تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یو پلاوي په مشرۍ د ایران د باندنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره کتلي دي.
د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا لیدنه پرون په تهران کې شوې چې په کې د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي د ایران د باندنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله ژورې خبرې کړې دي.
د شاهین په خبره طالب پلاوي له ایراني لوري څخه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په تړاو هم د ستونزو د حل غوښتنه کړې چې د ایراني چارواکو لخوا منل شوې ده.
طالبانو په داسې حال کې ایران ته سفر کړی دی چې د سولې د مذاکراتو د بیا پیل لپاره هڅې پيل شوې دي خو د امریکا لخوا پر ایران دا تور هم په دې وروستیو کې واضح لګېدلی چې دا هېواد په افغانستان کې د امریکا او لویدیځ پر وړاندې د خنډ جوړولو لپاره طالبانو ته وسلې، پيسې او روزنه ورکوي.
پردی کټ تر نیمو شپو وی
تاریخ ښودلی چی د افغانستان ټول ګانډی هیوادونه د افغانستان په بی ثباتی او ناامنیی مستقیم او غیرمستقیم لاس بی شکه په ثبوت رسیدلی او تاریخ هر پاڼه پدی ګواهی ورکوی نو آیا موږ ته لازمه ده چی موږ د سولی پروسه چی بین الافغانی ناستی په وسیله مینځ ته راځی له پاکستان او ایران څخه هیله وکړو؟
آیا ایران د افغان سولی په وړاندی په یوه دریځ دریدلی ؟
آیا پاکستان زموږ د سولی موضوع یی د کشمیر له موضوع سره تړلی نده؟
آیا پاکستان تر اوسه پوری د طالبانو سره په تیر ۱۸ کلن نظام په دوران کی خپل اړیکی تعریف کړی؟
کچیری دا کړنی او اړیکی د ناامنی جوړلو لپاره وی نو ولی افغان دولت په پاکستان کی خپل سفارت او کونسلګری نه بندوی؟
یا ورته ګوری چی خیر دی که زما ولس ددی انتحار او انفجار یا بمبار کی کړیږی پروا نه کوی
باور وکړی کچیری له ۷ یا ۱۰ ماشوم څخه د پاکستان په اړه پوښتنه وکړی دوی به ونه وایی چی پاکستان زموږ د دوستی په تار چلیږی مګر دا به وایی چی دلته څه انتحار او انفجار کیږی پدی کی د پنجاب پوځ او استخباراتو لاس دی نو ولی دولت بیخی دا ډول دوستانه اړیکی د تل لپاره نه پریکوی او خپل سفارت دی د څو میاشتو لپاره وتړی چی ولس او نړیوال پوه شی چی پاکستان پوځ او استخبارات د افغان دولت او کړیدلی ولس په وړاندی د زور ، ترور او وژنی سیاست څخه کار اخیستی