تاند- د طالبانو د پخواني مشر او موسس ملا عمر زوی ملا یعقوب په یوه لیک کې د کابل د جنورۍ د میاشتې خونړۍ تروریستي حمله غندلې ده.

دا خبره د ملا یعقوب په لاسلیک په ټاپه شوي لیک کې شوې ده. د دغه لیک کره توب تراوسه پورې تایید یا رد شوی نه دی.

ملا یعقوب، چې د طالبانو د اوسني مشر مرستیال دی، په دې لیک کې ویلي چې د کابل جمهوریت روغتون ته نژدې د امبولانس په وسیله حملې د ډېر شمېر ملکیانو د وژل کېدو او د طالبانو لپاره په داخل او خارج کې د منفي تصویر د رامنځته کېدو سبب شو.

ملا یعقوب همداراز ویلي چې د طالبانو اوسني مشر شیخ هیبة الله اخوندزاده او د پوځي کمیسیون مشر تر حملې مخکې له ده سره مشوره نه وه کړې.

د ملا یعقوب په وینا دا برید د حقاني شبکې د مشر په لارښوونه شوی دی.

ده ټینګار کړی چې تل یې د داسې حملو مخالفت کړی چې د خلکو په منځ کې د طالبانو په وړاندې کرکه رامنځته کوي.

ملا یعقوب دا هم ویلي چې د طالبانو مشر ملا هیبة الله باید په راتلونکې کې د دا ډول حملو مخنیوی وکړي.

د کابل د حملې مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی و.

One thought on “د ملا عمر زوی ملا یعقوب د کابل د جنورۍ د میاشتې له حملې سره مخالفت کړی”
  1. كه په رشتيا د إنسان أو مسلمان اولاد يي نو د داسي دستور أعمالو مخه ونيسه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *