څو ورځی مخکی می په قطرکی میشت د طالبانو د یو مشرملا فاضل یو نهایت بی خونده او بی ربطه او د هر مجاهد او باالخصوص طالب دپاره د شرم او عار نه ډک یو صوتي کلپ یا مقطع واوریده چی هم یی د عالمي مجاهدینو او هم  د خپلو طالب مشرانو په قربانۍ خا ورې اړولي او د دروغو او افترا نه ډک اظهارات یی کړي او د شرم نه ډک د دغه مقطع په نشر باندی اوس طالب مشرانو پابندي هم لګولې تر څو ملت د دوی په خیانتونو خبرنه شي خو د نیکه مرغه چی مونږ ته نوموړی مقطع رارسیدلې ده.
    مخکې تر دې چې د طالب په حال او ماضي لږه رڼا واچوو لوستونکی او ټول قهرمان ولس، اسلامي امت او مخلص مجاهدین دې خبر وي چی د قطر طالب مشرانو له امریکایانو سره د شیخ آیمن الظواهري سودا کړې فقط په پټه خوله د هغه وژل او یا په ژوندوني امریکا ته د سپارلو کار پاتې دی او په دې خبره مونږه کره شواهد لرو. ولس دی په دی هم خبر وي چی په اسلامي نړۍ کی د امریکا د ټولو نه غټ نظامي مرکزپه قطرکی دی او د دغه نظامي مرکزپه خوا کی د همدی امریکا په مصرف جوړشوی د طالبانو دفتر د امریکا هدیه ده او د طالبانو په همدغه دفترکی امریکایانو داسی آلات لکولي چی طالب په تشناب کی هوا خارج کړي نوهم په پنټګان او سپینه ماڼۍ کی اوریدل کیږي او دا آلات د طالب پلار هم نه شي پیداکولی. د نن بې خونده طالب مشران د داسی استخباراتي شبکو په لاس کی پریوتي چی په کلونو- کلونو په خپلو مخالفو استخباراتو کې پټې مهرې تربیه کوي او د مخالف ملکونو استخباراتي مراکزو او سفارتونو ته جاسوسي آلات رسوي او نصب کوي یی نو طالب د کوم باغ ملۍ ده چی د دې آلاتونه به بچ پاتی شي.
    یو  د طالب هغه تحریک و چی د ظلم او وحشت او پاټکونو او د افغان ولس د شر او فساد نه د ژغورلو په خاطرمنځ ته راغی او که څه هم افغان ولس او نړیوال په دی خبر وو چی د تحریک د طبیعي قیام نه پس د نصیرالله بابرپه وساطت د پاکستاني استخباراتوپه لاس تمویل اوحمایه شو او حتی د جهادیانو په نوم د فسادیانو نه د خلاصون په خاطر نړیوالو هم حمایه کړ خو کله چی ملاعمر رحمه الله د نړیوال جهادي تنظیم القاعدې حمایه وکړه او د نړۍ مسلمانانو ته یی پناه ورکړه نو نړیوالو او باالخصوص پاکستان ډیر کوشش وکړ چی د مشر ملاصاحب لاره بدله کړي خو مشرم لا صاحب خپل امارت ختم کړ خو د تاریخ په پاڼو کې یی په زرینو الفاظو ولیکل چی افغانان یو مسلمان هم کافر ته نه سپاري.
    خونن د فاضل په نامه تش په نوم ملا راپاڅي او د هغه مجاهدینو پرخلاف خبری کوي او د درواغو افتراګانی پری کوي د کومو نه د دفاع په خاطر چی مشرملاصاحب خپل ټول امارت قرباني کړ او امارت په کلی توګه د منځه لاړ او همدغه عالمي مجاهدین وو چی بیرته یی د جهاد په صف کی نوی روح پو کړ او تر دوه کالو پوری د امارت د مکملی خاتمی باوجود یی د وزیرستان د قبایلو نه د جهاد بیرغ رپاند وساته او تر آخره د امارت سره بیعت کی پاتی شو خو اوس امارت د هغوی د سرونو سوداګانی کوي. موجوده امارت د امریکایانو او پاکستانیانو سره  د تحریک طالبان پاکستان، القاعده او داعش پرخلاف د جنګ او د دغه ډلو د تصفیی تعهد کړی. او د طالبانو موجوده خاین امارت او د موجوده ملا برادرچی یوګونګ اومسخ شوی انسان دی او لس دقیقی خبری هم نه شي کولی او د هیبت الله او ملا منصورپه لاس اود پاکستان او امریکا په پلان د ملادادالله رحمه الله په شان قهرمان او د هغه ټوله کورنۍ او په  په سلګونو د ازبک اوچیچین مجاهدینو کورنۍ د ښځو او ماشومانو سره شهیدانی کړی چی د هغی کره شواهد اواسناد موجود دي. د امارت د سقوط په وخت کی هم مخلص مجاهدین قرباني شو، بندیان شو او په امارت کی د پاکستاني استخباراتو مهری بچ او د پاکستان په اسلام آباد، ایبټ آباد کویټه او کوهاټ کی میشته شو.
    په ذکر شوي صوتي کلپ یا مقطع کی جاهل ملافاضل وایی ( د قطرمعاهده ۹۹ په سلوکی د طالبانوپه ګټه ده او ۹۱ په سلوکی د امریکایانوپه ګټه ده) دی ته وایی محاسبه اودی ته وایی تش پکړي مار ملا فاضل !!!! مقطع نغده موجوده ده . دا هماغه طالب مشران دي چی د امارت په وخت کی ترینه یو صحافي پوښتنه کوي چی تاسی د لوبو خلاف یاست او د هوا په څپویی ټوله دنیا اوري چی طالب مشرپه جواب کی وايي ( یایا دا خبره غلطه ده مونږد لوبو خلاف نه یواومونږدا منوچی فټبال د بدن دپاره ډیر ښه جمناسټک دی) دا هماغه جاهل طالب دی چی په فورمه کی د مجرد دپاره بی ناموسه لیکي ههههههه دغه دطالب تخصص دی او دا دهغه چا مقابله کوي چی د فقط د کوډ شوو یا مشفرو الفاظو د ډیکوډ کولو یا عادي حالت ته د راوړلو دپاره د کتوره متخصصین لري.
    منو چی د کفرمقابله په ایمان کیږي خوآیا د کفرمقابله به هغه څوک کوي چی د هغوی د غټواسلحونه نیولی تریوکارتوس پوری پردي جوړوي اوپردي یی ورکوي اوپخپله به نه سیواد نه ډګري اونه هم کوم تخصص لري اود استخباراتو اوهیروینواوآپین په عشربه جهاد پالي اود جنت لاربه یی بولي . په پاکستان کی به اوسیږي اودرواغ به وايي چی مونږ پاکستان کی نه یو. په قطرکی په دسترخوان به د امریکایی اډی په څنګ کی ارګيٍ اچوي اود هرپاس اولاندی ارګي نه به یی دډالربوي راځي اوبیا دعوه به د امریکا سره د دشمنۍ کوی؟ پاکستاني استخبارات به د پنجابي مسعود اظهرمولانا دهند دبند نه د راخلاصولودپاره د نیپال نه هندي طیاره راتښتوي اوپه لاهور کی به پکی تیل اچوي نوره اسلحه به ورکوي اوبیا به د طالب نه لاس پاک جوړوي اوطیاره به په کندهارکی طالبانوسره دروي اوپه خپل زعم متخصص اومؤمن طالب به په دی هرڅه خاموش پاتی کیږي. وايي چی:
 پرتوګ دی سوړی سوړی راوړ— چی هره سوړه دی ګنډم ژړارازینه.
    زمونږ د ساده افغانانومشکل دادی چی د هری پکړۍ اوږیری والا په ظاهري شکل غولیږي اود اسلام په نوم دوکه کیږي. کرنل امام د همدغه ساده افغانانود سادګۍ یوه ښه بیلګه ده چی یومکاراوعیاش اود انګریزي قانون اوهیرامنډی محافظ  کرنیل بیا افغانان په خپلی ږیری اوپکړی غولوي اود افغانانوپه لمونځ کی امامت کوي اودغسی هغه د کرنل امام په نوم شهرت مومي . اوباالاخره دغه مکارکرنل امام د ریښتیني مجاهد حکیم الله محسود رحمه الله په لاس وژل کیږي خود حقاني شبکه اودکویټی شوری د کرنل امام د راخلاصولو کوشش کوي. دملافاضل کیسه هم داسی ده. یومطلق جاهل چی لیک لوست هم نه شي کولی اوزه په ننګونی سره وایم چی که ملا فاضل دری کرښی صحیح عربي عبارت ولوست نومونږ به د ده ملایي ومنو او زه به هری شرعي محکمی ته د خپلو خبرو دفاع نه حاضرشم. بی سیواده ملافاضل د طالبانوپه وخت کی فقط د ضرورت په اساس د خپلی ګاوډبۍ له امله د خط مشر وټاکل شو او لکه په پاکستان کی چی جهادي مشران فقط د امریکا او نړیوالو د ضرورت ًپه اساس د روس پرخلاف مشران وټاکل شو همدغه شان د ملافاضل په څیر د امریکا په ونډه مست جاهلان یو ځل بیا په مونږ اوس راتپل کیږي او د پردو لخوا پالل کیږي. مونږ باید راویښ شو او د حق آواز پورته کړو.
    ملا فاضل اودده ملګري دا خبره هیروي چی دا شل کاله د امریکایانواود هغوی د اتحادیانوپاکستاني فوځ پرخلاف جهاد چاوکړ ؟ ملافاضل اودده دقطرونډه خوره شبکه د عالمي مجاهدینو په عالمي سطح قرباني اوپه افغانستان او پاکستان کی سرخندنی هیروي اود امریکا لخوا د قطرپه مذاکراتوکی د پنځه دیرش میلونوډالررشوت د هضمولو په خاطر فقط په امریکایی پلان د عالمي مجاهدینو پرخلاف خوله پرانیزي. وطن فروش فاضل د آی ایس آی په جیل کی د خپل امارت د دفاع وزیرملا عبیدالله رحمه الله په شهادت خاموش دی او د هغی پوښتنه نه شي کوي او د امارت د سیاسي او د بندیانو د کمیټی مشراستاذ یاسررحمه الله د شهادت پوښتنه نه کوي او همداسی په پاکستان او نړۍ کی او د همدی امارت نه د دفاع په خاطر په سوونو او زرګونو مظلومانو پوښتنه نه کوي خو د ډالرود هضمولو په خاطرد عرب مجاهدینو پسی خله پرانیزي.
د عمیل حکمتیار په څیر ملا فاضل او په قطرکی د امریکا ونډه خواره په کنړد پاکستان د توپونوپه ورولو اود ډیورنډ د فرضي کرښی په پخیدو خاموش دي اود هغه پاکستاني طالبانوپه قربانیو خاموش دي چی دهمدی امارت سره یی ورکړي دي. د قطرطالبي شبکه او ملا فاضل اوملا امیرخان متقي په دی هم ونه شرمیدل چی د کیمری مخی ته یی د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قریشي ته تحفه ورکړه او د د آی ایس آی مشرته ورغاړی وتل . ملابرادر د پاکستان په لاس ددی دومره بی عزتۍ اوقیدوبند سره د پاکستان  په صفت کولونه شرمیږي نونورپه په څه وشرمیږي.
موجوده طالب خوهر خیانت ته ملا تړلی خو مشرملا صاحب هغه څوک وو چی کله ترینه شیخ اسامه رحمه الله د یوولسم ستمبرد عملیاتواجازت ووغوښت اوهغه په فکرکی شونو شیخ اسامه رحمه الله ورته د هغه فلسطینۍ میرمنی ویډیوي مقطع وخوده چی اسرایلي فوځیان یی راکاږي نو مشرملا صاحب په ژړاشواوورته یی وویل چی هرڅه موچی وس کی وي کووبه یی اوهماغه ووچی ترآخره په خپل موقف ودریده اوآخرهم دهمدی پاکستاني استخباراتوپرلاس د جسد سره ورک شو. خوموجوده طالب دهمدی آی ایس آی په امر امریکایانو، روسانو، چینایانواوایرانیانوسره علایق جوړاودخپل ملت سره جنګ ته ادامه ورکوي. دی کی شک نشته چی موجوده افغان حکومت هم د طالب په شان د امریکا ونډه خوراوفاسد حکومت دی خوملت باید په دی خبره پوه وي چی د طالب دشمني دامریکا سره درواغجنه ده اوظاهري مخالفت فقط د کرسۍ لپاره دی اوموجوده طالب اوس د امریکا اوپاکستان په لاس کی لوبیږي.
افغان مجاهد ملت اومخلصومجاهدینوسره بل هیڅ لاره نشته پرته له دی چی د طالب موجوده خیانتونه رسوا اوځان ته نوی داسی قیادت رامخی ته کړي لکه د طالبانو د رهبرۍ دشوری زوړغړی ملا عبدالمنان نیازي چی په ډاګه اوبی ویری د حقایقو پرده پورته کوي اویا هم لکه د پاکستاني طالبانومشرتابه په شان مخلص قیادت چی د امریکا اوپاکستان ددواړو د غلامۍ نه آزاد دي. یوداسی قیادت اودریم قوت چی د طالب په شان دکوهي چنډخ نه وي اود عالم اسلام په سطح د مسلمانانود قربانۍ قدروکړي اوفقط دغه خپلی تنګ نظری اخوني ډلی پوری دمسلمانانو قیادت محدود نکړي ترڅومونږ د پردو او خپلو مفسدینو د ظلم نه خلاص شو.
ننګرهار
۲۶ شعبان ۱۴۴۱
۳۰ حمل ۱۳۹۹
————————
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *