بیا که بريم به مزار ملا ممد جان!
د تېمورشاه یوسفزی ليکنه:
د افغانستان په تېره بیا د هرات په ګڼو محفلونو کي د «ملا محمد جان» په نوم سندره ویله کیږي. اکثره فکر کوي چي دا به د هغو سندرو په څېر وي چي د شاعرانو له خولې ویله سوې وي او کوم پس منظر به نه لري؛ خو داسي نه ده دا سندره د ملا محمد جان پسې د هغې معشوقې «عايشې» ویلې ده.
د ملا محمد جان او عایشې د ميني ډک داستان په ځلونه د هیواد په ورځپاڼو او مجلو کي په دري ژبه نشر سوی دئ، چي له دې جملې څخه کولای سو د پښتون ږغ مجله، اتفاق اسلام ورځپاڼه، کاروان ورځپاڼه، کابل ټايمز ورځپاڼه، ژوندون او فلکور مجلو څخه یادونه وکړو.د دوی داستان په پنځوسمه لسيره کي د افغانستان د راډيو له لاري هم څو ځلي نشر سوی دئ.
د ملا محمد جان او عايشې د ميني ډک داستان د روايتونو په بناء داسي راوړل سوی دئ:
هرات کي د تېموريانو په ځانګړې بیا د سلطان حسين بایقرا (واکمني: ۱۴۶۹- ۱۵۰۶م ) په عصر کي د دوی تر واکمنۍ لاندي سیمو کي ګڼ خلک به د نوروز په وخت مزار شريف او په ځانګړې توګه «مسجد کبود» ته تلل او دولت به د هغو ځوانانو د ودونو مصارف چي په مزار شریف کي به يې ودونه کول، ورکول.
د پسرلي لومړۍ ورځ یعني «نوروز» وه، پوهان، شاعران، ليکوالان، آمرين، رئیسان او نظامي بولندویان (وييګلرييګی) د هرات په ښکلي ارګ کي سره را ټول سوي وه چي د خوشاليو ډکه ورځ (نوروز) د هغوی و مشر او عادل واکمن یعني سلطان حسين بایقراء ته مبارکي ورکړي. او د نوروز د ورځي په لمانځنه کي ګډون ولري.
ډلي ډلي په مجلسونو اخته ول چي پرده پورته سوه او د ارګ وياند حاضرو خلګو ته وویل چي جلالتمآب سلطان حسين بايقراء راځي.
د ارګ په غونډځای (تالار) کي چپه چپايي سوه او حاضرين د احترام لپاره ودرېدل. لږ وروسته د تېموريانو ټولمشر چي دانشمند وزير امير علي شیر نوايي يې ملتيا کوله تالار ته را ننوت. همدا چي سلطان حسين بایقرا خپل ځای ونيوه. نور الدين عبدالرحمان جامي چي د هرات د تر ټولو ځلانده شاعر او دانشمند و، ودرېد د نوي کال د ورځي مبارکي يې د یوه شعر په ترڅ کي وړاندي کړه.
شاعرانو په خپل وار سره خپل پسرلني شعرونه وړاندي کوله او د خلکو د واه واه او ارشاد ارشاد نارو به بدرګه کول.
وروسته خواجه عبدالله مرواريد [خواجه شهاب الدين عبدالله مروارید] خبر ورکړ چي د ګوهرشاد بېګم د مدرسې فارغين ستاسو د ليدو په تمه انتظار دي.
سلطان په ورين تندي اجازه ورکړه چي ورته ووایاست چي تالار ته را دننه سي.
د مدرسې طالب العلمان یو په بل پسې راځي او سلطان ورسره روغبړ او د شاباسۍ پيغام ورکوي. په دې منځ کي یو له دې ځوانانو څخه چي لنډه ږيره يې وه د سلطان حسين بايقرا نظر ځان ته جلب کړ، بايقرا هغه وپوښت:
ځوانه څه نومېږې؟
ځوان د احترام لپاره سرټيټ کړ ويې ویل:
– ښاغلې!، نوم مي محمد جان دئ، او د ګازرګاه شريف اوسېدونکی یم.
سلطان د شاباسۍ توري ورته وکارول، او په موسکۍ خوله يې ورته وویل:
– ته نور ملا سوی يې، ته باید د ملا محمد جان په نوم یاد سې.
ځوان بیا د احترام لپاره سر ټيټ کړ ویې ویل:
ښاغلې!، دا زما لپاره د فخر او وياړ ځای دئ.
کله چي مراسم پای ته ورسېدل. مولانا عبدالغفور لاري د حضرت علي(رض) د قبر خبره چي د بلخ په خیران کلي کي د سلطان حسين بایقرا د وزارت په وخت کي، کشف سوی وو، وړاندي کړه.
ده هیله درلوده چي د امِر ابومسلم خراساني په امر و بلخ ته د حضرت علي(رض) د جسد را وړولو په اړه یوه رساله وليکي، او دا چي نن ورځ د پسرلي اوله ده او د حضرت علي(رض) خلافت ته د رسېدو د لومړۍ ورځي سره سمون لري او همدا ډول خلک د بلخ د خيران په سيمه کي د نویو شنه سوو وښواو د شقايق د سرو ګلانو سره را ټول سوي او جشن نيسي، دا رساله تاسو ته وړاندي کړم.
د مولانا عبدالغفور لاري د رسالې د اورېد وروسته، امير عليشير نوايي وړانديز وکړ چي له دې لپاره چي په بلخ کي د حضرت علي(رض) د مرقد د شته والي په اړه د خراسان ټول خلک خبر سي باید د هر کال په لومړۍ ورځ چي د حضرت علي(رض) د خلافت د لومړۍ ورځي سره هم سمون لري د نوروز په نوم ستر جشن ونيول سي.
کاروانونه دي چمتو سي او خلک دي په بلخ کي سره را غونډ سي، جنده یا بیرغ دي اوچت سي او د وطن او ملت د ښېګڼي لپاره دي دعاګاني وسي.
د تالار حاضرينو د دانشمند امير دا وړانديز ومانه او پرېکړه پر دې وسوه چي راتلونکی کال دي د بلخ پر لوري کاروانونه حرکت وکړي او د حضرت علي (رض) د زيارت سره دي د خوشاليو جشنونه ولمانځل سي. له دې پېښو وروسته د «خيران» نوم يې په «مزارشريف» واړاوه.
سلطان و مولانا بنايي ته چي شاعر او تکړه مهندس وو، امر وکړ چي مزار شريف ته ولاړ سي او د مولا حضرت علي(رض) مقبره تر دوو کالو پوري اعماره او جوړه کړي.
د تېموریانو دوره د هرات په تاريخ کي یوه ځلانده دوره وه، د فرهنګي ودي یوه مهمه حوزه شمېرل کېده، په دغه عصر کي د ګڼو علمو لپاره ګڼ شمېر مدرسې تأسيس سولې او زده کوونکو به پکښي زده کړي کولې.
د پسرلي لومړۍ ورځي یو په بل پسې تېرېدې، او ملا محمد جان چي د ګوهرشاد په مدرسه کي د یوه مدرس او ښوونکي په صفت ټاکل سوی وو هره ورځ به د رخصتۍ وروسته د ښار شمال لوري ته د (خیابان) پر لوري ته او د (قَرَنفُل) پر چينه به يې اودس کاوه او د صحرا په لمنه کي به د څه وخت لپاره پاته کېده او د یوه روایت له مخي هلته به يې صرف او نحوه په یادوله.
یوه ورځ ګڼي نجوني د عايشې سره چي د تېموريانو د دربار د يوه مهم افسر لور وه د سرهدیرې له سيمي څخه د اوبو راوړلو په موخه د قلمفور (قَرَنفُل) چشمې پر لوري رواني وې. په دغه وخت چي ملا محمد جان د مدرسې په لوري روان وو نا څاپه د باد یوه څپه راوالوته او د عايشې پوړنی يا شال يې تري يووړ او د ملا محمد جان پر مخ يې وغوړاوه. عايشې غوښتل چي خپل پوړنی واخلي چي په دغه وخت کي د ملا محمد جان سترګي باندي لګيږي.
هغه د لومړي ځل لپاره په خپل عمر کي یوه ښکلې پېغله چي بېله چادرۍ د هغه مخي ته ولاړه وه، ورته کتل. دواړو یو بل ته کتل،پېغلي غوښتل څه ووايي، خو د ملا محمد جان کاته هر څه ترې هېر کړل. پېغلي د څه ځنډ وروسته خپل پوړنی واخيست او د چينې پر لوري رهي سوله.
ملا محمد جان د څه وخت لپاره په فکرو کي ډوب سو. او له دې فکرو څخه هغه وخت را ووت چي د نجونو خنداګاني يې تر غوږو سوې. د نجونو یوه ډله چي د جنوب پر لوري خپلو کورونو ته رواني وې، په منځ کي يې سرمه يي رنګه چادرۍ والا پېغله هم وه چي ده ليدلې وه. د ملا محمد جان زړه پر درزا سي. غوښتل يې چي دا سرمه يي رنګه چادري والا تعقيب کړي خو له رسوايي څخه بېرېدئ.ځکه هغه يو ملا او تحصيل کرده شخصيت وو او دا کار د هغه لپاره یو لوی ننګ ګڼل کېدئ. او دا ممکنه وه چي د هغه لپاره دا کار یوه ستره رسوايي را منځ ته کړي. نو ځکه پر هغه ځای ودرېد او د نجونو سيل يې له لیري کاوه.
ملا محمد جان پر پېغلي زړه بایللی و هغه شپه تر سهاره ويښ پاته سو او له خدای سره يې راز و نياز کاوه چي د هغه دا مينه دي کاميابه لري.
نور نو د قرَنفل چينه د ملا محمد جان د هر ماځيګري ځای وو، همدا چي د مدرسې څخه به فارغه سو په منډه منډه به يې چينې ته ځان رساوه. هلته به د څه وخت لپاره په دې امېده پاته کېده چي نجلۍ به د چينې غاړي ته راسي.
له ورځو یوه ورځ کله چي ملا محمد جان د چينې خوا ته روان وو سترګي يې پر دوو چادرۍ پوښو نجونو ولګېدې. له خدایه يې وغوښتل چي په دغو نجونو کي یوه هغه پېغله وي چي ده ورباندي زړه بايللی و. نجوني چي ملا ته را نږدې سوې، یوه له هغو څخه چي سرمه يي رنګه چادرۍ کړې وه. ودرېده او کرار يې سلام وکړ. د نجلۍ نرم او تود سلام ملا ته داسي تکان ورکړ چي نږدې وو پر مځکه ولويږي.
ملا نږدې ورغی او ورته يې وویل: اې نا پېژندلې ښايسته، د خدای په خاطر یوه لحظه ودرېږه!.
نجلۍ ودرېدله او کرار يې د چادرۍ څنډه پورته کړه.
ملا چي وليدله، په لړزېدلي ږغ يې ورته وویل: غواړم ستا سره یو څو خبري وکړم.
نجلۍ په پرېشانۍ ورته وویل: اوس نه کیږي، سبا به د خواجه غلتان ولي له زيارت سره ووینو، خو لږ وختي راسه.
په سبا ورځ ملا له غرمې څخه د خواجه غلتان په زيارت کي وو، په لسهاوو ځله يې نيت وکړ او هلته وګېلېدئ. هر ځل چي به ګېلېدئ د خوشالۍ احساس به يې کاوه نا څاپه یو ډول ږغ يې تر غوږ سو چي خدای ستا نيت قبول کړ.ـ
ملا محمد جان ژر را پورته سو او هغه وو چي د معشوقې د سلام ږغ يې واورېد. عاشق او معشوق دواړه د زيارت د ېوال سره تر سيوري لاندي ودرېدل.
نجلۍ ملا محمد جان ته د خپلي ميني اعتراف وکړ، ویل يې له هغي ورځي چی دی یې ليدلی دئ ورباندي مینه سوې ده.
ملا چي وليدل چي نجلۍ يې د عشق تړون منلی دئ. نو ځان يې په بشپړ ډول ورته وپېژانده. نجلۍ چي د ملا محمد په اړه مالومات ترلاسه کړل چي هغه د ګوهر شاد د مدرسې ښوونکی دئ، له خپل انتخاب څخه ډېره خوشاله سوه.
ملا محمد جان هم پوه سو چي د نجلۍ نوم عايشه ده او د يوه شتمن افسر جمال الدين اسحق لور ده چي د سرهديرې په سيمه کي ژوند کوي.
د دوی ليده کاته په ډېر احتیاط او په پټه توګه ترسره کېدل. که څه هم دوی له دوو بېلابېلو طبقو کورنیو څخه ول خو بیا هم دا تصميم يې و نیوه چي واده به کوي.
يوه ورځ ملامحمد جان د پلار او د ګازرګاه شريف د څو سپين ږيرو سره د عايشې کره د هغې د مرکې لپاره ولاړل.
خو دا چي هغه يو بې وزلی طالب العلم و نو ځکه د عايشې پلار هوکړه ونه کړه او مرکه يې رد کړه.
پر نجلۍ هم له کوره د وتو بنديز ولګېد.
جدايي د دواړو لپاره دردناکه وه. ملا محمد جان به هره ورځ چينې ته راتی او په شېبو شېبو به هلته د نجلۍ د ليدو لپاره پاته کېده خو د نجلۍ څرک نه وو. هغه پوهېده چي د عايشې حالت هم د هغه په څېر دئ.
د مدرسې ټول ښوونکي او د هغه ملګري پوهېدل چي ملا محمد لېونی غوندي ميین سوی دئ.
پلار به هم ملامتوه چي ولي یې له خپلي کمبلي سره سمي پښې نه دي غځولي او پر داسي یوې نجلۍ باندي میَین سوی دئ چي ترلاسه کول يې ناممکن برېښي. او له بله طرفه د عايشې پلار هم د ډېرو کوښښونو سره سره ونه توانېد چي د خپل لور په زړه کي د ملا محمد جان مينه ووژني. او تصميم يې ونيوه چي عايشه د خپل ملګري افسر و زوی ته د ډېرو پیسو په مقابل کي واده کړي.
په دغه وخت کي امير علي شیر نوايي مزارشريف ته د تګ لپاره د یو ستر کاروان په چمتو کولو بوخت وو. په زر هاوو کسانو د هغه سره د تلو غوښتنه درلوده. د امير د فرمان له مخي هغو جوړو دا حق درلودی چي په مزارشريف کي يې ودونه کول، بېله کوم شرط د دغه کاروان سره مله سي. په همدغه دليل خلکو کوښښ کاوه چي خپل ځوانان او پېغلي یو او بل ته سره ورکړي چي وکولای سي د دغه کاروان يوه کړۍ وګرځي.
د عايشې پلار هم په دغه فکر کي وو او د هغې مور د خپل لور د خوشالۍ لپاره د قرنفل چينې سره یوه مېله او مېملستيا جوړه کړې وه او په هغه کي يې د عايشې یو شمېر همزولي را بللي وې. نجوني د چينې سره دريې (دایرې) وهلې او سندري به يې ویلې. عايشې چي نور د پلار په مقابل کي د مقاومت توان له لاسه ورکړی وو په چرُتونو او فکرونو کي ډوبه وه. نجوني پر هغې ګېر چاپېره را تاو سوې او ورڅخه يې وغوښتل چي د هغوی لپاره سندره ووایي. که څه عايشې د نه ویلو مقاومت کاوه خو ګټه يې نه درلوده، دا چي د ورځي مهمه خبره مزارشريف ته د تګ وه، نو هغې د ملا محمد جان په یاد چي تر هغې ورځي پوري هیچا نه وه اورېدلې، سندره چمتو کړې وه. هغه ورځ عايشې د همزولو د ډېر ټينګار وروسته دريه (دایره) په لاس کي واخیسته او په خپل ښکلي ږغ يې داسي وویل:
بیا که بريم به مزارملاممد جان- سير ګل لاله زار وا وا دلبر جان
د هغې ږغ ډېر خوږ وو، نجونو به بیا بیا تري غوښتنه کوله چي دا سندره ووایي.
د هغې دردناکه ږغ د صحرا په څپو کي آزانګې کولې. او دا ددې لامل کېده کوم خلک چي د هغې سيمي څخه تېرېدل را جلب کړي. کله چي عايشې سندره پای ته ورسوله او چپه سوله، نا څاپه یو ږغ يې واورېد:
لوري! ډېر ښه ، ډېر ښه. څومره ښکلی ږغ لرې؟
نجونو د یوه نارينه د ږغ په اورېدو متعجبي سوې او ژر ژر يې خپلي چادرۍ پر سر کړې.د دوی په ږغ و ږوغ د عايشې مور چي د دوی د سندريز محول څخه یو څه ليري په پخلي بوخته وه، را خبره کړه.
هغې چادرۍ پر سر کړه او دنجونو پر لوري راغله تر څو دا مالومه کړي چي هغه بېګانه سړی څوک دئ چي د نجونو سره په خبرو بوخت دئ.
کله چي نږدې راغله ويې ليدل چي امیر علي شيرنوايي د نجونو سره په خبرو بوخت دئ.د عايشې مور امير پېژانده. امیر په هغو ورځو کي د ټول خراسان غوره کس بلل کېدی په ځآنګړې توګه په هرات کي.
هغه له نجونو سره خبري کولې، خو هغوی چپې ولاړي وې. د عايشې مور نږدې ورغله او امیر ته په خطاب کي وویل:
– حضرت امير دي ژوندی وي، زه ستاسو خدمتګاره یم. د جمال الدين افسر مېرمن او دا زما لور عايشه ده.
کله چي عايشه پوه سوله هغه شخص امير علي شير نوايي دئ، د شرمېږي حالت څخه را ووته او امیر ته يې سلام واچوه. او دا چي هغه يې نه وو پېژندلی، بخښنه يې ورڅخه وغوښته.
خو دا چي امیر د هغې آواز اورېدلی وو او د – بیا بريم به مزار…..- له سندري څخه يې خوښ راغلي وه، پوښتنه وکړه:
– موږ نن په خيابان کي ګام اخيستو چي ستا دا ښکلي سندري تر دې ځایه راوستو، غواړم پوه سم چي د چا لپاره دي دا سندره ویله؟
عايشې د لږ ځنډ وروسته ځواب ورکړ:
– تاسو دي ژوندي یاست، ټول په دې امېد دي چي مزار شریف ته ستاسو له کاروان سره یو ځای ولاړ سي، زه هم دا ډول غواړم له دې کاروان سره مله سم.
امیر عليشير نوايي وموسکېدی او ويې ویل:
– دا بختور ملا محمد جان څوک دئ، چي ستاسو په زړه کي يې ځاله جوړه کړې ده؟
مخکي له دې چي عايشه ځواب ورکړي مور يې واری د مخي کړي او امیر ته وایي:
– مهرباني وکړئ ولي نه کښېنئ! هغې د دې ویلو وروسته عايشې ته مخه کړه او امر يې وکړ چي ولاړه سي او امير ته څښاک راوړي؛ خو امير تر هغې ډېر هوښيار وو، د عايشې مور ته وویل چي تاسو ولار سئ زه د عايشې سره یو څو خبري کوم.
په دې سره عايشې د خبرو کولو فرصت پيدا کړ او هر څه یې امير ته له الف تر ې وویل.
امير چي داستان واورېد ژمنه يې وکړه چي ملا محمد جان او عايشه به سره یو ځای کوي.
ملامحمد جان چي د عشق سختي تبي نیولی وو د مدرسې له درسونو سره يې خاصه لېوالتيا نه درلوده. هغه به نور قرنفل چينې ته هم نه ته.
هغه نور کوښښ کاوه چي خپلي ناکامي ميني له قيد څخه چي ورته یو ستر مصيبت جوړ سوی وو، ځان وباسي.
یوه ورځ خبر ورکړل سو چي امیر علي شيرنوايي غوښتی دئ. په تلوار سره امير ته ورغی او په تعظيمي ډول مخي ته يې ودرېد.
امير وپوښت:
– څنګه چي ما پوښتنه وکړه په دې ورځو کي د مدرسې ودرسونو ته لږ راځې، کوم مشکل خو به نه لرې؟
– ملا محمد جان په لړزانده ږغ ځواب ورکړ:
حضرت امير دي ژوندی وي. زه یو فقير مدرس یم. او په مدرسه کي خدمت کوم.
امير وویل: نه ملا محمد جانه، زه له هر څه څخه خبر یم. له ما يې مه پټوه!
ملا محمد جان د ویلو لپاره نور څه نه درلودل.
– امير بیا وویل: ولي چپ يې؟ راته ووایه چي د عایشې له حاله څه خبر لرې؟
د عایشې د نوم په اورېدو سره د ملا محمدجان په رګو کي وینه وځغلېده. او بې اختیاره يې سر را پورته کړ او د امیر په سترګو کي يې سترګي ولګولې.
امير نه غوښتل چي هغه نور تر دې ډېر په پرېشانۍ کي تېر کړي او هر څه يې په لنډو جملو کي ورته وویل او وعده يې ورکړه چي د هغه مينه به ډېر ژر رنګ راوړي.
ملا محمد جان چي داسي زېری يې په خوب کي هم نه ليده، امير ته نږدې سو او د هغه لاسونه يې ښکل کړل. د هغه لپاره د داسي یو ستر شخصيت ملاتړ ډېر ارزښت درلود، هغه وو چي د عشق، د عشق پر زور او او عشق پر معجزې باندي عقيده پيدا کړه.
هغه ورځ په ډېري خوشالۍ کور ته ولاړ او سپین ږيري پلار ته يې ټوله کيسه واوروله. پلار يې د دې خبر په اورېدو سره دوه رکعته د شکرانې لمونځ اداء کړ.
خپله امير د ملا محمد جان د پلار پر ځای د عايشې کور ته په مرکه ورغی. کله چي د عايشې پلار وضعیت وکاته د امير په احترام دا مرکه يې ومنله. او ويې غوښتل چي د هغوی د واده مصارف او مزارشریف ته د تګ ټول مصرف پر غاړه واخلي، خو امير د هغه مصرف ورکول ونه منل.
د ژمي په وروستیو کي کله چي څو زره کسيزه کاروان مزارشريف ته په حرکت وو د ملا محمد جان او عایشې د نکاح مراسم ترسره سول.
امير علي شير نوايي د ملا محمد جان سندره چي مخکي يې له عايشې څخه اخيستې وه، مطربانو ته ورکړه چي د نی، دايرې او ډولونو سره يې ووايي.
سندرغاړو د ملا محمد جان و سندري ته نوري دوه ييزي(دوبيته) هم ور زيادي کړې.
ملامحمد جان او عايشه د کاروان سره مزارشريف ته ولاړ ل او هلته يې په جشن کي برخه واخیسته. او د څه وخت لپاره يې د کبود په مسجد کي د خادم په توګه خدمت کاوه.
د ملا محمد جان په باره کي ویله سوې سندره:
بیا که بريم به مزار مُلا ممَد جان
سَیلِ ګل لاله زار وا وا دلبر جان
به دربار سخي جان گله دارم
یخن پاره ز دست تو نگارم
پس از مرگم بیایی به مزارم
مدامم در دعا در انتظارم
بیا که بریم به مزار ملا ممد جان
سيل گل لاله زار و ا وا دلبر جان
به تن کردی گلم رَختِ سياه را
کنم تعريف يار بی و فا را
به دنيا مه اگه غمخوار ندارم
بگیرم دامن شير خدا را
بیا که بریم به مزار ملا ممد جان
سيل گل لاله زار وا وا دلبر جان
بیا زيارت کنیم شير خدا را
به چشم ماليم همان قلف طلا را
مه دعا می کنم آمين بگوين
خدا کامياب کنه هر دوی ما را
بیا که بریم به مزار ملا ممد جان
سيل گل لاله زار وا و ا دالبرجان
د ملا محمد جان نوم د سندرغاړو په ژبو کي:
د اول ځل لپاره دا ترانه یا سندره له نن څخه پنځه نوي کاله مخکي د استاد غلام حسين لخوا د هند په بمبيي ( ممبيي Mumbai) ښار کي ویل سوې ده.د هغه را وروسته ډېرو سندرغاړو په ځانګړې توګه د هراتي محلي سندرغاړو لخوا په اکثرو محفلونو کي ویل سوې او لا هم د خلکو په زړونو کي ځای لري او ویله کیږي.
دا سندره د هرات دغو محلي سندرغاړو ویلې ده: خالوي شوقي، کريم شوقي، رحيم خوشخوان، عبدالوهاب مددي، ناوک هروي، امير جان صبوري، غلام دستگیر سرود، غلام نبي زنده دل فوشنجي، محمد قاسم مسرور او … په دې سربېره د ګران افغانستان مشهورو سندرغاړو لکه استاد ساربان، سلما جهاني او … په ډېر ښه طرز ويلې ده.
دا تلپاته سندره ايران کي تر انقلاب مخکي د يوې ایرانۍ سندرغاړي «پوران» لخوا په دغه تصنیف کي ویله سوې ده.
بیا که بریم به مزار، ملا ممدجان
سَیر گلِ لاله زار، واوا دلبر جان (۴ ځلي)
برو با یار بگو یار تو آمد
(گُلِ نرگس، خريدار تو آمد) ( ۲ ځلي)
برو با يار بگو، چَشم تو روشن
(همان یارِ وفادار تو آمد) ( ۲ ځلي)
بیا که بريم به مزار، ملا ممد جان
سَير گُلِ لاله زار، وا وا دلبر جان
بیا ای یار که مجنون تو هستم
(خِراب لعل مَی گون تو هستم) ( ۲ ځلي)
نَمی بوسم لب پيمانه مَی
پريشان و جگر خون تو هستم ) ( ۲ ځلي)
بیا که بريم به مزار، ملا ممد جان
سَیر گلِ لاله زار، وا وا دلبر جان
د يادوني وړ ده چي د ملا محمد جان مقبره د بلخ د فرهنګپالو لخوا تشخيص او د مزارشريف د والي (عطا محمد نور) د سلو زرو ډالرو په مالي لګښت په کال ۱۳۹۲ ل کي له سره ورغول سوه.
مأخذونه:
نصرالدين، سلجوقي، موسيقی و تئاتر در هرات، ويرايش فرامرز تمنا، چاپ اول، تهران: انتشارات توس.
https://fa.wikipedia.org/wiki/
http://irtasnif.blogfa.com/post-18.aspx
http://af.farsnews.com/culture/news/13950107000252