ژباړن: عصمت الله زهیر پښین –
تېر دوبی مي یو خوب ولیدو، چي په یوه لوی ښار کي استوګن یم خو د دې ښار نوم به څه وي؟
د نړۍ په کوم یوه ګوډ کي به موقعیت لري ؟
د دې ښار اوسېدونکي د تاریخ په کوم پړاو کي ژوند تېروي ؟
هیڅ هم راته څرګند نه و، ښه ګړی یو خوا بل خوا ګرځېدم، راګرځېدم ، دهر قام او نژاد بې شمېره خلک راټول سوي وو، پخپلو،خپلو ژبو سره ږغېدل ، ماخو داسي پاموله چي ټوله نړۍ سره یوه سوې ده او د یوه ښار بڼه یې غوره کړې ده ، یو ښار نه لکه چي ټوله نړۍ د لویدیځه تر ختیځه راته مخامخ وي !
کوم سپي به راته حتماً غپلي وي خو زه پخپله لاره رهي وم، پرسړک روان یم ، په بازار کي ، عن دا دی د یوې ښکلي ماڼۍ تر څنګ روان یم ، تر دې وړاندي مي هیڅ داسي زړه وړونکې ماڼۍ چیري لیدلې نه وه ، پر دروازه یې د خلکوګڼه ګوڼه د لیدو وه ، په غولي کي یې تر ملا توري لرونکي عسکر ګرځېدلو ، یوه سړي دهغه بل څخه وپوښتل :
دا ماڼۍ د چا ده ، پر دروازه یې دا ګڼه ګوڼه د څه د پاره ده ؟
د هغه بل د ځوابه څرګنده سوه چي دا د باچا محل دی هم نن د شاهي دربار ورځ ده ، سپېڅلی باچا د خلکو د جنجالونو او جګړو فیصلې هم نن ورځ اوروي !
څه ګړی وروسته دربان ږ غ وکړو :
دربار پیلېدونکی دی ، کتونکي دي دننه راسي !
د دا ږغ په اورېدو سره ډلي، ډلي خلک رامات سول زه هم په خلکو پسې سوم ، محل ته دننه ورغلم په وروستي قطار کي کښېنستم، باچا مبارک د سرو زرو پرتخت ناست وو، چي له وړانګو یې لمر هم شرمیدلو ، ښي اړخ ته یې په سپین پوستین کي پېچلی یو ښاغلی ناست و و، دا بل اړخ ته یې یو بزرګ پخپله سپینه چپنه کي سره ننوتلی ناست وو:
تر پوښتني وروسته پوه سوم چي پوستین لرونکی د (ګرجا) (کاهن) دی او په دا سپینه چپنه کي داسي ننوتلی سره ناست د ښار قاضي دی ، د باچا مبارک و مخ ته یو سپین کاغذ پروت وو، خورا په ژور نظر ورته ځیر وو، او ښه ساعت مبارک ورباندي سر ځړولی وو ، وروسته یې سرمبارک را پورته کړو ، دا ډول امر یې وکړو :
(جرم کوونکي حاضر کړی )
د ماڼۍ د غولي په کیڼه خوا کي بندي خانه وه .
څه ډول چي دا فرمان په فضا کي خور سو سمدستي د بندي خانې ور پرانستل سو ، تابه ویل د زمري خوله وازه سوه، عسکرو یو زوړ، سولیدلی سپین ژیری دباندي راویستلو ، رېږدیدو او ګام پرګام پرخوله لویدلو ، عدل خوښونکي باچا زښت په کرکه او بیزارۍ پوښتنه ورځني وکړه ، ده کوم جرم کړی دی ؟
کاهن په جواب کي ورته وویل :
باچا سلامت داغل دی! د کلیسا د وړو د بوجیو څخه یې یوه بوجۍ وړه غلا کړي دي ، دا وړه د خوارو او مسکینانو لپاره ذخیره سوي دي .
او د خلکو ږغونه را پورته سول ټولو ویل :
لعنت دي وي په داسي ناوړه جرم کوونکي باندي ، چي د خدای د کوره د خدای مال پټوي!
ګواهیان راطلب سول، د کلیسا پادرانو د سپین ژیري په خلاف شایدي تېره کړه ، اوس باچا مبارک ښه ګړی د کاهن سره پوساری خاتو ، وروسته داسي وغړمبېدو :
مقتل ته یې بوزی ، وار دمخه یې ښی لاس او ښۍ پښه ، بیایې کیڼ لاس او کیڼه پښه ، وروسته یې سر ورځني غوڅ کړی، د بدن غوښي یې ټوټې،ټوټې کارغانو او نورو وږو ځناورو ته واچوی !
اوس سپین ژیری دعدل خوښونکي باچا و مخ ته پر سجده سو د رحم غوښتو لپاره یې خپل ریږدیدونکي لاسونه د هغه په لور وروغځول خو عسکرو یو ټینګ ګزار په مخ ورکړو او د زندان په لوریې ټیل کړو .
اوس یې یو اتلس کلن ځوان راوستلو چي بڼه یې الوتې ، وجود یې مات او ستومان ایسېدو چي د ډاره یې ټول اندامونه ریږدیدو، عسکرو د باچا مبارک حضور ته راپېښ کړو او شاهي ږغ یوار بیا په فضا کي پورته سو :
د ده جرم دي وښودل سي !
یوه ورپکي وویل :
دا وژونکی دی یو دولتي مامور یې کلي ته مالیې غوښتو ته ورغلی وو ، ده له دې مامور سره خورا سپین سترګي او لوچګي کړې وه هم یې د مالیې ورکولو ورته انکار کړی وو، مامور یې دا ناوړه چلند غندلی هم یې ملامتیا ور اړولې وه ، دعکس العمل په توګه یې ونکړی سو چي خپل قهر په واک کي کړي ، توره یې دم دستي د پوښه کښ کړه په یوه وار یې د مامور کار ورتمام کړو!
اوس ټول خلکو په یوه خوله سره وویل :
اف! دا څومره دشرمه او د ډاره ډکه خبره ده چي دباچا مبارک ماموریې ووژلو ګویا دا یې باچا مبارک ووژلو!
د وژل سوي مامور عسکر حاضر سو هر یوه په خپل نوفت د مامور د وژلو شایدي تېره کړه .
عدل خوښونکي باچا اوس د څه ساعت لپاره خپل سرمبارک ګریوان ته ځړوندکړو وروسته یې په قهر او غضب سره وویل :
دا وژونکی مقتل ته بوزی ، د وني په ښاخویې راځړوندکړی ، ټول رګونه یې ورله غوڅ کړی چي په بدن کي یې د ویني څاڅکی هم پاته نسي !
اوس د ځوان تر خوله ناڅاپه یوه چیغه وختله چي د عسکرو بې دردولاسونو نیمه خوا کړه او په بیړه یې ځوان بیرته زندان ته ورسولو .
ښه ساعت لا تېر نه و چي عسکرو یوه ښکلې پېغله د مرګ او ویر له دې زړه ریږیدونکي سمڅي رابیرون کړه ، رښتیاهم نجلۍ د حسن او رڼا زړه وړونکې سپوږمۍ وه که یې پر مخ د ویر او ناهیلۍ توري وریځي راخورې نه وای .
اوس باچامبارک وپوښتل ، د دې نجلۍ جرم څه دی ؟
قاضي په جواب کي ورته وویل :
دا ځواني خرڅونکې ده ، پرون چي یې کورته کوم عزیز ورغلو، نو دا په یوازیتوب کي د یوه ځلمي سره یوازي وه او دا ځلمی ورباندي مین دی، څو ورځي د مخه یې له دې سره واده کول غوښتو .
اوس ټول خلک په نارو او غضب سو ، ټولو په یوه خوله وویل:
دا ووژنئ، دا په کاڼو سنګسار کړی ، دې ډېر ستر خیانت کړی دی !
دې ډیر لوی جرم کړی دی!
باچا مبارک وویل:
شایدان یې څوک دي ؟
د پیغلي قریب راحاضرسو چي ددې جرم لیدونکی و، د پیغلي په ضدیې شایدي تېره کړه ، اوس قاضي ښه ساعت د باچاسره پوساری اچولی و، ښه ګړی وروسته د باچا مبارک د عدل ترجماني ژبي د سزا اعلان دا ډول واورولو:
دا نجلۍ مقتل ورسوی ، سر تر نوکه یې لوڅه کړی او بیایې سنګسارکړی ، څه په دا ترتیب چي یې نه پرغوښه پوست پاته سي او نه یې پرهډ غوښه!
اوس په خلکو کي د خوشالۍ یوه څپه را پورته سوه لکه چي د باچا په عدل، دوراندیشي یې حیرانتیا او په شان او عظمت یې د احترام او تعظیم اظهار وکړلو، وروسته خلکو د باچا او د ده قاضي او کاهن په حق کي اوږدې، اوږدې دعاوي پیل کړې :
عدل خوښوونکی باچا چي څه مهال د خپله تخته ولاړ سو نو ټول خلک ورسره ولاړ سول، د باچا د تګ وروسته ټول خلک خپلو،خپلو کورونو ته په خندا ،خندا رهي سول .
بیخي چي هلته هیڅوک پاته نسو ، ماهم د ویر او ماتم پیټی پزړه کي را واخیست او د دا ماڼۍ دباندي راووتم ، خیال مي د دې نابلدو پریکړو سره غاړه غړۍ و، جرم کوونکو ته هیڅ د سپیناوي حق ورنکړل سو ، دهغو د مخالفینو پرته هیڅوک بې طرفه شایدي ورکولو ته راونه غوښتل سو او زیاته حیرانتیا مي په دا وه چي خلک د یو قوي قوت په وړاندي د کمزورۍ او بندګۍ مجسمې په څه ډول ګرځي ، په احترام او سپېڅلتیاکي یې څومره فریبجن چلندونه کاروي ، په پټوسترګو څه ډول ایمان ورباندي راوړي او په هرحکم یې څه ډول لبیک وایي ،پرته له دې چي هغه حکم د انصافه ډک او که د انصافه تش دی ، رحمت او شفقت لري که سنګدلي او بې دردي ورځني څاڅي ،ماڅو،څو واري د دې خپل زړه څخه وپوښتل:
کاش! زه په دې پوهیدلی وای چي د خلکو په دې دومره ګڼه ګوڼه کي هیڅ یو غل، وژونکی یا زناکاره څوګ ګډ نه و، چي د دې خوارو قسمت رټلو بې وسي یې درک کړې او زړسوی یې باندي راغلی وای هم یې په هغه سترګو د دې خوارو جرمونو ته کتلي وای ، په کومو سترګو چي خپل جرمونه ګوري هم یې د رحم اوبخښي هیله ورته هم هغه ډول درلودلی لکه څه ډول چي د ځان لپاره د رحم او بخښي هیله کوي ؟
که چیري د وخت د جبر لکبله دوی د دغه بدنصیبو پر ځای نن د قاضیانو په مخ کي د جرم کوونکو په نوم ولاړ وای:
دا به ممکن نه وي چي زنا کوونکی دي رښتونی زناکاره نه وي !
داسي نسي کیدلی د خپل ابرو او مال د ژغورني په خاطر دې هغه وژلی وي!
ولي چي د دې خو هیڅ امکان نسته چي غلا کوونکي دي دا غلا د ځان یا د کورنۍ د لوږي په خاطر کړې وي ؟
دا باچا مبارک په خپل ژوند کي یوار هم په هېره هم د جرم اقرار نه دی کړی، څه هغه د وژونکو د جرمونو څارني مهال د زړسوي او خواخوږۍ کار اخلي؟
د کاهن پلاس کي یو ناجایزه دینار یوه ورځ هم نه دی لویدلی چي دکلیسا څخه په غلا سوې بوجۍ د کاهن د قهر او غضب اور ووژني او د غله خطا وبخښي؟
د بدکارۍ په کنده کي د قاضي پښه یوار هم نه ده ښویدلې چي د نارینوو د هوسونو په جال کي د راښکېل سوو ښځو په اړه خپلي قهریدلي غضبناکي لمبې تم کړي ؟
دا په چوکیو کي ناست خلک څوک دي چي د بې وزلو د ژوند او مال واکداران دي څه ډول چي یې زړه وغواړي هم هغه ډول امر کوي او په خپل زړه په خلکو کي خوښۍ او بدبختۍ ویشي :
دوی نه خو سپېڅلي پېغمبران دي او نه سپېڅلي ملایکي !
نه د خدای پاک لخوا ورته کومه وظیفه ورسپارل سوې ده چي د بندګانو دې ساتنه وکړي او د نصیب برخي دې په بندګانو کي د دوی په لاسونو وویشل سي :
نو دا بیا د چا په حق دا دومره مغرورتیا دوی غوره کړې ده او دا واک او اختیار د کوم شرعي دلیل له رویه ځان ته ورکوي چي دوی ترټولو خلکو افضل دي !
څوک دی باچا؟ د نړۍ تر ټولو غټ جابر انسان یا د یو داسي غټ جابر انسان اولاد نه دی چي د خلکو سرونه او لاسونه یې زینه کړل د خپل شهنشایت تخت ته ورباندي تېر سو ؟
کاهن څوک دی؟ کاهن تر ټولو خلکو چالاک او لوی مکار نه دی ،تل یې په ناتوانو روحونو او رنځورو زړونو ډاکې نه دي اچولي؟
دا قاضي څوک دی ؟ چي تل یې حق ته د باطل او باطل ته یې د حق جامې رغولي دي او تر ټولو زیات نفس پرست هم دا قاضي نه دی ؟
ظلم کوونکي ، بې زړسویه وژونکي او شوکمار خو هسي هم نیک او پرئیزګاره نه وي ؟
دا بیخي ناشونې نه ده که یو څوک خپل ابرو او ننګ په خطرکي وویني په قهر او غضب دي سي هم په دې قهر او غضب کي دي خطر پېښونکی ووژني نو ولي هغه ته وژونکی وویل سي او چي باچا سلامت دا وژونکی ووژني نو د انصاف کوونکي په نوم ونومول سي :
غلا کوونکي به د ځان یا د عیال لپاره یوه ګوله د ډوډۍ غلا کړې وي د غله په نوم یادیږی او قاضي چي یې د لاس ، پښو، بزي او غوږو غو څولو فرمان صادروي د ( حق منونکي څښتن) په لوړ لقب نازول کیږي :
که یوه ښځه د کوم نارینه په دام کښېوزي یا د شیطان د وسواسونو په دام ښکېل سي د ګمراهۍ او رسوایۍ کندو ته ور پریوزي نو د هر لوره ورباندي د لعنت او ملامت کاڼي بیا را وري او و خلکو ته یې د مخ کتل هم عذاب وګرځي :
او چي کله پوه سي چي ټوله بربنډه ده ، په کوم شي پوري یې کلکه تړلې هم ده اود هري خوا ورباندي کاڼي راوري نودا ننداره زښته پزړه پوري ورته ښکاره سي ، د داسي سزا او د داسي انجام په لېدلو خورا خوښۍ څرګندوي .
څنګه چي اور په اور وژل کېدلی نسي یا زهر څښونکي په نورو زهرو څښلو ژوند ته رسېدلی نسي هم دا ډول بد په بدو نه ورکیږي او غم په غم نه خاوري کیږی :
دا ډول ډېري خبري مي پزړه کي لوبولې او روان وم چي راباندي شپه سوه یو تاریک ا و وحشتناک ډاګ ته ورګډ سوم د مرغانو د وزرونو څرپی پکي خاتو، ښه په وړاندي لا نه وم تللی چي سترګو مي یو داسي زړه بوږنونکی منظر ولیدو چي اغیزه یې تر نن ورځي پزړه راته نقش پاته ده :
د هم هغه سپین ژیري بدن اوس بې لاسو او بې پښو په وینو او خاورو لړلی پروت دی، لاس او پښې یې داسي شوبتو پراته دي ، ته به وایې چي ماتم کوونکي ښځي ورته راغلي دي :
اتلس کلن ځوان په یوه برداره ونه څه دا ډول راځړیدلو ، تابه ویل چي دی هم د وني یو ښاخ دی، د رګونو ټوله وینه یې څاڅکی، څاڅکی څڅېدلې وه ، دا ځکه د یو سوري یا تېر سوي خیال په څېر ښکاریدلو :
هغه خواره پېغله چي اوس د غوښي یوه سره ټوټه ښکاریده کاڼي یې و هري خوا ته په وینو انبار پراته وو!
هم دې درې مړو ته نژدې یو لښتی د وینو ډک و، زه پوهیدم چي د هم دې خوارو ویني دي لاکن پر سترګومي قرار،قرار توره پرده غوړیدله ،عن چي هرڅه مي اوس د سترګو وډر سو او پر مځکه بې هوښه راپریوتم ، څه مهال چي پر هوښ راغلم شپه نیمه تېره سوې وه ، سترګي چي مي ورباندي قراري کړې ، یو ډارونکی سوری زما پر خوا قرار، قرار را رهي وو، خورا ورځني وډاریدم په منډه د یوې وني تر شاه ځني وډرسوم ، سوری هم په هغه ترتیب مخ په وړاندي راغځېدلو ، ښه چي را نژدې سو ، په لاس کي ورسره څراغ یې بل کړو، د څراغ به رڼاکي مي ولیده یوه سپین سرې بوډۍ ده چي د څرګند حالت او لباس یې غربت راڅڅېدلو :
اوس هغې هري څېرې ته څو،څو واري په ځیر،ځیر سره وکتل او وروسته د سپین ژیري مړی ته ور نژدې سوه ، ورباندي وغوړېدله ، ښه ساعت یې ورباندي وژړل ، بیا یې د سر او پښو را غونډولو پسې ولاړه سوه ، ټول یې سره را غونډ کړل ، د سپین ژیري پر بدن یې پیوند کړو ، ورپسې یې تر ونه لاندي قبر وکیندلو په قبرکې ښخ کړو، د قبر سر ته ورته ودریدله په الوداعي ګړدود یې ورته وویل .
اې مظلوم شهیده ! تاچي زما او د دې خوارو ماشومانو لپاره کومه بدبختي قبلوله کړه هغه دي رښتیاهم د خدای لپاره قبوله کړه ، هغه اروا چي ستا له بدنه والوته او هغه صورت دي چي په قبر کي پروت دی د خدای پاک د حفاظت تر سیوري لاندي پروت دی ، ته تر ټولو خاوندانو غوره خاوند او تر ټولو سرتاجو په زړه پوري سرتاج وې ، ستا ژبه او لاسونه تر دې ټولو زښته سپېڅلي زړه ا و اروا دي تر دې ټولو شریفه دي ، ځه د خپلي برخي غوښتو ته خپل پروردګار لره ځه هم د هغه څخه د ټولو انسانانو عن د دې خپلو وژونکو ، ظالمانو لپاره مغفرت او رحمت وغواړه ، زما هم د خدایه دا دعاده چي ډېره زغرده مي لتاسره یو ځای کړي :
ستا په بېلتانه کي زما هم دا یوه هیله ده چي لتاسره بیا ووینم !
دې ویر او دې ماتم زښت وژړولم هم دې زړه ځورونکي چاپېریال زړه راپکي غوڅ کړو ، زړه راته وویل دا چي څه وایي رښتیا وایي، رښتیاهم سپین ژیري د عدالتي پریکړي شهید دی، پزړه کي مي تلوسه را ولاړه سوه چي د بوډۍ ټوله کیسه واورم ، دا ځکه نور تر ونه وډر پاته نسوم د بوډۍ خوا ته ور روان سوم:
بوډۍ چي زه ولیدم وډاریده خو سمدستي بیرته په عادي حالت راغله، خو خپله بدمرغي بیرته وریاد سوه چي دا مهال بوډۍ ورسره لاس او ګریوان پاتي وه او د هغې بدمرغۍ په مقابل کي د ژوند راتلونکو بدمرغیو ارزښت بوډۍ ته نه درلود نو بې د کوم ځنډه مي ورته وویل :
تاسو د ما هیڅ ډول ډار مکوی ! زه یو لاروی یم ، نه د دې ښار په اړه کوم معلومات لرم ، نه یې د وګړو سره بلدیم هم دلته تیریدم ته مي دې قبر ته داسي د ویر او ماتم په حالت کي ولیدلې نو زړه مي خولې ته راغی ، زه ستاسو د ویره ډکه کیسه اوریدل غواړم، امکان لري تاسو ته په ښه درسم ؟
بوډۍ چي مي خبري واوریدې نو اوښکي ورباندي روڼي،روڼي راتوی سوې او په سلګو، سلګو یې راته وویل :
( خاوند مي کله هم غل نه و، د ځوانۍ او پوخ عمرۍ ورځي شپې یې په مزدورۍ او خوارۍ راتیري کړې ، یو ګړی هم په قراره نسو هره لحظه د ځان او عیال د روزۍ میندلو په تراټ اخته وو ، لنډه دا چي زوی مي ځوان سو، د مور او پلار د لاس لکړه سوه ، د زوی د کومک او اعانت څخه تر اوسمهاله لا ویړیا برخمن سوي نه و چي د مرګ بې رحمه لاسونو مي دا د سترګو تور راڅخه واخیستلو چي د خپل ناوسه مور او پلار او تنکي ،تنکي ماشومانو د ژوند یکي یوازي پیلامه وه، تر شاه یې پنځه تنه عیال را پاته سول چي تر ټولو مشر یې لس کلن ماشوم دی ، نیکه یې مخکي لا د سپین ژیرتابه تر بار لاندي سلګۍ وهلې چي د دې پنځو یتیمانو بار د ژوند توان ښه پکي اوبه کړو ، ورځ دربله د توانه لویدو او موږ ټول ورځ دربله د لوږي او بدبختۍ کندي ته روان و، موږ چي د څه ډول بدمرغیو او بدبختیو سره لاس او ګریوان و ، دا هغه څوک ښه هڅولی سي چي د دا ډول پیښو سره مخامخ سوي وي :
یو ماځیګر لمر پر لویدو وو ، موږ ټول تش لاس ناست و، په کور کي مي هیڅ هم نه درلودو چي ماشومان مي په ماړه کړي وای یامي تش په هیله کړي وای ، اوس مي اندیښنه قرار،قرار غوړیدله ، د ځان سره مي فکر کاوه که خدای راباندي خپل د رحمتونو دروازې وازي نکړې نو موږ ټول به د لوږي مړه سو:
بې دې بله هیڅ لاره راښکاره نسوه چي د ژوند په هغه لاره کي دي پناه واخلم چي پکي هر بې وسه او وږی پناه اخلي هم دا ډول په خیر غوښتولو پسې را ووتم خو په دې دومره ډلو،ډلو خلکو کي مي هیڅوک داسي ونه موندلو چي زما پر حال دي ورحمیږي او خپل لاس دي زما پرلور را وغځوي :
زما او د دوئ تر منځ مشکل هم دا پېښ و ، چي نه مي د خیر غوښتونکو په څېر ګدډۍ درلوده او نه مي د سوالګرو غوندي په لاس کي ګټوری درلود، نو ځکه ناهیلې بیرته خپل کور ته راستنه سوم ، خدای ښه پوهیدو زړه مي هغه مهال د ویر او ماتم تر درانه بار څه ډول ریږیدو ، کور ته په را رسیدو سره مي ولیدل چي ماشوم له لوږي ریږدي ، سپین ژیری نیکه یې د ویره خپل ورغوي سره موښي او اوښکي پر مځکه څڅوي ، په هیڅ نه پوهیدلو چي څه وکړي او ماشومان په څه او څنګه وغلوي ؟
خدای سته دا مهال خپل مرګ که مي په سترګو لیدلئ نو به یې منظر د دې ماشومانو تر منظر هیڅ ځورونکی نه وای ، کورته د راتلو سره څه ډول په خوارو او وږو سترګو دوئ وماته کتل سترګي یې زما په تواب لګیا وې چي د نس د اور وژلو ته مي څه ورته راوړي دي ؟
خو ماسره د هغو لپاره هیڅ نه و، د یوې وژونکي هیلي او ځورونکي بې وسۍ پرته راسره هیڅ نه و!
زړه مي راغونډ کړو سپین ژیري ته مي وویل داسي مي اوریدلي دي چي د ښار په ګرجاکي د خیرات مال پروت دی
چي کاهن اعظم یې په محتاجو او مسکینانو ویشي ، که چیري کاهن اعظم ته ورسې د خپل تریخ داستان یې خبر کړې د رحم او خواخوږۍ غوښتنه ورځني وکړې ، ګوندي وي دا ډول د دا ماشومانو لوږه پایڅوړ ومومي .
دا چي مي ورته وویل د سپین ژیري په سترګو کي د امید رڼاوي په ځلا سوې ، سمدلاسه یې لکړي ته لاس کړو د ګرجا په لور روان سو ، د کاهن حجرې ته په رسېدو سره خپل د ویر ډک داستان یې هغه ته تېرکړو هم یې خپلي هغه اوښکي د کاهن په پښو کي ټولي وڅڅولې چي زمانې لا د هغه په رنځورو سترګو کي تر اوسمهاله خوندي ساتلي وې خو کاهن د هغه سره هم هغه ډول ناوړه چلند وکړو څه ډول ناوړه چلند چي د حاجتمند او غوښتونکي سره روا ساتل کیږي :
کاهن په ځواب کي ورته وویل ګرجا د هم هغه چاسره مرسته کولی سي چي په خپلو ښو ورځو او شپو کې د ګرجا سره مرسته کړې وي ، تاخو په خپلو ښو ورځو او شپو کي د ګرجاسره هیڅ ډول کومک نه دی کړی، ستا لپاره به ښه هم دا وي چي خپله لار واخلې او د دې ځایه ولاړ سې ، د رزق دروازې درباندي تړلي او که پرانستي دي خو د جرمونو دروازې بې شمېره دي !
هغه د ویر او خواشنۍ په ګډولي کي د کاهن له حجرې راووتو ، دنیا یې در سترګو د ښکاري د جال په څېر یا خو د کرک د ځالي پشان تنګه ایسېدله را رهي و خو د ګرجا غولي ته چي را ورسېدو په یو کونج کي یې د وړو بوجۍ ولاړه ولیدله ، په زړه کي یې وروګرځېدو چي در په شا یې کړه:
لوږي او مفلسۍ که ځورولی نه وای ، زړه کي به یې کله هم داسي نه وای ورګرځېدلي ، د حیا او غیرت لکبله یې تر بوجۍ سترګي واړولې او پخپله لار روان سو ، اوس چي بوجۍ ته رانژدې سو یوار بیایې سترګي د وړو په ډکه بوجۍ کۍ ښخي پاته سوې ، زړه یې یوار بیا هغه پخوانۍ صلا ورکړه :
ده که هر څومره نه غوښتو چي د خپل زړه خبره ومني خو خبره یې تر وس تېره وه، بوجۍ ته نژدې کښېنستو ، د ځان سره یې قرار وویل دا خو ټول د خوارو او بې وزلو حق دی او زه هغه خوار او بې وزله یم چي په ټول ښار کي به ترما هیڅوک هم دا مهال دومره حاجتمند نه وي لکه څومره حاجتمند چي دا وخت زه یم :
که د دې بوجۍ وړل دا وخت جرم دی نو کاهن خو وماته د جرم کولو اجازه کړې ده !
نور یې بوجۍ را په شا کړه او په لړزانده ګامونو را رهي سو ، د ګرجا تر دروازې رسېدلی نه و چي بار یې له توانه په واتو سو ، د تګه ولویدو ، نژدې و چي بوجۍ وغورځوي خو سمدستي ماشومان وریاد سو چي د کور دیوالونو ته د لوږي ریږدي، یو څه نور په وړاندي و خوځېدو ، کله به یې په لکړه ځان تکیا کړو او کله به پر دیوال تکیاسو ، پای ناهیلی سو ، داسي یې وپاموله چي ساه یې په ځګر کي راغونډه سوه نه پورته ځي او نه کښته راځي، سترګو کي یې پاته رڼا هم ورځني کډه سوه، هرڅه ورباندي تیاره،تیاره سو ، په ځګر کي یې ویني راوخوړکېدې، په خپل څادر کي یې پښه اړه سوه ، پر خوله راپریوتو ، بې هوښه سو :
د ګزمې عسکرو تېریدو مهال چي دی د بوجۍ سره بې هوښه پروت ولیدو ورباندي شکمن سو –
هلته د ګرجا په پادریانو بوجۍ ، بوجۍ کوکي ناري ګډي وې ، د ګرجا ټول کونجان یې په بوجۍ پسي ولټول هیڅ یې بوجۍ ونه موندله ، ناهیلي ، مضطرب تر ګرجا دباندي یې د بوجۍ لټون پېل کړو ، سیخ هغه ځای ته راغلو چيري چي د ګزمې عسکر تر سپین ژیري چاپېر ولاړ و و ، هم دا ډول یې ورکه سوې بوجۍ ومیندله، د سترګو په رپ کي بوجۍ په ګرجا کي پرته او سپین ژیری په زندان کي پروت وو،وروسته چي څه پېښ سو هغه ټول تا پخپلو سترګو ولیدلو چي څه پېښ سو :
ارمان په د ې راته دریږي چي مظلوم وو، او بې ګناه ووژل سو، اوس دي خدای پرما او پر د ې بدنصیبو ماشومانو خپل نظر کوي !
د خدای په امان! اې زما د ځوانۍ ملګرې ، زما د سپین سرتوب مرستیاله ، اې تر ټولو مهربان خاونده او تر ټولو مینه ناک زړه لرونکې :
ملګرې ! تر هغه وخته د خدای په امان تر څو په اخرت کي خدای بیا ما او تاسره یو ځای کړي !
نوره لاړه په هم هغه لاره ستنه سوه په کومه لار چي راغلې وه ، سیوری یې تیارو لا سم په ځان اخښلی نه و چي یو بل سیوری مي تر سترګو سو هم په هغه ځای چي ړومبی سیوری هم دا اوس پکي ښخ سو او دا بل سیوری راوټوکېدو ،سیوری قرار، قرار را نژدې کېدو ځان مي تر ونو ځني وډر کړو چي و یې وینم او کول څه غواړي :
سپوږمۍ هم اوس قرار، قرار خپلي رڼاوي غوړولې ، د سپوږمۍ په رڼا کي مي هغه سیوری صیح کړئ چي یوه ښکلې او زړه وړونکې پېغله ده چي د ډېري ژړا یې سترګي پړسېدلي او پر مخ یې اوښکو لاري جوړي کړي دي ، اوس یې د اوښکو ډکي سترګي وغړولې او په هغه مړي کي یې سترګي ښخي سوې چي د وني په ښاخ پوري راځړوند وو:
پېغله ور رهي سوه خپل لاسونه یې ور اوږده کړل د هغه پړي غوټه یې پرانستله چي مړی ورباندي ځړوند وو ، نور مړی پرمځکه راپریوتو چي هغې پخپلو لاسونو کي راتکیاکړئ او قرار یې پرمځکه کښېښود ، د پښو د خوا ورته ودریده په هیښو سترګو یې تر ډېره مړي ته داسي کتل تابه ویل عقل او هوښ کډه ځني وکړه ، ناڅاپه یې تر خوله ، اخ ! زما وروره! ناره وختله او پر مړي را ولویده ، بې واره یې ښکلولو، بیښتان یې ور ښکل کړو ، پر مخ به یې څو،څو واري ښکل کړو ، هغې به داسي ساړه، ساړه اسویلي راکښل تا به ویل چي اوس به زړه ورپکي غوڅ سي :
نوره د مړي په پښو کي دا ډول ولویده تا به ویل چي ونه پر مځکه راپریوته ، زه وډاریدم ما ویل خدایه خیر ته یې د کومي غټي بدمرغۍ ساتې نو ژر تر ونو راووتم، نژدې ورغلم ، هغې اوس قرار،قرارساه اخیستله نو وپوهیدم چي ژوندئ ده ، سر ته ورته کښېنستم ، پر خواره به یوار وژړیدم بیا مي د خدایه ورته دعاوي وغوښتې ، څه مهال چي په هوښ کي راغله د ځان سره یې زه داسي جوخت چي ولیدم نو یې په حیرانو،حیرانو سترګو په ځیر،ځیر راته وکتل بیایې راته وویل :
اجنبي ! ته پرڅه باندي ژاړې ؟
په جواب کي مي ورته وویل :
پرتا او ستا پر دې غم ځپلي مړي باندي ژاړم !
هغې راته وویل :
رښتیاهم دا خوار زښت غم ځپلی دی څو دي په وس وي دومره ورباندي وژاړه ، دا مي د ځوانۍ، ښایست او د ژوند وسیله ده ، د روح خوشبو او د زړه مي قرار وو، ظالمانو ووژلو دا یې پر هغه ناروا ظلم وکړو ، هغه خونه وژونکی و، او نه کوم لوټمار و ، هغه خو یو اتل و ، قهرمان و څه مهال چي یې خپل ننګ د ښکاري په لاسونو کي ښکېل ولیدو نو یې غبرګ لاسونه ورځني غوڅ کړو ، د خپل ننګ او شرافت تنده یې سړه کړه ، دې ظالمانو ورسره د انصاف چلند که کولی نو به یې دی ژوندی پرېښی وای، د ده پرځواني به یې زړسوی ښولی وای:
دا ډول به ژغورنکی په جرم تورن نه یادیدو ، نه به وژونکی بې وسه لوټمار نومول سوی وای !
ما ورته وویل دا ټوله کیسه تاسو راته تېریولی سئ ؟
هغې راته وویل کیسه دا ده یوه ورځ زموږ کلي ته د مالیې د ټولولو مامور راغلی وو، هغه مامور د مالې غوښتولو لپاره کورپه کور ګرځېدو ، زموږ کورته چي رانژدې سو ، زه پخپله دروازه کي ولاړه وم ، هغه مامور وماته په داسي شکمنو سترګو راوکتل چی زه د ډاره ټوله په لړزه سوم :
وروسته یې زما د دې ورور په اړه پوښتنه راڅخه وکړه ، ورور مي ورته راوبللو ، هغه مي د وروره د مالې روپۍ وغوښتې ، ورورمي ورخني د څو ورځو مهلت وغوښتو ، ورور مي هغه ته وویل چي څنګه می غنم خرڅ کړل هم هغه ګړی به د مالې روپۍ تحویل کړم !
مامور په جواب کي ورته وویل هم دا اوس، اوس روپۍ تحویل کړه یا چي څومره ورځي مهلت غواړې تر هغې به دا نجلۍ د ضمانت په توګه را پرېږدې !
نور مامور خپلو عسکرو ته اشاره وکړه اوس عسکرو زه په ګیره کي کړم ، تر دا وړاندي ما د هغه خوارو بدنصیبو انجونو کیسې اورېدلي وې چي د ضمانت په توګه حرم سرای ته رسول سوي وې او یوه هم د خپلي ابرو د نیلامۍ پرته پکي سلامت پاته نه وه :
ما د ډېره ډاره د ورور پر لور ور وځغاستو کلکه ورپوري وموښتم، د مامور او زما تر منځ اوس مي ورور ولاړ وو، ورور مي مامور ته وویل :
ستا د دې نجلۍ سره هیڅ اړه نسته ، روپۍ دي پر ما رسېدلي دي نویې مسول هم زه یم ، که مي موخه ضمانت غوښتل وي ، دا ضمانت د ما واخلئ ترڅو چي مي د مالیې روپۍ نه وي تحویل کړي تر هغو به زه لتاسو سره یم .
اوس مامور په قهرورته وویل ، زه روپۍ غواړم یا ضمانت !
ضمانت هم هغه څه چي زه یې غواړم او که دي انکار وکړو نو ممکنه ده چي د ژونده لاس ومنځې !
د مامور دا خبري چي یې واورېدې د ورور مي پر تندي خولې راماتي سوې ، تر دې د مخه مي ورور دومره په قهر لیدلی نه وو، مامور ته یې وویل چي داسي خبر ه ده نو زما د شرافت قیمت هم زما ژوند دی چي دا یې ورته وویل توره یې راکښ کړه په یوه ګزار یې د مامور سر د تنه ورغوځار کړو خو خپله هیڅ د ځایه ونه خوځیدو ، تر توره یې د وینو څاڅکي څڅېدل ، چي عسکرو ګیر کړو ، بندي خانې ته یې واچولو ، دا یې ژوند و و، هم دا یې مرګ !
زه که ورباندي ژاړم د ده ځواني مي ارمانیږي ، چي په ننګ او مړانه کي د ټولو ځوانانو د سر تاج و، په باور ي او ننګیالیو خلکو کي بې ساري وو، په زړسوي او مهرباني کي تر ټولو وروڼو سپېڅلی هم مهربان وو!
هغې خواري راته وویل :
تر سپیدو د مخه یې مړی ښخول غواړم ، تاسو به راسره مرسته وکړی ولي چي زه ډېره ستومانه سوې یم هیڅ مي هم د لاسه نه کیږي !
ما د وني تر سیوري لاندي د سپین ژیري د قبر ترڅنګ قبر وکنیدلو او د هغه خوار مړی مي پکي ښخ کړو ، نجلۍ تر ډېره د قبر وسرته پټه خوله سرځړونده ناسته وه ، هیڅ ورباندي نه پوهیدم چي هغې ژړل او که یې حواس ورک وو، خو چي کله را ولاړه سوه نویې ټول قبر په اوښکو لوند وو خو د ما یې مننه وکړه او راته ویې ویل :
ستاسو یې نړۍ ، نړۍ مننه داسي وخت کي مي مرسته راسره وکړه چي عموماً خلک په داسي وخت کي د چاسره د مرستي کولو ډډه کوي !
نجلۍ دا راته وویل او په خپله لاره روانه سوه، ما ورپسي کتل عن چي د پړوني څاک یې لاهم زما تر سترګو نیام سو، اوس چي مي خپل حواس پر ځای کولو د سنګسار سوي پېغلي مړی مي تر سترګو سو دماغ مي خراب سو خپل ځان سره مي وویل :
دخپل عمل کومه برخه که د اخرت توښه ګرځول غواړم چي د قیامت په ورځ ما د خدای د رحمت او د احسانه برخمن وګرځوي هغه به هم دا وي چي دا خواره پېغله خاورو ته وسپارم ، هم داسي مي وکړو د دوو نورو شهیدانو د قبرونو تر څنګ مي یو قبر بل وکنیدلو ، د دې پېغلي پر لوڅ بدن مي څادر وغوړولو قبر ته مي ور واچوله، اوس مي خاوري باندي اړولې ، چي تر شاه مي د چا د پښو سکاسه سوه ما چي تر شاه وروکتل یو ځوان په تور څادرکي دا ډول پېچلی ولاړ وو، چي د مخ د سپینوالي پرته یې بل هیڅ نه ښکاریدو ، وار د واره یې راڅخه وپوښتل دا د چا قبر دی چي خاوري ورباندي اړوې ؟
په جواب کي مي ورته وویل :
دا د یو سنګسار سوي پېغلي قبر دی چي څه ساعت د مخه یې مړی دلته لوڅ لغړ پروت وو، نو مي قبر ورته وکیندلو!
دې ځوان راته وویل ، زه د دې پېغلي سره کوم تړون لرم ، تر دې دمخه چي خاوره زما او د دې تر منځ دیوال وګرځي نو که تاسو اجازه راکړی زه ورسره د تل لپاره د خدای په اماني کول غواړم !
ما په جواب کي ورته وویل ، په ډېره مینه زه ځني را پر شاه سوم ، ځوان قبر ته ورنژدې سو ، ښه ورباندي انجوخ سو تر خاوره لاندي ښخېدونکي ته داسي په سلګو سو لکه چي ستوري په آسمانونو کي هم دا سلګۍ اوري او په فضا کي یې بادوي ، زړه یې ښه سپک کړو را ولاړ سو ، پر مړي یې خاوري ور واړولې ، عن تر دا چي مړی اوس په خاورو کي ټول پټ سو ،دې ځوان راته وویل :
ستاسو د دې غمګسارۍ یو جهان مننه ، چي د دې مظلومي او بې وسه نجلۍ سره مي څرګنده کړه ، د دې سر تورسر چي خلکو ور لوڅ کړی و تاسو ور پټ کړو ، د هغې حرمت مي وژغورلو چي خلکو رټلی وو، خدای دې وتاته د نیکو عوض درکړي :
څه ډول چي تاسو له دې سره احسان وکړو خدای دی لتاسره هم دا ډول احسان وکړي !
اوس چي ځوان د بیرته تللو اراده وکړه ما ورته وویل ، دا نجلۍ رښتیاهم بې ګناه ووژل سوه لکه څه ډول چي ته واې ؟
د هغه پر شونډانو اوس یوه ترخه خندا وغوړیده، د اطمنیان او سکون څخه په ډکو سترګو یې را وکتل او راته ویې ویل :
که داسي نه وای نو به دي زه هیڅکله هم پر دا قبر دا رنګ ماتم کوونکی لیدلی نه وای هم هغه بدنصیبه زه یم چي په چا یې دا خواره توره کړه، زه درته هغه څه وایم چي د قیامت په ورځ د خدای پاک په درانه حضورکي د دې نجلۍ مقدمه وړاندي کولو مهال به یې وایم چي دا خواره بدنصیبه د دا توره خلاصه ده ، سپېڅلې ده ، چي خلکو ورباندي تپلی وو، دا تر شبنم لړلي ګل سپېڅلې اود شبنم تر روڼ څاڅکو پاکه وه ، دا نجلۍ مي د هغه کلونو خوښه وه چي موږ لا په کوڅو کي لوبېدلو او د د ې نجلۍ زه خوښ وم ، موږ چي دواړه ځوانان سو نو مي مینه هم راسره ځوانه سوه هم مي یو اوبل سره د میني او اخلاص ژمني غوټه کړې ، مایې پلار ته د واده استازی ور واستولو، پلار یې په خوشالي راسره ومنله ، زموږ واده ته یو څو شپې پاتي وې چي د دې خواري پلار مړسو او زموږ واده یو کال وځنډیدلو، اوس دا موده تېره سوې وه یا تېریدونکې وه چي دا خواره د کورني میراث د کومي ستونځي په اړه د ښار قاضي ته ورغلې وه ، قاضي چي څنګه لیدلې وه ، ورباندي مین سوی وو، قاضي یې کاکا ته کوم استازی وراستولی وو، چي د پلار دمرګ وروسته د دې خوار ي سرپرست وو:
کاکا یې د خوشامدګرو او خودغرضو خلکو له ډلي وو، که یې یو دینار پرڅنډو وځلیدو نو به د وینو په سیند د ګډیدو هم ډډه ونکړي ، څه مهال چي دا پېغام یې واوریدو چي د ښار قاضي یې د وریرې سره واده کول غواړي نو د کرم د دا بخشیش څخه په جامو کي نه ځایدو ، بې د کوم ځنډه یې دا پېغام ومنلو خو نجلۍ په تروښ تندي غوڅ جواب ورکړو ، زه په یوه وخت د دوو خاوندانو میرمن ګرځېدلی نسم :
بدبخته کاکا یې د هیڅ پروا ونکړه ورته ویې ویل ، ستا واده که په خندا او نڅا وي که په زور او جبر چي زه یې غواړم د هغه چاسره به کیږي ، ته دي پرځان هیڅ واک او اختیار نلرې ، تر ټولو نژدې او سکنی میراث خور دي هم زه یم !
دا وو څو ورځي وروسته د دې خواري د واده چاري پیل سوې د نکاح نیټه وټاکل سوه ، تر واده یوه ورځ د مخه لمر لویدو مهال ، دې خواري خپل زیور او کالي ټول سره غوټه کړل د شپې په تیاره کي د کوره ووته ، هیڅ په دې پوه نه وه چي به چیري ځي او پر کومه لاره به ځي هم دا وو کاکا یې د کوره د غورځیدو خبر د ښار قاضي ته ورتېر کړو ، قاضي یې په لټون خلک و هري خوا ته واستول :
خلکو چي دا خواره تر دېوال وډره ناسته ولیده نو خلک ور روان سول ، دې خواري چي خپل لوري ته خلک را روان ولیدل نو یې غوټه وغورځوله په ځغاستا سوه ، دا وخت زه خپل کور ته رهي وم ، دې چي زه په سترګو سوم بې واره راباندي وغوړیدله ، وارخطا یې راته وویل :
هغه ټول پما پسې دي رحم راباندي وکړه ورځني و مي ژغوره ، هغوی ما وژني ، خدای دي تا وژغوري، ما ورځني وژغوره ، د دې حال ته چي مي وکاتو نو مي د ځان سره کور ته بوتله خو یو ګړی لا نه و تېر چي کاکایې سره د قاضي د عسکرو زموږ په کور نېغ راننوتو او په کلکه یې د دې خواري نجلۍ غوښتنه راڅخه وکړه ، ما که هرڅومره په دې اړه ځان ناخبره وښولو خو هغو ته زما خبري ناباوره ښکاریدلې اوس یې د یوه،یوه وطاق پلټنه پیل کړه عن تر دا چي پای یې دا خواره وموندله او ټولو چیغي نارې جوړي کړې هم دا هغه زناکاره نجلۍ ده هم دا یې یار دی !
ما د ایمان په ټول توان سره و دوی ته دا باور ورکړو چي د دې خواري نجلۍ لمن د د ې توره پاکه ده خو هغو زما یوه هم وا نه وریدله عسکرو ته یې د هم دې خواري د نیولو امر وکړو، ما چي د مقاومت هڅه کوله ، یوه عسکر مي په داسي بې رحمي کوتک راته په سر کړو چي آسمان یې راباندي توره شپه کړو او پر مځکه راولویدم، ښه ګړی وروسته چي په هوښ کي راغلم ، بدن مي ټوله ټوکر،ټوکر و، ټول بدن مي ریږد یدو، دا زړه ریږدونکی منظر چي به را یاد سو په ټول بدن کي به مي ریږدا په منډو سوه ، زه به یوار بیا د غفلت او ناخبرۍ نړۍ ته ټال سوم خو پای خدای دومره مهرباني راباندي وکړه چي پرون د کوره راووتم د راوتلو سره سم وپوهیدم چي پر دې خواره څه تېرسوي دي :
چي څه ورباندي تېر سوي دي هغه ټول ته پخپلو سترګو وینې ، زه د وروستي ځل لپاره هغې ته د خدای په اماني ویلو او په قبر یې خاوري اړولو ته راغلی یم نور مي نو په ژوند کي هیڅ رنګ او نه کوم خوند پاتي نسو ، دا مي ارزو ده چي ډېر ژر زه هم ورپسې خاوري سم !
اوس یې د خپلي مجبوبي پر قبر یو داسي نظر وغړولو چي د ناوسه سترګو ویر، ماتم او د لړزانده روح بې قراري د ورایه پکي غوټې وهلې، په لویه لار روان سو اوس به څه لیري لا نه و تللی چي سپوږمۍ هم پر ډوبېدو سوه ، تیارې وغوړیدې د سکون څادر وغوړیدو ، زه هم د هغه غره څوکي ته ور بالا سوم چي هم دا درې قبرونه یې څارل :
خپل څادر مي وغوړولو ، سر مي پر یوه کاڼي کښېښود ، د ځان سره مي دا فکر کاوه د ټولي نړۍ خدای پاري اوخواخوږي کډه سوې ده ، هیڅ یو رحم لرونکی پاته نسو، مځکه د دوی پاکه سوه ، نو که دا ډول وي نو په آسمانونو کي هم پاتي نسو؟
هغه مذهبي پېشوا لوی مجرم دی چي دې خوار سپین ژیري ته یې د ورکولو پرځای بخیلي څرګنده کړه ، هغه خوار یې په شوکماري اړ ایستلو ، غله ته خو د غلا سزا ورکول سوه لاکن سنګدل ته د سنګدلۍ هیڅ عوض ورنکړل سو ، که چیري سنګدل د خپلي سنګدلۍ اظهار نه وای کړی غله به هم کله په غلا لاس نه وای پوري کړی .
لوی مجرم دی هغه باچا چي خپل مامور یې د یوې خپلواکي او پاک لمني نجلۍ د ابرو لوټمارۍ ته ګمارلی وو، ورور چي د خپلي خور ابرو په خطرکي ولیده نو بې حواسه سو هم په دا اضطراب او اضطرار کي قتل ورځني وسو د قتل په دې جرم کي یې دا ځوان په دار راځړوند کړو خو هغه څوک له دې سزا په امان پاته سو چي د دې جرم رښتونی مسولیت یې په غاړه درلود.
لوی خائن او جنایت کاره دی هغه قاضي چي پر یوې خواري پېغلي یې د هغه د خوښۍ پرته د واده کولو فشار ورباندي راوړلو،هغه خواره چي د خپل کوره غورځېدو ته اړه سوه نو یې هغې ته درواغجنه سزا وا وروله خو قاضي د خپل ظلم او خونخوارۍ له سزا په امان پاتي سوګویا جرم کوونکی بې ګناه وګرځېدو، بې ګناه جرم کوونکی ونومول سو او جرم کوونکي و بې ګناه ته د سزا اورولو قدرت هم ودرلود نو آسمان به د دا بې انصافۍ له رویه پرمځکه راپریوزي که به مځکه په خپلو ستورو روښانه او په بارانونو سیرابه وساتي .
ناڅاپه مي دې درو قبرونو ته پام ور واوښتو، سترګي مي په هغه کډي کي ښخي پاته سوې چي د دې خوارو د وینو را ډنډ سوی وو، یو ستوری ورباندي ځلیدلو ، سترګي چي مي پر دې ستوري ولګیدې څه ګورم مریخ، چي د لرغوني یونان په خیالي کیسوکي د جنګ دیوتا یادیږي ، دا ډول سپرغکي ،سپرغکي و و،تا به ویل د دښمن په زړه کي د کرکي او انتقام سکروټي کري ، تر ډېره مي سترګي ورپکي ښخي پاتي وې ، هغه ستوری اوس د لوړي قرار،قرار کښته راتلو څومره چي راکښته کېدو په هم دا ترتیب یې ضخامت غوړیدلو ، عن تردا چي د دې ستوري او د مځکي تر منځ د یوه میل یا تر دې هم لږ واټن پاته نسو، ناڅاپه زړه بوږنونکې ریږدا پکي پیل سوه ، د عذاب د یوې ملایکي بڼه یې غوره کړه ،تر سترګو او سږمو یې اوس د اور بڅري بادیدل ، د وزرونو څرپي یې دا بڅري په فضا کي بادول :
اوس دومره راکښته سو چي د هغه وني پر سر کښېنستو چي د دې خوارو پرقبرونو یې سیوری غوړیدلی ښکاریدو، د وزرونو په څرپي یې د مځکي لویشته، لویشته ولړزوله، هري خوا ته رڼاوي وپاشل سوې ، ورپسې په داسي ږغ ګویانه سو لکه په آسمان کي چي تالندې وغړمبیږي ، هغه و ویل :
خلک بیا په خپل زاړه حال راغلي دي دا ځکه خو مځکه فساد او فتنو نیولې ده ، پرمځکه خو دومره ځای هم پاک نه دی پاته چي د آسمانونو راغلې ملایکه ورباندي کښېني ، زور ور بیخي زور ور سوي دي او ناوسان ،بې وسۍ لاندي کړي دي ، د مسکینانو غوښي د شتمنو خوراک ګرځېدلي دي :
احتیاجمند خلک د لوږي مري ، داسي څوک نسته چي دوی ته څه ورکړي ، غم ځپلي د کړاونو په ژرنده دهل پاته دي ، داسي څوک نسته چي خواخوږي ورسره اظهارکړي :
حاکمانو د خدای سره کړي لوظونه مات کړل هغه توري یې په پوښو کي بیرته واچولې چي خدای پاک د حق او عدل پلي کولو لپاره دوی ته سپارلي وې ، د ځان یې داسي توري راځړونده کړې چي د شریعت سره یې هیڅ سمون نه درلود نه یې د فطرت سره کومه اړه درلودله ، په هم دا خپلاسي تورو به یې خپلو هیلو او شخصي ګټو ته لاري پرانستلې څه ډول چي به یې زړه ورته وویل هم هغه ډول به یې د خپل زړه غوښتني سر ته رسولې :
قاضیانو د ظلم او د حرصتوب چلند غوره کړی دی او قانون یې د ژغورني سپر ګرځولی دی ، چي څه یې زړه غواړي هم هغسي به کوي ، داسي څوک نسته چي یې موټ تاو کړي !
مذهبي لارښود دنیاوي شوکماران سول، عبادت ځایونه یې د شوکمارو په سمڅو واړول چي د خدای د بندګانو شوکول سوي مالونه ورپکي زخیره کوي ، خوار و غریبو ته هیڅ ورځني نه ورکوي ، خلکو هم خپل ضمیرونه د پامه اچولي دي ، د زردارو د ارزوګانو ، د قاضیانو د ظلمونو او د مذهبي لارښودو په شوکماري کي ورسره مرسته کوي ، نور د دې وخت سو چي د خدای عذاب پر باچا، خلکو ، حاکم او محکوم ټولو باندي را نازل سي ، تخت دې نسکوره، عبادت ځایونه دې ړنګ او عدالتونه دې د منځه یوړل سي :
کلي ، ښارونه ، غرونه او ځنګلونه بربادول په کار دي ، د وینو یو سیند پر مځکه بهیول نور لازم سوی دی چي نر، ښځي، ماشومان ، سپین ژیري ، نیک و بد ، مجرم او بې ګناه ټول د وینو په دې سیند لاهو سي :
خدای پر خپلو بندګانو هیڅ وخت هم ظلم نه کوي دا پخپله بندګان دي چي پر خپلو ځانو ظلم پخپله روا ګرځوي .
اوس ملایکي خپلي ښرا پای ته رسولي وې چي د بې وسو په وینو را ډنډ کډی راوخوړکېدو کټ مټ هغه ډول چي د حضرت نوح د ښرا په وخت تنور راخوړکېدلی وو، خوړکېدلو وینو د کډي څخه مځکي ته د څپو په بڼه لاره وایسده ، ټوله مځکه یو سور سیلاب ښکاریده په دې وینجنو څپو کي کروندې ، محل ، رمې ، کیږدۍ ، خلک ، بودګان ، ژبور ، بې ژبي ټول وبهیدلو ، اوس مي داسي وانیګرله چي د دې سیلاب څپې قرار،قرار را لوړیږي عن د هغه غره څوکي ته یې څپې رالوړي سوې چي زه ورباندي ناست وم ، تر خوله مي نادرکه ناره وخاته وار خطا غوندي راجګ سوم نو دا د اتلسم جولای ۱۹۱۴ ء سهار وو، د وطاق تر کړکۍ لاندي مي اخبار پلورنکي په زوره، زوره نارې وهلې !
( د جنګ اعلان )
————————————-
لیکوال:
مصری لیکوال او شاعر مصطفی لطفی المنفلوطی په ۱۸۷۶ میلادي کال په قاهره کې زېږېدلی او په ۱۹۲۴ وفات شوی دی.