عظيم دين كې چې څه دوى كمى كړى وي د هغه په هكله ورته يادونه كوي.

زړونه يې د فتنو په وخت كې مضبوطوي او د ازمېښتونو په وخت كې يې ثابت قدم ساتي. يقينًا هغه خلك مخكې تېر شوې دي. پر الله قسم اوس له ايتونو نه مقصود همدا تاسو يئ.

نو د الله له كتابه نصيحتونه واخلئ، او د هغه په لاره او ايتونو كې غور و فكر وكړئ.

فَذَكِّرْ بِالْقُرْاٰنِ مَنْ يَّخَافُ وَعِيْدِؒ۰۰۴۵

’’نو ته په قرآن سره هغه چا ته پند وركړه چې زما له وعید (او عذاب) نه وېرېږي.‘‘ (ق45:50)

د الله سنتونه ثابت دي، تقدير يې نافذ دى، او معاملات ټول هغه الله واحد ته راجع دي، او ټول مخلوق د هغه بنده ګان دي.

اى الله! قرآن عظيم زمونږ د زړونو سپرلى، د سينو او زړونو رڼا، د غمونو لرې كوونكى، او د فكرونو او پرېشانيو ختموونكى وګرځوه.

همدا خبره كوم. او تاسو د رحمت او هدايت پر نبي محمد بن عبد الله(ﷺ) چې عالمنو ته د الله له جانبه رسول دى درود او سلام ووايئ.

اى الله! درود، سلام او بركتونه نازل كړه پر خپل بنده او رسول  محمدﷺ باندې او د هغه پر پاكيزه او طاهر آل باندې او د هغه پر  روښانمخو صحابه وو باندې او تر قيامته په نېكۍ سره يې د هغوى پر اتباع كوونكو باندې.

اى الله! اسلام او مسلمانانو ته غلبه او عزت وركړه، او سركشان، ملحدين او فساديان رسوا او ذليل كړه، اى الله! د خپل دين، خپل كتاب او د خپل نبي د سنتو او د خپلو مومنو بنده ګانو مدد وكړه.

اى الله! د دې امت لپاره د هدايت او سمون معامله پخه كړه چې په كې ستا اطاعت كوونكي عزتمن وي، ګناهګارو ته په كې هدايت نصيب شي او په كې امر بالمعروف او نهي عن المنكر وي اى رب العلمينه.

اى الله! څوك چې له اسلام او مسلمانانو سره، د هغوى له دين او وطنونو سره بده او ناكاره اراده لري، نو ته يې په ځان كې مشغول كړه او د هغهٔ چل او فريب د هغهٔ ځان ته وروګرځوه او بد ګردشونه پر هغهٔ راتاو كړه، اى رب العلمينه.

اى الله! په فلسطين كې او په هر ځاى كې ستا په لاره كې د جهاد كوونكو مدد وكړه اى رب العلمينه، اى الله! محاصره يې تهٔ ماته كړه، حالات يې تهٔ سم كړه، او دښمن ته يې شكست وركړه.

اى الله مسجد اقصٰى د ظالمانو له ظلم نه او د قبضه كوونكو له زياتي نه ازاد كړه.

نشته حق معبود مګر الله دى، چې ډېر حليم، او عظيم دى. نشته حق معبود مګر الله دى، چې د عظيم عرش مالك دى، نشته حق معبود مګر الله دى، د اسمانونو رب دى، د ځمكې رب دى، او د عزتمن عرش رب دى، اى الله! مونږ له تا نه ستا په اسم اعظم سره سوال كوو چې ته زمونږ مسلمانانو وروڼو باندې په هر ځاى كې لطف او مهرباني وكړه. اى الله ته يې په فلسطين كې مددګار شه. په سوريا، عراق، يمن او په هر ځاى كې يې مددګار شه، اى الله! ته پرې شفقت وكړه، مصيبتونه ترې لرې كړه او اساني پرې ژر راوله، اى الله! حالات يې ته سم كړه، پر هدايت يې راجمع كړه، هغوى ته شر رسوونكو ته تهٔ كافي شه، اى الله! دښمنان يې تهٔ ذليل او مات كړه.

اى الله! سركشان، ظالمان او د هغوى ملګري ته هلاك كړه.

اى الله! سركشان، ظالمان او د هغوى ملګري ته هلاك كړه.

اى الله! سركشان، ظالمان او د هغوى ملګري ته هلاك كړه.

اى الله! ته ورسره پوه شه، هغوى تا نشي عاجزه كولى.

اى الله! زمونږ حكمران خادم الحرمين الشريفين ته د هغو كارونو توفيق وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي كېږي.

نېكۍ او تقوا ته يې مخه كړه، اى الله! هغهٔ ته، د هغهٔ دواړو نايبانو او مددګارانو ته د هغه څه توفيق وركړه چې په كې ستا د بنده ګانو او هېواد خير وي.

اى الله! ته حفاظت وكړه او قايم ولره زمونږ فوځيان چې په سرحدي چوكيو او سرحدونو كې مؤظف دي، چې زمونږ د ښارونو، بچو او مقدس هېواد د امن د ساتنې لپاره جهاد كوي، اى الله! ته د دوى مددګار، مرسته كوونكى او حفاظت كوونكى جوړ شه، اى الله! د شهيدانو شهادت يې قبول كړه زخميانو ته يې شفا وركړه او درست يې وساته، اى تل ژونديه، د ټول عالم انتظام كوونكيه، اى د جلال او اكرام خاونده! اى الله! د مسلمانانو حاكمانو ته ستا د شرع د نافذولو، ستا د نبي محمدﷺ د سنتو د اتباع كولو توفيق وركړه، او تهٔ دوى پر خپلو مومنو بنده ګانو باندې رحمت وګرځوه.

اى الله! امن، پراخي او سوكالي زمونږ په ملك كې او د مسلمانانو په ټولو ملكونو كې خپاره كړه، او ته كافي شه زمونږ لپاره د شرخوښو له شر نه او د فاجرانو له دسيسو او چلونو نه.

اى الله! ته زمونږ نه ګراني، وباګانې، سودونه، زناګانې، زلزلې او ازمېښتونه لرې كړه، ټولې پټې او ښكاره فتني لرې كړه، زمونږ له دې وطن نه او د مسلمانانو له ټولو وطنونو نه. اى تل ژونديه، د ټول عالم انتظام كوونكيه، د جلال او اكرام والا.

رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱

’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘ (البقرة 201:2)

اى الله! زمونږ ګناهونه، په كارونو كې اسراف او زياتې وبښه، مونږ خپلو هغو هيلو او ارمانونو ته ورسوه چې ستا رضا په كې وي، اى الله! مونږ وبښه او زمونږ موروپلار، نيكونه او د هغوى اولادونه، او زمونږ بيبيانې او اولادونه وبښه، يقينًا تهٔ د دعا اورېدونكى يې.

اى الله! ستا ستاينه كوو چې تا پر مونږ خپل نعمت، يعنې باران نازل كړ.

اى الله! پر مونږ خپل فضل زيات كړه. او زمونږ په رزق كې بركت واچوه. او زمونږ پر هېواد او د مسلمانانو پر ټولو ملكونو باران ووروه.

اى الله! ته الله يې، له تا نه غير بل حق معبود نشته. تهٔ غني يې او مونږ فقيران.

پر مونږ باران نازل كړه او له ناامېدو نه مو مه ګرځوه. اى الله! پر مونږ باران نازل كړه. اى الله! پر مونږ مونږ باران نازل كړه، اى الله! پر مونږ باران نازل كړه.

د رحمت، خوشالۍ او تېز باران، ګټور باران، غټ څاڅكى باران، دعامې نفع والا او له نقصان محفوظ باران. داسې باران چې ښارونه پرې ژوندي كړې او بنده ګان پرې خړوب كړې او تهٔ دغه باران د ښارونو والا او بانډو والاوو لپاره د رسېدګۍ ذريعه وګرځوه.

اى الله! د رحمت باران نازل كړه.

اى الله! د رحمت باران نازل كړه.

اى الله! د رحمت باران نازل كړه.

نه د عذاب، مصيبت، وراني او غرقېدو باران.

اى الله مونږ له تا نه بښنه غواړو، يقينًا تهٔ ډېر بښونكى يې، نو پر مونږ تيز باران ووروه.

اى الله! تا چې مونږ ته څه راكړي په هغو كې بركت واچوه، او په خپل فضل سره په كې اضافه وكړه. اى تل ژونديه، د ټولو عالَم انتظام كوونكيه. اى ذا الجلال والإكرام. اى زمونږه ربه! زمونږ نه يې قبول كړه، يقينًا ته ښه اورېدونكى، ښه عالم يې، او پر مونږ د رحمت رجوع وكړه، يقينًا ته ډېر توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې. پاكي ده زمونږ رب لره، د عزت رب لره له هغو خبرو نه چې دغه مشركان يې بيانوي او سلام دې وي پر رسولانو، او ټولې ستاينې خاص الله رب العالمين لره دي.

كمپوزر: ګل رحمان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *