اعلیحضرت محمد ظاهرشاه بابا څلوېښت کاله په دې هیواد کي سلطنت وکړ. د ملت بابا په وخت کي چي کوم کارونه سوي دي زه ئې لنډه یادونه کوم: هغه وخت افغانستان که د نړۍ د نورو هیوادونو سره پرتله کړو- یو سیال هیواد وو. د ملت بابا پخپل څلوېښت کلنه دوره کي د خپل ملت په نبض داسي پوهېدئ چي هره کړنه يې د ولس د ارادو تمثیل وو. په خارجي پالیسۍ کي هم د ملت بابا خپل هیواد د نړۍ د هیوادونو سره په ډېر ماهیرانه ډول اداره کاوه.
د ملت بابا د ملي یووالي له پاره په دې هیواد کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې.
یواز ینۍ هیله یې د یوه متحد او آباد دافغانستان رامنځ ته کول وو په دې لاره کي یې له هیڅ راز کوښښونو څخه لاس وانه خيست. د ملت بابا پخپل وخت کي داسي کابینه ملت ته وړاندي کړه چي د اولس زړونه ئې ځني وګټل.
پخواني پاچا د ولسواكۍ د لسیزي په پیل یعني په ۱۳۴۳کال کي د اساسي قانون تصویب ته لاره هواره کړه او لویې جرګې ته یې واک ورکړ چي د واکمنۍ او حکومت کولو حق ملت ته ورکړي چي په دې توګه افغانستان هغه مهال د اساسي قانون، ملي شورا، ستري محکمې او نورو ملي او اداري بنسټونو خاوند سو چي په هغه وخت کي د نړۍ ډېرو هیوادو هم داسي اداري واحدونه نه درلودل.
د ملت بابا په څلوښت کلنه واکمنۍ کي د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي خوندي پاته سوه په ټول هیواد کي سوله، امنیت، عدالت او حکومتي نظام حاکم وو د قضا او قانون جوړوني په برخه کي د پام وړ پرمختګ سوی وو او د وخت په اساسي قانون کي د بیان آزادۍ، د ګوندي فعالیتونو آزادي او د رایې ورکولو حق خوندي سوی وو او د حکومتي مقام د نیولو له پاره پوهه او مسلکي توب یوازني معیارونه وه، د افغانستان اردو او وسلوال پوځ وده کړې وه او د هیواد له سرحدونو څخه دفاع ته چمتو وه.
په هیواد کي اقتصاد وغوړېدئ، لويي لاري ورغول سوې، فابریکې او د بریښنا بندونه جوړل سول او صادراتو؛ لکه: ( وړۍ ، پوستکي ، غالۍ ، ټوکر، وچي او تازه میوې او نوري) له هیواده صادرېدې.
د ښووني او روزني په برخه کي هلې ځلې وسوې، د هیواد په هرګوټ کي د ښوونځیو دروازې پرانستل سوې او اجباري زده کړې عامي سوې، پوهنتونونه جوړ سول او د هیواد د وخت د شرایطو سره سم د زده کړو زمینه برابره سوه.
پخوانی پاچاه په دې توانیدلی وو چي پخپل بهرني سیاست کي د وخت د زبرځواکونو او بېلابېلو هیوادونو ترمینځ انډول رامینځ ته کړي چي ښه بیلګه یې په دوهمه نړیواله جګړه کي د افغانستان بې طرفي او ناپیلتوب وو.
له بهرینو هیوادونو سره اړیکي د افغانستان په ملي ګټو راڅرخیدې او ګاونډیو هیوادونو پر مخ یې د لاسوهنې دروازې تړلي وې او په کورني سیاست کي د پوره صبر او زغم خاوند وو.
اوس خبره داده چي یو تعداد پرديپال او د حقیقت څخه ناخبره خلک د ملت بابا پر کارونو سترګي پټوي او داسي وائې چي د ملت بابا- ملت بیده ساتلی وو، خو داسي نه ده. د ملت بابا په وخت کي افغانستان د حثیت خاوند وو افغانستان د نړۍ د هیوادونو سیال وو د ملت بابا د وطن سره بې درېغه مینه درلوده. زه به د ټول افغانستان څخه یوازي د هلمند مثال راوړم د ملت بابا په وخت کي چي په هلمند کي کوم بنسټیز کارونه سوي دي یادونه يې کوم: د بیلګي په ډول د کجکي بند، د نساجۍ فابریکه، حجارۍ او نجارۍ فابریکه، د چانجیر دستګاه، د هلمند د ابیارۍ سیسټم (ویالې، زابرونه، بغراوي) یعني په هغه وخت او اوس کي چي هلمند ته د غنمو ګودام ویل کېږي دا د ملت بابا د هلو – ځلو پایله ده. لنډ داچي په هغه وخت کي له وطن سره مینه وه.
د هیواد امنت دومره د ډاډ وړ وو چي بهرني سیلانیانو به په ازاد او له کوم خطر پرته تګ راتګ کولای سوای. د وطن سره د خیانت فکر موجود نه وو، له ټولو سره د وطن د ابادۍ او شیرازۍ فکر وو.
زه چي کله د خپلو سپین ږیرو سره د ملت بابا خبري کوم هغوئ په ډېر افسوس سره وایي چي هغه وخت خو د عزت وخت وو په دې وطن کي هرچاه مسؤلیت درلودئ د ملا څخه رانیولې تر خانه او حتی تر کروندګر پوري.
اوس څنګ حالت ته راووتلو، اوس خو په دې وطن کي چي هر څومره لوی خاین او قاتل وي هغه د عزت خاوند دئ خو په هغه وخت کي دا هرڅه برعکس وو.
زه پخپله لنډه مقاله کي د ملت بابا د شهکارونو یادونه په سم ډول نه سم کولای، خو دومره وایم چي د ملت بابا د دې وطن رښتینی بچی وو او افغانستان ته ئې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي دي او په دې باوري یم چي دی به تاریخ هېر نه کړي او د اوسنیو واکدارانو څخه هم هیله لرم چي د ملت بابا پر پلونو پل کښېږدي تر څو د ملت بابا ارمانو ته مو کار کړی وي. روح دي ښاد وي.
په هغه وخت کى هم مونږ له خپلو ګاونډيانو ډير پاتى وو
شیرزاد صاحب شاته به و خو دومره هم نه و شاته لکه څومره چې کمونستي او جهادي رژیمونو شاته وغورځولو. افغانستان هاغه وخت حیثیت درلود. د اوس په شان بې وقاره ګدایګر نه و. ایران ته خدای تېل ورکړل او پرې اباد شو او پاکستان ته هر څه انګریزانو په لاس ورکړل. کني پاکستانیانو هیڅ کار نه و کړی. له ریله رانیولې، تر پوهنتونونو او کالجونو، روغتونونو، سړکونو، د اوبه لګونې تر سیستم… پوري ټول انګریزانو ورته جوړ کړي و.