تاند- په هرات ولایت کې چارواکي او شاهدان وايي چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په تازه جګړه کې لږترلږه ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد نن /سې شنبه/ وویل، د ملا محمد رسول او ملا هیبة الله په مشرۍ د طالبانو د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې شوي دي.

د فرهاد په وینا دا نښتې د هرات ګذرې ولسوالي ته نژدې شوي او په لړ کې یې لږترلږه ۱۶ تنه وژل شوي دي.

شاهدان هم وايي چې دواړو ډلو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د دقیق شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

د هرات د والي ویندوی بیا وايي چې په دې جګړه کې د ملا هیبة الله د ډلې ۱۰ تنه او د ملا رسول د ډلې ۶ تنه وژل شوي دي.

د ملا رسول او ملا هیبة الله ډلو تراوسه پورې د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دې دوو ډلو په ځلونو په ځانګړي ډول د هرات په شینډنډ ولسوالي کې په خپل منځ کې خونړۍ نښتې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *