محمد عارف رسولي

(دوهمه اوپاته برخه)

شورايي نظام یا د خلکو سیاسي ګډون او مشارکت

د شورا ترټولو ستر اهمیت په دې کې چې صریح قرآني نص وربانې امر کوي او ستایی یې. دشورا اصلي موخه او مفهوم دادئ چې د اسلامی ټولنې په اړوندو مسئلو کې د ټولو وګړو سره د امکان ترحده او د زمان او مکان د شرایطو سره سم باید مشوره وشي او د ټولو له فکر، پوهې او تجربو څخه ترممکنه حده ګټه واخیستل شي. دا مفهوم د پښتو ژبې په یوه متل کې ښه انځور شوئ دئ چې وایي: کار چې په سلاشي بې بلاشي. په بل عبارت هر څومره چې له اړوندو لوریو سره د مسئلو ټول اړخونه وڅیړل شي هومره د پریکړو کره توب یقیني کیږي.

د واقعي شورا کولو او د رغوونکي ګډون بله ګټه داده چې په ګډه د ستونزو ارزولو، دحل لارو لټولو، لمړیتوبونو ټاکلو، په پریکړو بحث او د خلکو نظرته د درناوي په پروسه کې د ګډونوالو تایید ترلاسه کوو، د پریکړو تر شا دریږي او خپلې یې بولي. د پرمختیا پوهان په دې اند دي کله چې ډېرئ خلک کومې پریکړې خپلې وبولي هغه بریا ته رسیږي. که خلک په پریکړو کې ونډه ونلري نوپه دوامداره توګه یې ترشا نه دریږي، خپلې یې نه بولي او ښئ پایلې نلري. لکه چې زموږ په ټولنه کې عام متل دئ چې په زور کلي نه کیږي. په دې اساس چارواکي، ډلې او ټپلې په جبر، اکراه او د ټوپک په خوله د ډېر وخت لپاره هغه نظریې او پریکړې چې خلک پکې ګډون ونلري په هغوي نشي منلئ.

مشارکت هم د شورا یو بل مفهوم دئ او نن سبا خو ټولو ته روښانه ده چې په پرمختیایي پروژو او پروګرامونو کې دخلکو مشارکت او کډون ټاکونکئ رول لري. په اصل کې پرمختيا او وده یوه داسې پروسه ده چې ګډون کوونکي هغو پریکړو ته شکل ورکوي چې د دوي په ژوند اغیزه لري. نو که له چا سره په حقیقي معنا مشوره ونشي، په پروګرامونو کې ونډه ونلري که هرڅومره کار هم ورته وشي دهغوي پرمختګ نشي بللئ کیدي او یوازې به داخلک تنبل او تیار خواره کړي. دا پروسه دنظام مشروعیت هم د خلکو په سترګو کې زیاتوي، د خلکو او دولت تر منځ واټن کمیږي او ښه همغږي رامنځ ته کیږي.

که د ملکونو زعیمان او رهبران شورایي نظام ته وفادار پاته شي، د خلکو نظرته غوږ ونیسی او درناوئ یې وکړي نو له نافرمانیو، شخړو او شورشونو څخه ملکونه او ټولنې ژغورل کیږي. که څه ستونزې وي په کراره، په حکمت، تدبیر، عامه پوهاوي، صبر، زغم او بردبارۍ سره یې حل کولئ شي او د ناورینونو مخه نیوئ شي.

په وروسته پاته ټولنو او ملتونو کې د پریکړو په وخت کې عام خلک نه پوښتل کیږي او هلته زورواکي رژیمونه حاکم وي او د ولس او دولت ترمنځ لوی واټن وي او همدایي د وروسته والي ستر لامل وي. سیاسي ډلې یې کوم ښه اصول او پلانونه نلري او نه یې په اهمیت پوهیږي. دوی هم څه لاسته راوړنې نلري، یو بل ملامتوي، خلکو ته کوم کار نشي کولئ او د نظام په سمولو کې کومه دپام وړ برخه نشي اخیستئ. کیدئ شي په دې ټولنو کې ځینې خلک ښې او لویې مفکورې او آرمانونه ولري خو په کومه برنامه یې نشي بدلولئ او پاته راځي.

پوهان وایي لویې مفکورې بيله رایو بې ګټې دي. موږ لیدلي چې یوازې نصیحت کول او د لویو مفکورو بیانول ډېره ګټه نلري. د ټولنو د اصلاح لپاره په یوه مشارکتي پرمختیایي پروسه کې د خلکو ګډون، دهغوي د نظریاتو درناوئ، د رایې کارونه، په پروسه اغیزه لرل، پروسه د ځان بلل او په پای کې د هغو د ژوند ښه کول اړین کاردئ. د شورا ستره فلسفه چې یو الهي امر او قرآني اصل دئ هم همدا درس موږ ته راکوي. د افسوس خبره داده چې اوس له مسلمانانو څخه د شورا اصل بیخي هیر شوئ دئ. شورا د ډیرو په فکر داده چې یو څو کسان د ملت په سرنوشت لوبې کوي او د ملت نظر، ناخوالو او فریاد ته څوک غوږ نه نیسي. خو په اسلام کې بیعت د شرایطو سره سم عام دئ. ټول مسلمانان چې کولئ شي او ورته ممکنه وي باید په نظر کې شریک شي.

کلتوري اغیزې د پرمختګ ښه بستر رامنځته کوي

کلتور ډول ډول تعریفونه لري. یو ساده تعریف یې دادئ چې کله د مکتب او مدرسې زده کړه له چا واخلې کلتور ورته پاته کیږي. کیدئ شي په دې څوک ښه پوه نشي خو دا ډېره مهمه او اړینه خبره ده. څرنګه چې د انسان شخصیت د هغه په ماشومتوب کې شکل نیسي، نو د مور، کورنۍ، کلي، وړکتون او ښونځۍ چاپیریال د ماشوم د کلتور جوړوونکي دي او غټه اغیزه ورباندې لري. که یو کس په یوه وروسته پاته او له شخړو ډکه ټولنه کې تر بلوغ پورې ورسیږي خو بیا د ژوند ښه شرایط ورته برابر شي، مالداره شي او ان لوړې زده کړې وکړي، کیدئ شي ترهغه چا چې له ماشومتوبه په علمي ماحول او له رهبرانو سره لوی شوئ وي په ټولنیز سلوک، نفسیاتي او رواني ساحو کې وروسته پاته شي. د انسان په شخصیت د کلتور اغیزه د لویو سیاستوالو او رهبرانو سره د ژوند تر پایه پاته کیږي او له لویو لویو لاسته راوړنو سره سره کله کله د سختو پریکړو کولو، سیي لورئ لید په ټاکلو او د قهر او غضب په وخت ځان ښيي. دلته کیدئ شی استثنا وي، د خورا لوړ ذکاوت خاوندان په غریبو خلکو او کورنیو کې هم منځته راتلئ شي خو په زیاتو حالاتو کې ماحول او کلتور غټې اغیزې لري.

ټولنه هم همداسې ده. په خواشینۍ سره د خراب کلتورلرونکې ټولنې په خرافاتو، جهالتونو، ځان غوښتنو او نورو ستونزو کې راګیر، له تاریخ او خپلو تیروتنو زده کړه نکوي او هم کوم ټولنیز آرمان ورسره نه وي. که ورسره پیداهم شي نو د لاسته راوړلو لپاره بیا سيي لارې نه شي موندلئ. له همدې کبله نن پرمختللي هیوادونه په خپله کلتوري وده او دوام یې زیاته پانګونه کوي.

نیمګړې دیني پوهه هم کله کله د خرافاتو او غلط کلتور په رامنځته کیدو کې اثر لري. د مثال په توګه، اسلام موږ ته درس راکوي چې د اصولو په چوکاټ د بشر د فلاح او نجات لپاره داسې هڅې او ژوند وکړو لکه چې تر قیامته ژوندي یو او د اخرت لپاره داسې کاروکړو لکه چې سبا مرو. خو ځینې بیا په نیمګړې دیني پوهه له خرافي نظریو او غلطو سوچونو سره مخ شي وایي دنیا فاني ده اوکوم اړین خدمت او ټولنیز کار نه کوي.

ټولنیز تهدیدونه د بیدارۍ لامل

که ټولنې او ملتونه له کوم تهدید سره مخ شي کیدئ شي چې له خوبه راویښ شي، د خلاصون د لارو په لټه کې شي، په دې پروسه کې کیدئ شي ښه رهبري رامنځ ته شي، ټولنه بیداره، د قربانۍ روحیه ورسره پيدا او د تهدید سره د مقابلې لپاره سره یو موټئ شي او په دې توګه د سترو کارونو کول انرژي راخلاصه کړي. کیدئ شي دا ټولنې ته یوه ښه تجربه شي او کیدئ شي دا ټولنه د پرمختګ په لور روانه شي، نورو اړینو لاملونو ته لکه دخلکو مشارکت او شورایي نظام راتګ، ځانته ښه لورئ لید او موخې ټاکل او نورو څخه هم ګټه اخیستل شروع کړي.

دلته هم د اړینه او حتمي نده چې هره ټولنه به له ټولنیز تهدید وروسته د نجات لاره مومي. که پیچلو شرایطو ترکیب داسې راغئ چې په ټولنه کې رښیتیني مشران راپیدا شول او وګړي هم د هغوي په اهمیت پوه شول، ځانته یې یو کډ غوره لید لورئ او اړینې موخې وټاکلې او په مشارکتي پروسه کې یې ورباندې کار پیل کړ، له خپلو تیروتنو یې زده کړه وکړه نو ځان د نورو د احتیاج څخه ژغورلئ شي. خو که ښه رهبري ونلري ښې لاسته راوړنې نشي لرلئ. د نه پرمختګ او وروسته پاته کیدو ځینې نور لاملونه اوږدې شخړې، بې ثباتي او د فساد شتون بیا هغوي د اوږدې مودې لپاره د بیوزلۍ او غلامۍ کندې ته ورټیل وهي او نجات یې خورا ګران وي.

په پای کې خپل باتور ملت او په تیره ځوانانو ته دا لاندې وړاندیزونه لرم:

  1. په انفرادي، ټولنیزه اوملي کچه د خپل تاریخ، تاریخي پیښو، تیروتنو او بریاوو ارزونه او ورڅخه زده کړه د خپل کارونو په سر کې راولو،
  1. په سیاسي او ملي ژوند کې د هیواد پالنې او عقیدې دواړو خیال وساتو او دهغوي ترمنځ یو سیي انډول ته هم پام وکړو،
  1. د ملي هویت او ملي ویاړنو د پیژندګلوئ او اهمیت لپاره د یوه ښه پروګرام له مخې په ملي کچه کار وکړو،
  1. د ثبات او تحول ترمنځ انډول رامنځ ته کړو. پوه شو چې د هیواد د پرمختګ لپاره ښو بدلونونو ته اړتیا شته او دا بدلونونه هغه وخت بریا ته رسیږي چې په ملک کې ثبات وي. که داسې نه وي نو د اړین پرمختګ ناشونئ دئ. همدارنګه، د مثبتو بدلونونو لپاره هم باید تنده ولرو او د خپلو ملي ارزښتونو او دیني شعایرو په رڼا کې تر ارزونې او ملي اجماع او اصلاح وروسته یې پلې کړو،
  2. د ګډو ملي آرمانونه او موخو لرل او ورته د پلان کولو په پروسه پوهیدل خورا اړین کار دئ. دا کار ټول ملتونه کوي او ترڅو دورو وروسته په ملت کې ستره وړتیا رامنځ ته کوي،
  1. په ریښتیني شورایي نظام پوهه او باور له ملتنونو سره مرسته کوي چې په نظام او پرمختیایي پروګرامونو کې دخلکو واقعي ګډون خوندي شي او ښه حکومتولي رامنځته شي،
  1. د کلتور په اهمیت پوهه او ورته کارکول موږ ته موکه راکوي چې له خپلې ټولنې ناسمې انګیرنې لیرې او د په ځان بسیا کیدو او پرمختګ لپاره یوښه بستر رامنځته کړو،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *