له اسامه بن لادن سره مرکه په حقیقت کې په غیر مستقيمه توګه د بینظر بوټو له لورې ترسره شوې وه . زه په 1996 کال له بينظرې سره په يوه رسیمي سفر امريکا ته تللی وم ، په ملګرو ملتونو کې زموږ ملاقات د امريکا د هغه مهال د بهرنیو چارو د مرستيالې وزیرې ( رابین رافيل ) سره وشو . هغې بینظرې ته وويل چې د طالبان ملاتړ وکړي ، دا خبره ماته ډېره جالبه ښکاره شوه ، نو ما له هغه ځايه د پاکستان ورځپاڼو ته يوه ليکنه راولېږله او په ليکنه کې مې دا يادونه کړې وه چې طالبان خو د نجونو ښوونځې بندوې او دلته بيا لیبرالې او ازاد خياله ښځې د دوی ملاتړ کوي !
زما مقاله چې په پاکستان کې خپره شوه د پاکستان حکومت هغه بينظرې ته راوليږله ، زه شهيدې بي بي وروغوښتم ، پوښتنه يې رانه وکړه .
ـ دا دې څه ليکلي ؟
ـ هغه څه مې چې دلته وليدل ، د سترګو لیدلی حال مې دی
ـ ښه سمه ده په دې اړه به بيا په پاکستان کې سره خبرې کوو !
زما او دې خبرې په همدې خبره خلاصې شوې .
کله چې پاکستان ته بیرته راستانه شوو، بینظرې دوه تنه يو دهغه مهال د کورنيو چارو وزیر نصیر الله بابر او بل رحمن ملک راته معرفي کړل چې دوی به د طالبانو په اړه ستا سره خبرې وکړي .
بله ورځ زه او يو بل کس نصرت جاوید، د نصیر الله بابر دفتر ته ورغلو په دې غونډه کې رحمن ملک هم و، بابر او ملک ويل چې تاسې باید طالبان له نيږدې وګورئ هغوی ډېر ښه خلک دي د هغوی په اړه باید داسې څه ونه ليکې چې په نړيواله کچه يې حیثیت ته زيان ورسیږي .
بابر ويل يو ځلې له ملاعمر سره وګورئ ، نصرت جاوید ويل زه والله که له داسې خلکو سره وګورم ، خو ما ورته وويل چې د يوه خبریال په توګه زه حاضر يم چې له ملاعمر سره ملاقات وکړم .
څو ورځې وروسته بيا رحمن ملک د ملاعمر سره زما د ليدنې زمينه برابره کړه ، زه د کوټې له لارې کندهار ته لاړم .
څه چې حقیقت دی هغه باید بیان کړو ، دا معلومه خبره ده چې طالبان د نصیر الله بابر له لوري رامنځ ته شوې ډلګۍ وه ، خو بيا وروسته د (ای ایس ای ) ډله ورغله او هغه پخواني طالبان يې تر کنټرول لاندې ونيول .
کله چې له ملاعمر سره زما ليدنه وشوه ، ترجوړ پخیر وروسته به لا زه ناست نه وم ،چې ملاعمر راته وويل:
ـ تا زما خلاف ليکنه کړې هغه اوس تهران راډیو د ثبوت په ډول وړاندې کوي او پر ما تور پورې کوي چې ګويا زه د امريکا جاسوس يم ؟
ما ورته کړل
ــ ما چې څه هم په امريکا کې ليدلي هغه مې ليکلي، رابین رافیل ستاسې ملاتړ کوي ، که تاسې زما پر ځای وای څه به مو کړي واي؟ په داسې حال کې خو دا ټاپه پر تاسو لګي ،چې تاسو د امريکا جاسوس ياست .
ملاعمر وويل رابین رافیل څوک دی ؟
ــ د امريکا د بهرنیو چارو مرستياله وزیره ده
ـــ ښځه ده
ـــ هو
ــ ملا عمر چې په دې پوه شو چې يوه ښځه يې ملاتړ کوي، څو واره يې تندۍ په څپېړه وواهه
ــ ته او خدای ج اوس ښځې زموږ ملاتړ کوي !
ما ويل هو
زه هغه مهال پوه شوم چې ملاعمر څومره ساده سړی دی ، دی تراوسه د امريکا د بهرنيو چارو مرستاله نه پيژني ، زه د يوه خبريال په توګه په دې فکر او انديښنه کې شوم ،چې دا څه روان دي ؟
ملاعمر راته وويل
ــ ښه ته ما د امريکا جاسوس بولې ؟
ما ويل : په ډېرې بښنې سره هغه څه چې ما ليدلې همدا ترې څرګنديږي .
ملاعمر : ښه که زه ستا ملاقات د امريکا له یوه دښمن سره وکړم بيا خو به ليکې چې زه د امريکا جاسوس نه يم ؟
ـــ هغه څوک دی ؟
ــ اسامه بن لادن
ما ويل بالکل يې لیکم
بس همدا زموږ خبره شوه ، کله چې زه پاکستان ته راغلم څو ورځې وروسته څو کسان راغلل راته ويل يې ،چې موږ له اسامه سره ستا د ملاقات زمينه برابروو ، ما يل ډېر ښه
په همدې طریقه په 1997 ز کال کي دافغانستان د تورې بوړې سيمې ته لاړم . هغه مهال ،چې زما دا مرکه په پاکستانې ورځپاڼو کې خپره شوه اسامه ډېرو کمو خلکو پيژانده ، خو دې مرکې ورته ډېر شهرت ورکړ .
په هغه مرکه کې ما او زما سره تللی عکاس (مظهر علي خان ) د اسامه سم ماډلینګ ( نمایشي ) تصويرونه اخسیتي وو ، کله به مو يې تر شا ټوپک کيښود ، کله کتابونه……… کله به مې ورته ويل ،چې پاڅه ، کېنه ، لنډه دا ،چې ډېر ساده سړی وو .
ژباړن :
دا مرکه حامد مير د يوه پاکستاني تلويزيون سره کړې وه ،چې ما يې لنډیز را اخیسیتی . د حامد میر له دې خبرو ډېر حقایق را بر سيره کيږي . د حامد میر سره همداسې خبرې دې ،چې اوس ځينې کړۍ په ځانګړې توګه د پاکستان څارګره اداره يې د له منځه وړلو هڅه کوي .
ړوند کونډ هم شو، سوټی
افغان ولس لا ډیر پخوا پوهیده چې طالبان د نګریز،امریکې او پاکستان بچي دي.
خو پوښتنه:
رابین رافایل وږمره ساده وه چط ستا په حضور کی یی مردارې شوی بینظیر ګلی سره په یوه داسې مهمه موضوع داسې ازاد بحث کاوه؟
ته جناب خبر لوځی تر اوسه چیری وی ؟
ګمارل شوی ISI زما په خیال چې دا خبر نګار هم د
شخص دی چې اوس دخمدی جاسوسی سازمان په هدایت د طالبانو څیره رسوا کوي.