ملا اختر محمد منصور

تاند- د ملا اختر محمد منصور مخالف طالب مشران غونډه کوي چې د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند پر ځای نوی مشر غوره کړي.

رویټرز خبري اژانس نن وویل چې د منصور د مخالفو طالب مشرانو ویندوی ملا عبدالمنان نیازي وویل چې نوی مشر به په راتلونکو څو ورځو کې وټاکل شي.

ده زیاته کړه:«په غونډه کې په یوې اجنډا بحث کېږي او هغه د نوي مشر، چې ټول پرې راضي وي، ټاکل او د منصور لېري کول دي.»

شاوخوا درې اوونۍ پخوا هم ملا عبدالمنان نیازي ویلي و چې ژر به دیني عالمان او طالب قومندانان د ملا عمر ځای ناستی وټاکي. ده همداراز ویلي و چې د لوی اختر له کبله د نوي مشر د ټاکلو مسله ځنډېدلې وه.

خو داسي ښکاري چې د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدو د منصور مخالفان مجبوره کړل چې د نوي مشر د ټاکلو مسله وځنډوي.

د طالبانو له لوري د کندوز ښار نیولو د ملا اختر محمد منصور دریځ پیاوړی کړ.

ملا عبدالمنان نیازی وايي، د طالبانو له لوري د لنډې مودې لپاره د کندوز له نیولو سره سره به ناراض طالب قوماندانان ملا اختر محمد منصور ونه مني.

د ملا منصور په مخالفو طالب مشرانو کې د طالبانو تر ټولو غښتلی قومندان ملا عبدالقیوم ذاکر هم شامل دی چې د جولای په اوومه یې د افغانستان د حکومت له استازو سره د طالبانو د سولې د خبرو مخالفت وکړ.

وېره ده چې که د طالبانو د مشرانو په منځ کې اختلاف زیات شي او دا ډله سره ووېشل شي ممکن یوه خوا یې له داعش ډلې سره یوځای شي چې تر طالبانو څو ګامه سرزورې او افراطي ده.

ویل کېږي چې ذاکر په هلمند کې زیات نفوذ لري خو منصور له یوې خوا سراج الدین حقاني ته د مرستیالۍ په ورکولو سره ځان پاکستان ته زیات نژدې کړی او له بلې خوا د طالبانو پر مالي سرچینو کنټرول لري.

ملا عبدالمنان نیازی وايي:«زموږ په ډله کې زړه ور او تکړه کسان راټول شوي، خو موږ ډېرې پیسې او منابع نه لرو. ده (منصور) تر دوو کالو زیاته موده پر منابعو کنټرول درلود، چا ورته څه نه شوای ویلی ځکه چې ده ورته ویل چې دا د ملا عمر اوامر دي.»

د ملا اختر محمد منصور په مخالفانو کې د ملا عبدالمنان نیازي او ملا عبدالقیوم ذاکر ترڅنګ ملا حسن رحماني، محمد رسول، ملا عبدالرزاق او یو شمېر نور شامل دي.

دوی وايي د قطر د دفتر مخکینی مشر طیب اغا هم ورسره ملګری دی.

3 thoughts on “د ملا منصور مخالف طالب مشران نوی مشر غوره کوي”
  1. ملایانو ګوړی ګوړی لری خوله به مو خوږه وی.
    وایی ملانصرالدین خوب ولید چی کوم څوک ده ته سپین زر ورکوی خو ده ویل چی نه یی اخلم هغه سره زر راکړه . پدی وخت کی یی ښځی پری غږ کړ چی ملا پاڅه سبا ده او لمونځ وکړه . ملا چی را ویښ شو نه سپین وو او نه سره . ژر یی سترګی پټی کړی او ویی ویل چی هغه سپین می قبول دی رایی کړه.
    ملا صیبانو نه سره شته او نه سپین. مه ځانونه وژنی او مه نور خلک . دا هیواد د ټولو کور دی او ساتل یی پر ټولو فرض دی. د جنګ پرځای د سولی او مذاکرو لار ونیسی . هم به خدای ج درنه راضی شی او هم به ملت.

  2. که دغه نوی مشر په پاکستان کی دیوی غوڼدی په ترڅ کی غوره شی نوبیا به هم داسی یو مشر دملاسید طیب اغا ته ورته مشرانو دمخالفت سره مخ او دپاکستان لاسپوڅی به یی وګڼی او دافغان حکومت لخوا به بیا یوځل پرپاکستان تورولګول شی چی ددوی دوسلوالو مخالفینو غوڼدی په پاکستان کی جوړیږی اوهماغلته مشران یی تعینیږی اوله هماغه ځای دجنګ فتوا ورکول کیږی زما په اند دهمدغی خبری په خاطر خو دطالبانو نوی انشعابی مشر دتعین موضوع ځنډیدلی دوی به اوس غواړی چی افغانستان کی داسی یو ځای چی ددولت او ملامنصور دطرفدارانو څخه په امن کی وی پیدا کړی ترڅو دخپل موجودیت اعلان تری صادر کړی پاتی دی نه وی چی دجنګ په ډګر کی افغان حکومت له دری قسمه وسلوالو مخالفینو سره مخ کیدونکی دی اول یی دملامنصور ډله دویم یی دطالبانو څځه نوی جلاکیدونکی انشعابی ډله دریم یی دمولوی عبدالرحیم مسلم دوست ترمشری لاندی د داعش ډله دانو اوس معلومه نده چی دطالبانو کومه ډله به په راتلونکی کی دداعش سره یوځای کیږی خدای پاک دی افغان بیچاره ولس ته خیر پیښ کړی آمین ثم آمین

  3. عزتمندو : خدای تعا لی (ج) په قرانالعظیم الشان کی سوله خیربللی ده نو ځکه دمسلمان دپاره دخدای اودخدای دکلام دلاری منل اوغوره کول لازم دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *