تاند- د طالبانو د ملا اختر محمد منصور ډلې د ملا محمد عمر اخوند زوی ملا یعقوب د افغانستان د ۱۵ ولایتونو پوځي قوماندان وټاکه.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملا یعقوب د ټاکنې پرېکړه د دوشنبې په ورځ /مارچ ۴- حمل ۱۶/ د طالبانو د مشرتابه شورا په یوه فوق العاده غونډه کې وشوه.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د ملا محمد عمر ورور ملا منان عمري د مذهبي چارو مشر او د طالبانو د مشرتابه شورا غړی ګومارل شوی دی.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي، د ملا عمر زوی او ورو نوې دندې منلي او د دوشنبې له ورځې یې خپل کار پیل کړ.

د طالبانو په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې د طالبانو شورا دا پرېکړې چیري کړي دي. خو د طالبانو د مشرتابه شورا د کوټې په شورا د دې لپاره مشهوره ده چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې مېشته ده.

ویل کېږي چې د ملا عمر د کورنۍ غړي د دې لپاره ټاکل شوي چې د طالبانو ترمنځ اختلافات، چې په وروستیو کې اوج ته رسېدلي دي، لږ شي.

تر دې مخکې د طالبانو یوه مهم قوماندان ملا ذاکر د منصور مشري تایید کړه او په دې توګه یې د ملا اختر محمد منصور دریځ د ملا رسول اخوند په وړاندې غښتلی کړ.

د چارو اکثره شنونکي د طالبانو ترمنځ یووالی د افغانانو د پخلاینې لپاره مهم ګڼي او وايي، که طالبان یولاس وي او ورسره روغه جوړه وشي، په افغانستان کې سراسري سوله ټینګېدای شي.

د دوی په باور، که هره ډله له سولې لېري پاته شوه، کولی شي ګڼ جګړه مار په ځان راټول کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *