ذبیح الله خورشیدي

ذبیح الله خورشیدی

د ملا محمد عمر اخوند له مړینې وروسته کله چې د وسلوالو طالبانو نوي مشر ملا منصور د اسلامي امارت واګې په لاس واخیستې د طالبانو یو شمېر قومندانانو د هغه له مشرۍ سره مخالفت وکړ.

دا مخالفت تر نن روان و، خو اوس چې امریکا ویلي، هغه یې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژلی ډېر احتمال شته چې طالبان به نور هم وپاشل شي او لیکې به یې تر پخوا زیاتې کمزورې شي.

امریکا له وړاندې په دې پوهیده چې سږنی کال به جګړه زور کوي او د ملا منصور پرمشرۍ د طالبانو ډله هو‌ډ نه لري چې افغان حکومت سره خبرو ته تیاره شي او دوی هم له دې وېریدل چې هسې نه ملا منصور د دوی له نړیوالو سیالانو سره د امریکا پرضد بریدونه ډیزاین کړي.

د ملا منصور او روسې ترمنځ اړیکې امریکا لپاره په راتلونکې کې جدي ګواښونه رامنځ ته کولای شول، نو دلته ښکار ده چې امریکا له وړاندې د ملا منصور د وژنې پلان جوړ کړی وه.

بله داچې امریکا له پاکستان سره اړیکې په نازک تار تړلي او هره لحظه یې د شلېدو امکان شته.

امریکا په دې سره د پاکستان استخبارات یو ځل بیا کمزوري ثابت کړل او دونیا والو ته معلومه شوه چې د ترهګرو پټن ځایونه او د هغوی ملاتړي څوک دي؟

په ایب ټاباد کې د القاعده مشر ، په کراچۍ کې د ملا عمر مړینه او اوس د پاکستان تر ولکې لاندې بلوچستان کې د ملا منصور وژل کېدل ښکاره بیلګې دي چې اسلام اباد د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړی هېواد دی او د دوی په امکاناتو په مهمو سیمو کې اوسي.

پاکستان په تازه بیان کې ویلي،  چې دوی د ملا منصور وژنه څیړي، خو خلکو ته به یې د القاعده مشر په څېر دا هم د یوې معما  په څېر پاتې شي او سیاسیون به یې چې اوس د نواز شریف سره په جنجالونو کې ښکیل دی پوره جنجال ته سره لاړ شي.

افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو ویلي، د ملا منصور وژنه به د سولې پروسې لپاره یو ښه ګام ثابت شي او په وینا چې هغه د سولې د خبرو مخالف وه نو ځکه د دوی له لوري ووژل شو.

حکومت باید د طالبانو له لیکو جلا شوې ډلې را خپلې کړي او دا فرصت نور پاکستان ته ور نه کړل شي چې د طالبانو له خپلمنځیو جنجالونو د افغان حکومت پرضد کار واخلي.

طالبان هم باید پوه شي چې د سولې پرته بله لار نه لري او نه هم داسې یو څوک ور پاتې دي چې په هغه دې طالبان را ټول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *