د بدلون اوونیزې لیډ ستوري-
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۴۵) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۱۴\ ۱۳۹۴
د اسد پر ۷- مه افغان حکومت وویل چې د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې د طالب ډلې مشر ملا محمد عمر اخند د پاکستان د کراچي ښار په یوه روغتون کې مړ شوی دی، یوه ورځ وروسته طالبانو دغه پېښه تائید او وروسته یې ملا اختر محمد منصور د نوموړي د ځایناستي په توګه اعلان کړ خو د طالبانو د مشرتابه شورا ډېر شمېر مخکښو مشرانو له دغې پرېکړې سره سخت مخالفت وښود، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سید طیب آغا له دې امله استعفا وکړه چې ولي د دوی مشر په یوه پردي هیواد (پاکستان) کې ټاکل شوی او هغه هم داسې چې د ټولو طالب چارواکو موافقه پکښې شامله نه ده.
د فدایي محاذ په نوم له طالبانو یوې جلا شوې ډلې خو ملا اختر منصور ته بېخې د لوچک اصطلاح وکاروله او د طالبانو د مشر په توګه یې د ده کړنې پایلوچي وبلله.
په کوټه او چمن ښارو کې د وېشل شوو طالبانو تر منځ نښتې هم وشوې چې مرګ- ژوبله یې هم لرله.
اوس دستې طالبان د څو کوشنیو ډلو تر څنګ پر دوو لویو ښاخو وېشل شوي چې یو یې د ملامنصور او بله یې هم د مرحوم ملا محمد عمر اخند د زوی ملا یعقوب تر مشرۍ لاندې یو د بل په مقابل کې سره ولاړ دي.
د ملا منصور مخالفانو ته پر دې سخت درد ورغلی چې ده ولي دوه کاله د لوی ملا صاحب مرګ پټ ساتلی او دوی ته یې درواغ ویلي ول او دا دوه کاله د ملا محمد عمر په نوم اعلامیې، فرمانونه او پیامونه ټول درواغ او غیر شرعي ول، دوی دا ادعا هم کوي چې د دوی دغه محبوب مشر مړ شوی نه بلکې د پاکستان په ټونګ د ملا منصور په لاس په زهرو وژل شوی او د ده د مړینې خبر یې د ده له کورنۍ څخه هم پټ کړی وو.
دغو ټولو پرمختیاوو د طالب ډلې پر سیاسي و نظامي لیکو زورورې زلزلې راوستي او دغه سیسټم یې د یو مخ نابودۍ له ګواښ سره مخ کړی دی.
څېړونکي دغه پېښې د ټولو سیاسي فعالانو لپاره یو لوی درس ګڼې او وایي چې د کورنیو جنګونو نتایج همېشه دغسې منفي او د پردیو لپاره په ګټه وي، بل د پردیو په جال کې په ګېرېدو سره آزادی له منځه ځي او هر حرکت به د نورو په حکم وي؛ بېګانګان، چې هر وخت یې ضرورت احساس کړ نو د مرحوم ملا محمد عمر اخند غوندې به یې په زهرو وژني او نوو مشرانو ته به یې ښيي چې د دوی له حکمه سرغړونه څه مانا او نتېجه لرلای شي؟
اوسنی حالت د افغانستان حکومت او طالب اړخ دواړو لپاره د خبرو او سولې راوستو یو طلایي فرصت دی، که دوی له دغه چانس څخه پر وخت او عاقلانه ګټه وا نه خلي نو پایله به یې د دوی، افغان ولس او افغانستان نوره تباهې او پردیو، خاصتاً پاکستان، ایران او ټولو لوېدیځو استعماري قوتو پر ژرندو د اوبو ور سمول وي.