د لانګ وار جورنال له رپورټ سره سم، امریکا تر اوسه پورې په پاکستان کې درې سوه دوه نوي ځله هوایي حملې کړې دي چې له دوو حملو پرته نورې ټولې په وزیرستان او نورو قبایلي ایجنسیو کې وې. په دغو دوو حملو کې چې د پاکستان د خاورې په داخل کې تر سره شوې دي، یوه یې په ابیټ اباد کې وه او بله یې د بلوچستان ایالت په احمدوال کې. د ابیټ اباد په حمله کې اسامه ووژل شو او د احمد وال په حمله کې د پاکستان د استخباراتو یو بل نازولی میلمه ووژل شوی دی.
د احمد وال حمله که څه هم د شنبې په ورځ د محلي وخت د ماسپښین په دریو بجو او څلویښتو دقیقو تر سره شوه خو د پیښې په لومړیو څلرویشت ساعتونو کې پاکستاني حکومت، میډیا او استخباراتو د پیښې په باره کې د جزییاتو له ورکولو ځان داسې لرې وساته ، لکه دا پیښه چې په جنوبي افریقا یا لاتینه امریکا کې شوې وي او دوی د نورو خولو ته انتظار باسي چې معلومات ورکړي. ځینو اژانسونو د هغه موټر عکسونه خپاره کړي چې لمبې ورباندې بلې دي او له یوې نیمې وسپنې پرته تقریبا هر څه پکې له منځه تللي دي.
د پیښې په اول شواروز کې پاکستاني حکومت او رسنۍ داسې حیران او ګنګس ښکاري لکه د اسامه د وژلو پیښې چې حیران کړي وو. یوه نیمه رسنۍ یې وایي چې د یوه قتل شوي کس شناخت کارټ پیدا شوی او معلومه شوې ده چې دا د چمن د سیمې یو عادي اوسیدونکی دی. خو که په موټر باندې بلو لمبو او د موټر پاتې شونو ته وګورو نو شناخت کارټ په ځای پریږده چې اکثره اوسپنې هم باید اوبه شوې وي. رحیم الله یوسفزی چې له آی ایس آی سره رابطه یې مشهوره ده، اردو بي بي سي ته په مرکه کې ویلي دي چې منصور له تیرو دریو میاشتو راهیسې لادرکه غوندې و او ان د قطر له دفتر سره یې هم رابطه تقریبا نه وه. د پاکستاني ژورنالیست رحیم الله یوسفزي له دې خبرې دا مطلب اخیستلای شو چې پاکستان به په دې فکر کوي چې تر یو څه وخته پورې د ملا اختر محمد منصور د مړینې خبر پټ وساتي او په دې ډول دې حقیقت ته توجه لږه کړي چې ملا منصور په پاکستان کې وژل شوی دی.
د پیښې د لومړي شواروز تر پوره کیدو له مخه د افغانستان د ملي امنیت ادارې د ملا اختر محمد منصور د قتل خبر تصدیق کړی دی. پاکستاني میډیا دا خبر رااخیستی خو خپل معلومات یې نه دي ورسره شریک کړي. که څه هم په کوټه کې د ملا منصور او یوه بل ملګري جنازه یې روغتون ته رسیدلې او د تابوت عکسونه یې خپاره شوي دي، خو پاکستان بیا کوښښ کوي چې د خبرونو اصلي منبع په افغانستان او امریکا کې وښیي او ځان یو ډول ناګاره واچوي.
له دې پیښې سره د پاکستان د حکومت او رسنیو د ځان ناګاره اچولو چلند دا ښیي چې په پاکستان کې د ملا منصور د قتل پیښه ورته سخته تمامه شوې ده. پاکستاني رسنیو داسې رپورټونه هم خپاره کړي دي چې پیښه په زابل کې شوې ده. البته، دا هم وایي چې د افغانستان او پاکستان ګډې پولې ته نژدې یو موټر په نښه شوی دی. حال دا چې ملا منصور په هغه لویه لاره باندې وژل شوی دی چې د نوشکي له خوا څخه کوټې ته راځي او دا لاره د افغانستان له سرحد څخه په لسګونو کیلومتره لرې ده. ډیر احتمال دا دی چې ملا منصور به کوټې ته روان و. د ده په برخه کې ویل کیدل چې د کوټې په جنوب کې اوسیده.
د ملا منصور د قتل د خبر تر خپریدو له مخه د پاکستان د خارجه چارو د وزارت ویاند وویل چې امریکا که په پاکستان باندې مرستې محدودې کړي، دا به بدې پایلې ولري، ځکه پاکستان له تروریزم سره په جګړه کې د شپیتو زرو کسانو قرباني ورکړې ده چې شپږ زره کسه پکې پاکستاني عسکر او پولیس دي. د پاکستان د خارجه وزارت ویاند دا ادعا هم کړې ده چې پاکستان له تروریزم سره په جګړه کې دوه سوه میلیارده ډالره تاوان کړی دی.
پاکستان چې د افغانستان د جنګ په جاري ساتلو کې خپلې ګټې ویني او پیسې ورباندې ټولوي، د پاکستان په خاوره کې د ملا منصور مړینه ورته ډیره سخته تمامیږي. پاکستان د اسامه په برخه کې دا ادعا کوله چې پټ ژوند یې کاوه او پاکستان ورباندې خبر نه و خو منصور نسبتا ښکاره اوسیده او په پاکستان کې په رڼا ورځ او په لویه لاره کې د سفر په وخت ووژل شو.
زه فکر کوم چه دملا منصور په مشری کی نوره دپاکستان ګټه نه وه، ځکه دمنصور په مشری کی طالیبان دوه ډلی شوی وه، نواوس شاید دملا عمر ځوی اویا بل داسی کس دمشری لپاره وټاکی چه طالیبان سره یوځای اویوموټی کړی.
بله خبره داده چه دپاکستان ، امریکا او افغانسان ارتباطات پدی ورځو کی خراب شوی وه، نوپدی خاطر چه پاکستان بیا امریکا اوافغانستان ته ځان نیژدی کړی نو دوه کارونه یی وکړه
د ملامنصور دتګ پلان ورکول امریکا ته اوبیا دهغه ویشتل او وژل کیدل دډرون په زریعه
دانګورباغ هډه سپارل افغان ځواکونو ته
داچه اوس دمنصور په وژل کیدو پاکستان ځان کوڼ اوبی خبره ښایی دا دسیاست چالونه دی چه پاکستان یی دخپلو ګټو په خاطر کوی
په هر صورت ړندو اوبی عقله طالیبانو ته ځما خواست دادی چه نور دخپل عقل نه کار واخلی ، ترڅوبه تاسو په مرموز او خطرناکو سیاسی ډرامو وژل کیږی. دخدای په خاطر جنګ پریږدی نورخپل ورونه اوخلک مه وژنی، راشی دخپلوورونو سره په یوټغر اودسترخوان کښینی او د پنجابانو ددسیسو اوډراموڅخه ځان وژغوری
نن ورځ ترهګر ددنیا په یوځای کی په آمن نشی پاتی کیدلای ځکه دهشت اوویره اچوونکی دخدای اودخکو دښمن دی