تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، نن د ملا برادار په مشرۍ د طالبانو یو مذاکراتي پلاوی پاکستان ته ځي.

نوموړی وايي، دا سفر د پاکستان په رسمي بلنه ترسره کېږي چې د پاکستانیو چارواکو سره به پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم تېر ماښام اسلام اباد ته رسېدلی دی.

طالب سرچینې وايي، دواړه لوري به په اسلام اباد کې له پاکستاني مشرانو سره یو ځای د بندو دروازو تر شا ځینې ناستې وکړي او په دې به وغږېږي چې ایا د سولې خبرې بیا پیلېدای شي که نه؟

سرچیني وايي، دواړه لوري به له عمران خان او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره هم وویني او دې خبرې هغه ټکی رښتیا کړی دی چې عمران خان ورته څو ورځې وړاندې په نیویارک کې اشاره کړې وه.

ښاغلي عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو بنسټ ته په وینا کې ویلي وو، امریکا که پر طالبانو کومه نیوکه لرلای، نو له مذاکراتو وړاندې یې خبره باید له پاکستان سره شریکه کړې وای.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د سولې خبرې اترې به ډېرې ژر بیا پيل شي.

د یادونې ده چې د سولې مذاکرات د امریکا د ولسمشر لخوا د سپټمبر په لومړیو کې وروسته له هغې ودرول شول چې طالبانو په کابل کې د یو برید په ترڅ کې ۱۲ کسان ووژل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *