زه په خپل ژوند کي له ملایانو څخه ډېري خاطرې لرم. دلته يې يوه نوې خاطره درلته لیکم. د اسنادو پر برابر مي د کندهار په معارف ریاست د اسلامي تعلیماتو په مدیريت کي کار بند وو.

ورغلم او خپل اسناد مي را سره واخیستل. د معمول په شان مراجعین راغلي او د دولت تخوا خواره متقي ملایان لا نه وو راغلي. يو ږیره خرېیلی کمپيوټر ته ناست وو او يو سپين کالی ببرږيری کولر ته مخامخ ناست وو او ورځپاڼه يې پر له اړوله.

ما کمپيوټر ته له ناست کس څخه پوښتنه وکړه چي دلته مي دا کار بند دی، څه وکړم؟ هغه ویل تر اوسه مولوي او مفتي صاحبان نه دي راغلي، کښېنه چي راسي بیا به ګورو.

نیم ساعت انتظار مي وکړ، که ګورم يو ځوان ملا راغی چي شخه لنګوټه يې تړلې، د کالو لمن يې تر ګونډو رسېده او پايڅې يې دومره پورته کړې وې چي تور لینکي او پر پنډۍ را شنه شوي ويښتان يې ښکاره کېدل.

راغلي کس د پخواني ناست حافظ په پرتله ښه روغبړ وکړ او بیا خپل ځای ته تېر شو. له مراجعينو يو ځوان کس ور سره څرمه شو او په خپ او پسپسکي اوازونو يې تر خپل منځ بحث پيل کړ. تر خپل منځي اشارو وروسته يې زه ځان ته ور وبللم او د کار په اړه يې را څخه پوښتنه وکړه.

ما خپل بیان ورته وکړ. ده لومړی زما شکل ته وکتل. سر تر نوکه يې کښته پورته را ته وکتل. پوښتنه يې وکړه چي د شیخ عبد السلام شاګرد خو به نه يې؟ ما منفي ځواب ور کړ. وې پوښتل چي پېژنې يې؟ بیا مي هم منفي ځواب ور کړ. ما وپوښت چي له شیح عبد السلام څخه يې هدف څوک دی؟ ده ویل: د پېښور وو، اوس مړ دی او سلفی وو.

زه پوه سوم چي دا پوښتنه يې ولي وکړه؟ ځکه زما لنګوته پر سر نه وه. شو او شان مي د ملایانو په څېر نه وو. خیر د شکل تر مطالعې وروسته يې د مضمون مطالعه وغوښته. د کتابونو، مدرسو، استادانو او ځايونو په اړه يې پوښتنې وکړې. کله چي د مضمون له مخې ډاډه شو نو يو څه خنده رویه شو. فکر يې وکړ چي خپل همفکره کس مي پيدا کړ. نو بس سمدستي يې ملايي تګلاره په ونیوه. وايي ښه، ته د دوولسمې په اړه څه نظر لرې؟ د میلاد لمانځل څنګه دي؟ په دې خاصو ورځو خیرات روا دی که ناروا؟ زه چي د بل کار لپاره ورغلی وم او ذهنا دې پوښتنو ته اماده نه وم او نه مي دا تمه وه، نو ځواب مي ډېر لنډ، مبهم، په ټيت اواز او مخ مي بد نیولی او تندی مي تروش کړ چي دا مو څه ایله خبرې پيل کړې. ده زما حالت درک نه کړ او له هغه بل ملګري سره د شوي بحث په اړه يې راته اوږدې خبرې پيل کړې.

ما له مجبوریته څو ارمږۍ ورته وکښې او په چوکۍ کي ژر- ژر مي اړخونه بدلول. مګر ملا له خپله بیانه خوند اخیست او زما په کیسه کي هم نه وو. اخیر مي د ده د څو بې نزاکتيو په مقابل کي يوه بې نزاکتي وکړه. د خبرو په منځ کي بخښنه وغوښته او بیا مي د مدير د نه شتون په اړه مالومات وغوښتل. ده ول هغه والي ته ورغلی اوس به راشي. بیا يې خپلو خبرو ته دوام ور کړ. زه تر لیږ ځنډه غلی وم او کله چي مي د خلاصون هڅه کوله، نو ده څو جالبې راته وکړې چي سترګې او خوله مي خلاصه ورته پاته شوه.

دې د حکومت په تنخوا پړسېدلي ملا يوځل د باغیانو د يو ملا يادونه وکړه او بیا يې هغه د شهيد په لقب ونازاوه. دلته مي فکر وکړ چي که ته خپله هغه شهيد بولې، نو هغه ستا قتل روا باله، د همدې لپاره يې جنګ ته لمن وهله چي اخیر په کي مړ هم شو. ښه نو ته به چیش يې؟ دا خلګ پر خپل ځان خپله شاهدي ور کوي او د خپل مرګ لپاره په خپله دلایل تراشي.

بیا وروسته وايي، زموږ د ملایانو دا واړه اختلافات که يو لور ته اړین دي خو بل لور ته اوس مهم نه دي. ځکه حکومت غواړي چي موږ په خپل منځ کي سره ښکیل شو او دوی راباندي حکومت وکړي. زموږ اصلي هدف چي له نظام سره مقابله ده هغه به پاته وي او په وړو- وړو خبرو کي به سره ښکیل يو.

د ملا دې خبرو را باندي سر وګرزاوه او سخت ورته حیران شوم چي ښه موږ په خپل لستوڼي کي دومره زهرجن ماران ساتلي؟ دا څلويښت کاله روان وحشت ستا فکر در خلاص نه کړ؟ دا د حکومت دومره تنخوا، له ملایانو سره ښه چلند، د فکر او بیان ازادي، ټول له مذهب او شريعت سره تړلې چوکۍ ملایانو ته ځانګړې کولو لا ستاسو ماغزه بدل نه کړل؟

بس نور ځني ولاړم. دا خبره مي له ملګرو سره شريکه کړه چي حالت دغسي دی. دوی ته مي وویل چي جالبه ده په پاکستان کي همدا ملایان دي د هغوئ ټوله تګلاره تاييدوي او دلته د دولت د ټولي تګلاري مخالفت کوي او ان د نظام په ړنګولو پسي يې را اخیستې.

زموږ د ملا او پاکستاني ملا دا دومره توپير په څه کي دی؟ ولي دلته د پايڅو په کښته کولو يو مسلمان کوني، لیچک، بدکاره، د نفرت وړ او د نورو تعزیراتو وړ شي، خو د پاکستان ملا که فرض روژه د قندیل بلوچ لپاره وخوري او سیلفياني يې له يوې ادا کارې سره پر ټولو رسنيو راسي بیا هم زموږ د ملا سپڼ تر خوله نه وزي؟

زه فکر کوم چي ظاهرا زموږ د عبادت خونه په سعودي کي ده، خو معنوي کعبه مو په پاکستان کي ده. په افغانستان کي هر څه بد دي خو همدا شیان زموږ د همدې ملا په فکر په پاکستان کي سم دي. که موږ پر پاکستاني ملایانو پوخ باور نه وای، نو ولي به په دومره نتاقض کي واقع وو؟

زما په دولت کي کار ناروا خو په پاکستان کي روا دی. زما کارمند مرتد او دو دوئ دا شهيد. زما حکومت د بل لاس پوڅی خو د دوئ دا د اسلام مدافع. زما عوام په يوه تاویز کافر او مشرک خو د دوئ دا په بسته کعبه او جلا دين جوړونې سوچ مسلمان. زموږ په هیواد کي د مخالفت فکر خاوند وژل ثواب خو د دوئ په ملک کي د فکر او بیان ازادي او عيني له اسلام سره موافقه چاره. دلته د ښځو زده کړې د کفر تر بريده ناروا او هلته زده کړې کول د پيغمبر د مېرمنې عائشې رض پر لار تګ بلل کېږي. له نامسلمانو هیوادونو سره زموږ د دولت اړيکې ناروا، دولت مو په کافر، دولتي کارمندان مرتد او پر ضد يې جنګ واجب، خو عيني همدا کار بیا د پاکستان په حق کي روا، کوونکی يې د اسلام د مدافع ملک ژغورونکی، تړون يې له حدیبيې او میثاق المدينه له تړون سره موافق او دا تګلاره يې عینا د خلفاؤ له تګلارې سره برابره بلله کېږي. زموږ د افغانانو ترمنځ په جنګونو کي وژونکي کسان يو لوری غازي او بل لوری مردار وو، خو د پاکستاني پوځ او غازي رشيد ترمنځ جنګ بیا د امیر معاويه او حضرت علي رض جنګ وګڼل شو او دواړه لوري شهيدان وبلل شول. په کابل کي د زده کړو لپاره راوتونکې نجونې فاحشې بلل کېږي او د علم مرکزونه د فحش مراکز ګڼل کېږي، خو په پاکستان کي بیا د هیرا منډۍ څخه اخیستونکي ټيسکي مسجد جوړول روا دي، ملا ته تنخوا روا ده او مجاهد ته د همدې پيسو چنده روا ده چي په افغانستان کي د علم مرکز په ونړوي. زه دې ته حیران يم چي اخیر دا ولي؟ تر پوره فکر وروسته پوه شم چي زموږ د سرټمبګۍ او د هغوئ د هوښيارۍ به تل همدا پایله وي.

۲۰۱۷/ جولای/ ۳

One thought on “د ملایانو فکر/ زبیر افغان”
  1. ښاغلي زبير جانه ! که
    زمونږ په معاشره يو دوه ملايان ناوړه کار وکړي نو ټول ملايانو رټل خو کم عقلي منطق نه دي . کيداي شي څه ملايان خرابه وي خو ځني داسي ملايان هم شته چي خپل وطن لپاره په اخلاص او صداقت سره خدمت کوي .
    د خواشني خبره خو داده چي ځمونګ لوړپوري چارواکي اکثر خاينان , غله دنور ملکنو په ګټه کار کوي ځمونګ نماي وزيران او په پار لمان کي وکيلان خارجي هيوادونوسره لاس لري په ځاي ددي چي خپل ګران ملت په ګټه کار وکړي . دنورو په ګټه کار کوي .
    زمونږ اکثر قومندانان خارجي استخباراتي کړيو سره لاس لري پوستي ان تر دي چي مکمل ولايتونو په سر معاملي کېږي .
    نقص صرف په ملايانو کي منحصر ندي
    .نقصانات په هر چا کي شته .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *