تاند- افغان اسلامي پریس وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلې پوځي کمپ ته څېرمه په انتحاري حمله کې د دې ډلې یو قوماندان ووژل شو.
د دغه اژانس د راپور له مخې، په دې پېښه کې، چې د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالي کې شوې، له یوې نقلیې وسیلې څخه کار اخیستل شوی دی.
راپور زیاتوي، په دې برید کې، چې د چهارشنبې په ورځ وشو، قوماندان عبدالحق وژل شوی او شپږ تنه نور ژوبل دي.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د ملا رسول او ملا هیبة الله ډلې له یو بل سره سخت مخالفت لري او په ځلونو یې بر یو بل خونړۍ حملې کړي دي.
د افغانستان حکومت دواړه ډلې وسله وال مخالف ګروپونه ګڼي خو انتحاري بریدونه عموماً سختدریځې ډلې کوي.