تاند- وسله وال طالبان وايي چې د ملا دادالله پلار او د کورنۍ غړیو د دوی د ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوند بیعت وکړ.
طالبانو نن /شنبه/ په خپله ویبپاڼه کې لیکلي، وروسته له دې چې د طالبانو مشرانو او د ملا عمر خپلوانو د ملا دادالله او ملا منصور دادالله له پلار حاجي عبدالله او د هغوی له زامنو او وروڼو شېراغا، عبدالخالق، ملا احسان الله او نورو سره وکتل، د دادالله کورنۍ او د دوی تر قوماندې لاندې قوماندانانو د ملا هیبت الله اخوندزاده بیعت وکړ.
طالبانو د تېر میلادی کال په نوومبر میاشت کې ملا منصور دادالله له خپلو ملګرو سره د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالي کې په خورا بې رحمۍ وواژه.
طالبانو ویلي چې د دادالله د کورنۍ غړیو او پلوي قوماندانانو ملا محمد داوود اخوند، ملا محمد صادق اخوند او نورو له ملاهیبت الله سره بیعت کړی دی.
د هیبت الله د ډلې په وینا، د ملا دادالله پلار وویل چې د دوی کورنۍ د روسانو پر ضد جهاد وکړ او د طالبانو په لیکه کې له امریکایانو سره وجنګېده.
طالبانو د ملاداداالله د پلار ویدیو هم خپره کړې، په دې ایدیټ شوې ویدیو کې د دادالله پلار وايي«موږ د امارت وو او یو به، څوک چې زموږ له نومه استفاده کوي، مخالف یې یوو او ردوو یې.»
ده دغه راز د طالبانو مخالفانو ته ویلي چې د مسلمانانو خلاف «جهاد» ونه کړي بلکې د کافرانو پر ضد «جهاد» وکړي.
طالبانو تېره اوونۍ وویل چې د ملا رسول اخوند یو مرستیال په زابل ولایت کې له دوی سره یوځای شوی دی.
افسوس!
دخبر اصل مطلب دادی چی پاکستان یی غوږونه ورتاو کړی دی