له رسنيو کې د ملا عمر مجاهد یو لوی ليک د روژې په ابتداء کې لاس په لاس شو، په ليک کې د طالبانو د مشر په حواله ويل شوي و، چې په روژه کې به یې جنګيالي له وژنو، انتحار او جنګه لاس اخلي. وروسته د طالبانو ویاند په نامه وګړي هم دا ليک تاييد کړ، خو په همدې روژه کې اول په ګرديز کې ځانمرګي دوه لارويان مړه او دوولس ټپيان کړل، وړمه ورځ یې په لوګر کې اته کارګر ووژل او په همهغه ورځ د طالبانو له خوا په کندوز کې پر امنيتي پوسته بريد وشو او څلور پوليس پکې ووژل شول. د پخوانیو او اوسنيو بريدو کوټلی توپير د پېښې د پړې په منلو او يا د پېښې په اړه په خاموشۍ کې وو.
د یادو قتلونو او بريدونو ټولو پړه يې د معمول په ډول د طالبانو په غاړه ده. دغو بريدونو نه یوازې د طالبانو د مشر په اړه د ترحم انتظار د خلکو په ذهن کې وځاپه بلکې وګڼل شول، چې د طالبانو مشر څومره پخپلو جنګياليو او اوامرو حاکميت لري. جالبه ښکاره شي چې يو وخت حتی په وزيرستانونو کې پاکستاني او چچيني طالبان هم ځانونه د استوروي ملاعمر ترقيادت لاندې تمام عيار اعلان کړي او حتی په بل ملک کې جنګ د ملا عمر په تصميم پورې مشروط کړي، مګر په حقيقت کې د ملا عمر فرمان د جنګياليو لپاره په عملي صحنه کې دومره بې تاثيره او بې تعميله دی؟!
ملاعمر له ډېره وخته په جنګي چاپيريال کې د استورې کار ورکړی دی. حتی ځینې ملایان اوس له دې خبرې سره موافق دي، چې خپل بيعت شوی مشر يې ورک کړی دی. ملا عمر نه ثبت شوی ویډیویې پيغام لري، نه د ليدنو کتنو کومه خاطره، په پنځه نوي سلنه ځمکه يې د امارت د ساتنې په پلمه وينې بهېږي، خو دغو نه ستړي کېدونکو جنګونو سرلاري حتی یو ځل هم د موقتې ارامۍ لپاره خلکو ته په شرط او بې شرطه اميدواري ورنکړه. کله کله له دوه نا اشنا څنګونو د امارتي ويندويانو غږ جګ شي، د قتل، انتحار او انفجار پړه ومني خو همدغه ویندويان هم (ذبيح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي) تر ملاعمر ډېر الونيا دي. د جنګ د ليکو شاهدان ويني چې د طالبانو هر قوماندان او تر ډيرې کچې هرطالب د خپلې سيمې، کلي او درې په ملا عمر بدل شوی دی. يو طالب په ډېره اسانۍ د یو چا د وژلو، شکنجه کولو او حتی غير انساني سزاګانو د تطبيق احکام جاري کوي.
دا سوال د غور وړ دی، چې ملا عمر څرنګه د یوې ارادې په توګه چاته ځان نه ښيي، ډېری خلک پوښتنه کوي، ملا عمر د خونړيو اعمالو تر شاه د ملامتۍ يو استخباراتي سمبول دی، چې د سيمې هېوادونه پکې خپل نقشونه لوبوي. لکه څرنګه چې د ملاعمر د ځای ځايګي په اړه معلومات نشته په تازه وختونو کې د ملاعمر د ژوند او مرګ په اړه هم پوښتنې ګڼې شوې دي. هغه ملاعمر چې په کندهار کې به بې الايشه د خلکو د ليدنې د ټغر په منځ ناست و، اوس د جنګ په یو داسې ادرس بدل شوی چې امکان نلري دومره یې هغه عاطفه زيانمه شوې وي.
دغه فکر اوس محکومېدلای نشي، چې ملا عمر د تقاعد شوي جنګيالي په توګه د کوم سخت دريځ ادرس په يرغمل کې وخت تیروي. خلک د ملا عمر د مرګ او ژوند په اړه پېښو ته د ملاعمر د اهميت له زاويې ګوري، چې بل داسې سمبول په سختۍ ايجادېدای شي، چې د ملاعمر په څېر د افغانستان له شرقه تر غربه جنګ ته ګرمي ورکړي. په عام باور کې ملاعمر خاص ځای په سختۍ ډکېدای شي، خو تردې تېره د طالبانو د انشعاب د مخنيوي لپاره هم له ملاعمر پرته بله مشترکه وجه نشي کولای، د ټوپکو کوڅه په کوڅه مسلط جنګيالي سره توحيد وساتي.
د مېډيا په زمانه کې چې غږونه د زمانې د حرکت لوری او دليل ټاکي د ملاعمر دومره خاموشي او ورکه طالبان او د طالبانو په اړه عامه ذهنيت د دريو راتلونکوکلونو په اوږدو کې بدلولای شي. کله چې د سولې، بهرنيانو وتلو او تصاميمو په کش و ګير کې د کوټې شورا او د قطر مرکچيان تر ملاعمر اهميت پيدا کړي او چې د امير په توګه د ستر ملا فرمانونه يو پر بل پسې خپل تاثيرات وبايلي ښکاره ده، چې هغه وخت د طالبانو شريک مزل ګران شوی، د طالبانو خواخوږي کمېږي، طالباني زور خپل استخباراتي رنګ بربنډوي او دا مهال رانږدې شوی دی.
له محور ورځپاڼې په منننې.
په لوګر کی د اتو کسانو د وژلو نه ورسته نن څلور کسه قاتلان د کلنګار د محلی پولیسو له خوا ونیول شول. هغوی نه د مړو کسانو یو موتر هم په لاس ورغلی او په موټر کی د مړو کسانو بوټونه هم په لاس ورغلی دی. د کلنګار محلی پولیسو دغه وسله وال د لوګر د مهاجرینو له شهرک څخه نیولی دی. دا څلور کسه اوس د محلی پولیسو سره بندیان دی خو د لوګر امنیه قوماندانی غواړی چه دا کسان هغوی ته وسپارل شی، خو محلی پولیس غواړی چه داکسان د محل د سپین ږیرو له مشوری اورسته په سزا ورسیږی
ګرانو لوستونکو ! اوس ددی وخت رارسیدلی دی چه ددغه سمبولونو څه نقابونه لیري سي اوددی ډرامي اصلی ماهیت وخلګوته څرګندسي، که څه هم له نیکه مرغه نړیوال اوزموږ دهیواد ااکثره پدی پوهیږی چه تر کاسي لاندی نیم کاسه سته خو داورید و غوږونه ورته کاڼه سویدی دمیډیا حقیقي آواز دخلګو تر غوږو په کمزوري آواز رسیږي او همدا علت دی چه دځینو سره یی تشخیص کمزوره وي نه پوهیږي چه دپیښو حقیقي څیره کومه ده ؟ نوزه دمحترم وردګ صاحب دپورتني لیکني سره موافق یم اوهیله می دا ده چه ودی طرزلیکنو ته زیاده زمینه نوره هم برابره سی . مننه
ولس باید نور ددی درنده، وحشی، او د بربریزم د لاری په وحشیانو پسی را وؤځی. نور بس ده که وحشت هم وی نو د حد نه ورتیر شه، که بربریزم هم وی نو له حد نه ورتیر او که د پنجاب د هیرا منډی دلالی او مردګاوی وی هم نور له حد نه ور تیر شه. دا د تیاری زامن او د اکوړی او ډیره اسماعیل خان د ملایانو حرمیانو له هر خط نه پښه ور ها خوا کړی. نور نو بس ده ولس باید لا پاڅی او دا د تیاری زامن په ونو، غوجلو، څلور لارو، دښتو، او کنډوالو کی را ځوړند کړی او مردار جسدونه یی باید چی وسوځول شی تر څو یی هغه مردار او ناجایزه ډی آین آی اثار هم له منځه لاړ شی. مرګ په طالب، مرګ د تیاری په زامنو، او مرګ د اګوړی او ډیره اسماعیل خان د مدرسو په حرامیانو او ناجایز اولادونو