«د زمري د ۲۸مې په ویاړ»
انسان په اصل کې ازاد دی، ازادي د انسان فطري حق دی، په یوه معینه جغرافیایي سيمه كې د انسانانو یو ځای اوسېدل د دوی له مشتركاتو سره رابطه لري، مشترکات یا د وینې وي، يا كولتوري وي او يا نورو پدیدو پرې حاکمیت چلولی وي، په پایله کې د انسانانو ټولنیز جوړښت د قوم، ژبې، ملت… په بڼه را څرګندېږي.
ملتونه معمولاً د كولتور او جغرافيايي موقعيت له مخې را منځ ته شوي، د ملتونو افراد شته مشتركات په ګډه پالي، دوی د خپل هېواد هوساینه غواړي، د همدې هوساینو لپاره په هڅو کې وي.
پخوا داسې و چې د نورو ملتونو ارزښتونه به تر پښو لاندې کېدل، هغوی به محکومېدل کږلتور، دودونه، ژبه… او نور به یې د متجاوزه ملتونو له خوا تر بريد لاندې راتلل، په خپلو اقتصادي پروژو بېواکه وو، سیاسي صلاحيت يې نه لاره. د دې ظلم په لړ کې متجاوز ملت استعمارګر او محکوم ملت مستعمره ګڼل کېده، د هغو ملتونو مشران چې بېکفایته وو د استعار تر زوال همداسې محکوم پاتې وو، اوس یې خپل اصلي ارزښتونه له لاسه ورکړي دي، داسې ملتونه هم وو چې د استعمار جبر ته یې سر نه ښکته کاوه، د خپلې ازادي دعوه يې کوله، د استعمار له ځواکه یې بغاوت کاوه او خپل هویت یې د تن په وینه پاله.
په دې مبارزه کې د بااحساسه مشرانو رول ډېر ارزښت درلود، هغو ملتونو چې وړ مشران لرل ژر ازاد شول، د ازادۍ ساه یې واخیسته، د ازادۍ خوند یې حس کړ او د خپل هېواد په ودانولو یې پیل وکړ.
افغان ملت هم د همدې مبارزو ملتونو په لړ کې راځي، دوی د خپلې مبارزې له برکته له انګرېزي ښکېلاکه ځان را خلاص کړ.
د دې ازادۍ سالار د ازادۍ اتل غازي امير امان الله خان غازي و، هغه دا ملت ازاد كړ، خو له بدهمرغه په دې ازاد شوي ملت کې انګرېزي ښکېلاک دومره فکري غزونې کړې وې چې تر اوسه یې سزا وینو. دانګرېز فكري ښامارغازي امان الله خان د هېواد رغولو ته پرېنهښود، په هېواد کې غله، غاصبان، باغیان، نالوستي… په مختلفو نومونو او ټاپو د وسلو څښتنان شول او د دولت پر وړاندې وجنګېدل.
غازي امان الله خان چې په هېواد کې د وینو تویولو پلوی نه و، د دولت ټولې چارې خپل تره ته پرېښودې او دی له هېواده بهر شو. له دې سره څو میاشتې په هېواد کې د بچه سقاو تر مشري لاندې د غلو حاکمیت راغی او د نادر خان په واسطه دا حاکمیت هم پای ته ورسېده.
په هر حال زموږ ازادي د زمري په اتهويشتمه حاصله شوې، ټولو هیوادوالو ته دې مبارک وي.
اوس موږ بایدله تېر تاریخه زدهکړه وکړو، که موږ د جنګ په منطق کې هوساینه ګورو دا منطق تېرو تجربو ناسم ثابت کړی دی. څه ښه وایي؛ ازموده را ازمودن خطا است. راځئ چې د هېواد هوساینه په تمدن او وګړسالاري کې وپلټو او نور د جنګ ترخه حقیقت ته د پای ټکی کېږدو.
په ورستیو کې مو بیا د استقلال ورځ مبارک شه! څښتن تعالی مو تل ازاد لره!
د ودان، پرمختللي او په خپل ځان د بسیا افغانستان په هیله!