تاند- د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې د اغېزو په اړه ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو او شناندو نظرونه څرګند کړي دي.
ډېرو لیکلي، ګرانه ده چې د ملاعمر مړینه دې د افغانستان وضعیت په ډراماتیک ډول بدل کاندي.
ځینو سیاستوالو او شنونکو د افغانستان د ولسمشر د دفتر له لوري د چهارشنبې په ورځ د ملاعمر د مړینې اعلان او د پنجشنبې په ورځ د طالبانو له لوري د هغه تایید د سولې د خبرو لپاره یوه هیله بللې چې ډېر کلونه ورته انتظار شوی دی او بالاخره به نتیجه ورکړي.
کرسچین ساینس مانیتر ورځپاڼه وايي، د افغانستان حکومت باور لري چې د سولې د خبرو لپاره تر پخوا لاره زیاته هواره شوې ده، ځکه له ټولو وسله والو مخالفو ډلو غواړي چې له دې موقع ګټه واخلي او د سولې په بهیر ورګډ شي.
ورځپاڼه وايي، ګومان نه کېږي چې ملا عمر دې تر مرګ مخکې زیات واک درلود. ډېر باور لري چې د ده واک یوازې سمبولیک و یعني تش په نوم مشر و.
د کرسچین ساینس مانیتر ورځپاڼې په باور ملا عمر تل له پخلاینې سره مخالف نه و.
لوېدیځو ورځپاڼو د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د کرزي له حکومت سره د ملا عمر د تماس یادونه کړې او ویلي دي چې ملا عمر ورته ویلي و چې ځان به ګوښه کړي خو شرط دا دی چې طالبانو او ده ته به څوک ضرر نه رسوي.
د لوېدیځو ورځپاڼو خلاف ځینو پاکستاني ورځپاڼو د ملا عمر د مړینې پر خبر ملنډې وهلي دي.
دې نېشن ورځپاڼې لیکلي:«دا څه چټیات دي. د افغانستان حکومت څرنګه وايي چې ملا عمر دوه کاله پخوا مړ شوی دی. که مړ وي نو ایا د اختر پیغام یې له قبره استولی و؟
په سویډن کې مېشت افغان شناند انیس افغان وايي، د ملا عمر ، چې د امریکا په تور لیست کې و او ورسره پخلاینه د امریکا حیثیت ته ګوزار ګڼل کېده، مړینې امریکا ته هم لاره اواره کړه چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د پخلاینې مخالفت ونه کړي.
له بلې خوا د روسیې سپوټنیک خپرونه وايي چې د طالبانو دوو مهمو غړیو ویلي چې له کوټې ښار دباندې د طالبانو د شورا په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې د حقاني شبکې اصلي مشر یعني سراج الدین حقاني به د ملا اختر محمد منصور مرستیال وي.
آی ایچ ایس جېنز خپرونې بیا اټکل کړی چې د ملا عمر د مړینې اعلان به ښايي د طالبانو په منځ کې درز زیات کړي.
دا خپرونه وايي چې د افغان حکومت او طالبانو له لوري د ملا عمر د مړینې اعلان د نوموړي د مرګ په اړه د کلونو اوازې او اټکلونه تایید کړل خو ایا ګټه یې وکړه که تاوان؟
جېنز وايي، د ملاعمر ځای ناستی د سولې د خبرو پلوی ښودل کېږي او دا مسله کېدای شي د طالبانو په منځ کې د اختلاف سبب شي.
خو په عین حال کې اوس وضعیت ډېر بدل شوی دی. نور په افغانستان کې یو نیم لک بهرني پوځیان نشته. یوازې څه باندې ۱۰ زره روزونکي پاتې دي چې هغه هم د راتلونکي کال تر پایه وځي دا مسله طالبانو ته د جګړې د دوام دلیل نه پرېږدي.
د اسلام په مقدس دین کی امارت او مشرتوب چی ترهر عنوا ن اونوم لاندی و ی موروثی ندی نواحتمالا به طالبان به هم دخپل منځ څخه وړ سړی خپل مشر وټاکی خودمشر په ټاکلو سره به انشالله دسولی هلی څلی هم ګړندی شی .