تاند، جمعه، د اسد ۱۱مه: د ملا داد الله زوی محمود په یو تازه ویډیويي پېغام کې هیله ښودلې ده چې د طالبانو د قومندانانو له ظلمونو دې ورته نجات ورکړل شي.
د ملا داد الله زوی چې یوه حجره کې ناست دی او د پاڼې له مخې لیک لولي وايي، د طالبانو ځینې قومندانو ترې د پلار پيسې او جایدادونه قبضه کړي دي او دوی ته یې خورا بد امنیتي ګواښونه متوجه کړي دی.
محمود په ویډیويي پېغام کې وايي، هغه ظالمان چې دوی په مرګ ګواښي یو یې خدای نظر نومېږي: (( ډیر مشکلات یې راته جوړ کړي دي، څو پېرې یې غله او بدمعاشان کور ته راپسې راوستي دي، څو پېرې یې حکومت ته په لاس ورکړي یوو، اوس یې د اسلامي امارت څه کسانو ته پيسې ورکړي او موږ پرې ځوروي.))
نوموړی وایي، دې ورځو کې ډېر بد حالت څخه تېرېږي، خو د ملا محمد صادق اخوند په نوم یو کس ډېره مرسته ورسره کوي، مګر هغه کسان چې په دوی پسې دي غواړي ملا صادق اخوند هم ووژني: (( طالب مشران، قوميان او ملا فاضل اخوند ټول یې رضا کړي دي چې ملا صادق ووژنئ.))
په وروستیو کې د ملا دادالله زوی یو غږیز پیغام پلی کوي چې د حاجي نیک نظر په نوم یو کس ورته را استولی او یوه خبره یې هم د لیکلو نه ده.
حاجي نیک نظر، د محمود مور په رنډۍ یادوي او ورته وايي، ملاصادق ته به په لورلايي کې ټوله کورنۍ په بمونو والوځوم.
د نیک نظر له خبرو وروسته محمود یو وار بیا د طالبانو په مشر غږ کړی چې که دغه کسان نه ترې منع کوي، نو مرسته دې هم نه ورسره کوي.